• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې په کریمیا ټاپو کې د حزب التحریر ډلې شپږ غړي ونیول

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۳۲ GMT+۱

د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې د جمعې په ورځ -د وږي دریمه- په کریمیا ټاپو کې «د حزب التحریر نړیوالې ترهګرې ډلې» د شپږو غړو د نیولو اعلان وکړ. روسیه وایي، دغو شپږو کسانو په کریمیا کې د تروريزم ایډیالوژۍ د تبلیغ لپاره کار کاوه او د دې ټاپو مسلمانان یې خپلو لیکو ته جذبول.

د روسیې امنیتي خدماتو ادارې د دغو کسانو د نیولو ویډیو خپره کړې ده. له انځورونو داسې ښکاري چې دا کسان د شپې نیول شوي دي.

د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې یا اېف اېس بي د خبرپاڼې په اساس، دغو نیول شویو کسانو د نړیوال خلافت د جوړولو، د سیکولر ټولنو د بنسټونو د ویجاړولو او په زور د اوسني حکومت د نسکورولو اقدام سره د روسیې د اساسي قانون ضد کړنې ترسره کولې.

لا تر اوسه د نیول شویو کسانو پیژندګلوي او ملیت نه دی اعلان شوی.

د روسیې امنیتي خدماتو اداره وايي، له نیول شویو کسانو سره یوه اندازه بهرنۍ پیسې، د حزب التحریر تبلیغاتي مواد، مخابراتي او الکترونیکي وسایل چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ترې کار اخیستل کیږي هم تر لاسه شوي دي.

د ۲۰۲۳میلادي کال په جنورۍ کې روسیې د کریمیا په ښار کې د حزب التحریر ډلې ۹ غړي په خپلو لیکو کې د مسلمانانو د استخدام په تور ونیول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د هند لومړي وزیر د چین له ولسمشر سره لیدنه کې پر سرحدي جنجال اندېښنه وښوده

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د هند لومړي وزیر نرېندر مودي، د برېکس سرمشریزې په څنډه کې، د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره لیدنه کې د خپلمنځي سرحد په هکله د نوي ډېلي اندېښنه وښوده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال واني کواترا وايي، مودي او شي جين پينګ پرون – د وږي ۲- په دې سلا شول چې اړوند چارواکو ته لارښوونه وکړي چې د جنجال او تاوتریخوالي کمولو هڅې ګړندۍ کړي.

ښاغلی کواترا وايي، مودي د حقیقي کنټرول کرښې په اوږدو کې د نا حل شویو مسلو په هکله شي ته خپلې اندېشنې په ډاګه کړې.

د هغه په خبره، نرېندر مودي زیاته کړه: "په سرحدي سیمو کې سوله او ارامتیا او ددې کرښېڅارنه او درناوی د هند او چین اړیکو د نورمالېدو لپاره اړین دي."

په اټومي وسلو د سمبال ګاونډیانو بېجینګ او نوي ډېلي اړیکي له هغه وروسته خراب شول چې د ۲۰۲۰کال په جون کې د د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو همالیا کې پر ګډه پوله تاوتریخوالی وکړ او له امله یې تر ۲۴ پوځیان ووژل شول.

که څه هم پر دې درې زره کیلومتره ګډه پوله تر ډېره حالت ارام دی، خو په څو ځایونو کې لا هم دواړه لوري سره په ټکر کې دي.

دا لومړی ځل دی چې د هند لومړی وزیر نرېندر مودي د چین له ولسمشر سره پر سرحدي کړکېچ مخامخ خبرې کوي او د نوي ډېلي د دریځ تکرار ښيي چې تر دې مخکې یې بیا بیا د وزیرانو په کچه له بېجینګ سره دا مسله یاده کړې ده.

روسیې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جرمني او جاپان له دایمي غړیتوب سره مخالفت وکړ

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۰۷ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، چې جرمني او جاپان د امریکا د غوښتنو پر بنسټ عمل کوي. نوموړي په ​​سویلي افریقا کې د برېکس سرمشریزې غونډې په څنډه کې وویل، چې په امنیت شورا کې د جرمني او جاپان دایمي غړیتوب "بې انصافي زیاتوي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، برلین او ټوکیو د نورو لویدیځو هېوادونو په څېر "د واشنګټن اطاعت کوونکي دي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه راپور له مخې سرګي لاوروف ویلي، چې جرمني او جاپان د امنیت شورا بحثونو ته کومه نوې موضوع نه راوړي.

