• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیرخان متقي د ایران بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ور کړه چې کابل ته سفر وکړي

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي حسین امیرعبداللهیان ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په وینا عبداللهیان له متقي سره په ټلیفوني خبرو کې د ایراني عکاس خوشې کیدو ته په اشارې سره د ځینو پخوانیو مطرح شویو مسائلو د هواري غوښتنه وکړه.

ښاغلي متقي د شنبې په ورځ په دې ټلیفوني خبرو کې ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د ځینو ستونزو د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو پسې د سرحدي شخړو ترڅنګ، ایراني چارواکو په پرله پسې ډول طالبان تورن کړي چې د هلمند سیند د اوبو د بهیر مخه یې له ایران اړولې او په ځینو مواردو کې یې هغوی ته ګواښونه کړي دي.

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې امیر عبداللهیان په دې ټلیفونی خبرو کې یو ځل بیا له هلمند سیند څخه د ایران د حقابې پر برابرولو ټینګار کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر کجکي بند ته د ایران د تخنیکي ټیم سفر ته په اشارې ویلي، دغه سفر د ۱۳۵۱لمریز کال د موافقې پر اساس شوی او اسلامي جمهوریت د دغه ټیم تخنیکي راپور ته په تمه دی. عبداللهیان ټینګار وکړ چې «موږ به د هلمند د حقابې د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: «موږ د افغانستان اړوندو چارواکو ته یې په واضح ډول ویلي چې زموږ تخنیکي او متخصص ټیم د کجکي بند له سرچیندې او د سیند له بهیرڅخه لیدنه ونه کړي او تخنیکي راپور ور نه کړي چې هلته وچکالي شته، بل څه زموږ لپاره معیار نه شي کیدلی او زه هیله من یم چې ژر تر ژره دا راپور ترلاسه کړم».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په پروان ولایت کې طالب محتسبانو په ودونو کې د موسیقۍ مخه نیولې ده

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي، ولایتي محتسبانو یې په پروان ولایت کې د ودونو د محفلونو په څارلو سره د موسیقۍ د خپرېدو مخه نیولې او هغه یې «حرام» ګڼلې ده. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د موسیقۍ اورېدل «د ځوانانو اخلاقو ته تاوان» رسوي.

طالبان د موسیقۍ اورېدل "حرام" ګڼي او په تېرو دوو کلونو کې د دغې ډلې محتسبانو په ډېرو مواردو کې خلک د موسیقۍ له غږولو او اورېدلو منع کړي دي.

په تېرو میاشتو کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې طالبانو د موسیقۍ وسایل مات کړي او یو شمېر ځایي هنرمندان یې نیولي او ځورولي دي.

د طالبانو امر بالمعروف و نهې له منکر وزارت د روان کال د سرطان په ۲۷مه نېټه اعلان وکړ، چې د کابل په ګډون یې په یو شمېر ولایتونو کې د موسیقۍ وسایل راټول کړي او سوځولي دي.

طالبانو د بامیان بند امیر ملي پارک ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزیر د شنبې په ورځ وویل، ښځې تر دې وروسته نه شي کولی چې په بامیان ولایت کې بند امیر ملي پارک ته سفر وکړي. خو د بامیان لپاره د طالبانو د والي ویاند وایي، «دا بندیزونه یوازې د بې حجابه ښځو لپاره دي».

محمد خالد حنفي په خپله وینا کې بند امیر ملي پارک ته د ښځو په ورتګ بندیز په شفاهي ډول اعلان کړ. نوموړي د دغه بنديز لامل دغه بند ته د تګ پر مهال د ښځو " بې حجابي" وبلله.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، ښځې دې سیاحت وکړي، «خو سیاحت نه فرض دی او نه هم واجب».

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزیر، د دې بندیز په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي.

د نومړي له وینا وروسته، د افغانستان کورنیو رسنیو دې ملي پارک ته د ښځو پر تګ د بشپړ بندیز خبر خپور کړی.

خو په بامیان کې د طالبانو د والي ویاند صبور فرزان سیغاني افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د امیربند ته د تګ بندیز یوازې پر«بې حجابه ښځو» پلی کیږي.

ښاغلي سیغاني افغانستان انټرنشنل ته په استولي پیغام کې ویلي، طالب ځواکونه به امیر بند ته د «بې حجابه ښځو» د ننوتلو مخه ونیسي، خو د دې ډلې په نظر «حجابي ښځې» امیر بند ته تللی شي.

د قطر لومړی وزیر: د افغانستان د راتلونکي لپاره کومه روښانه لار نقشه نشته

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۵۲ GMT+۱

د قطر لومړی وزیر وايي، له افغانستانه د امریکا له وتلو او د طالبانو په واکمنیدو پسې د دغه هېواد د راتلونکي لپاره کومه روښانه لار نقشه نشته. محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وايي، که هېوادونه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره نامنظمه هڅه کوي، هېڅ پرمختګ به ترلاسه نه شي.

