• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي چارواکي په دې باور دي چې د پریګوژین الوتکه په توغندي ویشتل شوې ده

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۰۲ GMT+۱

دوو امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي؛ د واګنر ډلې د مشر الوتکه د روسیې په خاوره کې له ځمکې څخه هوا ته په راکټ ویشتل شوې ده. د جوبایډن په ګډون یو شمېر لویدیځ مشرانو د دې پېښې په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د دې پېښې تر شا د پوتین لاس دی.

د دغو دوو امریکایی چارواکو هویت چې د رویټرز لخوا د موضوع د حساسیت له امله نه دی ښودل شوی ویلي؛ لومړني معلومات نیمګړي دي او په اړه یې د امریکا د حکومت څېړنې روانې دي.

خو د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ (د وږی لومرۍ) د یوګني پریګوژین د الوتکې د غورځېدو په اړه وویل، چې په روسیه کې د ډېرو پېښو تر شا د پوتین لاس دی.

د پوتین ډیری مخالفین او متحدین د روسیې په دننه او بهر کې د هغه له سرغړونې او یا هم په هغه د نیوکېو وروسته وژل شوي دي.

یوګني پریګوژین چې یو وخت د روسیې د ولسمشر ډېر نږدې متحد و، د سرطان په میاشت کې د اوکراین د جګړې له قوماندې سره د نا خوښۍ له امله د روسیې د حکومت پر ضد پاڅون وکړ او د اوکراین د جګړې لپاره یې د روسیې مهم پوځي مرکز ونیو.

په ځواب کې پوتین پریګوژین په خیانت «له شا په خنجر وهلو» تورن کړ.

ځینې ​​شنوونکي په دې باور دي چې د واګنر د ډلې د مشر د الوتکې غورځېدل په روسیه کې دننه د پوتین منتقدینو او مخالفینو ته ښکاره پیغام ورکوي.

بلخوا په برازیل کې د امبرایر الوتکې شرکت په وینا؛ یاده الوتکه چې پریګوژین یې لېږدلو، تر دېرش ثانیو مخکې له غورځیدو یې هېڅ فني ستونزه نه لرله.

د روسیې د هوايي چلند ادارې د هغې خصوصي الوتکې د ټولو سپرلیو مړینه تایید کړې، چې پریګوژین پکې و. خو روسي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د هغه د مړینې خبر نه دی ورکړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

تایوان د چین په مقابل کې د دفاعي پیاوړتیا لپاره د درې میلیارد ډالرو په ارزښت مهمات اخلي

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۲۲ GMT+۱

تایوان د چین په مقابل کې د خپلې دفاع د پیاوړتیا لپاره راتلونکی کال د نږدې درې میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات اخلي. د تایوان دفاع وزیر پو هارنګ های وايي، دې تجهیزاتو کې د اېف شپاړس جېټ الوتکو ډېر پیاوړي کشفوونکي سیستمونه هم شامل دي.

پو هارنګ های د پنجشنبې په ورځ- د وږي دویمه- دې سیستمونو ته په اشارې وویل، دا د پلټنې او کشف داسې سیستمونه دي چې د امریکا خورا پرمختللې اېف ۳۵ او اېف ۲۲ جېټ الوتکې یې کاروي.

د هغه په خبره، دا نوي تجهیزات به له تایوان سره مرسته وکړي چې په تایوان تنګي کې له رادار پټېدونکې جي شل الوتکې په نښه کړي.

د نوموړي اشاره د چین جنګي الوتکو ته وه.

چین،تایوان ته د خپلې خاورې په سترګه ګوري او په تیرو دریو کلونو کې یې د دې ادعاوو د ثابتولو لپاره پوځي او سیاسي فشارونه زیات کړي. خو مقابل لوری د بېجینګ د مالکیت ادعا په کلکه ردوي.

د تایوان ولسمشر تسای انګ وین د دوشنبې په ورځ وویل، د راتلونکي کاللپاره دفاعي لګښت څه باندې شپږ نیم سوه میلیارده تایواني ډالر وړاندیز شوی دی، چې تر تیر کال ۳.۵ سلنه زیات دی.

د تایوان د احصايي ادارې ویلي، له نږدې درې میلیارد ډالرو به نیمايي د جنګي الوتکو پر پېرلو او پاتې به د سمندري دفاع پر پیاوړتیا ولګول شي.

د امریکا دفاع وزارت هم د چارشنبې په ورځ تایید کړه چې پر تایوان د اېف شپاړس جنګي الوتکو لپاره د کشف او پلټنې سیستم په ګډون نور مهمات پلوري.

د پولنډ لومړي وزیر پر پولنډۍ نجلۍ د یو افغان جنسي تېری د پرانیستو پولو د سیاست پایله ګڼلې

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۰ GMT+۱

د جرمني په مونیخ ښار کې د یوه افغان کډوال له خوا پر یوې پولنډۍ نجلۍ له جنسي تېري وروسته د پولنډ لومړي وزیر ویلي، چې دا پېښه د پرانیستو پولو د سیاستونو پایله ده.

ماتیوس موراویسکي د جنسي تېري د دغې قضیې په څېړنه کې د پولنډي څارنوالانو د ګډون غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې: "موږ په سیمه کې یو له خورا خوندي هېوادونو څخه یو، زموږ لپاره امنیت اهمیت لري، زه له المان څخه غواړم چې د پولنډیانو قضیو ته دې رسیده ګي وکړي”.

بلخوا المانۍ ورځپاڼې بيلډ راپور ورکړى، چې پر دغه ښځينه زده کوونکې د تېرې شنبې په ورځ(د زمري ۲۸مه) د مونيخ په فرعي تمځای کې جنسي تېری شوی دی.

