• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د اپوزیسیون ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي ونیول شو

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۲۸ GMT+۱

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند ویاند وايي، د دغه ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي نیول شوی دی. زلفي بخاري د شنبې په ورځ وویل، پولیسو ښاغلی قریشي په اسلام اباد کې نیولی او د فدرالي پلټنو ادارې ته یې لېږدولی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، تر دې مخکې ښاغلي قریشي خبریالانو ته ویلي وو، د دوی ګوند به د ټولټاکنو هر ډول ځنډول وننګوي.

ټاکلې ده د پاکستان ټاکنې په نوي ورځو کې وشي، چې د راتلونکي نومبر له لومړیو سره سمون خوري.

د شاه محمود قریشي تر نیول کېدو مخکې د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم نیول شوی او په جېل کې دی.

تر دې مخکې هم شاه محمود قریشي نیول شوی، خو له څو ورځو بند تېرولو وروسته خوشی شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پخوانی دفاع وزیر: اسلام اباد له جلا وطنه افغان مشرانو سره همکاري نه کوي

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه محمد اصف، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې اسلام اباد له جلاوطنه افغان مشرانو سره د همکارۍ لېوالتیا نه لري. هغه زیاته کړه: «پاکستان نه غواړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي».

خواجه محمد اصف د جمعې په ورځ (د زمري۲۷مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې په بهر کې د افغانستان د پخوانیو سیاسي مشرانو شتون هم د «کابل د حکومت» ستونزه وبلله او زیاته یې کړه، پاکستان نه غواړي په دې چارو کې لاسوهنه او همکاري وکړي.

ښاغلي اصف همداراز د افغانستان له خاورې پاکستان ته د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه وښوده او له طالبانو یې وغوښتل چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د پاکستان دغه پخوانی جګپوړی چارواکی په داسې حال د افغانستان له پخوانیو سیاسی مشرانو سره د پاکستان د نه همکارۍ په اړه وایی چې د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال او د طالبانو ضد مشهورې څېرې مارشال عبدالرشید دوستم پرون پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دویم کال په مناسبت په یوه غوڼډه کې وویل:« هرکله چې نړیواله ټولنه او ګاونډي هېوادونه په دې باور شول چې نور له طالبانو سره جوړجاړی نه شي کولې، نو هغه مهال به د مقاومت جبهه د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي».

د پاکستان پولیسو په پنجاب کې دوه عیسویان قرآن ته د سپکاوي په تور ونیول

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د دغه هېواد په پنجاب صوبه کې یې د جمعې په ورځ دوه عیسویان، چې په خپلو کې وروڼه دي، قرآن ته د سپکاوي په تور ونیول. وړمه ورځ د پنجاب په فیصل اباد ښار کې پر دې دوو کسانو له تور لګېدو وروسته غوسه مسلمانانو د عیسویانو کلیساوو او کورونو ته اور واچاوه.

په پاکستان کې قرآن ته د سپکاوي سزا اعدام دی.

که څه هم تراوسه په دې برخه کې څوک اعدم شوی نه دی، خو ډېر ځلې د ورته تور له امله کسان د خلکو له خوا وژل شوي دي.

دوه ورځې وړاندې د فیصل اباد په جرناواله کې له دغه تور وروسته غوسه مسلمانانو د عیسویانو څلور کلیساوې او تر پنځوسو ډېر کورونه وسوځول.

عیسوي مشران وايي، چې د دوی قبرونو ته هم سپکاوی شوی دی.

ځايي عیسویان اړ شول چې د ځان خوندیتوب لپاره نورو سیمو او ځنګل ته پنا یوسي.

پولیس وایي د دې تاوتریخوالي په تور یې تراوسه ۱۲۸ کسان نیولي دي.

د ورکو بلوڅانو د لټون ډله: په تېرو دوو لسیزو کې ۶۰۰۰ بلوڅان جبري ورک شوي دي

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۳۱ GMT+۱

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ورکو شویو بلوڅانو د لټون ډله وايي، چې په دغه هېواد کې نېږدې ۶۰۰۰ بلوڅان په جبري ډول ورک شوي دي.

د دغې ډلې غړو تېره ورځ رسنیو ته ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې د بلوڅانو په جبري ډول د ورکېدو لړۍ چټکه شوې او دا د دوی پر وړاندې یوه جدي ستونزه ده .

د دغې ډلې مشر نصرالله بلوڅ رسنیو ته ویلي، چې په تېرو نېږدې دوو میاشتو کې ۸۰ بلوڅان په جبري ډول ورک شوي او په تېر یو کال کې د ۱۰۵ ورکو شویو کسانو کورنیو له دوی سره د خپلو ورکو شویو غړو نومونه ثبت کړي دي.

د نوموړي په خبره، چې اکثره ورک شوي بلوڅان د تربت، خضدار، کوېټې،کېچ، قلات او مستونګ په سیمې پورې اړه لري او لویه برخه یې ځوان سیاسي فعالان دي.

له دې وړاندې یو شمېر بلوڅ قامپالو سیاستوالو د بلوڅانو د جبري ورکېدو تور د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو پورې کړی و، خو یادو ادارو دغه تورونه ناسم بللي وو.

