صلاح الدین ایوبي: د طالبانو په لیکو کې ۴۰ زره مجهز ازبېک جنګیالي لرو

د طالبانو ازبېک تباره قوماندان صلاح الدین ایوبي ویلي، چې د طالبانو په جنګیالیو کې له ۳۵ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې ازبېکان موجود دي.

د طالبانو ازبېک تباره قوماندان صلاح الدین ایوبي ویلي، چې د طالبانو په جنګیالیو کې له ۳۵ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې ازبېکان موجود دي.
د طالبانو دغه پوځي قوماندان وايي، دغه ځواکونه د طالبانو د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو په ادارو کې ځای پر ځای شوي دي.
صلاح الدین ایوبي له بي بي سي فارسي سره په مرکه کې ویلي، چې د شمالي ولایتونو په سقوط کې ازبېک قوماندانانو او جنګیالیو مهم رول لوبولی دی.
د هغه په وينا؛ د فارياب او بدخشان په ګډون د دغو ولايتونو په نيولو کې کندهاري جنګیالیو ځانګړی رول نه دی لوبولی بلکې اساسي رول د سيمه ييزو وسله والو طالبانو و.
ښاغلي ایوبي د ازبېک او تاجک طالبانو او د پښتنو طالب مشرانو تر منځ د کړکیچ خبره ومنله او ویې ویل چې دا "کوچنۍ ستونزې" دي.
دغه طالب قومندان وویل: "موږ له هبت الله سره بیعت کړی او تر هغه به ورسره ولاړ یو، تر څو چې هغه د شریعت خلاف کار نه وي کړی".
ښاغلي ایوبي زیاته کړه، چې اوس مهال اووه شمالي ولایتونه تاجېک او په ځینو ولایتونو کې مرستیالان ازبېک دي.
د طالبانو دغه ازبېک قوماندان وايي: "موږ د تېر حکومت په پرتله ډېر جنرالان لرو، اوس مهال له ۳۰ډېر ازبېک جنرالان لرو".
دغه طالب چارواکي د ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه وویل:"طالبان خپله تګلاره لري او له هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره هېڅ تړاو نه لري، ایران، پاکستان او تاجکستان څه کوي چې زموږ په چارو کې لاسوهنه کوي".
صلاح الدین ایوبي لومړنی طالب قوماندان و، چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له وتلو څو ساعته وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه ارګ ته ننوت او د ارګ ساتونکي یې بې وسلې کړل.
ښاغلي ایوبي وویل، چې طالبانو د اشرف غني د وژلو اراده نه درلوده.
هغه زیاته کړه چې د زمري د میاشتې په ۲۴ نېټه د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب په امر کابل ته ننوت او د ۴۰ ورځو لپاره یې د پلازمینې امنیت پر غاړه درلود.
په وروستیو دوو کلونو کې صلاح الدین ایوبي له طالبانو سره څو ځله اختلاف پېدا کړل او له دې ډلې څخه د جلا کېدو تر بریده ورسېد.