• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا سفارت: د بایډن ادارې افغانانو ته د ځانګړې کډوالۍ ۳۴ زره ویزې ور کړې دي

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۱۲ GMT+۱

په دوحه کې د کابل لپاره د امریکا سفارت وايي، د جو بایډن حکومت د خپل واک له پیل د روان کال تر اګسټ پورې ۳۴۰۰۰ افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې ور کړې. دغه سفارت زیاتوي، واشنګټن له هغو افغانانو سره مرستې ته ژمن دی چې له امریکا سره یې کار کړی.

د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا ایس ای وي هغو افغانانو ته ور کول کیږي چې په افغانستان کې یې د امریکایي پوځیانو او د امریکا له دولتي ادارو سره کار کړی وي.

په تېرو دوه کلونو کې له افغانستانه د امریکا له وتلو او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره واشنګټن د خپلو ګڼ شمېر افغان همکارانو د کډوالۍ لپاره زمینه برابره کړې ده، خو لا هم سلګونه افغانان په افغانستان کې د امریکا د ویزو د تر لاسه کولو انتظار باسي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په کابل کې د دغه هېواد سفارت قطر ته ولیږدول شو او له هغه ځایه د افغانستان اړوند چارې پر مخ بیایي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو ته نوی سرخوږی؛ هغه چارواکي چې د جنسي اړیکو له رسوا کېدو وروسته له دندو لرې کېږي

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۲۱ GMT+۱

د هغو و‌‌‌‌‌‌یډېوګانو خپرېدل چې د طالب چارواکو له جنسي اړیکو پرده پورته کوي، دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ته یې نوی سرخوږی جوړ کړی دی. د بدخشان له لاجوردو کانه افغانستان انټرنشنل ته د طالب قوماندان قاري قدیر د لوڅ لغړ تماس ویډیوګانې رسېدلې دي.

د هغو معلوماتو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي، دغه ویډیوګانې طالب چارواکو هم کتلې او له همدې امله یې دغه قوماندان له دندې ګوښه کړیدی.

په دغو ویډیوګانو کې لیدل کیږي قاري قدیر، هغه مهال چې د بدخشان ولایت د کران او منجانو په ولسوالۍ کې د لاجوردو د کان د امنیت دنده لرله، د یوې نجلۍ سره یې پر له پسې ویډیويي اړیکې لرلې او له هغې سره د جنسي مسایلو په تړاو غږېدلی دی.

د دغو وېدیوګانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې یې په یوه کې ښکاري، چې دغه طالب قوماندان په یوه تیلیفوني تماس کې نجلۍ ته خپل جنسي اندامونه ښکاره کوي.

د طالبانو دغه سیمه ییز قوماندان په ویډیو کې له نجلۍ هم غوښتنه کوي چې خپل جنسي غړي ښکاره کړي، خو هغه دې کار ته زړه نه ښه کوي.

افغانستان انټرنشنل هغه شپږ بېلابېلې ویډیوګانې تر لاسه کړې چې اته دقیقې دغه طالب چارواکي له هغې نجلۍ سره د جنسي اړیکو په تړاو غږېدلی دی.

د دغو انځوریزو اړیکو کره وخت او نېټه نه ده معلومه.

افغانستان اینټرنشنل د دغو ویډیوګانو د نا مناسبې منځپانګې له امله نه شي کولای هغه خپرې کړي.

د طالب چارواکو په شخصي وټسپ ګروپو کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې یو شمېر قوماندانانو هم پر دې ویډیوګانو اعتراضونه کړي.

د بدخشان لپاره د طالبانو پخواني والي‌‌‌‌‌‌ او د ۲۱۷ نمبر قول اردو قوماندان امان الدین منصور په یوه غونډه کې، له دولتي موټرو او وسلې د شخصي مقاصدو لپاره پر کار اخیستو هم عتراض کړی و.

هغه ویډیو چې په خواله رسنیو کې خپره شوې ښيي چې د طالبانو د ۲۱۷ نمبرقول اردو قوماندان د بدخشان د خلکو په یوې ولسي غونډه کې وایي چې قاري قدیر «د اسلامي امارت له موټر او وسلې څخه ناسمه ګټه اخلي او له ښځو سره زنا کوي».

د بدخشان پخواني والي په خپله وینا کې ویلي و: «زما لپاره د شرم ځای دی چې که زه د قاري قدیر پر کړنو تاسې ته د دغه لو‌‌‌‌‌‌ډ سپيکر څخه څه ووایم.»

هغه زیاته کړه: «ولله چې هغه د اسلامي امارت له موټر او وسلې څخه په ګټه اخیستنې سره د پردۍ مېرمنې سره زنا کړې او وې‌‌‌‌‌‌ډېو ګانې یې زما او د استخباراتو له مشر سره شته.»

