• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران نږدې دوه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۶ GMT+۱

ایراني رسنیو د جمعې په ورځ -د وږی دریمه- د نیمروز سرحد له لارې افغانستان ته د ۱۸۶۷ افغان کډوالو د ستنولو خبر ورکړ. د دغو راپورونو له مخې، دغه کسان د ناقانونه اوسیدو او د پاسپورټونو د وخت د ختمېدو له امله نيول شوي او له ایران اېستل شوي دي.

په ایران کې د زابل د سرحدي غونډ قوماندان پروېز قاسم زاده، تسنیم خبري اژانس ته ویلي، بهرني اتباع باید ایران ته له قانوني لارو داخل شي.

هغه ویلي، چې د ايران د سرحدي ځواکونه به د بې ناقانونه ننوتونکو وګړو سره قاطع چلند وکړي او دا کسان به مسوولو چارواکو ته له سپارل کېدو وروسته له ایران وشړل شي.

ایران په دې وروستیو میاشتو کې د کډوالو د نیولو او شړلو بهیر چټک کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ویلي دي، چې د روان کال په څلورو میاشتو کې څه باندې ۲۲۵ زره افغان کډوال په ایران کې نیول شوي او بیرته افغانستان ته لیږل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړیوال سازمان: کندهار کې د صحي کمپاین بندېدو سره د پولیو د خپرېدو خطر زیاتېږي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ور کوي چې په کندهار کې د پولیو ضد کور په کور کمپاین په محدودېدو سره په دغه ولایت کې ماشومان په پراخه کچه د پولیو له سخت خطر سره مخ دي. دغه سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په مې میاشت کې د پولیو د بیړنۍ کمیټې د غونډې د وروستي راپور له مخې، روان میلادي کال یوازې په ننګرهار ولایت کې د دغې ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دي.

دغه کمېټه په خپل ۳۶م راپور کې وايي، چې د روان کال په ترڅ کې ۳۲ پېښې ثبت شوې چې یوه په سوېل او بله په بلخ کې ده او نور ټولې د افغانستان په ختیځو سیمو کې دي.

دغه سازمان هیله څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د پولیو د قربانیانو شمېر مخ په کمېدو او د وګړو روغتیايي خوندیتوب په ښه کېدو دی، خو په عین حال کې یې ټینګار کړی، چې په سیمه کې د دغې ناروغۍ د بشپړ کنټرول لپاره پکار ده چې روغتیایي پروګرامونه په منظمه توګه دوام ومومي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېرو وګړو تګ راتګ ته په پام په افغانستان کې له روغتیايي کمپاینونو «شا تګ»په پاکستان کې د ناروغیو د کنټرول پروګرام ته خطر پېښوي.

د دغه نړیوال روغتيايي سازمان د موندنو له مخې، د افغانستان په سوېل کې د پولیو واکسین په نه پلي کیدو سره به په دغو سیمو کې د دې ناروغۍ خطر زیات شي.

طالبان وايي په کابل او ولایتونو کې یې لسګونه کوډګر ونیول

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي، په کابل او ولایتونو کې یې په تېرو دوو اونیو کې لسګونه کوډګر نیولي دي. دا وزارت په کابل کې د داسې کوډګر د نیولو ادعا کوي چې په وینا یې «د لسګونو کورنیو په منځ کې یې نفاق اچولی و.»

طالبان د جمعې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره وايي، دغه کوډګر یې د کابل شپږمه ناحیه کې نیولی دی.

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي، چې کوډې او جادو په اسلام کې ناروا دي.

دغه وزارت نږدې دوه اونۍ مخکې په کابل او ولایتونو کې خپلو کارمنانو ته لارښوونه وکړه چې کوډګر ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

سره صلیب ویلي، د طالبانو څه د پاسه ۱۲۰۰۰ بندیانو ته یې خواړه ورکړي دي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۲۷ GMT+۱

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د ۲۰۲۳ کال لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه راپور خپور کړ.  راپور کې راغلي، چې دغه سازمان په افغانستان کې د طالبانو په ۱۱ زندانونو کې له ۱۲۰۰۰ څخه زیاتو بندیانو ته د ورځې درې وخته خواړه برابروي.

