• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د بامیان بند امیر ملي پارک ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزیر د شنبې په ورځ وویل، ښځې تر دې وروسته نه شي کولی چې په بامیان ولایت کې بند امیر ملي پارک ته سفر وکړي. خو د بامیان لپاره د طالبانو د والي ویاند وایي، «دا بندیزونه یوازې د بې حجابه ښځو لپاره دي».

محمد خالد حنفي په خپله وینا کې بند امیر ملي پارک ته د ښځو په ورتګ بندیز په شفاهي ډول اعلان کړ. نوموړي د دغه بنديز لامل دغه بند ته د تګ پر مهال د ښځو " بې حجابي" وبلله.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، ښځې دې سیاحت وکړي، «خو سیاحت نه فرض دی او نه هم واجب».

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزیر، د دې بندیز په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي.

د نومړي له وینا وروسته، د افغانستان کورنیو رسنیو دې ملي پارک ته د ښځو پر تګ د بشپړ بندیز خبر خپور کړی.

خو په بامیان کې د طالبانو د والي ویاند صبور فرزان سیغاني افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د امیربند ته د تګ بندیز یوازې پر«بې حجابه ښځو» پلی کیږي.

ښاغلي سیغاني افغانستان انټرنشنل ته په استولي پیغام کې ویلي، طالب ځواکونه به امیر بند ته د «بې حجابه ښځو» د ننوتلو مخه ونیسي، خو د دې ډلې په نظر «حجابي ښځې» امیر بند ته تللی شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د قطر لومړی وزیر: د افغانستان د راتلونکي لپاره کومه روښانه لار نقشه نشته

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۵۲ GMT+۱

د قطر لومړی وزیر وايي، له افغانستانه د امریکا له وتلو او د طالبانو په واکمنیدو پسې د دغه هېواد د راتلونکي لپاره کومه روښانه لار نقشه نشته. محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وايي، که هېوادونه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره نامنظمه هڅه کوي، هېڅ پرمختګ به ترلاسه نه شي.

نوموړي د جمعې په ورځ -د وږی دریمه- په سینګاپور کې یوه پروګرام ته وویل، چې نړیوالې ټولنې باید له پیل څخه دا چې تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې څه پېښ شول او د خلکو انديښنو ته په کتو سره یې یوه رښتیني پخلاینه رامنځ ته کړې وای.

له دې سره شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وړاندیز وکړ چې د افغانستان په اړه خبرې باید تر هغه دوام وکړي چې د دغه هېواد ستونزو ته د حل لاره نه وي موندل شوې.

د قطر لومړي وزیر په افغانستان کې د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ ته په اشارې سره خبرداری ورکړ، که اوسنی وضعیت همداسې دوام ومومي، د افغانستان راتلونکی به له ټولنیز او اقتصادي اړخه زیانمن کړي.

د قطر لومړي وزير د روان کال د غویي په ۲۲مه له افغانستان څخه ليدنه وکړه او کندهار ته ولاړ.

رویټرز خبري اژانس د غبرګولي په میاشت کې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د طالبانو له مشر ملاهبت الله اخندزاده سره لیدلي دي.

له افغانستانه د امریکا تر وتلو پورې، قطر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه و.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له نسکوریدو وروسته د ۱۴۰۰لمریز کال د لړم په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اعلان وکړ، چې قطر منلې ده چې په افغانستان کې به د امریکا د ګټو ساتونکی وي.

څه کم دوه کاله کیږي چې قطر په افغانستان د امریکا د ګټو ساتنه کوي.

طالبان کابل ته د ازبکستان د ۳۰ کسیز سوداګریز پلاوي د رسېدو خبر ور کوي

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د طالبانو صنعت او تجارت وزارت وايي، د ازبکستان د صنعت او تجارت وزارت د لومړي مرستیال ناظم جان خالمرادوف په مشرۍ دېرش کسیز پلاوی نن کابل ته ورسېد. ټاکلې ده چې دا پلاوی په خپل دوه ورځني سفر کې له طالب چارواکو او له افغان سوداګرو سره وویني.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي، د ازبکستان دا پلاوی د خپلمنځي سوداګریزو اړیکو د پیاوړي کولو لپاره کابل ته راغلی دی.

طالبان وايي، ازبکستان له افغانستان سره د برېښنا، ټیکنالوجۍ او خوراکتوکو په برخه کې همکارۍ ته تیار دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره ازبکستان له افغانستان سره سوداګریز اړیکي ساتلي او کله کله د دواړو لورو پلاوي کابل او تشکند ته تګ راتګ کوي.

تر دې مخکې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې په نړیوالو معیارونو د برابرو درملو د واردولو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره له ازبک چارواکو سره خبرې درلودې.

په تېر مارچ یا د وري لومړیو کې هم د ازبکستان د ملي امنیت شورا د سلاکار عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ حکومتي پلاوی کابل ته تللی و.