د افغانستان انټرنشنل سرچېنو له بدخشانه ویلي، له هغې وروسته چې د قاري قدیر د جنسي رسوایۍ ویډیوګانې د طالب چارواکو تر منځ لاس په لاس شوې، دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې نوموړی د لاجوردو د کان له امنیتي برخېګوښه کړ.

یو شمېر دغو سرچېنو وویل، قاري قدیر دا مهال په بدخشان کې اوسیږي او ازاد ګرځي.

دا لو مړی ځل نه دی چې د طالب چارواکو جنسي رسوایي د خلکو د ژبو په سر ده او د خلکو په شخصي بنډارونو کې ښکته پورته کیږي.

تر دې وړاندې د زمري په ۲۷ مه افغانستان انټر نشنل د ملا احمد اخند د جنسي اړیکو وېدیو خپره کړې وه چې د کابل په برښنا شرکت کې یې د یوه ساتونکې سره د هغه جنسي اړیکې ښودلې.

طالب چارړاکو د دغې وېدیو په اړه له څه ویلو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړه، خو د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر هغه د کابل برښنا شرکت له مشرتوبه لرې او کندهار ته یې وروبللو.

طالبان په ټوله کې له خلکو سره د جنسي اړیکو په تړاو له سخت تشدد څخه کار اخلي. په داسې حال کې چې د طالبانو د قانون له مخې له واده پرته جنسي اړیکو له امله تورن کسان په دورو وهل کیږي، سنګساریږي او ان تر دې چې د اعدام حکم پرې کیږي.

له دې سره دغه ‌‌‌‌‌‌ډله د خپلو چارواکو سره یوازې له څوکیو او دندو څخه د هغوی په لرې کولو بسنه کوي.

په کابل کې د ایران سفارت: عراق ته تلونکي زیارتي کاروانونه دې کونسلي برخې ته مراجعه وکړي

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۵۷ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت له زیارت کوونکو څخه غوښتي چې د عراق د زیارتي کاروانونو د وېزې له پاره دې، د شنبې له ورځې یا د وږي له څلورمې د دغه سفارت کونسلي برخې ته ورشي.

دغه سفارت زیاته کړې چې د اربعینو وېزه یوازې د دغو کاروانونو له لارې شونې ده.

د ایران سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي «اربعینو ته د دوه ځلي ورتګ ویزې یوازې د هغو زیارتي کاروانونو له لارې شونې دي چې د افغانستان د اطلاعلاتو او فرهنګ وزارت (طالبانو) له خوا تائيد شوي وي.»

دغه سفارت په دې برخه زیات جزئيات نه دي ورکړي.

هر کال زرګونه افغانان د اربعینو (په کربلا کې د امام حسین د وژل کېدلو څلوېښتۍ)‌ په مراسمو کې د برخې اخېستو لپاره عراق ته سفر کوي.

که څه هم چې دغه مراسم په عراق کې لمانځل کیږي خو دغه مراسم د ایران د اسلامي جمهوري دولت د ځواکمنتیا ښودنه هم کوي، په دغو مراسمو کې د ګڼ شمېر زیارت کونکو زرخه اخېستنه، د ایران د اسلامي نظام د غښتلتیا او په سیمه کې د هغه نظام ځواکمنتیا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کوي.

خو د دې ټولو سره، سره د اربعینو ویزې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو افغانانو لپاره یو ښه فرصت ګڼل کیږي چې له دغې لارې له هېواده ووځي او د خپلې ښې راتلونکې لپاره په نورو هېوادونو کې د مېشتېدا هڅه وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، سلګونه زره کسان له دغه هېواده ووتل او زرګونه نور د دې په تمه دي چې څنګه له افغانستانه پښې سپکې کړي.

ملګري ملتونه په بلخ کې د ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو او تولید مرکز جوړوي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ اعلان وکړ چې په بلخ کې به د ښځو لپاره د غالیو اوبدلو او تولید مرکز جوړ کړي. دې ادارې پر ایکس یا پخوانی ټویټر لیکلي، چې دا مرکز د سعودي عربستان د پراختیایي وجهي صندوق په مالي مرسته جوړیږي.

د اوبدلو د دغه مرکز د جوړولو موخه د ښځو لپاره د کار او عاید د یوې سرچینې پیدا کول دي.

تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی و چې ۷۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او بېکاره دي.

دغه سازمان پر ایکس په یوه یادښت کې لیکلي: «د بلخ ولایت د غالۍ اوبدلو په سیمه کې، چې ډېری پخواني کډوال او بې ځایه شوي افغانان اوسېږي، ښځې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره غالۍ اوبدي».

دغه دفتر لیکلي، د بلخ ولایت د غالۍ اوبدلو په سیمه کې، یوه ډله ښځې بېلابېلې غالۍ اوبدي او یوشمېر یې بیا ټول عمر په همدې کار بوختې دي.

