زلمی خلیلزاد: اشرف غني د خپل بام واورې د امریکا پر بام اچوي

زلمی خلیلزاد وایي، اشرف غني و نه توانېد چې خپلې چارې په سمه توګه پر مخ یوسي، هغه له همدې امله د خپل حکومت د نسکورېدو پړه پر امریکا اچوي. د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وایي، د دوحې له تړون وروسته هم واشنګټن له کابله خپل ملاتړ ته دوام ورکاوه.