دغه پلاوي د ملا برادر په ګډون له مختلفو طالب چارواکو سره پر اقتصادي او ټرانزیتي مسلو سربېره پر پټلۍ، برېښنا او قوش تېپې کانال خبرې درلودې.

حال وش خبري کانال: ایرانی بلوڅ عالم افغانستان ته شړل شوی دی

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۵۷ GMT+۱

حال‌ وش چې د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي، راپور ور کوي چې د ایران سني روحاني احمد علي براهوي تېره سې شنبه افغانستان ته شړل شوی دی. دغه بلوڅ روحاني تېره میاشت کله چې د یو خپلوان د وضعیت د معلومولو لپاره الغدیر کمپ ته تللی و نیول شوی و.

حال‌وش هغه د مولوي احمد براهوي په نوم یاد کړی او وايي چې ۲۸ کلن او د سیستان د خاش د نیلګون کلي اوسیدونکی او د سراوان علمیه حوزه کې مدرس دی.

د حال وش سرچېنو ویلي چې نوموړي د ۱۴۰۲ کال د زمري په نهمه نېټه کله چې د خپلې کورنۍ د یو غړي د احوال اخیستو لپاره د الغدیر کمپ ته تللی و نېول شوی او یو نامعلوم لوري ته وړل شویدی.

دغې رسنۍ لیکلي چې د نوموړي له نېول کېدو وروسته د هغه کورنۍ د هغه له حاله خبره نه وه او نه یې ترېڅه معلومات لرل.

حال‌وش راپور ورکړی چې له دې وړاندې مولوي عبدالعزیز عمرزهي، مولوي رضا رخشاني او مولوي عبدارووف رخشاني هغه درې تنه نېول شوي استادان وو چې د غبرګولي په دریمه او شپږمه نېټه افغانستان ته شړل شوي وو.

دغې سیمه ییزې رسنۍ د بلوڅ فعالانو له خولې لیکلي د دغو درې تنو نیولو موخه د مکي مسجد پر ملایانو، په تېرهپر مولوي عبدالحمید فشار راوړل ديچې پر حکومت یېد انتقادي خطبو له ویلو منع کړي.

تسنیم خبري اژانس: عکاس محمد حسین ولایتي تیره شپه طالبانو په کابل کې د ایران سفارت وسپاره

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۱۸ GMT+۱

د تسنیم خبري اژانس عکاس تیره اونۍ ایران ته د تګ پر مهال په کابل هوايي ډګر کې د طالبانو له لوري نیول شوی و او بېګا په کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی دی. طالبانو تر اوسه د دغه ایراني رسنوال د نیولو اوخوشي کولو په تړاو څه نه دي ویلي.

بېګا ناوخته د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان پر خپل ټویټر لیکلې وو:« د تسنیم خبري اژانس عکاس محمد حسین ولایتي د بېرته راستنېدو لپاره ژورې ډیپلوماټیکې او کونسلګرۍ هڅې روانې دي. هیله لرم چې نوموړی به په راتلونکو څو ساعتونو کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوری سفارت ته وسپارل شي.»

تسنیم خبري اژانس وايي، محمد حسین ولایتي تر اوسه هم په کابل کې دی او تمه لري چي ډیر ژر له کابله ایران ته ولاړ شي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون وړمه ورځ د ښاغلي ولایتي نیول وغندل او د هغه د سملاسي خوشي کېدو غوښتنه یې وکړه.

دغه فدراسیون خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې د طالبانو په واکمنېدو پسې افغان رسنۍ د له منځه تلو له خطر او افغان خبریالان له تاوتریخوالي ګواښ او نیولو سره مخ دي.

طالبانو په نږدې تېرو دوو اونیو کې په مختلفو ولایتونو کې تر اتو افغان خبریالان ونیول.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، له طالبانو سره ۱۳ خبریالان بندیان دي.

د امریکا سفارت: د بایډن ادارې افغانانو ته د ځانګړې کډوالۍ ۳۴ زره ویزې ور کړې دي

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۳۰ GMT+۱

په دوحه کې د کابل لپاره د امریکا سفارت وايي، د جو بایډن حکومت د خپل واک له پیل د روان کال تر اګسټ پورې ۳۴۰۰۰ افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې ور کړې. دغه سفارت زیاتوي، واشنګټن له هغو افغانانو سره مرستې ته ژمن دی چې له امریکا سره یې کار کړی.

د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا ایس ای وي هغو افغانانو ته ور کول کیږي چې په افغانستان کې یې د امریکایي پوځیانو او د امریکا له دولتي ادارو سره کار کړی وي.

په تېرو دوه کلونو کې له افغانستانه د امریکا له وتلو او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره واشنګټن د خپلو ګڼ شمېر افغان همکارانو د کډوالۍ لپاره زمینه برابره کړې ده، خو لا هم سلګونه افغانان په افغانستان کې د امریکا د ویزو د تر لاسه کولو انتظار باسي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په کابل کې د دغه هېواد سفارت قطر ته ولیږدول شو او له هغه ځایه د افغانستان اړوند چارې پر مخ بیایي.