۷۱ کلنه کډواله بي بي نیاز، چې له بهر څخه راستنه شوې ده وایي، له لس کلنۍ څخه په دې کار بوخته ده او تل یې له غالۍ اوبدلو سره ژوند کړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو لګول شويو محدودیتونو د ښځو فعالیتونه په کور کې تر کار کولو پورې محدود کړي دي.

د دغې ادارې په وینا، په افغانستان کې د بلخ د غالۍ اوبدلو په سیمه کې د غالۍ اوبدلو او تولید د یوه نوي مرکز په جوړېدو سره به په دې برخه کې د ښځینه کارکوونکو لپاره ښه کاري چاپیریال برابر شي.

سویس بې پاسپورته افغان کډوالو ته ځانګړي پاسپورتونه ورکوي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۳۰ GMT+۱

د سویس د کډوالۍ ادارې پریکړه کړې چې په دې هېواد کې د استوګنې اجازه لرونکو هغو افغان مهاجرینو ته ځانګړي پاسپورتونه ورکړي، چې د طالبانو واکمنېدو سره یې په افغانستان کې پاسپورتونه نه وو ترلاسه کړي او سویس ته کډوال شوي دي. دا پریکړه د محکمې د تېرې میاشتې له حکم وروسته شوې ده.

د کډوالۍ د ادارې ویاند دنیل باخ د سویس راډیو او ټلویزیون ته وویل، هغه پناه غوښتونکي چې په دې حکم کې شاملیږي اوس د بهرنیو سفرونو لپاره د سویس شین پاسپورت ترلاسولی شي.

هغه وويل، دغه پناه غوښتونکي له دې پاسپورتونو سره نږدې ټولو هېوادونو ته سفر کولی شي.

په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته او په هېواد کې د پاسپورتونو پر وېش بندیز لګولو سره، په سویس کې ۳۰ زره افغان پناه غوښتونکو او کډوالو ونه شو کړای چې د سفر معتبر اسناد تر لاسه کړي.

د سویس د کډوالۍ ادارې د ویاند په وینا، نوي مقررات په ټولو هغو افغانانو پلي کیږي چې په سویس کې د اوسیدو اجازه لري.

ښاغلي باخ زیاته کړه، چې پناه غوښتونکي یا هغه کسان چې لنډمهاله استوګنه لري د ښه دلیل په لرلو سره ځانګړی پاسپورت ترلاسولی شي.

بکتاش سیاوش د جرمني ولسمشر ته: په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژنئ

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي بکتاش سیاوش د جرمني له ولسمشر سره په کتنه کې د ښځو په وړاندې د طالبانو له خوا «سیستماتيک تبعیض» ته په اشارې سره له دغه هېواده وغوښتل چې په افغانستان کې «جنسي توپیر» په رسمیت وپيژني. د جرمني ولسمشر هم د طالبانو دوه کلنې کړنې مایوسوونکې بللې دي.

د جرمني ولسمشرۍ ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ -د وږی لومړۍ- د «جلاوطنۍ شپه» په نوم د افغانستان، ترکیې، اوکراین، سریلانکا، سوریې، عراق، ایران او بیلاروس د ځینې جلاوطنه لیکوالو کوربنه وه.

په دې محفل کې، چې بیکتاش سیاوش هم وربلل شوی و، د جرمني ولسمشر ته یې په افغانستان کې د روان وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د «طالبانو د ظلمونو» یادونه وکړه.

بیکتاش سیاوش افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه د جرمني له ولسمشر څخه وغوښتل چې د لومړني هېواد په توګه دې د ښځو په وړاندې د طالبانو «د جنسیتي توپیر جرمونه» په رسمي توګه د «جنسي اپارتاید» په توګه پیژني.

د هغه په خبره، د دې غونډې په څنډه کې د جرمني ولسمشر ده ته د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو د دوه ګوني دریځ په اړه ویلي دي.

ښاغلي شټاین مایر وویل، په نړۍ کې د بشري حقونو ځینې مدافعین د طالبانو په چلند کې د بدلون هیله لري، خو نور بیا غواړي چې پر طالبانو د حساب ورکولو لپاره فشار زیات شي.

خو د جرمني ولسمشر ویلي، چې دغه هېواد د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو کړنې مایوسوونکي او د اندېښنې وړ ګڼي.

د ښځو په وړاندې د طالبانو د سیاستونو له امله، د بشري حقونو سازمانونه او مدافعین په دې باور دي چې دا ډله د "جنسیتي توپیر" تګلار پلې کوي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي خبریال ریچارډ بنټ، د روان کال د غبرګولي په میاشت کې د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې «سخت او سیستماتیک توپیر» د جنسیتي توپیر په توګه ګڼل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې جنسیتي توپیر د طالبانو د ایډیالوژۍ په زړه کې دی.