• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په کابل او ولایتونو کې یې لسګونه کوډګر ونیول

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي، په کابل او ولایتونو کې یې په تېرو دوو اونیو کې لسګونه کوډګر نیولي دي. دا وزارت په کابل کې د داسې کوډګر د نیولو ادعا کوي چې په وینا یې «د لسګونو کورنیو په منځ کې یې نفاق اچولی و.»

طالبان د جمعې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره وايي، دغه کوډګر یې د کابل شپږمه ناحیه کې نیولی دی.

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي، چې کوډې او جادو په اسلام کې ناروا دي.

دغه وزارت نږدې دوه اونۍ مخکې په کابل او ولایتونو کې خپلو کارمنانو ته لارښوونه وکړه چې کوډګر ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

سره صلیب ویلي، د طالبانو څه د پاسه ۱۲۰۰۰ بندیانو ته یې خواړه ورکړي دي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۲۷ GMT+۱

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د ۲۰۲۳ کال لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه راپور خپور کړ.  راپور کې راغلي، چې دغه سازمان په افغانستان کې د طالبانو په ۱۱ زندانونو کې له ۱۲۰۰۰ څخه زیاتو بندیانو ته د ورځې درې وخته خواړه برابروي.

د سره صليب نړۍوالې کميټې د افغانستان اقتصادي وضعيت خراب بللی او ويلي يې دي، چې د افغانستان ۵۵ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
دغه بنسټ په افغانستان کې له میلیونونو خلکو سره مرستو ته پر دوام ټینګار کوي؛ خو سره خبرداری ورکوی، چې اقتصادي بندیزونه به د افغانستان وضعیت نور هم خراب کړي.
په دغه راپور کې سره صلیب د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو، بېړنیو مرستو، له معلولینو سره مرسته،او د بیارغونې او د اوبو د بنسټونو جوړولو په برخو کې د خپلو خدمتونو په اړه معلومات ورکړي دي.

د دغه خدمتونو په تشریح کې ویل شوي، چې په ۴۷ روغتیايي مرکزونو کې څه باندې ۵۸۱ زره ناروغان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې سره صلیب ۶۰ په لاس لیکل شوي لیکونه او ۱۹ شفاهي پیغامونه د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ تبادله کړي دي.

دغه سازمان د بندیانو د ۹۵ نورو لیکونو په رسولو کې هم مهمه ونډه لرلې ده.

حامد کرزی : طالبان دې ژر تر ژره د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۴۳ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سپوږمۍ ته د هندوستان د چاندریان ۳ بریالي فضايي ماموریت ته په اشاره پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دغه فضايي ماموریت مشري یوې هندۍ ساینس پوهې مېرمن ریتو کرېډال شرېواستو په غاړه درلوده.

ښاغلی کرزی وايي، هند او افغانستان په یوه سیمه کې پراته هېوادونه دي؛ خو د هند د ستر پرمختګ عامل زده‌کړه او علم ته د هغوی پاملرنه ده.

نوموړی وايي، پر طالبانو غږ کوم چې د نجونو له پاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیزي او کار ته دې د ښځو د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي، چې افغانستان د علم او پوهې په رڼا کې د روښانه راتلونکې په لور ګړندي ګامونه اوچت کړي.

د هند د چاندریان-۳ فضايي بېړۍ د چهارشنبې په ورځ (د وږی لومړۍ) د یوه پلټونکي ماموریت لپاره سپوږمۍ ته ښکته شوه.

هند څلورم هېواد دی، چې سپوږمۍ ته رسېدلی او لومړنی هېواد دی چې د سپوږمۍ پر سویلي قطب کې یې فضايي بېړۍ کېنولې ده.

دا فضایي بیړۍ د روان کال د سرطان په ۲۳مه د هند د سویل شرقي ساحلونو څخه فضاء ته ولېږدول شوه.

طالبانو د سره صلیب له نړۍوالې کمیټې، د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د سره صلیب له نړۍوالې کمېټې غوښتنه وکړه، چې په نشه یي توکو د روږدو کسانو په درملنه کې ورسره مرسته او همکاري وکړي. ملا عبدالحق اخند تېره ورځ کابل کې د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې له مشر ایلوا فیلیون سره وکتل.

د طالبانو په کنټرول کې د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، ملا عبدالحق اخند په دغې لیدنه کې د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه چې د روږدو کسانو د درملنې له مرکزونو سره لا زیاته همکاري او ملاتړ وکړي.

د دغې رسنۍ په لیکنه، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هم ژمنه کړې چې په یادې برخه کې به د طالبانو لاس نیوی کوي.

دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې د درملنې مرکزونه په تېره بیا د روږدو کسانو مرکزونه د بودجې او کارپوهه کسانو له کمي سره مخامخ دي.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویلي و، چې په افغانستان کې درې نیم ملیونه کسان په نشه یي توکو روږدي دي.

د روږدو کسانو د درملنې په اړه د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې تګلاره دا ده، چې روږدي کسان راټول او په جبري توګه هغوی له نشه یي توکو څخه راوګرځوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت: د افغانانو له بشري حقونو به لاس په سر نه شو

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۰۵ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر انالنا بربوک د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي‌‌‌‌‌‌ ریچارد بېنټ سره وکتل. دغه وزارت ویلي، د افغانانو له بشري حقونو به لاس په سر نه شو او له هغوی مو ملاتړ «نه ماتېدونکی» دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه د شپې ناوخته (د وږي په دویمه) په یو ټویټ کې ولیکل، چې النا بربوک او ریچار‌‌‌‌‌‌ډ بېنټ په افغانستان کې پر روان وضعیت او د هغه هېواد له خلکو په ملاتړ خبرې وکړې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سږ کال د چنګاښ مېاشتې په وروستیو کې د اروپایي ټولنې له خوا د طالبانو په د پوهنې او عدلیې پر وزیرانو او د طالبانو پر قاضي القضات له بندیزونو سره سم ویلي و، چې هغوی په افغانستان کې د بشري حقونو ستر سرغړوونکي دي.

اروپایي تولنې پر دغو درې تنو طالب چارواکو د بشري حقونو په سرغړونې، د ښځو او نجونو سره په توپيري چلند او د هغوی پر زده‌کړو د لګول شویو بندیزونو له امله بندیزونه لګولي دي.

په ترکیه کې افغان سفارت یو فرهنګي نندارتون جوړ کړ

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۵۷ GMT+۱

د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزې په ویاړ په انقره کې افغان سفارت یو فرهنګي او هنري نندارتون پرانیست. دغه سفارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې ترکي چارواکو او د نورو هېوادونو ‌‌‌‌‌‌ډيپلوماټانو له دغه نندارتون څخه لېدنه وکړه.

د دغې خبرپاڼې له مخې چې د چهارشنبې په ورځ (د وږي لومړۍ نېټه) خپره شوې، په ترکیه کې مېشتو افغان هنرمندانو خپل هنري اثار لکه انځورګري، خطاطي، د لرګو نه په کار اخیستنې هنري اثار، افغاني غالۍ او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې.

په ترکیه کې افغان سفارت وایي، دغو اثارو د افغانستان د بېلابېلو سیمو د فرهنګي او تاریخي ارزښتونو څرګندونه کوله.

100%



په انقره کې د افغانستان سفارت خبرپاڼه لیکي، چې یوشمېر ‌‌‌‌‌‌ډيپلوماټانو، د پارلمان غړیو، د سیاسي ګوندونو استازیو او د ترکیې ښاروالانو له دغه نندارتون څخه لېدنه وکړه.