• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بریتانیا کې د پناه غوښتنې په شمېر کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د بريتانيا حکومت وايي د روان کال د سرطان تر ۹ په دغه هېواد کې د پناه غوښتونکو شمېر یو لک ۷۵ زره ۴۵۷ کسانو ته رسېدلی دی. د بریتانيا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، دې نوي ريکارډ ته په کتو د تېر کال له همدې نېټې تر اوسه په دغه هېواد کې پناه غوښتنه ۴۳ سلنه زیاته شوې ده.

د انفو مایګرنتس په وینا، دا شمېره له ۲۰۱۰ میلادي کال څخه چې بریتانوي چارواکي د پناه غوښتنې شمېر ارزوي، بې ساری ریکارډ دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ارقام دا هم ښیي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د جولای او ۲۰۲۳ میلادي کال د جون میاشتې تر منځ ۴۱ سلنه د پناه غوښتنلیکونه د هغو کسانو دي چې په کښتیو کې له مانش کاناله دغه هېواد ته رسېدلي دي.

د دغو شمېرو له مخې، په دې موده کې ټولټال ۹۷ زره او ۳۰۷ نویو کسانو په برېتانیا کې د پناه غوښتنه کړې چې تر تېر کال ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې شمېرو په اساس، د هانک ګانګ او اوکرایني اتباعو پرته، له البانیایانو وروسته، افغانانو او ایرانیانو تر نورو ډېره په برېتانیا کې پناه غوښتې ده.

بریتانیا ته د پناه غوښتونکو د تګ د محدودولو لپاره لندن اوس هڅه کوي چې د ځینومالي پلانونو په ملاتړ سره دې هیواد ته د مهاجرت سیلاب کم کړي.

روانډا ته د پناه غوښتونکو د ویستلو له پلان سره سره، د ګارډین د جولای میاشتې د راپور له مخې، د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ترکیې پوله ساتو ته ۳.۵ میلیونه یورو ورکړل چې د افغان کډوالو په بیرته ستنولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

همداراز بریتانیاد روان کال په پسرلي کې د یوې موافقې له مخې ژمنه وکړه، چې فرانسې ته به د سمندري پولو د پوځي کنټرول لپاره په څلورو کلونو کې له ۵۰۰ میلیونو ډېرې یورو ورکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

بکتاش سیاوش د جرمني ولسمشر ته: په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژنئ

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي بکتاش سیاوش د جرمني له ولسمشر سره په کتنه کې د ښځو په وړاندې د طالبانو له خوا «سیستماتيک تبعیض» ته په اشارې سره له دغه هېواده وغوښتل چې په افغانستان کې «جنسي توپیر» په رسمیت وپيژني. د جرمني ولسمشر هم د طالبانو دوه کلنې کړنې مایوسوونکې بللې دي.

د جرمني ولسمشرۍ ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ -د وږی لومړۍ- د «جلاوطنۍ شپه» په نوم د افغانستان، ترکیې، اوکراین، سریلانکا، سوریې، عراق، ایران او بیلاروس د ځینې جلاوطنه لیکوالو کوربنه وه.

په دې محفل کې، چې بیکتاش سیاوش هم وربلل شوی و، د جرمني ولسمشر ته یې په افغانستان کې د روان وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د «طالبانو د ظلمونو» یادونه وکړه.

بیکتاش سیاوش افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه د جرمني له ولسمشر څخه وغوښتل چې د لومړني هېواد په توګه دې د ښځو په وړاندې د طالبانو «د جنسیتي توپیر جرمونه» په رسمي توګه د «جنسي اپارتاید» په توګه پیژني.

د هغه په خبره، د دې غونډې په څنډه کې د جرمني ولسمشر ده ته د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو د دوه ګوني دریځ په اړه ویلي دي.

