• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بکتاش سیاوش د جرمني ولسمشر ته: په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژنئ

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي بکتاش سیاوش د جرمني له ولسمشر سره په کتنه کې د ښځو په وړاندې د طالبانو له خوا «سیستماتيک تبعیض» ته په اشارې سره له دغه هېواده وغوښتل چې په افغانستان کې «جنسي توپیر» په رسمیت وپيژني. د جرمني ولسمشر هم د طالبانو دوه کلنې کړنې مایوسوونکې بللې دي.

د جرمني ولسمشرۍ ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ -د وږی لومړۍ- د «جلاوطنۍ شپه» په نوم د افغانستان، ترکیې، اوکراین، سریلانکا، سوریې، عراق، ایران او بیلاروس د ځینې جلاوطنه لیکوالو کوربنه وه.

په دې محفل کې، چې بیکتاش سیاوش هم وربلل شوی و، د جرمني ولسمشر ته یې په افغانستان کې د روان وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د «طالبانو د ظلمونو» یادونه وکړه.

بیکتاش سیاوش افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه د جرمني له ولسمشر څخه وغوښتل چې د لومړني هېواد په توګه دې د ښځو په وړاندې د طالبانو «د جنسیتي توپیر جرمونه» په رسمي توګه د «جنسي اپارتاید» په توګه پیژني.

د هغه په خبره، د دې غونډې په څنډه کې د جرمني ولسمشر ده ته د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو د دوه ګوني دریځ په اړه ویلي دي.

ښاغلي شټاین مایر وویل، په نړۍ کې د بشري حقونو ځینې مدافعین د طالبانو په چلند کې د بدلون هیله لري، خو نور بیا غواړي چې پر طالبانو د حساب ورکولو لپاره فشار زیات شي.

خو د جرمني ولسمشر ویلي، چې دغه هېواد د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو کړنې مایوسوونکي او د اندېښنې وړ ګڼي.

د ښځو په وړاندې د طالبانو د سیاستونو له امله، د بشري حقونو سازمانونه او مدافعین په دې باور دي چې دا ډله د "جنسیتي توپیر" تګلار پلې کوي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي خبریال ریچارډ بنټ، د روان کال د غبرګولي په میاشت کې د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې «سخت او سیستماتیک توپیر» د جنسیتي توپیر په توګه ګڼل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې جنسیتي توپیر د طالبانو د ایډیالوژۍ په زړه کې دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ایران نږدې دوه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۶ GMT+۱

ایراني رسنیو د جمعې په ورځ -د وږی دریمه- د نیمروز سرحد له لارې افغانستان ته د ۱۸۶۷ افغان کډوالو د ستنولو خبر ورکړ. د دغو راپورونو له مخې، دغه کسان د ناقانونه اوسیدو او د پاسپورټونو د وخت د ختمېدو له امله نيول شوي او له ایران اېستل شوي دي.

په ایران کې د زابل د سرحدي غونډ قوماندان پروېز قاسم زاده، تسنیم خبري اژانس ته ویلي، بهرني اتباع باید ایران ته له قانوني لارو داخل شي.

هغه ویلي، چې د ايران د سرحدي ځواکونه به د بې ناقانونه ننوتونکو وګړو سره قاطع چلند وکړي او دا کسان به مسوولو چارواکو ته له سپارل کېدو وروسته له ایران وشړل شي.

ایران په دې وروستیو میاشتو کې د کډوالو د نیولو او شړلو بهیر چټک کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ویلي دي، چې د روان کال په څلورو میاشتو کې څه باندې ۲۲۵ زره افغان کډوال په ایران کې نیول شوي او بیرته افغانستان ته لیږل شوي دي.

روسیې په کریمیا ټاپو کې د حزب التحریر ډلې شپږ غړي ونیول

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۳۲ GMT+۱

د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې د جمعې په ورځ -د وږي دریمه- په کریمیا ټاپو کې «د حزب التحریر نړیوالې ترهګرې ډلې» د شپږو غړو د نیولو اعلان وکړ. روسیه وایي، دغو شپږو کسانو په کریمیا کې د تروريزم ایډیالوژۍ د تبلیغ لپاره کار کاوه او د دې ټاپو مسلمانان یې خپلو لیکو ته جذبول.

د روسیې امنیتي خدماتو ادارې د دغو کسانو د نیولو ویډیو خپره کړې ده. له انځورونو داسې ښکاري چې دا کسان د شپې نیول شوي دي.

د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې یا اېف اېس بي د خبرپاڼې په اساس، دغو نیول شویو کسانو د نړیوال خلافت د جوړولو، د سیکولر ټولنو د بنسټونو د ویجاړولو او په زور د اوسني حکومت د نسکورولو اقدام سره د روسیې د اساسي قانون ضد کړنې ترسره کولې.

لا تر اوسه د نیول شویو کسانو پیژندګلوي او ملیت نه دی اعلان شوی.

