• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د سره صلیب له نړۍوالې کمیټې، د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د سره صلیب له نړۍوالې کمېټې غوښتنه وکړه، چې په نشه یي توکو د روږدو کسانو په درملنه کې ورسره مرسته او همکاري وکړي. ملا عبدالحق اخند تېره ورځ کابل کې د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې له مشر ایلوا فیلیون سره وکتل.

د طالبانو په کنټرول کې د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، ملا عبدالحق اخند په دغې لیدنه کې د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه چې د روږدو کسانو د درملنې له مرکزونو سره لا زیاته همکاري او ملاتړ وکړي.

د دغې رسنۍ په لیکنه، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هم ژمنه کړې چې په یادې برخه کې به د طالبانو لاس نیوی کوي.

دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې د درملنې مرکزونه په تېره بیا د روږدو کسانو مرکزونه د بودجې او کارپوهه کسانو له کمي سره مخامخ دي.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویلي و، چې په افغانستان کې درې نیم ملیونه کسان په نشه یي توکو روږدي دي.

د روږدو کسانو د درملنې په اړه د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې تګلاره دا ده، چې روږدي کسان راټول او په جبري توګه هغوی له نشه یي توکو څخه راوګرځوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت: د افغانانو له بشري حقونو به لاس په سر نه شو

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۰۵ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر انالنا بربوک د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي‌‌‌‌‌‌ ریچارد بېنټ سره وکتل. دغه وزارت ویلي، د افغانانو له بشري حقونو به لاس په سر نه شو او له هغوی مو ملاتړ «نه ماتېدونکی» دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه د شپې ناوخته (د وږي په دویمه) په یو ټویټ کې ولیکل، چې النا بربوک او ریچار‌‌‌‌‌‌ډ بېنټ په افغانستان کې پر روان وضعیت او د هغه هېواد له خلکو په ملاتړ خبرې وکړې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سږ کال د چنګاښ مېاشتې په وروستیو کې د اروپایي ټولنې له خوا د طالبانو په د پوهنې او عدلیې پر وزیرانو او د طالبانو پر قاضي القضات له بندیزونو سره سم ویلي و، چې هغوی په افغانستان کې د بشري حقونو ستر سرغړوونکي دي.

اروپایي تولنې پر دغو درې تنو طالب چارواکو د بشري حقونو په سرغړونې، د ښځو او نجونو سره په توپيري چلند او د هغوی پر زده‌کړو د لګول شویو بندیزونو له امله بندیزونه لګولي دي.

په ترکیه کې افغان سفارت یو فرهنګي نندارتون جوړ کړ

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۵۷ GMT+۱

د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزې په ویاړ په انقره کې افغان سفارت یو فرهنګي او هنري نندارتون پرانیست. دغه سفارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې ترکي چارواکو او د نورو هېوادونو ‌‌‌‌‌‌ډيپلوماټانو له دغه نندارتون څخه لېدنه وکړه.

د دغې خبرپاڼې له مخې چې د چهارشنبې په ورځ (د وږي لومړۍ نېټه) خپره شوې، په ترکیه کې مېشتو افغان هنرمندانو خپل هنري اثار لکه انځورګري، خطاطي، د لرګو نه په کار اخیستنې هنري اثار، افغاني غالۍ او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې.

په ترکیه کې افغان سفارت وایي، دغو اثارو د افغانستان د بېلابېلو سیمو د فرهنګي او تاریخي ارزښتونو څرګندونه کوله.

100%



په انقره کې د افغانستان سفارت خبرپاڼه لیکي، چې یوشمېر ‌‌‌‌‌‌ډيپلوماټانو، د پارلمان غړیو، د سیاسي ګوندونو استازیو او د ترکیې ښاروالانو له دغه نندارتون څخه لېدنه وکړه.

په سویلي ولایتونو کې د افغانیو پر ځای راکړه ورکړه لاهم په کلدارو کېږي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۴۰ GMT+۱

د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې لوی کاروبارونه او سوداګري په پاکستانۍ کالدارو کېږي. د ملکیتونو له پلورلو نېولې بیا په ورځني ژوند کې د کارېدونکو عادي توکو پورې، ډېری راکړې ورکړې په کلدارو ترسره کېږي.

که څه هم د افغانستان کرنسي د پاکستانیو کالدار پرتله درې برابره لوړه او با ثباته ده؛ خو خلک د عادت له مخې پاکستانۍ کرنسي ډېره کارووي.

د افغانیو د کارولو د دودولو کمپاینونه د تېر حکومت پر مهال پیل شوي وو؛ خو ډېر ګټور نه وو او خلکو د پاکستانیو کلدارو کارولو ته دوام ورکړ.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو وروسته، طالبانو هم د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د افغانیو د کارولو د دودولو او کلدارو د کارولو د مخنیوي لپاره کمپاینونه پیل کړه او ان په ځینو ولایتونو کې یې سرغړوونکي بندیان او کار ځایونه یی ور وتړل.

په کلدارو راکړه ورکړه تر ډېره په کندهار، هلمند ، زابل، ننګرهار، کونړ، خوست، بکتیا او ارزګان ولایتون‍و کې کېږي.

