• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روغتیا نړۍوال سازمان:د بودیجې د کمښت له امله د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ دی

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۱۵ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان( ډبلیو ایچ او) وايي، چې په افغانستان کې روغتیايي مرستو او خوړو ته د خلکو لاسرسی کم شوی او په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ او ګڼو ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیات شوی دی.

دغه سازمان په افغانستان کې د بشري ناورین اصلي لامل اوږده جګړه، بې ثباتي، وچکالي او طبعي ناورینونه په ګوته کوي او وايي، چې ورځ تر بلې ګواښونه زیاتېدونکي دي.

ډبلیو ایچ او پر خپلې ویب پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د اړمنو خلکو شمېر ۱۸.۴ میلیونو خلکو ته رسېده؛ مګر د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په میاشت کې دا شمېر ۲۸.۸ میلیونو ته لوړ شوی، چې دا بدلون د اندېښنې وړ دی.

دغه سازمان د خپلې بودیجې د کمښت خبرداری ورکوي او وايي؛ که چېرې بودیجه یې همداسې کمه پاتې شي لېرې نه ده، چې په افغانستان کې ۸۷۵ زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان به لا له سختو ستونزو سره مخ شي.

ډبلیو ایچ او زیاتوي، چې دوی په روان کال کې نېږدې ۱۲۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې په کافي اندازه بودیجه نه ده تر لاسه کړې.

یاد نړۍوال سازمان تېره اونۍ هم له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې دې د روغتیا د راتلونکي بحران د مخنیوي په موخه له افغانانو سره بشري مرستې زیاتې کړي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان په خبره؛ که دوی ته بودیجه ونه رسي نو په افغانستان کې به ۸ میلیونه افغانان د بنسټیزو روغتیايي او ژوند ژغونې له خدماتو څخه بې برخې شي، ۴۵۰ زره ناروغان به د ټروما او ژوند ژغورنې مناسبو خدمتونو ته لاس رسی ونه لري او ۱.۶ میلیونه په عصبي او روحي ناروغیو اخته کسان به له رواني مشورو بې برخې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان لوی ريیس ټیډروس ادهانوم بیا په افغانستان کې روان وضعیت ډېر خواشینونکی بللی او زیاته کړې یې ده، چې د امکاناتو د نه شتون له امله د ګڼو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

ادهانوم په مرسته کوونکو غږ کوي، د افغانستان له خلکو سره دې بشري مرستې وشي، تر څو د دوی ژوند وژغورل شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا هم په افغانستان کې د راتلونکي بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی و او زیاته کړې یې وه، چې د دغه هېواد له درېیو برخو څخه یې دوه برخې بشري مرستو ته اړتیا لري او که چېرې مرستې ونه شي ښايي یو لوی بشري ناورین رامنځته شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

برېکس د سعودي او ایران په ګډون ۶ هېوادونو ته په دغه اقتصادي بلاک کې د غړیتوب بلنه ورکړه

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۸ GMT+۱

د برېکس یا نویو اقتصادونو ډلې سعودي عربستان، ایران، ایتوپیا، مصر، ارجنټاین او متحده عربي اماراتو ته له دې ټولنې سره د یو ځایېدو بلنه ور کړه. دغه پراختیا نورو لسګونو لېوالو هېوادونو ته هم لار هواروي چې په برېکس کې د غړیتوب غوښتنه وکړي.

دا مهال برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا- د نړۍ اوڅارېدونکي یا نوي څرګندېدونکي اقتصادونه- د دې ټولنې غړي دي.

‍د سوېلي افریقا ولسمشر او د برېکس سرمشریزې کوربه سیریل رمافوسا د پنجشنبې په ورځ – د وږي ۲ـ د نویو کاندیدو غړو هېوادونو اعلانولو سره وویل:

«برېکس د یوې عادلانه نړۍ د جوړولو لپاره د خپلو هڅو یو نوی څپرکی پرانیستی، داسې نړۍ چې عادلانه، ټول شموله او سوکاله وي.»

نوي نوماند هېوادونه د راتلونکي کال د جنورۍ پر لومړۍ رسما د دې ټولنې غړي کېږی.

د سوېلي افریقا پر ولسمشر سربېره د هغه برازیلي سیال هم وویل، چې په راتلونکي کې نورو نویو غړو هېوادونو ته هم د برېکس دروازې پرانیستې دي.

د متحده عربي اماراتو مشر محمد بن زاید د برېکس د مشرانو د بلنې هرکلی کړی دی.

دا په ۲۰۱۰ کې له برېکس سره د سوېلي افریقا تر یو ځایېدو وروسته اول ځل د دې اقتصادي ټولنې پراختیا ده.

د برېکس اوسني غړي د نړۍ ۴۰ سلنه وګړي لري او ناخالص تولید یې هم د نړۍ ۲۰ سلنه برخه جوړوي.

له سوېلي افریقا پرته نور څلور غړي او بنسټګر هېوادونه یې د پراخوالي له مخې د نړۍ په اوو لومړنیو هېوادنو کې راځي.

