• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېکس د سعودي او ایران په ګډون ۶ هېوادونو ته په دغه اقتصادي بلاک کې د غړیتوب بلنه ورکړه

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۴۰ GMT+۱

د برېکس یا نویو اقتصادونو ډلې سعودي عربستان، ایران، ایتوپیا، مصر، ارجنټاین او متحده عربي اماراتو ته له دې ټولنې سره د یو ځایېدو بلنه ور کړه. دغه پراختیا نورو لسګونو لېوالو هېوادونو ته هم لار هواروي چې په برېکس کې د غړیتوب غوښتنه وکړي.

دا مهال برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا- د نړۍ اوڅارېدونکي یا نوي څرګندېدونکي اقتصادونه- د دې ټولنې غړي دي.

‍د سوېلي افریقا ولسمشر او د برېکس سرمشریزې کوربه سیریل رمافوسا د پنجشنبې په ورځ – د وږي ۲ـ د نویو کاندیدو غړو هېوادونو اعلانولو سره وویل:

«برېکس د یوې عادلانه نړۍ د جوړولو لپاره د خپلو هڅو یو نوی څپرکی پرانیستی، داسې نړۍ چې عادلانه، ټول شموله او سوکاله وي.»

نوي نوماند هېوادونه د راتلونکي کال د جنورۍ پر لومړۍ رسما د دې ټولنې غړي کېږی.

د سوېلي افریقا پر ولسمشر سربېره د هغه برازیلي سیال هم وویل، چې په راتلونکي کې نورو نویو غړو هېوادونو ته هم د برېکس دروازې پرانیستې دي.

د متحده عربي اماراتو مشر محمد بن زاید د برېکس د مشرانو د بلنې هرکلی کړی دی.

دا په ۲۰۱۰ کې له برېکس سره د سوېلي افریقا تر یو ځایېدو وروسته اول ځل د دې اقتصادي ټولنې پراختیا ده.

د برېکس اوسني غړي د نړۍ ۴۰ سلنه وګړي لري او ناخالص تولید یې هم د نړۍ ۲۰ سلنه برخه جوړوي.

له سوېلي افریقا پرته نور څلور غړي او بنسټګر هېوادونه یې د پراخوالي له مخې د نړۍ په اوو لومړنیو هېوادنو کې راځي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

روسیه: د اوکراین د وسله والو ځواکونو د پرېکړې نیولو پر مرکز مو برید کړی

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۵ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزارت د اوکراین د وسله والو ځواکونو د پرېکړې نیولو په مرکز د برید خبر ورکړی. د دغه وزارت په وینا؛ د روسیې پوځ تېره شپه دځمکني، سمندري او اوږده واټن ویشتونکو وسلو، په کارولو سره د اوکراین د وسله والو ځواکونو د پرېکړه نیولو مرکز په نښه کړ.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي؛ د پنجشنبې په ورځ (د وږی دویمه) د دغه هېواد د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړ، چې د اوکراین څلور دیپوګان یې په بېلابېلو سیمو کې هم ویجاړ کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې دوی خپل هدف ترلاسه کړی او ټول توغندي یې ټاکلي هدف ته رسولي دي.

مسکو وايي؛ په اوکراین کې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو کې یې د کیف شپږ بریدونه هم شڼډ کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون (چهارشنبه د وږی لومړۍ) ویلي وو، چې د دغه هېواد پوځ به په مسکو کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ځواب ورکړي.

ایران له طالبانو څخه هلمند سیند ته د خپل تخنیکي پلاوي د میاشتني سفر غوښتنه کړې

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۲۳ GMT+۱

ایران په افغانستان کې د اوبو د کمښت په اړه د طالبانو له وضاحتونو سره – سره وايي، چې د دوی تخنیکي پلاوي ته باید په میاشت کې یو ځل د هلمند سیند څخه د لیدنې اجازه ورکړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ هلمند سیند ته د ایراني پلاوي وروستی سفر له طالبانو سره د همکارۍ نښه وبلله.

ناصر کنعاني وايي: “موږ د تخنیکي پلاوي سفر د افغان لوري د ژمنو او د هیرمند سیند د مسالې په اړه د ۱۳۵۱ کال د تړون د یوې برخې د تطبیق په معنا ګڼو”.

د نوموړي په خبره، چې د تړون له مخې دا ډول لیدنې باید په منظم ډول په میاشت کې یو ځل ترسره شي.

له څو میاشتو مقاومت وروسته طالبانو د هلمند سیند له رود خانو څخه د لیدنې لپاره ایراني تخنیکي پلاوي ته اجازه ورکړې ده.

د ایران تخنیکي بورډ د دهراود د اوبو د اندازه کولو وسیلې له اندازه ګیرۍ وروسته ومنله، چې د اوبو جریان د پخوا په پرتله کم شوی، خو ایران بیا هم ټینګار کړی چې دوی ته باید اوبه ورکړل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبه په ورځ وویل، چې دې ډلې د "ایرانیانو اندېښنې" حل کړې، مګر هغه روښانه نه کړه، چې ایا طالبانو هلمند سیند ته د ایراني تخنیکي پلاوي د میاشتینیو لیدنو غوښتنه منلې که نه.

په تېرو میاشتو کې د ایران د چارواکو او طالبانو ترمنځ لفظي شخړې د دواړو لورو ترمنځ په اړیکو کې د کړکیچ سبب شوه او په ورته وخت کې د دواړو لورو ترمنځ د یو لړ سرحدي وسله والو نښتو سبب هم شوې.

