حامد کرزي په خوست کې پرونۍ چاودنه غندلې ده

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خوست ښار کې پرونۍ چاودنه غندلې ده. تېره ورځ د خوست ښار په یوه هوټل کې د چاودنې له امله پنځه تنه وژل او اته نور ټپيان شول.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خوست ښار کې پرونۍ چاودنه غندلې ده. تېره ورځ د خوست ښار په یوه هوټل کې د چاودنې له امله پنځه تنه وژل او اته نور ټپيان شول.
پخواني ولسمشر حامد کرزي نن سې شنبه ( اسد ۲۴ مه ) په خپل ټویټر کې د خوست پرونی برید تروریستي عمل، بشري ضد جنایت او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی.
تېره ورځ د طالبانو خوست ولایت مقام په اعلامیه کې ادعا کړې وه چې وژل شوي او ټپیان وزیرستاني کډوال او د خوست اوسیدونکي دي.
حامد کرزي په خپل ټویټ کې په دغه چاودنه کې د زیانمنو کورنیو سره غمرازي کړې ده.
طالبانو ویلي وو چې د دې چاودنې د نوعیت په اړه څیړنې کوي خو تراوسه له دغې پيښې څخه ۲۴ ساعته تیریږي خو د طالبانو د څیړونو درک نه لکیږي.
له بريد څخه څو دقیقې وروسته پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په خوست کې یې د یو هوايي برید په پایله کې پاکستاني طالبان وژلي دي.
دغه سرچینه زیاتوي، په یاد برید کې د تحریک طالبان پاکستان د حافظ ګل بهادر د ډلې څلور مهم قومندانان وژل شوي دي.
پاکستان تر اوسه په رسمي ډول د دغه برید د موخې په اړه څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانګزي ویلي وو، چې د افغانستان فضا اشغال ده.
یادو طالب چارواکو پاکستان ته په اشارې زیاته کړې وه، چې دغه بریدونه د پاکستان له خاورې ترسره کیږي او دوی به یې پر وړاندې چپ پاتې نه شي.
د طالب چارواکو له تندو څرګندونو وروسته هم په کونړ ، پکتیکا او خوست ولایتونو د پاکستاني ځواکونو له خوا د بې پېلوټه الوتکو او راکټي بریدونه ترسره شول خو طالبان یې پر وړاندې خاموش پاتې شول.
څو اونۍ وړاندې پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی و، چې دوی به د پاکستان ضد وسلوال په افغانستان کې دننه په نښه کړي.
د خوست له پروني برېد څخه ۲۴ ساعتونه تېریږي خو طالبانو تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


د امریکا حکومت د پخوانیو همکارانو یوه ډله د پناه غوښتنې دوسیو له ناروښانه برخلیکه شکایت لري او د مالي، ښوونیزو او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي ستونزو اندېښمن کړي دي.
دوی وایي، احساس کوي چې په بند کې دي او د دغه هېواد د ویزې د ورکړې پروسې د ګړندۍ کېدو غوښتنه کوي چې ښایي څو میاشتې وخت ونیسي.
رویټرز د زمري په دوه وېشتمه د یوه راپور په خپرولو سره په پاکستان کې د امریکا د ویزو د اخیستو لپاره د افغانانو د ژوند د وضعیت، د هغوی د کورنیو د مالي ستونزو، د پاکستاني پولیسو له خوا د نیول کېدو وېره، له زده کړو څخه د وروسته پاتې کېدو او د دغو پناه غوښتونکو د دوسیو د څېړلو د سوکه بهیر په اړه لیکلي و.
دغو افغانانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دوی په افغانستان کې خپل جایدادونه پلورلي او د امریکايانو په غوښتنه درېیم هېواد ته راغلي دي، چې د دوی د پناه غوښتنې دوسیو ته رسېدنه وشي.
پاکستاني چارواکي وايي، د هېواد شته اقتصادي ناورین ته په پام سره پاکستان ته د افغانانو د راتګ له ډېرېدو اندېښمن دی.
په پاکستان کې یوه افغانه کډواله مروې رویټرز ته وویل چې: "موږ په ورځ کې دوه ځلې پخلی کوو او ډوډۍ خورو، ځینې ورځې لږه ډوډۍ خورو چې لګښت مو کم شي."
سربېره پر دې، د پاکستان د ویزو ترلاسه کولو لپاره په پاکستان کې له یو څخه تر دوو کلونو پورې ژوند کول د دوی د ماشومانو د زده کړو دوام هم ځنډولی دی.