د دغه راپور له مخې؛ پوليس توانېدلي، چې د مونیخ په رامیرسدورف کې د کډوالو په یوه کمپ کې شکمن کس ونیسي.

له دې پېښې وروسته د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت یو جرمني ډېپلومات ور غوښتی، چې د یادې پېښې په اړه وضاحت ورکړي.

اوسمهال په پولنډ کې پارلماني ټاکنې نېږدې دي، د کډوالۍ مساله یوه له ټاکنیزو مسالو څخه ده، چې ډېر پام ورته کیږي.

دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې تېر کال هم په فرانسه کې د یوه افغان له خوا پر یوې فرانسوي نجلۍ د جنسي تېري پېښه ثبت شوې وه.

د امریکا په کلفرونیا کې د ډزو له امله د بریدګر په ګډون لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۱۳ GMT+۱

راپورونه وايي، چې د چهارشنبې په ماښام اوه بجې د اورنج ولسوالۍ په یوه بار کې د ډزو له امله د بریدګر په ګډون څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د اورنج ولسوالۍ چارواکي وايي، چې دغه ډزې د کوک کانر په یوه بار کې شوي دي، دوی د پېښې اصلي لامل کورنۍ شخړه په ګوته کړې ده.

سي این این د اورنج ولسوالۍ د پولیسو د مشر ډان بارنس په حواله ویلي، چې دوی ته داسې معلومات رسېدلي، چې برید کوونکی پخوانی پوځي افسر و.

نوموړی زیاتوي، چې پېښه تېر ماښام اوه بجې رامنځته شوې ده، چې د شپږو ټپیانو څخه یې د دوو تنو صحي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په امریکا کې د وسلوال تشدد له امله ملکي وګړي وژل کیږي، له دې وړاندې د ډزو په وسیله د تاوتریخوالي د پېښو څارونکي بنسټ په تېرو کلونو کې په امریکا کې په وسلوال تشدد کې د زرګونو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی و.

ملګري ملتونه: طالبان دې د نړۍوالو قوانینو تر چتر لاندې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیاله فلورنسیا سوتو وايي، چې طالبان باید د نړۍوالو قوانینو تر چتر لاندې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

نوموړي تېره ورځ ناوخته؛ وروسته له هغې چې طالبانو متحده عربي اماراتو ته د زده کړو لپاره د یو شمېر افغان نجونو مخنیوی وکړ، رسنیو ته ویلي، چې زده کړو ته د لاسرسي حق د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو څخه دی او باید مخنیوی یې ونه شي.

هغه زیاتوي، چې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې دا ډول بندیزونه ټول افغانستان ته په اوږد مهال کې پر زیان تمامیږي او طالبان باید له دغو ډول کړنو لاس واخلي.

د سوتو نینو په خبره، چې طالبان باید د ټولو نړۍوالو قوانینو په رڼا کې د کړیو ژمنو عملي کولو ته ژمن پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیالې زیاته کړه، چې دوی به د ښځو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي او افغانستان د ښځو له مشارکته پرته پرمختګ نه شي کولی.

نوموړې زیاتوي: “په حقیقت کې دا د خواشینۍ وړ خبره ده، چې ښځې خپل حقونه غواړي مګر پر وړاندې یې خنډونه جوړیږي".

د یادونې وړ ده چې د متحده عربي اماراتو د الحبتور ګروپ مشر احمد الحبتور یو شمېر افغان kجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې وه، چې د طالبانو له خوا یې د سفر پر مهال مخنیوی وشو.

دغې چارې په کور دننه او بهر د یو شمېر نړۍوالو سازمانونو غبرګونونه راپارولي او طالبان یې له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن کړي دي.

ټرمپ نن د اتلانټا فولټون کانټي زندان ته ځي

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۳۶ GMT+۱

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د پنجشنبې په ورځ (د وږی دویمه) د اتلانټا په یوه زندان کې ځان معرفي کړي. دا څلورمه جنایي قضیه ده، چې سږ کال هغه د ۲۰۲۰ میلادي کال په ټاکنو کې د درغلۍ د هڅې په تړاو له تورونو سره مخامخ کوي.

ټرمپ باید د نورو تورنو اشخاصو په څېر چې په اتلانټا کې د جنایي تورونو سره مخ دي، د فولټون کانټي زندان ته د انځور اخیستلو او ګوتو لګولو لپاره حاضر شي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرامپ ملاتړي او مخالفین به د هغه عکس په پراخه کچه خپروي، ځکه چې هغه په ۲۰۲۴ میلادي کال ټاکنو کې سپینې ماڼې ته د بیاځلي ننوتلو هڅه کوي.

پخوانی ولسمشر له دیارلسو تورنو سره چې بدنامه کول او په دولتي چارواکو د فشار راوړل ترڅو د ټاکنو پایلې بدلې کړي، مخامخ دی.

۷۷ کلن ټرمپ دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د سیاسي انګیزو له مخې د ده پر وړاندې دا قضیه پرانیستل شوې ده.

د فولټون کانټي په زندان کې د هغه حضور محاکمو ته د ننوتلو په معنا نه دی. ډونالډ ټرمپ د ۲۰۰ زره ډالرو د ضمانت په ورکولو هم موافقه کړې او د دې ضمانت لس سلنه به نن په زندان کې ورکړي.

دا زندان د خپلو بدو شرایطو او د رپ د سندرو الهام بخښوونکي ځای له امله مشهور دی.

لا معلومه نه ده، چې د ټرامپ څومره پلویان به په دې ګرمه هوا کې د هغه د ملاټړ لپاره راشي.

ډونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی، چې په جرم تورن او محاکمه کېږي. هغه په ​​ټوله کې له ۹۱ جلا جنایي تورونو سره مخ دی.