روسیه: د اوکراین د وسله والو ځواکونو د پرېکړې نیولو پر مرکز مو برید کړی

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۵ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزارت د اوکراین د وسله والو ځواکونو د پرېکړې نیولو په مرکز د برید خبر ورکړی. د دغه وزارت په وینا؛ د روسیې پوځ تېره شپه دځمکني، سمندري او اوږده واټن ویشتونکو وسلو، په کارولو سره د اوکراین د وسله والو ځواکونو د پرېکړه نیولو مرکز په نښه کړ.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي؛ د پنجشنبې په ورځ (د وږی دویمه) د دغه هېواد د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړ، چې د اوکراین څلور دیپوګان یې په بېلابېلو سیمو کې هم ویجاړ کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې دوی خپل هدف ترلاسه کړی او ټول توغندي یې ټاکلي هدف ته رسولي دي.

مسکو وايي؛ په اوکراین کې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو کې یې د کیف شپږ بریدونه هم شڼډ کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون (چهارشنبه د وږی لومړۍ) ویلي وو، چې د دغه هېواد پوځ به په مسکو کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ځواب ورکړي.

ازادۍ جبهې په کابل کې اوو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۰ GMT+۱

ازادۍ جبهې د کابل – پروان په دروازه کې د طالبانو د دوو غړو د وژل کېدو او د دغې ډلې د پنځو نورو غړو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

ځايي سرچينو په دې سيمه کې نښته تاييد کړې ده.

د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه یې د کابل – پروان په دروازه کې د طالبانو پر پوستو ناڅاپي بریدونه کړي.

د کابل د پولیسو د دوه سوه بیستریز روغتون یوه ډاکتر افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د تېر مازیګر مهال ورته درې طالبان او یو ملکي وګړی ور وړل شوي، چې ټپیان دي.

نوموړي د دغو ټپیانو د پېښې د سیمې په اړه څه ونه ویل.

د ازادۍ جبهه وايي، چې ځواکونو ته يې زيان نه دى اوښتى.

یادې جبهې د خپلې جګړې یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې، چې پکې د ډزو غږونه اورېدل کیږي.

هڅه مو وکړه، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نظر هم را واخلو، خو ونه توانېدو.

په دې وروستیو اونیو کې ازادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې د طالبانو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.

طالبانو ایران ته بیا د «بې کیفیته» سونتوکو ټانکر ستانه کړل

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د نورم او سټنډرډ ملي اداره وايي، ایران ته یې د پنجشنبې په ورځ د «بې کیفیته» سونتوکو نهه ټانکر ستانه کړل. د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دا ټانکر د فراه ولایت په اوبو نصر فراهي بندر کې درول شوي وو.

طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې د «بې کیفیته»سونتوکو لسګونه ټانکر ایران ته ستانه کړي دي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، دې سونتوکو اړین معیارونه نه پوره کول.

څه مهال مخکې د ایران د ولسمشر اقتصادي سلاکار محمد مهدي جوانمرد قصاب ویلي و، چې ځینې وخت د عراق سونتوکی هم د ایران له لارې افغانستان ته ځي.

د هغه په خبره، د ایران محصولات اړین معیارونه پوره کوي.

خو د ایران د سونتوکو صادروونکو اتحادیې مشر حمید حسیني د تېر غبرګولي وروستیو کې منلې وه چې افغانستان ته د ایران صادرېدونکي سونتوکي هم ځینې وخت په معیار برابر نه وي.

د هغه په خبره، همدې نیمګړتیا ته په پام اوس افغانستان او عراق د اړتیا وړ سونتوکي په لوړ معیار له ازبکستان او روسیې اخلي او ایران په دې برخه کې خپل بازار بایلي.

په هرات کې زرګونه کسان د پاسپورت ترلاسه کولو ته په انتظار دي

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۴۴ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو په دې پرېکړه پسې چې د پاسپورت وېش چټکوي د پنجشنبې په ورځ زرګونه کسان دې ادارې ته د پاسپورت اخیستلو لپاره ورغلي. طالب چارواکي وايي، له دې وروسته هرات کې خلکو ته ورځانه زر پاسپورتونه ور کوي. پخوا دا سند یوازې ناروغانو ته ورکول کېده، خو اوس یې هرڅوک اخیستلی شي.

د هرات اوسېدونکو نن افغانستان انټرنشنل ته داسې انځورونه لېږلي چې په پاسپورت مدیریت کې د خلکو خورا ډېر بیروبار ښيي.

د هرات لپاره د طالبانو والي وړمه ورځ د دې ولایت د پاسپورت نوي مدیریت د ودانۍ پرانستلو سره وویل، چې دغه ولایت کې به له دې وروسته زر پاسپورټونه وېشي.

د باختر د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په هرات کې د پاسپورت د وېش زیاتېدو امر کړی دی.

هرات کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، تر دې مخکې هره ورځ په دغه ولایت کې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ پاسپورتونه وېشل کېدل.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، تر دې مخکې طالبانو یوازې ناروغانو ته پاسپورتونه ور کول.

په تېرو میاشتو کې طالبانو څو ځلې په مختلفو ولایتونو کې د پاسپورت وېش ودراوه. تر دې مخکې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته دا هم ویلي چې په تور بازار کې دا ستند تر دوو زرو تر څلور زرو ډالرو هم اخیستل کېږي.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې کډوالۍ زیاته شوې او په ټول هېواد کې د پاسپورت اخیستلو غوښتنه خورا ډېره شوې ده.