څوارلس کلنې اسرا رویټرز ته وویل: «کله چې زه نورې نجونې ګورم ښوونځي ته ځي، ډېره ځورېږم چې زه له ښوونځي او درس څخه پاتې یم.»
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د پخواني افغان حکومت له سقوط وروسته، د امریکا ولسمشر جوبایډن ژمنه وکړه، چې افغان متحدین به یې د پي دوه پروګرام په چوکاټ کې امریکا ته ولېږدوي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه د دوو کلونو په تېرېدو سره، زرګونه افغانان د امریکا د ویزو د ترلاسه کولو لپاره بې برخلیکه پاتې دي.
څه موده وړاندې واشنګټن پوسټ راپور ورکړ، چې ۱۵۰ زره افغانان د متحده ایالاتو د کډوالو د ځانګړو ویزو د ترلاسه کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخامخ دي او د «جګړې د متحدینو اتحادیې ټولنې» د موندنو پربنسټ، ښايي ټولو غوښتنو ته رسېدنه به ۳۱ کاله وخت ونیسي.
په امریکا کې د لوتران د کډوالو د خدمتونو د ادارې مدیر کرېش اومارا ویګناراجا وویل، چې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې بهیر خورا ورو دی او تر لسو کلونو پورې انتظار کول عادي خبره ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي دي، چې په پاکستان کې د دوسیو ارزولو ته ظرفیت محدود دی؛ خو په فعاله توګه د پراخولو هڅه یې کوي.
په پاکستان کې ډېری افغانان د کار کولو اجازه نه لري، د زده کړو په شرایطو برابر نه دي او دولتي روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.
دوی د خپلو پناه غوښتونکو دوسیو د څېړلو له اوږده بهیره شکایت کوي او د خپلو مالي سرچینو د ختمېدو په اړه اندېښمن دي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د پاکستان له لوري د افغانستان پر خوست او کونړ ولایتونو کې دوه ځله هوایي بریدونه شوي دي. لومړی برید د تېر کال د اپریل په ۱۶مه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په څلورو کلیو کې وشو او شاوخوا ۴۰ کسان په کې ووژل شول.
په دغه سیمو کې د وزیرستان له جګړو کډه شوي کورنۍ میشتې وې او مرګ ژوبله هم دغه کډوالو ته اوښتې وه.
همدارنګه په همدې شپه د کونړ ولایت پر شلتن ولسوالۍ هم بریدونه وشوه چې مرګ ژوبله یې هم لرله.
ځایی اوسیدونکو ویلي وو، چې دغه برید د جیټ الوتکو پر مټ شوی و.
په خوست کې د تېرې ورځې د بریدونو په ګډون د تېر کال بریدونو په اړه هم طالبانو کوم غبرګون نه و ښودلی او نه هم د پاکستان د یادو بریدونو په اړه یې په رسمي ډول څه ویلي وو.
خو د روان کال د جولای میاشتې په ورستیو کې د پاکستان په باجوړ سیمه کې د جمعیت علمای اسلام پر یوه غونډه د ځانمرګي برید وروسته، د پاکستان چارواکو پر طالبانو توندې نیوکې وکړې.
تر دغه برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانې وزیر بلاول بوټو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې له ځانه دفاع کوي:«که طالبان اقدام ونه کړي، هېواد به یې یعنې پاکستان به په افغانسان کې د ترهګریزو فعالیتونو د له منځه وړلو لپاره پوځي اقدام وکړي.»
تر دې وړاندې د پاکستان پخواني لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي و، چې په پاکستان کې وروستي بریدونو کې افغانان لاس لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو د نیوکو په غبرګون کې د یوي خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستاني چارواکو دغه تورونه بې بنسټه وبلل او ویې ویل، چې طالبان به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
خو طالبانو ته د بلاول بوټو تر خبرداري نږدې دوه اونۍ وروسته په خوست کې هوایي برید وشو او د دغه برید په اړه دواړه هېوادونه چوپه خوله پاتې دي.
په همدې حال کې دا مهال طالبان پر افغانستان د دویم ځل لپاره د واکمنېدو بریا لمانځي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د امریکا او ناټو ځواکونو څخه ورپاتې پوځي وسلې او وسایل نندارې ته وړاندې کوي.
په داسي حال کې چې د طالبانو د دفاع چار سمبالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د ۲۰۲۲ اګسټ ۲۸ مه په لومړي ځل یوې خبري ناستې ته ویلي وو: «د امریکا ډرون د پاکستان له فضا افغانستان ته راځي.»