ښاغلي شټاین مایر وویل، په نړۍ کې د بشري حقونو ځینې مدافعین د طالبانو په چلند کې د بدلون هیله لري، خو نور بیا غواړي چې پر طالبانو د حساب ورکولو لپاره فشار زیات شي.

خو د جرمني ولسمشر ویلي، چې دغه هېواد د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو کړنې مایوسوونکي او د اندېښنې وړ ګڼي.

د ښځو په وړاندې د طالبانو د سیاستونو له امله، د بشري حقونو سازمانونه او مدافعین په دې باور دي چې دا ډله د "جنسیتي توپیر" تګلار پلې کوي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي خبریال ریچارډ بنټ، د روان کال د غبرګولي په میاشت کې د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې «سخت او سیستماتیک توپیر» د جنسیتي توپیر په توګه ګڼل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې جنسیتي توپیر د طالبانو د ایډیالوژۍ په زړه کې دی.

روسیې په کریمیا ټاپو کې د حزب التحریر ډلې شپږ غړي ونیول

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۳۲ GMT+۱

د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې د جمعې په ورځ -د وږي دریمه- په کریمیا ټاپو کې «د حزب التحریر نړیوالې ترهګرې ډلې» د شپږو غړو د نیولو اعلان وکړ. روسیه وایي، دغو شپږو کسانو په کریمیا کې د تروريزم ایډیالوژۍ د تبلیغ لپاره کار کاوه او د دې ټاپو مسلمانان یې خپلو لیکو ته جذبول.

د روسیې امنیتي خدماتو ادارې د دغو کسانو د نیولو ویډیو خپره کړې ده. له انځورونو داسې ښکاري چې دا کسان د شپې نیول شوي دي.

د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې یا اېف اېس بي د خبرپاڼې په اساس، دغو نیول شویو کسانو د نړیوال خلافت د جوړولو، د سیکولر ټولنو د بنسټونو د ویجاړولو او په زور د اوسني حکومت د نسکورولو اقدام سره د روسیې د اساسي قانون ضد کړنې ترسره کولې.

لا تر اوسه د نیول شویو کسانو پیژندګلوي او ملیت نه دی اعلان شوی.

د روسیې امنیتي خدماتو اداره وايي، له نیول شویو کسانو سره یوه اندازه بهرنۍ پیسې، د حزب التحریر تبلیغاتي مواد، مخابراتي او الکترونیکي وسایل چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ترې کار اخیستل کیږي هم تر لاسه شوي دي.

د ۲۰۲۳میلادي کال په جنورۍ کې روسیې د کریمیا په ښار کې د حزب التحریر ډلې ۹ غړي په خپلو لیکو کې د مسلمانانو د استخدام په تور ونیول.

د هند لومړي وزیر د چین له ولسمشر سره لیدنه کې پر سرحدي جنجال اندېښنه وښوده

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د هند لومړي وزیر نرېندر مودي، د برېکس سرمشریزې په څنډه کې، د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره لیدنه کې د خپلمنځي سرحد په هکله د نوي ډېلي اندېښنه وښوده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال واني کواترا وايي، مودي او شي جين پينګ پرون – د وږي ۲- په دې سلا شول چې اړوند چارواکو ته لارښوونه وکړي چې د جنجال او تاوتریخوالي کمولو هڅې ګړندۍ کړي.

ښاغلی کواترا وايي، مودي د حقیقي کنټرول کرښې په اوږدو کې د نا حل شویو مسلو په هکله شي ته خپلې اندېشنې په ډاګه کړې.

د هغه په خبره، نرېندر مودي زیاته کړه: "په سرحدي سیمو کې سوله او ارامتیا او ددې کرښېڅارنه او درناوی د هند او چین اړیکو د نورمالېدو لپاره اړین دي."

په اټومي وسلو د سمبال ګاونډیانو بېجینګ او نوي ډېلي اړیکي له هغه وروسته خراب شول چې د ۲۰۲۰کال په جون کې د د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو همالیا کې پر ګډه پوله تاوتریخوالی وکړ او له امله یې تر ۲۴ پوځیان ووژل شول.

