د ماشومانو د ژغورنې صندوق: د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېر ماشومان کار ته اړ اېستل شوي دي

د ماشومانو د ژغورنې صندوق یوه نوې څېړنه ښيي، چې پر کابل د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ وروسته ډېر ماشومان کار ته اړ اېستل شوي دي. دغه اداره خبرداری ورکوي، چې ماشومان د ځان او خپلو کورنیو د لګښت د برابرولو لپاره له ګواښوونکي حالت سره مخامخ کېږي.