همدا رنګه د افغانستان پر فضا د بې پیلوټه الوتکو څار په دوام، د روان کال د فبرورۍ په ۲۴مه هم د طالبانو د دفاع وزارت چار سمبالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د دغه وزارت د افسرانو د فراغت غونډې ته په وینا کې ویلي و، د افغانستان فضا اشغال ده او د پرمختګ او خپلواکۍ لپاره قلم او ټوپک دواړو ته اړتیا ده:«نن زموږ او ستاسو فضا اشغال ده، زه هم ګورم ته هم ګورې، وزیران قوماندانان، د قول اردوګانو قوماندانان او ټول په رڼو سترګو ورته ګورو؛ خو هېڅ مو هم په وس نشته.»
خو طالبان ولې د پاکستان د بریدونو په تړاو چوپه خوله دي؟
په کندهار کې د ځانکړو ځواکونو د ۰۳ قطعې قوماندان جنرال عتیق الله صافی وايي، په قطر کې طالبانو او د ځینو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ داسې هوکړې شوې، چې هغوی کولای شي په افغانستان کې خپل مخالفین له منځه یوسي:«که چیرې تر دغسې بریدونو وروسته ویل کېږي، چې ټي ټي پي په کې په نښه شوي دي نو د ټي ټي پي هغه کسان ولې نه په نښه کېږي، چې په پاکستان کې په ازادانه ډول ګرځي. پاکستان په دوحه کې له طالبانو ژمنه اخیستې، چې د پاکستان مخالفان او د ټي ټي پي غړیو په وژلو کې به طالبان ورسره مرسته کوي.»
همدارنګه خپلواک خبریال او د چارو شنوونکی سمیع یوسفزی بیا وايي، ډېر باوري نه یم چي دا برید دي پاکستان کړی وي:«خو که پاکستان داسې برید کوي نو د خلګو د غوصې څخه به په امان کې نه وي او دا پاکستان حس کړې ده، چې مستقیمه مداخله ورته ستونزمنه تمامیږي ممکن د نورو لارو خپل مخالفین وځپي؛ خو پاکستان د دا ډول بریدونو او اقدامونو توان لري.»
تر دې مهاله په خوست کې د تېرې ورځې د برید په اړه پاکستان او افغانستان په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو تېر کال په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان تر برید وروسته، د پاکستان د وسله والو طالبانو غورځنګ ټي ټي پي یوه خبرپاڼه خپره کړې وه او ادعا یې کړې وه، چې په دواړو ولایتونو کې د باجوړ او وزیرستان هغه کډوال په نښه شوي، چې په تېرو دوو کلونو کې د جکړو له کبله افغانستان ته کډه شوي وو.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق یوه نوې څېړنه ښيي، چې پر کابل د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ وروسته ډېر ماشومان کار ته اړ اېستل شوي دي. دغه اداره خبرداری ورکوي، چې ماشومان د ځان او خپلو کورنیو د لګښت د برابرولو لپاره له ګواښوونکي حالت سره مخامخ کېږي.
دغې مرستندویه ادارې د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې د ماشومانو د وضعیت په اړه په خپله څېړنه کې لیکلي، چې له درېیمې برخې اته دېرش اعشاریه پنځه سلنه ماشومان د خپلو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په موخه کار کولو ته اړ شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د کورنیو دغه ارزونه د هغو خلکو سختې اړتیاوې ښيي چې د بې وزلۍ، د اقلیم د بدلون او لوږې له وژونکي ترکیب سره مخ دي.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق ټینګار کړی، چې د نړیوالې بودجې د کمښت له امله په ملیونونه خلک د خوړو له مرستو بې برخې شوي، او دا باید د نړیوالې ټولنې د غړو لپاره د هېښيدا غږ وي، چې سترګې پرې پټې نه کړي.
د دغې ارزونې له مخې، درې پر څلورمه برخه شپږ اویا اعشاریه یو سلنې ماشومانو ویلي، چې دوی له یوه وخت ډوډۍ څخه هم کمه خوري؛ ځکه چې په تېرو ۳۰ کلونو کې هېواد تر ټولو سخته وچکالي ګاللې ده.
همدارنګه د دغې سروې له مخې ۵۸ سلنه مرکه شویو کورنیو ویلي، چې وچکالۍ اغېزمن کړي دي.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق د تېر کال د ورته ولایتونو څخه د پرتلې وړ شمېرې نلري؛ خو د یاد سازمان د وروستیو مالوماتو له مخې، په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو یو یې کار کوي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې د صندوق یو مسوول ارشد ملک وویل: « په افغانستان کې د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ ورورسته د ماشومانو او د هغوی د کورنیو وضعیت خراب شوی دی.
