هغه ورځ چې د افغانانو باورونه يې د ډیموکراسۍ په اړه بدل کړل

۱۵م د اګسټ، هغه ورځ چې د افغانانو باورونه يې د ډیموکراسۍ او ولسواکۍ په اړه بدل کړل. په افغانستان کې شل کلن جمهوري نظام راوپرځېد. د دیارلسو ورځو په اوږدو کې د دوو لسېزو د جوړ شوي جمهوريت نسکورېدل، ډېرو ته د پوښتنې وړ خبره ده.