سرګي لاوروف تر دې مخکې ویلي وو، چې مسکو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د اسیایي، افریقایي او لاتیني امریکا د هېوادونو د غړیتوب د پراخولو په لټه کې دی.

روسیه، چین، فرانسه، برېټانیا او امریکا د امنیت شورا پنځه دایمي غړي هېوادونه دي.

موټر پلورونکي: د برېښنایي موټرو د پېرودونکو کچه کمه شوې ده

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۱۲ GMT+۱

په امریکا کې د موټر پلورنځیو یوه پلورونکي بېزنس انسایډر وېبسایټ ته ویلي، چې د برېښنايي موټرو د پېرلو کچه کمه شوې ده. دوی د موټرو له شرکتونو څخه د نويو فرمایشونو اخیستل بند کړي دي. لوړه بیه او د چارج سټېشنونو کموالي د پېرودلو لېوالتیا کمه کړې ده.

د موټرو شرکتونو په پراخه پانګونې سره د برېښنایي موټرو د تولیدولو وړتیا زیاته کړې ده.
اوس د موټر جوړولو صنعت د برېښنایي موټرو د لوړې غوښتنې او کمښت له پړاوه د تولید لوړې مرحلې ته رسېدلی دی.

د موټرو د مشورتي شرکت یوه مرستیال سام فیوراني انسایډر بېزنس ته وویل، چې برېښنایي موټرونه د تېلو موټرو پرتله لږ تر لږه 10,000 ډالر ګران دي.

هغه زیاته کړه، چې پېرودونکي په اوږدو لارو کې د چارج سټېشنونو په نه موندلو اندېښمن دي او دغو دوو لاملونو د پېرېدونکو شمېر کم کړی دی.

د برېښنایي موټرو د پېرېدونکو کمښت د چاپېریال پوهانو لپاره ښه خبر نه دی، ځکه دوی هیله درلوده چې په امریکا کې برېښنایي موټر زیات شي.

اوس مهال په دغه هېواد کې د موټرو خرڅلاو د ټول بازار شپږ سلنه برېښنايي موټر جوړوي.

موټر پلورونکو انسایډر بېزنس ته وویل، چې د دغو موټرو د تولید په کچه بازارونه نه شته چې په پایله کې یې د پلورنځیو پوړونه د پلور لپاره د برېښنایی موټرو څخه ډک دي، نو ځکه دوی د نورو برېښنایي موټرو له اخیستو ډډه کوي.

د لومړي ځل لپاره د امریکا ولسمشر په بند کې؛ ټرمپ ځان د جورجیا یوه زندان ته تسلیم کړ

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۳۳ GMT+۱

ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو په پایلو کې د بدلون راوستلو په تور ځان جورجیا ایالت فولتون کانټي زندان ته تسلیم کړ. له هغه څخه د نېونې عکس واخېستل شو او د ۲۰دقیقه یي بند وروسته د دوه لکه ‌‌‌‌‌‌ډالرو د ضمانتي وثیقې له شرایطو سره سم خوشې شو.

ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی، چې په خپله ځان زندان ته سپاري. زندان ته تر رسېدو څو شېبې وروسته، د فولټون کانتي دفتر اعلان وکړ، چې په زندان کې د ټرمپ څخه د نېولو عکس واخېستل شو.

له شلو دقېقو وروسته، د ډونالډ ټرمپ د ساتونکو د موټرو کاروان له زندانه ووت.
ټرامپ له زندانه تر ستنېدو وروسته، د اتلانتا په هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې خبریالانو ته د هغه پر ضد د اعلان شویو جرمونه «ټاکنیز دخالت» وباله او ټينګار یې وکړ، چې هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول تېروتنه یې نه ده کړې.

هغه وویل:«موږ له هر پلوه دا حق لرو، که فکر کوو ټاکنې رښتینې او رڼې نه وې، هغه باید وننګوو.»

د امریکا د استازیو جرګې غړي مارجري ټېلور وویل، د ‌‌‌‌‌‌ډونلډ ټرمپ د نېونې عکس د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه د بریالیتوب لامل ګرځي.