که څه هم پر دې درې زره کیلومتره ګډه پوله تر ډېره حالت ارام دی، خو په څو ځایونو کې لا هم دواړه لوري سره په ټکر کې دي.

دا لومړی ځل دی چې د هند لومړی وزیر نرېندر مودي د چین له ولسمشر سره پر سرحدي کړکېچ مخامخ خبرې کوي او د نوي ډېلي د دریځ تکرار ښيي چې تر دې مخکې یې بیا بیا د وزیرانو په کچه له بېجینګ سره دا مسله یاده کړې ده.

روسیې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جرمني او جاپان له دایمي غړیتوب سره مخالفت وکړ

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۰۷ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، چې جرمني او جاپان د امریکا د غوښتنو پر بنسټ عمل کوي. نوموړي په ​​سویلي افریقا کې د برېکس سرمشریزې غونډې په څنډه کې وویل، چې په امنیت شورا کې د جرمني او جاپان دایمي غړیتوب "بې انصافي زیاتوي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، برلین او ټوکیو د نورو لویدیځو هېوادونو په څېر "د واشنګټن اطاعت کوونکي دي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه راپور له مخې سرګي لاوروف ویلي، چې جرمني او جاپان د امنیت شورا بحثونو ته کومه نوې موضوع نه راوړي.

سرګي لاوروف تر دې مخکې ویلي وو، چې مسکو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د اسیایي، افریقایي او لاتیني امریکا د هېوادونو د غړیتوب د پراخولو په لټه کې دی.

روسیه، چین، فرانسه، برېټانیا او امریکا د امنیت شورا پنځه دایمي غړي هېوادونه دي.

موټر پلورونکي: د برېښنایي موټرو د پېرودونکو کچه کمه شوې ده

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۱۲ GMT+۱

په امریکا کې د موټر پلورنځیو یوه پلورونکي بېزنس انسایډر وېبسایټ ته ویلي، چې د برېښنايي موټرو د پېرلو کچه کمه شوې ده. دوی د موټرو له شرکتونو څخه د نويو فرمایشونو اخیستل بند کړي دي. لوړه بیه او د چارج سټېشنونو کموالي د پېرودلو لېوالتیا کمه کړې ده.

د موټرو شرکتونو په پراخه پانګونې سره د برېښنایي موټرو د تولیدولو وړتیا زیاته کړې ده.
اوس د موټر جوړولو صنعت د برېښنایي موټرو د لوړې غوښتنې او کمښت له پړاوه د تولید لوړې مرحلې ته رسېدلی دی.

د موټرو د مشورتي شرکت یوه مرستیال سام فیوراني انسایډر بېزنس ته وویل، چې برېښنایي موټرونه د تېلو موټرو پرتله لږ تر لږه 10,000 ډالر ګران دي.

هغه زیاته کړه، چې پېرودونکي په اوږدو لارو کې د چارج سټېشنونو په نه موندلو اندېښمن دي او دغو دوو لاملونو د پېرېدونکو شمېر کم کړی دی.

د برېښنایي موټرو د پېرېدونکو کمښت د چاپېریال پوهانو لپاره ښه خبر نه دی، ځکه دوی هیله درلوده چې په امریکا کې برېښنایي موټر زیات شي.

اوس مهال په دغه هېواد کې د موټرو خرڅلاو د ټول بازار شپږ سلنه برېښنايي موټر جوړوي.

موټر پلورونکو انسایډر بېزنس ته وویل، چې د دغو موټرو د تولید په کچه بازارونه نه شته چې په پایله کې یې د پلورنځیو پوړونه د پلور لپاره د برېښنایی موټرو څخه ډک دي، نو ځکه دوی د نورو برېښنایي موټرو له اخیستو ډډه کوي.