"هغه څه چې موږ وینو د اقلیم د بدلون ناورین، بېوزلي او د جګړې میراث یو بشپړ توپان دی، چې په خلکو کې لوږه، خوارځواکي او بدبختۍ رامنځته کوي چې د مخنیوي لپاره یې هیڅ هم له ځانه سره نه لري."
د دغه نړیوال سازمان په وینا، په داسې یوه حالت کې ښځې او نجونې تر ټولو بد حالت کې دي.
د دغې مرستندویه ادارې د شمېرو له مخې، ښځې د کورنۍ د نارینه وو پرتله دوه برابره له لوږې سره مبارزه کوي او نجونې د هلکانو پرتله ۱۷ سلنه ډېرې په لوږې وېدېږي.

ذبیح الله مجاهد د محبوبې سراج سره یو ځای د الجزېرې شبکې په مرکه کې ویلي، چې د ښځو پر شته اندېښنو ښه خبر دی. هغه وویل:« کله چې ملت له نظام څخه واټن واخیست او يا يې پر وړاندې را پورته شو، بايد دا تمه ونه کړو چې نظام دې پر خپل ځاى پاتې شي."
محبوبې سراج د دغې مرکې په یوې لنډې خپره شوې ویډیو کې د طالبانو له ویانده غوښتي، چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزي.
اغلې سراج ذبیح الله مجاهد ته د نجونو د ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو په اړه وویل، که طالبان دغه ستونزه هواره نه کړي، نو نړۍ به یې پر وړاندې ودرېږي.
هغه زیاتوي، په دې کې به یوازې افغانستان او د دغه هېواد خلک زیانمن شي.
مجاهد د دغه اندېښنې په ځواب کې وویل:« زه د نجونو پر وړاندې ستاسو اندېښنه درک کوم او ستاسو اندېښنه پرځای ده.»
په همدې حال کې د طالبانو ویاند وویل، د دغې ستونزې د حل لپاره د دوی د ډلې د علماوو یوه خوله کېدل اړین دي.
مجاهد زیاتوي:«که چېرته د عالمانو ترمنځ د نظرونو اختلاف له منځه ولاړ نه شي، یا وړاندیز شوې تګلارې و نه منل شي، او یا هم داسې انګېرنې وي، چې دغه لارې به سمې نه وي چې دوی پرې روان دي.» له همدې امله د طالبانو رهبري وېره لري.

۱۵م د اګسټ، هغه ورځ چې د افغانانو باورونه يې د ډیموکراسۍ او ولسواکۍ په اړه بدل کړل. په افغانستان کې شل کلن جمهوري نظام راوپرځېد. د دیارلسو ورځو په اوږدو کې د دوو لسېزو د جوړ شوي جمهوريت نسکورېدل، ډېرو ته د پوښتنې وړ خبره ده.
د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو له لویو نړیوالو جګړو وروسته، د درېمې درجې هېوادونو جوړښتونه په کم مثال دا ډول را پرځېدلي؛ خو افغانستان له دې پرته چې په تدریجي ډول راپریوځي، هر څه په څو ورځو کې د بارو خلاف راپرېوتل.
د اګست له دویمې له هراته پیل وشو او د اګست په پنځلسمه په کابل کې د ارګ د ننه طالبانو انځورونه اخیستل.
د اګست ۱۵مه له سهار وخته تر غرمې حکومتي ادارو خپل جوړ شوي تخنيکي سیسټمونه ګډوډ کړل او شته کاغذي اسناد یې وسوځول، ماسپښین دوه نیمې بجې پخوانی ولسمشر ډاکټر اشرف غني او ورسره څو تنه نور په چورلکو کې ارګ پرېښود او له شمالي سرحدونو واوښتل.
طالبان حاکم شول او د شاهي نظام اساسي قانون يې بېرته په افغانستان کې د پلې کېدو وړ وباله.
له هغې ورځې چې طالبان حاکم شول لومړی کار یې دا و، چې د افغانستان اساسي قانون، ملي بېرغ، ملي سرود او نور ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړل، تر شپږم پورته د نجونو ښوونځي يې وتړل او تر اوسه تړلي پاتې دي.
