• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سویس بې پاسپورته افغان کډوالو ته ځانګړي پاسپورتونه ورکوي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۴۴ GMT+۱

د سویس د کډوالۍ ادارې پریکړه کړې چې په دې هېواد کې د استوګنې اجازه لرونکو هغو افغان مهاجرینو ته ځانګړي پاسپورتونه ورکړي، چې د طالبانو واکمنېدو سره یې په افغانستان کې پاسپورتونه نه وو ترلاسه کړي او سویس ته کډوال شوي دي. دا پریکړه د محکمې د تېرې میاشتې له حکم وروسته شوې ده.

د کډوالۍ د ادارې ویاند دنیل باخ د سویس راډیو او ټلویزیون ته وویل، هغه پناه غوښتونکي چې په دې حکم کې شاملیږي اوس د بهرنیو سفرونو لپاره د سویس شین پاسپورت ترلاسولی شي.

هغه وويل، دغه پناه غوښتونکي له دې پاسپورتونو سره نږدې ټولو هېوادونو ته سفر کولی شي.

په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته او په هېواد کې د پاسپورتونو پر وېش بندیز لګولو سره، په سویس کې ۳۰ زره افغان پناه غوښتونکو او کډوالو ونه شو کړای چې د سفر معتبر اسناد تر لاسه کړي.

د سویس د کډوالۍ ادارې د ویاند په وینا، نوي مقررات په ټولو هغو افغانانو پلي کیږي چې په سویس کې د اوسیدو اجازه لري.

ښاغلي باخ زیاته کړه، چې پناه غوښتونکي یا هغه کسان چې لنډمهاله استوګنه لري د ښه دلیل په لرلو سره ځانګړی پاسپورت ترلاسولی شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په بریتانیا کې د پناه غوښتنې په شمېر کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۶ GMT+۱

د بريتانيا حکومت وايي د روان کال د سرطان تر ۹ په دغه هېواد کې د پناه غوښتونکو شمېر یو لک ۷۵ زره ۴۵۷ کسانو ته رسېدلی دی. د بریتانيا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، دې نوي ريکارډ ته په کتو د تېر کال له همدې نېټې تر اوسه په دغه هېواد کې پناه غوښتنه ۴۳ سلنه زیاته شوې ده.

د انفو مایګرنتس په وینا، دا شمېره له ۲۰۱۰ میلادي کال څخه چې بریتانوي چارواکي د پناه غوښتنې شمېر ارزوي، بې ساری ریکارډ دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ارقام دا هم ښیي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د جولای او ۲۰۲۳ میلادي کال د جون میاشتې تر منځ ۴۱ سلنه د پناه غوښتنلیکونه د هغو کسانو دي چې په کښتیو کې له مانش کاناله دغه هېواد ته رسېدلي دي.

د دغو شمېرو له مخې، په دې موده کې ټولټال ۹۷ زره او ۳۰۷ نویو کسانو په برېتانیا کې د پناه غوښتنه کړې چې تر تېر کال ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې شمېرو په اساس، د هانک ګانګ او اوکرایني اتباعو پرته، له البانیایانو وروسته، افغانانو او ایرانیانو تر نورو ډېره په برېتانیا کې پناه غوښتې ده.

بریتانیا ته د پناه غوښتونکو د تګ د محدودولو لپاره لندن اوس هڅه کوي چې د ځینومالي پلانونو په ملاتړ سره دې هیواد ته د مهاجرت سیلاب کم کړي.

روانډا ته د پناه غوښتونکو د ویستلو له پلان سره سره، د ګارډین د جولای میاشتې د راپور له مخې، د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ترکیې پوله ساتو ته ۳.۵ میلیونه یورو ورکړل چې د افغان کډوالو په بیرته ستنولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

همداراز بریتانیاد روان کال په پسرلي کې د یوې موافقې له مخې ژمنه وکړه، چې فرانسې ته به د سمندري پولو د پوځي کنټرول لپاره په څلورو کلونو کې له ۵۰۰ میلیونو ډېرې یورو ورکړي.

بکتاش سیاوش د جرمني ولسمشر ته: په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژنئ

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي بکتاش سیاوش د جرمني له ولسمشر سره په کتنه کې د ښځو په وړاندې د طالبانو له خوا «سیستماتيک تبعیض» ته په اشارې سره له دغه هېواده وغوښتل چې په افغانستان کې «جنسي توپیر» په رسمیت وپيژني. د جرمني ولسمشر هم د طالبانو دوه کلنې کړنې مایوسوونکې بللې دي.

د جرمني ولسمشرۍ ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ -د وږی لومړۍ- د «جلاوطنۍ شپه» په نوم د افغانستان، ترکیې، اوکراین، سریلانکا، سوریې، عراق، ایران او بیلاروس د ځینې جلاوطنه لیکوالو کوربنه وه.

په دې محفل کې، چې بیکتاش سیاوش هم وربلل شوی و، د جرمني ولسمشر ته یې په افغانستان کې د روان وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د «طالبانو د ظلمونو» یادونه وکړه.

بیکتاش سیاوش افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه د جرمني له ولسمشر څخه وغوښتل چې د لومړني هېواد په توګه دې د ښځو په وړاندې د طالبانو «د جنسیتي توپیر جرمونه» په رسمي توګه د «جنسي اپارتاید» په توګه پیژني.

د هغه په خبره، د دې غونډې په څنډه کې د جرمني ولسمشر ده ته د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو د دوه ګوني دریځ په اړه ویلي دي.

