• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه په بلخ کې د ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو او تولید مرکز جوړوي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۴۹ GMT+۱

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ اعلان وکړ چې په بلخ کې به د ښځو لپاره د غالیو اوبدلو او تولید مرکز جوړ کړي. دې ادارې پر ایکس یا پخوانی ټویټر لیکلي، چې دا مرکز د سعودي عربستان د پراختیایي وجهي صندوق په مالي مرسته جوړیږي.

د اوبدلو د دغه مرکز د جوړولو موخه د ښځو لپاره د کار او عاید د یوې سرچینې پیدا کول دي.

تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی و چې ۷۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او بېکاره دي.

دغه سازمان پر ایکس په یوه یادښت کې لیکلي: «د بلخ ولایت د غالۍ اوبدلو په سیمه کې، چې ډېری پخواني کډوال او بې ځایه شوي افغانان اوسېږي، ښځې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره غالۍ اوبدي».

دغه دفتر لیکلي، د بلخ ولایت د غالۍ اوبدلو په سیمه کې، یوه ډله ښځې بېلابېلې غالۍ اوبدي او یوشمېر یې بیا ټول عمر په همدې کار بوختې دي.

۷۱ کلنه کډواله بي بي نیاز، چې له بهر څخه راستنه شوې ده وایي، له لس کلنۍ څخه په دې کار بوخته ده او تل یې له غالۍ اوبدلو سره ژوند کړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو لګول شويو محدودیتونو د ښځو فعالیتونه په کور کې تر کار کولو پورې محدود کړي دي.

د دغې ادارې په وینا، په افغانستان کې د بلخ د غالۍ اوبدلو په سیمه کې د غالۍ اوبدلو او تولید د یوه نوي مرکز په جوړېدو سره به په دې برخه کې د ښځینه کارکوونکو لپاره ښه کاري چاپیریال برابر شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

سویس بې پاسپورته افغان کډوالو ته ځانګړي پاسپورتونه ورکوي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۳۰ GMT+۱

د سویس د کډوالۍ ادارې پریکړه کړې چې په دې هېواد کې د استوګنې اجازه لرونکو هغو افغان مهاجرینو ته ځانګړي پاسپورتونه ورکړي، چې د طالبانو واکمنېدو سره یې په افغانستان کې پاسپورتونه نه وو ترلاسه کړي او سویس ته کډوال شوي دي. دا پریکړه د محکمې د تېرې میاشتې له حکم وروسته شوې ده.

د کډوالۍ د ادارې ویاند دنیل باخ د سویس راډیو او ټلویزیون ته وویل، هغه پناه غوښتونکي چې په دې حکم کې شاملیږي اوس د بهرنیو سفرونو لپاره د سویس شین پاسپورت ترلاسولی شي.

هغه وويل، دغه پناه غوښتونکي له دې پاسپورتونو سره نږدې ټولو هېوادونو ته سفر کولی شي.

په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته او په هېواد کې د پاسپورتونو پر وېش بندیز لګولو سره، په سویس کې ۳۰ زره افغان پناه غوښتونکو او کډوالو ونه شو کړای چې د سفر معتبر اسناد تر لاسه کړي.

د سویس د کډوالۍ ادارې د ویاند په وینا، نوي مقررات په ټولو هغو افغانانو پلي کیږي چې په سویس کې د اوسیدو اجازه لري.

ښاغلي باخ زیاته کړه، چې پناه غوښتونکي یا هغه کسان چې لنډمهاله استوګنه لري د ښه دلیل په لرلو سره ځانګړی پاسپورت ترلاسولی شي.

بکتاش سیاوش د جرمني ولسمشر ته: په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژنئ

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي بکتاش سیاوش د جرمني له ولسمشر سره په کتنه کې د ښځو په وړاندې د طالبانو له خوا «سیستماتيک تبعیض» ته په اشارې سره له دغه هېواده وغوښتل چې په افغانستان کې «جنسي توپیر» په رسمیت وپيژني. د جرمني ولسمشر هم د طالبانو دوه کلنې کړنې مایوسوونکې بللې دي.

د جرمني ولسمشرۍ ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ -د وږی لومړۍ- د «جلاوطنۍ شپه» په نوم د افغانستان، ترکیې، اوکراین، سریلانکا، سوریې، عراق، ایران او بیلاروس د ځینې جلاوطنه لیکوالو کوربنه وه.

په دې محفل کې، چې بیکتاش سیاوش هم وربلل شوی و، د جرمني ولسمشر ته یې په افغانستان کې د روان وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د «طالبانو د ظلمونو» یادونه وکړه.

بیکتاش سیاوش افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه د جرمني له ولسمشر څخه وغوښتل چې د لومړني هېواد په توګه دې د ښځو په وړاندې د طالبانو «د جنسیتي توپیر جرمونه» په رسمي توګه د «جنسي اپارتاید» په توګه پیژني.