د یادونې وړ ده، چې په پښتونخوا کې هم ګڼو قامپالو سیاستوالو د زرګونو پښتنو ځوانانو د ورکېدو غږ کړی او پړه یې د پاکستان پر پوځ اچولې وه.

د پاکستان د سرپرست حکومت ۱۶ کسیزې کابینې لوړه وکړه

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۱۸ GMT+۱

د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزیر په مشرۍ د دغه هېواد د سرپرست حکومت د کابینې ۱۶ غړو په اسلام اباد کې لوړه وکړه. د پاکستان ولسمشر عارف علوي، د پنجشنبې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځانګړو مراسمو سره، دې ۱۶ وزیرانو ته سوګند ور کړ.

د پاکستان د اطلاعاتو نوي وزیر مرتضا سولنګي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دې کابینه کې د مرکزي بانک پخوانی مشر شمشاد اختر د مالیې وزیر او په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر جلیل عباس جیلاني د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی دی.

د بلوچستان پخوانی صوبايي وزیر سرفراز بګټي د کورنیو چارو وزیر او د کشمیري د زنداني مشر یاسین ملک مېرمن مشال ملک د بشري حقونو وزیره ټاکل شوې ده.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ هم د اګسټ پر ۱۴ لوړه کړې وه.

دا سرپرست حکومت به په نومبر کې تر ټولټاکنو پورې نږدې درې میاشتې پاکستان اداره کوي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، بې پرې سرپرست حکومت د ټاکنو څارنه کوي چې د ولسي جرګې له ړنګېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې ترسره کېږي.

د پاکستان ولسمشر د اګسټ پر ۹ قامي اسمبلۍ ړنګه کړه او همدې نېټې ته په پام به دغه هېواد کې د نومبر په پیل کې بهد بل منتخب حکومت لپاره ټاکنې وشي.

په ډرون برید کې د پاکستاني طالبانو د مخکښ مشر اسد اپریدي د ژوبلېدو ضد او نقیض راپورونه

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۹ GMT+۱

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وويل تېره شبه ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار د لالپورې ولسوالۍ په راماتي نوم سیمه کې د پاکستان په ډرون برید کې د پاکستاني طالبانو یو مخکښ مشر اسد اپریدی ټپي شوی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي. تر اوسه پاکستاني طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

د طالبانو ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند نن پنچشنبي ( اسد ۲۶ مه ) افغانستان ته انټرنشنل ته وویل چې د افغانستان په خاوره کې د اسد اپریدي ټپي کېدل هیڅ حقیقت نه لري.

تر اوسه تحریک طالبان پاکستان د خپل دغه مشر د وژلو او یا هم د ټپي کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت هم تر اوسه د افغانستان په خاوره کې شوي هوايي برید کې د پاکستاني طالبانو پورې اړوند جماعت الحرار کوچنۍ ډلې د یوه مشر اسد اپریدي په نښه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

اسد اپریدی د تحریک طالبان پاکستان لخوا د خیرپښتونخوا ایالت د ډېره اسمعیل خان لپاره د والي په توکه ټاکل شوی و خو د ځینې خپلمنځي اختلافاتو له امله له دندې ګوښه شوی و.

راپورنه وايي اسد اپریدي د پاکستان بلوچستان ایالت ژوب سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر مرکز خونړي برید کې چې څو ځانمرګو بریدګرو کړی و، پړه پر غاړه اخیستې وه او دا کار د دې ډلې د خپلمنځي اختلافاتو لامل وګرځېد.

سرچینې وايي اسد اپریدی د تحریک طالبان پاکستان پر مرکزي شورا نیوکه کړې وه چې د دې ډلې د یوه مشر عمر خالد خراساني د وژلو په تړاو یې څیړنې نه دي کړې.

عمر خالد خراسانی د تحریک طالبان پاکستان له مخښکو مشرانو څخه و چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدو څو میاشتې وروسته په پکتیکا کې د خپلو څو تنو ملګرو سره د سرک غاړې یوه چاودنه کې ووژل شو.

نوموړی د پاکستان حکومت او ددې ډلې د سولې خبرو اترو ټیم کې هم غړیتوب درلود.

په لالپوره کې د دې هوايي برید په اړه په داسې وخت کې راپورونه لاس په لاس کیږي چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو دفاع وزیر ملایقوب ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره چاته خطر نه ده.

هغه د پاکستان له نوم اخیستو پرته زیاته کړه، یو شمیر هیوادونه پر خپلو ځواکونو مېلیاردونه پیسې مصرفوي خو د خپل هیواد امنیت نشی نیولی او پړه پر افغانستان اچوي.

طالبانو د تیرې یکشنبې ( اسد ۲۳ مه ) په خوست مرکز کې هوټل کې شوي برید په اړه تروسه معلومات نه دي شریک کړي چې ځايي سرچینو دا برید ډرون بللی و.

تر اوسه د طالبانو لخوا ددغو وروستیو څو بریدونو په تړاو کوم څرګند غبرګون نه دی ښودلی.

دا بریدونه له هغه وروسته دي چې څه موده وړاندې پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی و چې د دې هیواد ضد وسلوال به په افغانستان په نښه کړي.