ښاغلي شټاین مایر وویل، په نړۍ کې د بشري حقونو ځینې مدافعین د طالبانو په چلند کې د بدلون هیله لري، خو نور بیا غواړي چې پر طالبانو د حساب ورکولو لپاره فشار زیات شي.

خو د جرمني ولسمشر ویلي، چې دغه هېواد د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو کړنې مایوسوونکي او د اندېښنې وړ ګڼي.

د ښځو په وړاندې د طالبانو د سیاستونو له امله، د بشري حقونو سازمانونه او مدافعین په دې باور دي چې دا ډله د "جنسیتي توپیر" تګلار پلې کوي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي خبریال ریچارډ بنټ، د روان کال د غبرګولي په میاشت کې د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې «سخت او سیستماتیک توپیر» د جنسیتي توپیر په توګه ګڼل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې جنسیتي توپیر د طالبانو د ایډیالوژۍ په زړه کې دی.

ایران نږدې دوه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۶ GMT+۱

ایراني رسنیو د جمعې په ورځ -د وږی دریمه- د نیمروز سرحد له لارې افغانستان ته د ۱۸۶۷ افغان کډوالو د ستنولو خبر ورکړ. د دغو راپورونو له مخې، دغه کسان د ناقانونه اوسیدو او د پاسپورټونو د وخت د ختمېدو له امله نيول شوي او له ایران اېستل شوي دي.

په ایران کې د زابل د سرحدي غونډ قوماندان پروېز قاسم زاده، تسنیم خبري اژانس ته ویلي، بهرني اتباع باید ایران ته له قانوني لارو داخل شي.

هغه ویلي، چې د ايران د سرحدي ځواکونه به د بې ناقانونه ننوتونکو وګړو سره قاطع چلند وکړي او دا کسان به مسوولو چارواکو ته له سپارل کېدو وروسته له ایران وشړل شي.

ایران په دې وروستیو میاشتو کې د کډوالو د نیولو او شړلو بهیر چټک کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ویلي دي، چې د روان کال په څلورو میاشتو کې څه باندې ۲۲۵ زره افغان کډوال په ایران کې نیول شوي او بیرته افغانستان ته لیږل شوي دي.

روسیې په کریمیا ټاپو کې د حزب التحریر ډلې شپږ غړي ونیول

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۳۲ GMT+۱

د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې د جمعې په ورځ -د وږي دریمه- په کریمیا ټاپو کې «د حزب التحریر نړیوالې ترهګرې ډلې» د شپږو غړو د نیولو اعلان وکړ. روسیه وایي، دغو شپږو کسانو په کریمیا کې د تروريزم ایډیالوژۍ د تبلیغ لپاره کار کاوه او د دې ټاپو مسلمانان یې خپلو لیکو ته جذبول.

د روسیې امنیتي خدماتو ادارې د دغو کسانو د نیولو ویډیو خپره کړې ده. له انځورونو داسې ښکاري چې دا کسان د شپې نیول شوي دي.

د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې یا اېف اېس بي د خبرپاڼې په اساس، دغو نیول شویو کسانو د نړیوال خلافت د جوړولو، د سیکولر ټولنو د بنسټونو د ویجاړولو او په زور د اوسني حکومت د نسکورولو اقدام سره د روسیې د اساسي قانون ضد کړنې ترسره کولې.

لا تر اوسه د نیول شویو کسانو پیژندګلوي او ملیت نه دی اعلان شوی.

د روسیې امنیتي خدماتو اداره وايي، له نیول شویو کسانو سره یوه اندازه بهرنۍ پیسې، د حزب التحریر تبلیغاتي مواد، مخابراتي او الکترونیکي وسایل چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ترې کار اخیستل کیږي هم تر لاسه شوي دي.

د ۲۰۲۳میلادي کال په جنورۍ کې روسیې د کریمیا په ښار کې د حزب التحریر ډلې ۹ غړي په خپلو لیکو کې د مسلمانانو د استخدام په تور ونیول.

د روغتیا نړیوال سازمان: کندهار کې د صحي کمپاین بندېدو سره د پولیو د خپرېدو خطر زیاتېږي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ور کوي چې په کندهار کې د پولیو ضد کور په کور کمپاین په محدودېدو سره په دغه ولایت کې ماشومان په پراخه کچه د پولیو له سخت خطر سره مخ دي. دغه سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په مې میاشت کې د پولیو د بیړنۍ کمیټې د غونډې د وروستي راپور له مخې، روان میلادي کال یوازې په ننګرهار ولایت کې د دغې ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دي.

دغه کمېټه په خپل ۳۶م راپور کې وايي، چې د روان کال په ترڅ کې ۳۲ پېښې ثبت شوې چې یوه په سوېل او بله په بلخ کې ده او نور ټولې د افغانستان په ختیځو سیمو کې دي.

دغه سازمان هیله څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د پولیو د قربانیانو شمېر مخ په کمېدو او د وګړو روغتیايي خوندیتوب په ښه کېدو دی، خو په عین حال کې یې ټینګار کړی، چې په سیمه کې د دغې ناروغۍ د بشپړ کنټرول لپاره پکار ده چې روغتیایي پروګرامونه په منظمه توګه دوام ومومي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېرو وګړو تګ راتګ ته په پام په افغانستان کې له روغتیايي کمپاینونو «شا تګ»په پاکستان کې د ناروغیو د کنټرول پروګرام ته خطر پېښوي.

د دغه نړیوال روغتيايي سازمان د موندنو له مخې، د افغانستان په سوېل کې د پولیو واکسین په نه پلي کیدو سره به په دغو سیمو کې د دې ناروغۍ خطر زیات شي.