• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېرو دوو ورځو کې د پاکستان له زندانونو، څلوېښت خوشې شوي افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د کډوالو چارو وزارت په اېکس (ټوېټر) کې د یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په تېرو دوو ورځو کې څلوېښت کسان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

د تورخم د کډوالو چارو مشر د مالوماتو له مخې، دغه کسانو له يوې مياشتې څخه تر شپږو مياشتو پورې په زندانونو کې تېرې کړې دي.

د سرچينې په خبره، دغه کسان تر ثبت او راجستر وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د کډوالو نړۍوال سازمان ته هم ورپېژندل شوي دي.

دغو کسانو ته تر ستنېدو وروسته، د ناروې د کډوالو ټولنې له لورې د حقوقي مسايلو او د ډنمارک د کډوالو ټولنې له‌خوا د چاودېدونکو توکو په اړه هم پوهاوی ورکړل شوی دی.

په دې وروستیو کې له ایران څخه هم ډېر شمېر کډوال د ستونزو او د کوربه هېواد د ځورونو له امله بېرته هېواد ته ستانه شوي او یا هم په جبري توګه اېستل شوي دي .

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان د ایران او پاکستان په ګډون ځینو ګاونډیو هېوادونو ته په ناقانونه توګه کډوال شوي چې هره ورځ په دغه هېوادونو کې له لسګونو ستونزو سره مخامخ کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د ایراني پلاوي د سفر خبر ورکړ

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په یوه ټوبټ کې لیکلي، چې سرپرست وزیر امیرخان متقي د ایران د ولسي جرګې له ۷ کسیز پلاوي سره د امنیت، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، د قاچاق پر مخنیوي، د پولو د ساتنې او سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات مرستیال ویاند ضياء احمد په وينا، متقي له دغه پلاوي سره په ليدنه کې ویلي دي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته بشپړ امنيت ټينګ شوى او د طالبانو امنیتي ځواکونه توانېدلي چې داعش له منځه یوسي.

متقي زياته کړې چې، په افغانستان کې سراسري امنيت نه يوازې د دغه هېواد په ګټه، بلکې د سيمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه دى.

هغه همداراز ویلي، چې د طالبانو حکومت د نشه‌يي توکو پر وړاندې هم د مبارزې په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي او د تریاکو کښت یې نږدې صفر ته راټیټ کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي دي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په پخوانۍ دوره کې په دغه هېواد کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي وو؛ خو په تېرو شلو کلونو کې په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو شمېر څلور میلیونو ته رسیدلی دی.

هغه زياته کړه، چې طالبانو په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنه پيل کړې او په تېرو څو مياشتو کې د لسګونو زرو روږدو کسانو درملنه شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه هم ویلي، چې افغانستان اوس‌مهال د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په مرکز بدل شوی او افغانستان د ایران د صنعتي توکو لپاره ښه بازار دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، ایراني پلاوي ویلي چې دواړه لوري باید د قاچاق د مخنیوي، د سرحدي ستونزو د مدیریت او د نا مسووله کسانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره سره همکاري وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان سره تېره ورځ ټیلیفوني خبرې وکړې او دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې په ساتنې، د اوبو پر سر د رامنځته شوي کړکېچ د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه کېدو ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ایران د دوو بریدونو شاهد و، چې داعش ډلې یې مسوولیت پر غاړه واخیسته.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په شېراز کې د شاه چراغ پر زیارت د وروستي برید عامل هم په افغانستان کې روزل شوی و.

د افغان زده‌کوونکو ډیزاین شوی پوسټر د ستور پېژندنې المپیاد غوره جایزه وګټله

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۳۳ GMT+۱

د "کیهانې" په نوم د اتو افغان نارینه او ښځینه زده‌کونکو له‌خوا ډیزاین شوي پوسټر په پولنډ کې د ستور پېژندنې د ۱۶م المپیاډ د "غوره ډیزاین" جایزه وګټله. په دغه پوسټر کې مات شوی تلسکوب او له وسله‌والو طالبانو څخه یوه وېرېدلې زده‌کوونکې ښودل شوې.

په دغه ډیزاین شوي پوسټر کې د یوې وېرېدلې نجلۍ انځور د یوې ودانۍ په هېنداره کې لیدل کېږي، چې د هغې په تابلو کې لیکل شوي؛ "موازي نړۍ".