د سره صليب نړۍوالې کميټې د افغانستان اقتصادي وضعيت خراب بللی او ويلي يې دي، چې د افغانستان ۵۵ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
دغه بنسټ په افغانستان کې له میلیونونو خلکو سره مرستو ته پر دوام ټینګار کوي؛ خو سره خبرداری ورکوی، چې اقتصادي بندیزونه به د افغانستان وضعیت نور هم خراب کړي.
په دغه راپور کې سره صلیب د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو، بېړنیو مرستو، له معلولینو سره مرسته،او د بیارغونې او د اوبو د بنسټونو جوړولو په برخو کې د خپلو خدمتونو په اړه معلومات ورکړي دي.

د دغه خدمتونو په تشریح کې ویل شوي، چې په ۴۷ روغتیايي مرکزونو کې څه باندې ۵۸۱ زره ناروغان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې سره صلیب ۶۰ په لاس لیکل شوي لیکونه او ۱۹ شفاهي پیغامونه د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ تبادله کړي دي.

دغه سازمان د بندیانو د ۹۵ نورو لیکونو په رسولو کې هم مهمه ونډه لرلې ده.

حامد کرزی : طالبان دې ژر تر ژره د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۴۳ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سپوږمۍ ته د هندوستان د چاندریان ۳ بریالي فضايي ماموریت ته په اشاره پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دغه فضايي ماموریت مشري یوې هندۍ ساینس پوهې مېرمن ریتو کرېډال شرېواستو په غاړه درلوده.

ښاغلی کرزی وايي، هند او افغانستان په یوه سیمه کې پراته هېوادونه دي؛ خو د هند د ستر پرمختګ عامل زده‌کړه او علم ته د هغوی پاملرنه ده.

نوموړی وايي، پر طالبانو غږ کوم چې د نجونو له پاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیزي او کار ته دې د ښځو د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي، چې افغانستان د علم او پوهې په رڼا کې د روښانه راتلونکې په لور ګړندي ګامونه اوچت کړي.

د هند د چاندریان-۳ فضايي بېړۍ د چهارشنبې په ورځ (د وږی لومړۍ) د یوه پلټونکي ماموریت لپاره سپوږمۍ ته ښکته شوه.

هند څلورم هېواد دی، چې سپوږمۍ ته رسېدلی او لومړنی هېواد دی چې د سپوږمۍ پر سویلي قطب کې یې فضايي بېړۍ کېنولې ده.

دا فضایي بیړۍ د روان کال د سرطان په ۲۳مه د هند د سویل شرقي ساحلونو څخه فضاء ته ولېږدول شوه.

طالبانو د سره صلیب له نړۍوالې کمیټې، د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د سره صلیب له نړۍوالې کمېټې غوښتنه وکړه، چې په نشه یي توکو د روږدو کسانو په درملنه کې ورسره مرسته او همکاري وکړي. ملا عبدالحق اخند تېره ورځ کابل کې د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې له مشر ایلوا فیلیون سره وکتل.

د طالبانو په کنټرول کې د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، ملا عبدالحق اخند په دغې لیدنه کې د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه چې د روږدو کسانو د درملنې له مرکزونو سره لا زیاته همکاري او ملاتړ وکړي.

د دغې رسنۍ په لیکنه، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هم ژمنه کړې چې په یادې برخه کې به د طالبانو لاس نیوی کوي.

دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې د درملنې مرکزونه په تېره بیا د روږدو کسانو مرکزونه د بودجې او کارپوهه کسانو له کمي سره مخامخ دي.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویلي و، چې په افغانستان کې درې نیم ملیونه کسان په نشه یي توکو روږدي دي.

د روږدو کسانو د درملنې په اړه د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې تګلاره دا ده، چې روږدي کسان راټول او په جبري توګه هغوی له نشه یي توکو څخه راوګرځوي.