د استازیو د جرګې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي تروی نلز هم د ټرمپ د نېولو د عکس په غبرګون کې وویل: «دا د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر عکس دی.»

زندان ته د ټرمپ له رسېدو وړاندې، د هغه ګڼ شمېر پلویان د فولټون کانټي زندان مخې ته راغونډ شوي وو؛ خو د هغه د مخالفانو یوه کوچنۍ ‌‌‌‌‌‌ډله هم د زندان مخې ته راټوله شوې وه.

په همدې حال کې، د دغه ښار پولیسو د فولټون کانټي زندان په شاوخوا کې کوټلي امنیتي ګامونه اخیستي وو او دغه زندان ته یې ټولې ورغلې لارې تړلې وې.

جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو په جورجیا کې زندان ته د ټرمپ د سپارلو په اړه وویل: هغوی چې پریکړه کړې د څارنوالۍ له خوا د سزا د ورکولو، او له اخیستل شویو عکسونو څخه په ټاکنېزو منډو ترړو کې ګټه پورته کړي، د امریکا د سیاست په تاریخ کې یې یوه ویجاړوونکې دوره پيل کړې ده.

د امریکا د استازیو جرګې جمهوري غوښتونکی غړي الیز اسټفنیک هم وویل: بایډن غواړي، چې د ټرامپ پر ضد له دولتي امکاناتو کار واخلي او سپينې ماڼۍ ته د خپل دغه ټاکنیز سیال مخه ونیسي.

جمهوري غوښتونکي سناتور مارشا بلکبرن هم وویل، زندان ته د ‌‌‌‌‌‌ډونالد ټرمپ تسلیمېدنې امریکا ته «خطرناک تاریخ» پر ځای پرېښود.

هغه وویل: «امریکایان کولای شي ټرمپ ته د سزا ورکولو جوړه شوې دسیسه په سترګو وویني.»

تر دې مهاله له لسو تر اتلسو کسان چې د ټرمپ سره یو ځای په دغه جرم ګرم ګڼل شوي، ځانونه یې تسلیم کړي چې له هغې ‌‌‌‌‌‌ډلې یې کولای شو د ټرمپ وکیل رودي جولیاني او د هغه د دفتر پخواني رییس مارک مدوز نومونو ته اشاره وکړو.

ټرمپ تل پر هغه لګول شوي تورونه د جوبایدن له خوا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د هغه د بریالیتوب د مخنیوي هڅې بللي.

ولادیمیر پوتین: پریګوژین یو تکړه سړی و خو هغه جدي تېروتنې وکړې

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۵۰ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه ویډیويي پیغام کې د واګنر وسلوالې ډلې کورنۍ او د ګروپ غړو ته خواخوږي وړاندې کړې او هغه یې یو باصلاحیته شخص یاد کړی، نوموړي زیاته کړې، چې پریګوژین جدي تېروتنې هم کړي دي.

د روسیې ولسمشر پوتین د پریګوژین د الوتکې له لوېدو یوه ورځ وروسته خپله خاموشي ماته کړه او د نوموړي د وژنې په اړه یې خپل پیغام خپور کړ.

وروسته له څلرویشتو ساعتونو د روسیې حکومت د اجیرې پوځي ډلې د مشر واګنر مړینه تایید کړه، چې په خونړۍ جګړه او د باخموت په سقوط کې یې مهم رول درلود.

هغه د روسیې له دفاع وزیر او اوکرایني جنګسالارانو سره د اختلافاتو له امله بغاوت وکړ.

ولادیمیر پوتین د اوکراین په جګړه کې د پریګوژین او د هغه د جنګیالیو ونډه وستایله او په افریقا کې یې د دې ډلې د رول ستاینه وکړه.

د مسکو په شمال کې د خپلې شخصي الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د پریګوژین ناڅاپي مړینې د نړۍوالو پام پوتین ته اړولی او منتقدین یې وايي، چې پوتین په روسیه کې خپل مخالفین ځپلي او د ګڼو مخالفینو پر وژنې تورن دی.

رویټرز د دوو امریکایی چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د واګنر ګروپ د مشر الوتکه د روسیې په خاوره کې دننه له ځمکې څخه هوا ته د راکټ په واسطه ویشتل شوې ده.