دغه پوسټر چې د شپږو ښځینه و او دوه نارینه و زده‌کوونکو له‌خوا ډیزاین شوی په داسې حال کې یوه نړۍواله جایزه ترلاسه کوي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د نجونو لپاره د لېسو او منځنیو ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د کیهانې مسوولې امنه کریمیان افغانستان انټرنېشنل ته وویل، چې د دغې ډلې اوو غړو د ویزو د نه ترلاسه کولو له امله په دې پروګرام کې ګډون ونه شو کړای.

د کيهان په فيسبوک پاڼه کې ويل شوي، چې افغانستان له ۱۶ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په دې وتوانېد چې د اخترپېژندنې په نړۍوال المپياډ کې ګډون وکړي.

کریمیان په دې لاسته راوړنې د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، چې د دې ډلې د نورو غړو په شتون کې به یې ممکن مډال هم ترلاسه کړی و .

مېرمن کریمیان د خپلو ګروپي ملګرو د ویزو په نه ترلاسه کولو د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، له ډېرو هڅو سره سره یې ونه شو کړای ویزې ترلاسه کړي.

اغلې کریمیان د افغانستان اړوند د پوسټر په اړه د وضاحت په ترڅ کې وویل، چې د پوسټر له وړاندې کولو وروسته به بېلابېل هېوادونه رایه ورکړي او غوره پوسټر به وټاکل شي.

د دغه پوسټر منځ‌پانګه د افغانستان او په ځانګړې توګه د ښځو له وضعیت سره تړلې وه، له همدې امله د بېلابېلو هېوادونو د استازو د پام وړ ګرځیدلې او ډېرې رایې یې ترلاسه کړې دي.

انس حقاني: د حقاني شبکې په نوم څه نه لرو

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۳۲ GMT+۱

انس حقاني د طالبانو له ډلې څخه د «حقاني شبکې» جلاوالی رد کړ. هغه د برېتانوي ډیپلوماتې د وروستیو خبرو په غبرګون کې چې د حقاني شبکه یې له طالبانو جلا ښودلې، په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې په افغانستان کې د "شبکې" په نوم هېڅ شی نشته، بلکې "یو نظام او یو مشر" دی.

پاکستاني رسنیو په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې د برېتانیوي د عالي کمېشنرې جین میریټ له خولې لیکلي، چې هغې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او د حقاني شبکې په ګډون د نورو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو پر دوام اندېښنه څرګنده کړې ده.

مېرمن میریټ چې پخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ګډې نړۍوالې څانګې مشره وه، وویل چې طالبانو په افغانستان کې امنیت ټينګ کړی او د نشه یي توکو قاچاق کم شوی دی.

دغې برېتانوي ډیپلوماټې چې په افغانستان کې یې هم کار کړی، له افغان طالبانو وغوښتل چې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې ګام پورته کړي.

انس حقاني د شنبې په ورځ د وږي میاشتې په ۴مه نېټه، پرته له دې چې د اغلې میریټ خبرو ته اشاره وکړي لیکلي وو: «هغه کسان چې د هېوادونو او بنسټونو له‌خوا په تور لېست کې دي، اوس د دې خاورې واکمنان او په خپلو خلکو ګران دي.»

انس حقاني د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور دی. سراج الدین حقاني وروسته له هغه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر شو، د امریکا فدرال پولیسو (FBI) د هغه د نیولو په برخه کې د معلوماتو ورکولو په بدل کې انعام له پنځو میلیونو څخه لسو میلیونو ډالرو ته لوړ کړ.

په ۲۰۱۲ کال کې امریکا د حقاني شبکه لا قانونه او یوه ترهګره ډله اعلان کړه. حقاني شبکه په پرلپسې ډول د ملکي وګړو پر ضد په مرګوني بریدونو تورنه ده.

پر افغانستان د طالبانو د بیا کمنېدو وروسته، چې د اګسټ میاشتې وروستۍ ورځې وې، امریکا یو ځل بیا اعلان وکړ چې حقاني شبکه او طالبان دوه جلا ډلې دي.

انس حقاني لیکلي، چې لویدیځې رسنۍ له تېرو دوو لسیزو راهیسې د طالبانو پر ضد تبلیغات کوي او خلک له حقیقته لرې ساتي.