د روسیې امنیتي خدماتو اداره وايي، له نیول شویو کسانو سره یوه اندازه بهرنۍ پیسې، د حزب التحریر تبلیغاتي مواد، مخابراتي او الکترونیکي وسایل چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ترې کار اخیستل کیږي هم تر لاسه شوي دي.

د ۲۰۲۳میلادي کال په جنورۍ کې روسیې د کریمیا په ښار کې د حزب التحریر ډلې ۹ غړي په خپلو لیکو کې د مسلمانانو د استخدام په تور ونیول.

د روغتیا نړیوال سازمان: کندهار کې د صحي کمپاین بندېدو سره د پولیو د خپرېدو خطر زیاتېږي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ور کوي چې په کندهار کې د پولیو ضد کور په کور کمپاین په محدودېدو سره په دغه ولایت کې ماشومان په پراخه کچه د پولیو له سخت خطر سره مخ دي. دغه سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په مې میاشت کې د پولیو د بیړنۍ کمیټې د غونډې د وروستي راپور له مخې، روان میلادي کال یوازې په ننګرهار ولایت کې د دغې ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دي.

دغه کمېټه په خپل ۳۶م راپور کې وايي، چې د روان کال په ترڅ کې ۳۲ پېښې ثبت شوې چې یوه په سوېل او بله په بلخ کې ده او نور ټولې د افغانستان په ختیځو سیمو کې دي.

دغه سازمان هیله څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د پولیو د قربانیانو شمېر مخ په کمېدو او د وګړو روغتیايي خوندیتوب په ښه کېدو دی، خو په عین حال کې یې ټینګار کړی، چې په سیمه کې د دغې ناروغۍ د بشپړ کنټرول لپاره پکار ده چې روغتیایي پروګرامونه په منظمه توګه دوام ومومي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېرو وګړو تګ راتګ ته په پام په افغانستان کې له روغتیايي کمپاینونو «شا تګ»په پاکستان کې د ناروغیو د کنټرول پروګرام ته خطر پېښوي.

د دغه نړیوال روغتيايي سازمان د موندنو له مخې، د افغانستان په سوېل کې د پولیو واکسین په نه پلي کیدو سره به په دغو سیمو کې د دې ناروغۍ خطر زیات شي.

طالبان وايي په کابل او ولایتونو کې یې لسګونه کوډګر ونیول

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي، په کابل او ولایتونو کې یې په تېرو دوو اونیو کې لسګونه کوډګر نیولي دي. دا وزارت په کابل کې د داسې کوډګر د نیولو ادعا کوي چې په وینا یې «د لسګونو کورنیو په منځ کې یې نفاق اچولی و.»

طالبان د جمعې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره وايي، دغه کوډګر یې د کابل شپږمه ناحیه کې نیولی دی.

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي، چې کوډې او جادو په اسلام کې ناروا دي.

دغه وزارت نږدې دوه اونۍ مخکې په کابل او ولایتونو کې خپلو کارمنانو ته لارښوونه وکړه چې کوډګر ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د هند لومړي وزیر د چین له ولسمشر سره لیدنه کې پر سرحدي جنجال اندېښنه وښوده

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د هند لومړي وزیر نرېندر مودي، د برېکس سرمشریزې په څنډه کې، د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره لیدنه کې د خپلمنځي سرحد په هکله د نوي ډېلي اندېښنه وښوده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال واني کواترا وايي، مودي او شي جين پينګ پرون – د وږي ۲- په دې سلا شول چې اړوند چارواکو ته لارښوونه وکړي چې د جنجال او تاوتریخوالي کمولو هڅې ګړندۍ کړي.

ښاغلی کواترا وايي، مودي د حقیقي کنټرول کرښې په اوږدو کې د نا حل شویو مسلو په هکله شي ته خپلې اندېشنې په ډاګه کړې.

د هغه په خبره، نرېندر مودي زیاته کړه: "په سرحدي سیمو کې سوله او ارامتیا او ددې کرښېڅارنه او درناوی د هند او چین اړیکو د نورمالېدو لپاره اړین دي."

په اټومي وسلو د سمبال ګاونډیانو بېجینګ او نوي ډېلي اړیکي له هغه وروسته خراب شول چې د ۲۰۲۰کال په جون کې د د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو همالیا کې پر ګډه پوله تاوتریخوالی وکړ او له امله یې تر ۲۴ پوځیان ووژل شول.

که څه هم پر دې درې زره کیلومتره ګډه پوله تر ډېره حالت ارام دی، خو په څو ځایونو کې لا هم دواړه لوري سره په ټکر کې دي.

دا لومړی ځل دی چې د هند لومړی وزیر نرېندر مودي د چین له ولسمشر سره پر سرحدي کړکېچ مخامخ خبرې کوي او د نوي ډېلي د دریځ تکرار ښيي چې تر دې مخکې یې بیا بیا د وزیرانو په کچه له بېجینګ سره دا مسله یاده کړې ده.