د هغه په خبره، د دې غونډې په څنډه کې د جرمني ولسمشر ده ته د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو د دوه ګوني دریځ په اړه ویلي دي.

ښاغلي شټاین مایر وویل، په نړۍ کې د بشري حقونو ځینې مدافعین د طالبانو په چلند کې د بدلون هیله لري، خو نور بیا غواړي چې پر طالبانو د حساب ورکولو لپاره فشار زیات شي.

خو د جرمني ولسمشر ویلي، چې دغه هېواد د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو کړنې مایوسوونکي او د اندېښنې وړ ګڼي.

د ښځو په وړاندې د طالبانو د سیاستونو له امله، د بشري حقونو سازمانونه او مدافعین په دې باور دي چې دا ډله د "جنسیتي توپیر" تګلار پلې کوي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي خبریال ریچارډ بنټ، د روان کال د غبرګولي په میاشت کې د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې «سخت او سیستماتیک توپیر» د جنسیتي توپیر په توګه ګڼل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې جنسیتي توپیر د طالبانو د ایډیالوژۍ په زړه کې دی.

ایران نږدې دوه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۶ GMT+۱

ایراني رسنیو د جمعې په ورځ -د وږی دریمه- د نیمروز سرحد له لارې افغانستان ته د ۱۸۶۷ افغان کډوالو د ستنولو خبر ورکړ. د دغو راپورونو له مخې، دغه کسان د ناقانونه اوسیدو او د پاسپورټونو د وخت د ختمېدو له امله نيول شوي او له ایران اېستل شوي دي.

په ایران کې د زابل د سرحدي غونډ قوماندان پروېز قاسم زاده، تسنیم خبري اژانس ته ویلي، بهرني اتباع باید ایران ته له قانوني لارو داخل شي.

هغه ویلي، چې د ايران د سرحدي ځواکونه به د بې ناقانونه ننوتونکو وګړو سره قاطع چلند وکړي او دا کسان به مسوولو چارواکو ته له سپارل کېدو وروسته له ایران وشړل شي.

ایران په دې وروستیو میاشتو کې د کډوالو د نیولو او شړلو بهیر چټک کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ویلي دي، چې د روان کال په څلورو میاشتو کې څه باندې ۲۲۵ زره افغان کډوال په ایران کې نیول شوي او بیرته افغانستان ته لیږل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: کندهار کې د صحي کمپاین بندېدو سره د پولیو د خپرېدو خطر زیاتېږي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ور کوي چې په کندهار کې د پولیو ضد کور په کور کمپاین په محدودېدو سره په دغه ولایت کې ماشومان په پراخه کچه د پولیو له سخت خطر سره مخ دي. دغه سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په مې میاشت کې د پولیو د بیړنۍ کمیټې د غونډې د وروستي راپور له مخې، روان میلادي کال یوازې په ننګرهار ولایت کې د دغې ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دي.

دغه کمېټه په خپل ۳۶م راپور کې وايي، چې د روان کال په ترڅ کې ۳۲ پېښې ثبت شوې چې یوه په سوېل او بله په بلخ کې ده او نور ټولې د افغانستان په ختیځو سیمو کې دي.

دغه سازمان هیله څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د پولیو د قربانیانو شمېر مخ په کمېدو او د وګړو روغتیايي خوندیتوب په ښه کېدو دی، خو په عین حال کې یې ټینګار کړی، چې په سیمه کې د دغې ناروغۍ د بشپړ کنټرول لپاره پکار ده چې روغتیایي پروګرامونه په منظمه توګه دوام ومومي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېرو وګړو تګ راتګ ته په پام په افغانستان کې له روغتیايي کمپاینونو «شا تګ»په پاکستان کې د ناروغیو د کنټرول پروګرام ته خطر پېښوي.

د دغه نړیوال روغتيايي سازمان د موندنو له مخې، د افغانستان په سوېل کې د پولیو واکسین په نه پلي کیدو سره به په دغو سیمو کې د دې ناروغۍ خطر زیات شي.

طالبان وايي په کابل او ولایتونو کې یې لسګونه کوډګر ونیول

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي، په کابل او ولایتونو کې یې په تېرو دوو اونیو کې لسګونه کوډګر نیولي دي. دا وزارت په کابل کې د داسې کوډګر د نیولو ادعا کوي چې په وینا یې «د لسګونو کورنیو په منځ کې یې نفاق اچولی و.»

طالبان د جمعې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره وايي، دغه کوډګر یې د کابل شپږمه ناحیه کې نیولی دی.

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي، چې کوډې او جادو په اسلام کې ناروا دي.

دغه وزارت نږدې دوه اونۍ مخکې په کابل او ولایتونو کې خپلو کارمنانو ته لارښوونه وکړه چې کوډګر ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.