هغه لیکلي، «د مېرمن جین میریټ په څېر سیاست‌وال لاهم د دې تبلیغاتو د لويې پردې تر شا دي او نشي کولای واقعیتونه سم تحلیل او بیا قضاوت کړي.»

انس حقاني تر دې مخکې هم دا خبره رد کړې وه، چې حقاني شبکه له طالبانو جلا ده.

حقاني شبکه

د سراج الدین حقاني پلار جلال الدین حقاني د حقاني شبکې بنسټګر و.

په ۱۳۹۷ ل کال کې د جلال الدین حقاني د مړينې خبره رابرسېره او پخلی يې وشو، هغه د پخوانیو مجاهدینو له ډلې څخه و چې د پخواني شوروي پر وړاندې د جګړې پر مهال یې دغه شبکه جوړه کړه.

جلال الدین وروسته د خپلې شبکې د ساتلو په موخه له طالبانو سره یو ځای شو او د طالبانو په لومړنۍ دوره کې د قومونو او قبایلو وزیر وټاکل شو.

د جلال الدین تر مړینې وروسته د هغه زوی سراج الدین حقاني د حقاني شبکې مشري پر غاړه واخیسته.

سراج الدین حقاني په وروستیو کلونو کې د طالبانو په ډله کې د دې ډلې مرستیال و.

که څه هم انس حقاني لږ تر لږه دوه ځله د طالبانو له ډلې څخه د حقاني شبکې د جلاوالي خبره رد کړې ده؛ خو داسې راپورونه شته چې د حقاني شبکې او طالبانو تر منځ ژور اختلافات تر سترګو کېږي.

دا مهال حقاني شبکه د طالبانو په حکومت کې ټاکونکی رول لوبوي او د کورنیو چارو وزارت په ګډون مهم پوسټونه د دغې شبکې په واک کې دي.

سراج الدین حقاني د طالبانو یو له ځواکمنو غړو څخه دی، چې په دې ډله کې پام وړ اغېز لري.

له افغانستان د پخواني ولسمشر له وتو وروسته د حقاني شبکه لومړنۍ ډله وه، چې کابل ته ننوته او مهمې ادارې یې ونیولې.

جرمني کې افغان فعالانو د ملګرو ملتونو له راپور ورکوونکي غوښتي، چې د افغان ښځو غږ اوچت کړي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۴۶ GMT+۱

په جرمني کې یو شمېر افغان مدني فعالانو د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره په کتنه کې وویل، چې د افغانستان وضعیت د نړۍوالو مسوولیت دی.

ریچارډ بېنټ افغانستان انټرنیشنل ته وویل، چې د غونډې ګډون‌والو له هغه وغوښتل، څو د افغان مېرمنو غږ تر نړۍوالو ورسوي.

ښاغلي بېنټ د شنبې په ورځ په جرمني کې د افغانستان د مدني ټولنې له یوشمیر غړو سره چې ډېری یې ښځې وې د اروپا د ادغام د سازمان له‌خوا په یوه پروګرام کې سره وکتل.

دغو مدني فعالانو په دې کتنه کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان وضعیت کورنۍ مسله نه، بلکې یوه نړۍواله اندېښنه او مسوولیت دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان انټرنېشنل خبريال ته وويل، چې په دې ليدنه کې يې د افغانستان په اړه د جرمني او ملګرو ملتونو د چلند په ګډون د نړۍوال سياست په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي بېنټ پرون د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالنا بربوک سره هم کتلي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په شپه په یوه ټویټ کې ویلي، چې النا بربوک او ریچارډ بېنټ د افغانستان پر روان وضعیت او د دغه هېواد د خلکو پر ملاتړ خبرې کړې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې د افغانستان د خلکو د بشري حقونو له ملاتړ څخه به له دفاع لاس په سر نه شي او له دوی سره یې ملاتړ او پیوستون «نه ماتېدونکی» دی.

افغان خبریالان: د خبریالانو په نوم مرسته شوې پیسې چېرته لګېدلې دي؟

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۱۹ GMT+۱

د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون (ای اېف جې) اعلان کړی، چې دغه فدراسیون د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د پاکستان ژورنالستانو فدرالي ټولنې (پي اېف یو جې) له لارې په کور دننه له بېځایه شویو او له هېواده کډوال شویو ژورنالستانو سره ۴۰ زره یورو مرسته کړې.