نوموړي د جمعې په ورځ -د وږی دریمه- په سینګاپور کې یوه پروګرام ته وویل، چې نړیوالې ټولنې باید له پیل څخه دا چې تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې څه پېښ شول او د خلکو انديښنو ته په کتو سره یې یوه رښتیني پخلاینه رامنځ ته کړې وای.

له دې سره شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وړاندیز وکړ چې د افغانستان په اړه خبرې باید تر هغه دوام وکړي چې د دغه هېواد ستونزو ته د حل لاره نه وي موندل شوې.

د قطر لومړي وزیر په افغانستان کې د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ ته په اشارې سره خبرداری ورکړ، که اوسنی وضعیت همداسې دوام ومومي، د افغانستان راتلونکی به له ټولنیز او اقتصادي اړخه زیانمن کړي.

د قطر لومړي وزير د روان کال د غویي په ۲۲مه له افغانستان څخه ليدنه وکړه او کندهار ته ولاړ.

رویټرز خبري اژانس د غبرګولي په میاشت کې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د طالبانو له مشر ملاهبت الله اخندزاده سره لیدلي دي.

له افغانستانه د امریکا تر وتلو پورې، قطر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه و.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له نسکوریدو وروسته د ۱۴۰۰لمریز کال د لړم په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اعلان وکړ، چې قطر منلې ده چې په افغانستان کې به د امریکا د ګټو ساتونکی وي.

څه کم دوه کاله کیږي چې قطر په افغانستان د امریکا د ګټو ساتنه کوي.

طالبان کابل ته د ازبکستان د ۳۰ کسیز سوداګریز پلاوي د رسېدو خبر ور کوي

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د طالبانو صنعت او تجارت وزارت وايي، د ازبکستان د صنعت او تجارت وزارت د لومړي مرستیال ناظم جان خالمرادوف په مشرۍ دېرش کسیز پلاوی نن کابل ته ورسېد. ټاکلې ده چې دا پلاوی په خپل دوه ورځني سفر کې له طالب چارواکو او له افغان سوداګرو سره وویني.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي، د ازبکستان دا پلاوی د خپلمنځي سوداګریزو اړیکو د پیاوړي کولو لپاره کابل ته راغلی دی.

طالبان وايي، ازبکستان له افغانستان سره د برېښنا، ټیکنالوجۍ او خوراکتوکو په برخه کې همکارۍ ته تیار دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره ازبکستان له افغانستان سره سوداګریز اړیکي ساتلي او کله کله د دواړو لورو پلاوي کابل او تشکند ته تګ راتګ کوي.

تر دې مخکې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې په نړیوالو معیارونو د برابرو درملو د واردولو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره له ازبک چارواکو سره خبرې درلودې.

په تېر مارچ یا د وري لومړیو کې هم د ازبکستان د ملي امنیت شورا د سلاکار عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ حکومتي پلاوی کابل ته تللی و.

دغه پلاوي د ملا برادر په ګډون له مختلفو طالب چارواکو سره پر اقتصادي او ټرانزیتي مسلو سربېره پر پټلۍ، برېښنا او قوش تېپې کانال خبرې درلودې.

حال وش خبري کانال: ایرانی بلوڅ عالم افغانستان ته شړل شوی دی

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۵۷ GMT+۱

حال‌ وش چې د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي، راپور ور کوي چې د ایران سني روحاني احمد علي براهوي تېره سې شنبه افغانستان ته شړل شوی دی. دغه بلوڅ روحاني تېره میاشت کله چې د یو خپلوان د وضعیت د معلومولو لپاره الغدیر کمپ ته تللی و نیول شوی و.

حال‌وش هغه د مولوي احمد براهوي په نوم یاد کړی او وايي چې ۲۸ کلن او د سیستان د خاش د نیلګون کلي اوسیدونکی او د سراوان علمیه حوزه کې مدرس دی.

د حال وش سرچېنو ویلي چې نوموړي د ۱۴۰۲ کال د زمري په نهمه نېټه کله چې د خپلې کورنۍ د یو غړي د احوال اخیستو لپاره د الغدیر کمپ ته تللی و نېول شوی او یو نامعلوم لوري ته وړل شویدی.

دغې رسنۍ لیکلي چې د نوموړي له نېول کېدو وروسته د هغه کورنۍ د هغه له حاله خبره نه وه او نه یې ترېڅه معلومات لرل.

حال‌وش راپور ورکړی چې له دې وړاندې مولوي عبدالعزیز عمرزهي، مولوي رضا رخشاني او مولوي عبدارووف رخشاني هغه درې تنه نېول شوي استادان وو چې د غبرګولي په دریمه او شپږمه نېټه افغانستان ته شړل شوي وو.

دغې سیمه ییزې رسنۍ د بلوڅ فعالانو له خولې لیکلي د دغو درې تنو نیولو موخه د مکي مسجد پر ملایانو، په تېرهپر مولوي عبدالحمید فشار راوړل ديچې پر حکومت یېد انتقادي خطبو له ویلو منع کړي.