د محمد یاسین په نوم یو صراف وايي،:« دلته د کورونو پلور او پېر، د موټرو اخېستل او نورې ټولې لويې او وړې راکړې ورکړې په پاکستانۍ کلدارو او امریکایي ‌‌‌‌‌‌ډالرو کېږي.

د ډاکټر فیس په کلدارو دی او ان د یوشمېر خصوصي دفترونو د کارکوونکو میاشتني امتیازات هم په پاکستاني کلدارو ورکول کېږي.»

سوداګر وايي، ډیورنډ کرښې ته نږدې ولایتونو په بازارونو کې له ډېر پخوا راهیسې کالدارې دود شوي او اوس خلک د عادت له مخې په پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه کوي.

د تاج محمد په نوم یو سوداګر وايي:«په دغو ولایتونو کې د نورو کاروبارونو تر څنګ د نشه يي توکو کاروبار ډېر دی. تریاک، هیروین او کرسټال چې بیې یې لوړې دي له دغو ولایتونو څخه نورو هېوادونو ته قاچاق کیږي نو راکړه ورکړه يې هم په پاکستانيو کلدارو تر سره کیږي، او بیا د یادو نشه يي توکو څخه تر لاسه شوې پیسې په ولایتونو کې په نورو کاروبارونو کې لګول کیږي.»

د افغانستان په سویل کې یوازینی ولایت ارزګان دی چې هلته ځایي طالب چارواکو د تېرو دوو میاشتو راهیسې د کلدارو د راکړيګې ورکړې د مخنیوي په موخه یو لړ بندیزونه لګولي دي. خو لاهم ځایي خلک دغه بندیزونه جدي نه ګڼي.

د ارزګان ځایی چارواکو د پنج شنبې په ورځ د ( وږي ۳مه) رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې یې هغه کسان نیولي، چې په کلدارو یې راکړه ورکړه کوله:«څلور هغه کسان مو نیولي، چې د افغانیو پر ځای یې په کلدارو توکي پلورل او د نیول شویو کسانو سره به قانوني چلند کېږي.»

تر دې وړاندې هم په ارزګان کې ځايي طالب چارواکو لسګونه هغه هټۍ تړلې وې، چې د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې یې راکړه ورکړه په کلدارو کوله.

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ۵۰ اوریزه دویمه لوبه پاکستان وګټله

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۴۰ GMT+۱

د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ د سوپر کولا جام د یوې ورځینۍ لوبلړۍ په دویمه لوبه کې یو ځل بیا افغانستان ماته وخوړه.

یاده یوه ورځینۍ لوبه چې نن پنجشنبه په سرېلنکا کې د افغانستان په توپ وهنې پیل شوه، د پاکستان لپاره یې د ۳۰۱ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په پیل کې د پرانیستونکو توپ وهونکو ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز له خوا ۲۲۷ منډې وشوې.

خو پاکستان په ډېر کم توپیر سره د لوبې په وروستي اور د افغانستان له خوا ټاکلی هدف پوره کړ او لوبه یې په خپلې ګټې تمامه کړه.

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان او پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کیږي.

دواړه هېوادونه له دې لوبو د راتلونکي اسیا جام لپاره، چې د روانې میاشتې په پای کې په سرېلنکا کې کیږي د چمتووالي په موخه کار اخلي.

د یادونې وړ ده، چې د پنځوس اوریزو لوبو په دغې لړۍ کې لومړۍ لوبه هم پاکستان له افغانستان څخه په ډېر لوړ توپیر ګټلې وه.

درې افغانې محصلینې عربي اماراتو ته د زده کړو په موخه ورسېدې

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۴۵ GMT+۱

د الحبتور خیریه بنسټ رییس وايي، چې درې افغانې نجونې نن پنجشنبه دوبۍ ته رسېدلي او ډېر ژر به په خپلو زده کړو پیل وکړي.

د متحده عربي اماراتو د الحبتور خیریه بنسټ له خوا نېږدې سلو افغانو جونو ته په اماراتو کې د زده کړو زمینه برابره شوې وه، خو د تېرې چهارشنبې په ورځ طالبانو د دغو نجونو د سفر مخه ونیوله.
عرب میلیاردر خلف بن احمد الحبتور ویلي، چې درې نجونې دوبۍ ته ور سېدلي او ډېر ژر به خپلو زده کړو پیل وکړي، نوموړي تېره ورځ (چهارشنبه) په یوه ویډیويي پیغام کې افغانو نجونو ته یې د زدکړو زمینه برابره کړې وه؛ خو طالبانو له افغانستان څخه د وتلو اجازه ورنه کړه.

الحبتور د طالبانو دا ګام یوه تراژیدي او پر انسانیت، زدکړو، برابرۍ او عدالت ګوزار بولي او له ښکېلو لورو غواړي چې د دې نجونو «د ژغورلو هڅې وکړي.»

دغې پېښې په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي؛ خو طالبانو تراوسه په دې اړه چې ولې یې ددغو نجونو زده کوونکو د سفر مخه نیولې رسنیو ته څه نه دي ویلي.