دغه فدراسیون وايي، له دغه کار څخه يې موخه له هغو ژورنالستانو سره نغدي مرسته او ملاتړ و چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته يې دندې له لاسه ورکړې وې او یا يې له وېرې خپل ټاټوبي پرېښي دي.

د فدراسیون له دغه اعلان وروسته خبریالانو او د خبریالانو د ملاتړ ټولنو د نړیوال فدراسیون په دغه کار توندې نيوکې وکړې او ويلي يې دي، چې په دې برخه کې د دوی په ټکو، عدالت په پام کې نه دی نیول شوی.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې ( اې ای جې یو) چارواکي وايي، چې نړۍوال فدراسیون دې دا ثابته کړي چې دا مرستې يې د خبریالانو د کوم بنسټ له لارې له افغان خبریالانو سره کړې دي.

د دغې ټولنې مشر حجت الله مجددي وايي: «ای اېف جې دا باید په ډاګه کړي، چې له کومو او چیرې يې له ۲۰۰ خبریالانو سره مرسته کړې چې موږ پوه شو، موږ خو له دغو مرستو هیچا نه یو خبر کړي، که چیرې خبریالان غواړي په دې اړه پلټنې وکړي موږ حاضر یو چې له دوی سره په پلټنو کې مرسته وکړو.»

عمران دانش یو له هغو خبریالانو دی چې له افغانستان څخه پاکستان ته کډه شوی، هغه وايي چې ډېر ژورنالستان چې په رېښتیا هم د دوی حق و، مرسته نه ده ورسره شوې.

هغه وايي، د ژورنالستانو نړیوال سازمانونه له داسې خلکو سره مرستې کوي چې هغوی يې وړ نه دي او څوک يې چې وړ دي هغوی ته حق نه رسیږي.

هغه وايي:« دا ښکاره تبعیض دی چې مستحق خبریالان له مرستو پاتې کېږي او هغه کسان چې اصلآ خبریالان نه دي د خیشخورۍ پر مټ مرستې ترلاسه کوي، هغه خبریالان چې کلونه يې کار کړی او د همدې خبریالۍ له امله په نښه شوي لا هم بې مرستو پاتې دي او له هغو کسانو سره مرستې کېي چې هغه د چا له لوري خبریالان شوي دي.»

د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون په خپل یوه ټويټ چې روانه اګست میاشت کې يې خپور کړی و، ويلي چې دغه ۴۰ زره یورو مرسته يې د پاکستان ژورنالستانو فدرالي ټولنې له لارې کړې ده؛ خو دغه ټولنه وايي، چې دوی په دې مرستو نه دي خبر او په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.

د دغې ټولنې په استازيتوب قمر يوسف‌زي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وويل، چې د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون له دوی سره په دې برخه کې هیڅ راز مرسته نه ده کړې.

هغه ووايي، دوی په دې برخه کې لا زیاتو پلټنو ته اړتیا لري چې معلومه کړي، چا دا مرستې له نړۍوال فدراسیون څخه ترلاسه کړې او وېشلې دي: «زه له تېر یوه کال راهیسې په اسلام اباد کې له افغان ژورنالستانو سره نږدې پاتې شوی یم، موږ (پي اېف یو جې) سره دا مرسته نه ده شوې، موږ له (ای اېف جې) څخه په رسمي ډول په دې برخه کې د وضاحت غوښتنه کړې؛ خو هغوی لا ځواب نه دی راکړی.»

د پاکستان ژورنالستانو فدرالي ټولنې مشر افضل بټ هم د یوه خبري ناستې پر مهال چې په همدې اړه يې سپیناوی ورکاوه ويلي، چې دوی به په دې اړه لا زیاتې پلټنې وکړي، تر څو دا څرک ولګوي چې د دغو مرستو په ترلاسه کولو او وېشلو کې څنګه د پاکستان ژورنالستانو فدرالي ټولنې له نوم ګټه اخېستل شوې.

دا مهال په پاکستان کې سلګونه افغان ژورنالستان چې له کورنیو سره يې شمېر تر دوه زرو رسیږي، بهر ته د تلو په تمه په پلازمېنه اسلام اباد او نورو ښارونو کې مېشت دي، دوی له نړۍوالو سازمانونو شکایت کوي، چې پر وخت يې د دوی قضیو ته رسېدنه نه ده کړې او دوی ته يې په سخته کې لاس نه دی ورکړی.