ټي ټي پي په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ هرکلی وکړ

د پاکستاني طالبانو تحریک له لوري په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د اګست ۱۵مه چې په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت د ړنګېدو سره برابره ده، د «فتح ورځ» بللې. دوه کاله وړاندې په افغانستان کې جمهوري حکومت ړنګ او افغان طالبان پرته له جګړې واکمن شول.