ښځې يې په دفترونو کې له کاره را وګرځولې، له محرم پرته يې د ښځو له کوره وتل بند او حجاب اجباري کړ، د پخواني حکومت د کسانو نيول، وژل، ربړول او زنداني کول يې یوه بله هڅه وه، د بیان پر ازادۍ ورځ تر بلې کړۍ تنګه کړه او ان تر دې چې رسنۍ يې (اسلامي امارت) ویلو ته اړ وېستې، ساز او سرود بند او د ښځو سینګارتونونو له تړل کېدو سره په لسګونو زره ښځې وزګارې شوې، په رسنیو کې یې د ښځو په غږ بندیز ولګاوه او د دوی په اعتراضي لاریونونو يې ډزې وکړې.
طالبان د دوو کلونو په تېرېدو لا هم کوم هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د رسنیو د خبرونو له مخې طالبانو ته له بهره هره میاشت اتیا میلويونه ډالر مرسته راځي.
طالبان دعوه کوي، چې په افغانستان کې يې سراسري امن راوستی؛ خو په تېرو دوو کالو کې د رسنیو د راپورونو له مخې د اسلامي دولت خراسان څانګې په کابل او ولايتونو کې د لویو ځانمرګو او وسلوالو بریدونو مسوولیت منلی، چې د طالبانو تر لوړپوړو چارواکو يې په کې وژلي دي.
د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست ملا محمد یعقوب له نورو طالب مشرانو په توپير ډېر کله په خپلو خبرو کې د افغانستان د هوايي حریم د (اشغال) خبره کوي او له افغانستانه بهر (جهاد حرام) بولي.
طالبان دعوه کوي، چې په افغاستان کې په تېرو دوو کالو کې بریالي شوي چې ټولګډونه حکومت ولري؛ خو نور قشرونه يې يوازې د ملایانو حکومت بولي او د دې تر څنګ د سیمې او نړۍ هيوادونه هم ورته د ټولګډونه حکومت د جوړیدو وړانديزنه کوي.
۱۵م د اګست طالبانو په دې موخه په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې، چې ګنې دوی په دې ورځ بریالي شوي؛ خو افغانان او په سیمه کې پښتانه دا ورځ یوه توره ورځ بولي او د طالبانو راتګ له امریکا سره د یوه جوړجاړي له مخې ګڼي.
د افغانستان په خاوره د طالبانو د ټوپک له وېرې او وچ کلک دريځ او تاوتریخوالي له امله هيڅوک غږ نه شي پورته کولی او چې چا هم د ملي ارزښتونو په اړه غږ پورته کړی، وژل شوي او یا هم داسې زنداني او ربړول شوي چې د بیا غږ پورته کولو جرائت څوک نه شي کولای.
خو له هېواده بهر په ګاونډیو او نورو بهرنیو هېوادونو کې يو شمېر فعال افغانان د اګست ۱۵مه یوه توره ورځ یادوي او په یاد یې وير او ماتم کوي.
بریالی یو افغان فعال دی چې په پاکستان کې اوسي، هغه وايي دوی ۱۵م د اګست د تورې ورځې په ډول پېژني، هغه زیاتوي: «امریکا په قطر کې طالبانو سره پټه معامله وکړه او په افغانستان يې حاکم کړل، زموږ هر څه يې برباد کړل. زموږ په تاریخ يې یو تور داغ کېښود، موږ چې تر څو ژوندي یو دغه ورځ به د تورې ورځې په نوم پېژنو.»
هغه زیاته کړه:«موږ د افغانستان هغه ورځې هم لمانځو چې ملي ورځې وي او زموږ په تاریخ کې ثبت شوې وي لکه د اسقلال ورځ، د بیرغ ورځ او داسې نورې.»
شکریه کابلۍ چې له تېرو اتلس مياشتو راهیسې په پاکستان کې کډواله ده وايي، چې ۱۵م د اګست داسې ورځ ده چې د ټولو افغانانو په زړه يې داغ اېښی:« زموږ نوی نسل اوس په دې باور دی، چې نوره نه ډیموکراسي شته او نه هم د بیان آزادي. موږ نړیوالو تېراېستلي یو او هغه خلک يې پر موږ مسلط کړل، چې د ټولو ارزښتونو خلاف په ټولنه کې د ترهګرو په نوم پېژندل کېدل، اوس هم بهرنیان ورسره مرسته کوي او غواړي دوی پايدار پاتې شي.»
د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې هم د لرو پښتنو ځوانان د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ په رپولو سره د افغانستان ملي ورځې نمانځي او ملاتړ يې کوي.
داسې هم ویل شوي وو، چې ګواکې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې به افغان کډوال د اعتراض په ډول واټونو او سړکونو ته راووځي؛ خو داسې ښکاري چې پاکستاني چارواکي به دغو کډوالو ته د لاریونونو اجازه ورنه کړي.