د مسکو په شمال کې الوتکه لوېدلې؛ د واګنر ډلې مشر هم د الوتکې د مسافرینو په لیست کې دی

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۲۴ GMT+۱

روسي رسنۍ خبر ورکوي، چې نېږدې لس تنه د مسکو په شمال کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله وژل شوي، چې د واګنر ډلې مشر هم د دغو مسافرینو په لېست کې شامل دی.

ای بي سي نیوز د روسیې فدرالي هوايي ترانسپورت ادارې په وینا لیکي، چې د چهار شنبې په ورځ د مسکو په شمال کې هغه الوتکه رالوېدلې، چې د مسافرینو په لېست کې یې د واګنر ډلې د مشر پریګوژین نوم هم شامل دی.

په پېښه کې لس تنه وژل شوي، خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې پرېګوژین په رښتیا هم په الوتکه کې سپور و او که نه؟

یاده اداره وايي، چې اوس مهال د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، چې معلومه کړي په دغه الوتکه کې د واګنر ډلې مشر و او که نه.

دغه اداره وايي: “د ایمبریر یوه الوتکه چې نن ماخوستن مهال را نسکوره شوې، د مسافرو په لېست کې یې یوګیني پریګوژین نوم او تخلص هم شامل دي."

په وژل شویو لسو کسانو کې درې د الوتکې د عملې غړي او اوه مسافر شامل دي. په الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شول.

واګنر ته یوې نېږدې ډلې په ټیلګرام کې ویلي، چې د دغې ډلې د مشر الوتکه له مسکو څخه سنت پترزبورګ ته پر لار وه، چې د یوه هوايي توغندیز برید پر وسیله سقوط شوې ده.

پریګوژین د خصوصي نیمه پوځي وسلوالې ډلې واګنر مشر دی، چې د جون په میاشت کې د روسیې د اردو پر وړاندې د لنډ مهال لپاره بغاوت وکړ او وروسته د مذاکراتو له لارې له بغاوته لاس پر سر شو.

په ۲۰۲۱ کې په امریکا کې ۴۷۵۲ ماشومان په وسلوال تشدد کې وژل شوي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۵۰ GMT+۱

تازه څېړنې ښيي، چې د امریکا متحده ایالاتو په بېلابېلو ایالاتونو کې په ۲۰۲۱ کال کې په بې ساري ډول ۴۷۵۲ ماشومان وژل شوي دي.

د امریکايي ماشومانو اکاډمي په یوه څېړنیز راپور کې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې مرکز د معلوماتو پر بنسټ وايي، چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د امریکا ۴۷۵۲ ماشومان د وسلوال تشدد له امله وژل شوي دي.

دغه اکاډمي وايي، چې دا وژنه د امریکا په تاریخ کې بې سارې ده.

د دغې اکاډمۍ څېړنې ښيي، چې په وژل شویو ماشومانو کې یې ۶۷ سلنه تور پوستې ماشومان دي.

د کامن ډریمز د راپور له مخې؛ د امریکا متحده ایالتونه په نړۍ کې تر ټولو زیات د وسلوال تشدد قربانیان لري.

راپور زیاتوي چې یوازې په تېر کال کې د وسلوال تشدد له امله په امریکا کې ۴۴۳۵۷ کسان وژل شوي، چې نیمايي برخه یې د ځان وژنې پېښې وې.

بلخوا د امریکا ولسمشر هم د دغو پېښو د زیاتېدو کانګرس ته بار – بار ویلي، چې د وسلو د کنټرول نوې لایحه ژر تر ژره تصویب کړي.

امریکا د هاوايي ایالت په اورلګېدنې کې نېږدې ۱۱۰۰ کسان ورک شوي دي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۶ GMT+۱

امریکايي رسنۍ د چارواکو په حواله خبر ورکوي، چې د هاوايي ایالت په اورلګېدنه کې ۱۱۰۰ کسان ورک شوي دي، چې دا مهال یې پلټنې روانې دي.

له تېرو دوو اونیو راپه دېخوا ځنګلي اورونو د هاوایي ایالت د ماوي ټاپو وسوځاوه او د دغه ایالت چارواکو له مرکزي ادارې څخه د مرستې غوښتنه هم کړې ده.
د دغه ایالت والي ویلي، چې تر اوسه ۱۱۵ کسانو مړینه تایید شوې او په نورو پسې د پلټنې اداره پلټنې کوي.

فاکس نیوز د ماوي د پولیسو د مشر جان پېلټیر په حواله ویلي، چې ښايي د مړو په شمېره کې د پام وړ بدلون راشي او په نېږدې راتلونکي کې به د بې درکه شویو کسانو لېست خپور کړي.

تېره اونۍ د لاهینا چارواکو ویلي وو، چې د ۱۱۵ جسدونو څخه یې یوازې ۲۷ تنه پېژندل شوي او د نورو د پېژندنې لپاره اړتیا ده، چې د ډي این ای بېلګې یې واخیستل شي.

د هاوايي ایالت دغه اورلګېدنه د امریکا په تېر سل کلن تاریخ کې بې سارې بلل شوې او درانه مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

د یادونې وړه ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن هم دغه ایالت ته سفر کړی و او د قربانیانو له کورنیو سره یې د مرستې ژمنه کړې وه.