• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان خبریالان: د خبریالانو په نوم مرسته شوې پیسې چېرته لګېدلې دي؟

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون (ای اېف جې) اعلان کړی، چې دغه فدراسیون د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د پاکستان ژورنالستانو فدرالي ټولنې (پي اېف یو جې) له لارې په کور دننه له بېځایه شویو او له هېواده کډوال شویو ژورنالستانو سره ۴۰ زره یورو مرسته کړې.

دغه فدراسیون وايي، له دغه کار څخه يې موخه له هغو ژورنالستانو سره نغدي مرسته او ملاتړ و چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته يې دندې له لاسه ورکړې وې او یا يې له وېرې خپل ټاټوبي پرېښي دي.

د فدراسیون له دغه اعلان وروسته خبریالانو او د خبریالانو د ملاتړ ټولنو د نړیوال فدراسیون په دغه کار توندې نيوکې وکړې او ويلي يې دي، چې په دې برخه کې د دوی په ټکو، عدالت په پام کې نه دی نیول شوی.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې ( اې ای جې یو) چارواکي وايي، چې نړۍوال فدراسیون دې دا ثابته کړي چې دا مرستې يې د خبریالانو د کوم بنسټ له لارې له افغان خبریالانو سره کړې دي.

د دغې ټولنې مشر حجت الله مجددي وايي: «ای اېف جې دا باید په ډاګه کړي، چې له کومو او چیرې يې له ۲۰۰ خبریالانو سره مرسته کړې چې موږ پوه شو، موږ خو له دغو مرستو هیچا نه یو خبر کړي، که چیرې خبریالان غواړي په دې اړه پلټنې وکړي موږ حاضر یو چې له دوی سره په پلټنو کې مرسته وکړو.»

عمران دانش یو له هغو خبریالانو دی چې له افغانستان څخه پاکستان ته کډه شوی، هغه وايي چې ډېر ژورنالستان چې په رېښتیا هم د دوی حق و، مرسته نه ده ورسره شوې.

هغه وايي، د ژورنالستانو نړیوال سازمانونه له داسې خلکو سره مرستې کوي چې هغوی يې وړ نه دي او څوک يې چې وړ دي هغوی ته حق نه رسیږي.

هغه وايي:« دا ښکاره تبعیض دی چې مستحق خبریالان له مرستو پاتې کېږي او هغه کسان چې اصلآ خبریالان نه دي د خیشخورۍ پر مټ مرستې ترلاسه کوي، هغه خبریالان چې کلونه يې کار کړی او د همدې خبریالۍ له امله په نښه شوي لا هم بې مرستو پاتې دي او له هغو کسانو سره مرستې کېي چې هغه د چا له لوري خبریالان شوي دي.»

د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون په خپل یوه ټويټ چې روانه اګست میاشت کې يې خپور کړی و، ويلي چې دغه ۴۰ زره یورو مرسته يې د پاکستان ژورنالستانو فدرالي ټولنې له لارې کړې ده؛ خو دغه ټولنه وايي، چې دوی په دې مرستو نه دي خبر او په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.

د دغې ټولنې په استازيتوب قمر يوسف‌زي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وويل، چې د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون له دوی سره په دې برخه کې هیڅ راز مرسته نه ده کړې.

هغه ووايي، دوی په دې برخه کې لا زیاتو پلټنو ته اړتیا لري چې معلومه کړي، چا دا مرستې له نړۍوال فدراسیون څخه ترلاسه کړې او وېشلې دي: «زه له تېر یوه کال راهیسې په اسلام اباد کې له افغان ژورنالستانو سره نږدې پاتې شوی یم، موږ (پي اېف یو جې) سره دا مرسته نه ده شوې، موږ له (ای اېف جې) څخه په رسمي ډول په دې برخه کې د وضاحت غوښتنه کړې؛ خو هغوی لا ځواب نه دی راکړی.»

د پاکستان ژورنالستانو فدرالي ټولنې مشر افضل بټ هم د یوه خبري ناستې پر مهال چې په همدې اړه يې سپیناوی ورکاوه ويلي، چې دوی به په دې اړه لا زیاتې پلټنې وکړي، تر څو دا څرک ولګوي چې د دغو مرستو په ترلاسه کولو او وېشلو کې څنګه د پاکستان ژورنالستانو فدرالي ټولنې له نوم ګټه اخېستل شوې.

دا مهال په پاکستان کې سلګونه افغان ژورنالستان چې له کورنیو سره يې شمېر تر دوه زرو رسیږي، بهر ته د تلو په تمه په پلازمېنه اسلام اباد او نورو ښارونو کې مېشت دي، دوی له نړۍوالو سازمانونو شکایت کوي، چې پر وخت يې د دوی قضیو ته رسېدنه نه ده کړې او دوی ته يې په سخته کې لاس نه دی ورکړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: په افغانستان کې د داعش عملیاتي وړتیا زیاته شوې ده

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان کې وسلو او مهماتو ته د داعش پر لاسرسي اندېښنه وښوده. دغې شورا ویلي د دې ډلې د عملیاتو ظرفیت مخ په زیاتېدو دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا په غبرګون ویلي «دا ډول ادعاوې داعشیانو ته روحیه ورکوي».

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ -د وږی دریمه- په نړۍ په ځانګړي ډول په افغانستان او عراق کې د داعش پر فعالیتونو غونډه وکړه.

دغې شورا په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو دوام د اندېښنې وړ بللی او دا یې د افغانستان او نړۍ لپاره یو بالفعل ګواښ ګڼلی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپورونو له مخې، له څلورو څخه تر شپږ زرو داعش وسلوال له خپلو کورنیو سره په افغانستان کې ژوند کوي.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف په دې غونډه کې وویل، چې په سیمه کې د داعش د عملیاتو وړتیا زیاته شوې ده.

هغه ټینګار وکړ: « پر طالبانو او نړیوالو موخو د داعش بریدونه لا پیچلې شوي دي».

ورونکوف ویلي د افغانستان حالت ورځ تر بلې پیچلی کیږي. هغه زیاته کړه چې اوس د ترهګرو لاس ته د وسلو او مهماتو د غورځیدو ویره پرځایښت مومي.

هغه مالي سرچینو ته د داعش د لاسرسي د محدودولو غوښتنه وکړه او ویې ویل «په دې برخه کې د پیسو د نړیوال صندوق همکارۍ ته اړتیا لرو».

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د داعش ډلې د بریدونو له پراخیدو سره با وجود، طالبانو تل په افغانستان کې د داعش له شتون څخه انکار کړی او ادعا کوي چې دا ډله دلته «له منځه تللې» ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا د غړو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د داعش فعالیت صفر ته ټیټ شوي دی».

هغه په اعلامیه کې زیاتوي، چې دې ډلې د داعش پرضد «سلګونه پرلپسې عملیات» وکړه او د داعش «عملیاتي توان یې ختم کړ.»

خو څه مهال مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته په یوه راپور کې وویل: «داعش په افغانستان کې خپله عملیاتي وړتیا زیاته کړې او افغانستان او سیمې ته سخت ګواښ دی.»

ملګرو ملتونو د ناټو وسلو ته د داعش پر لاسرسي او د سیمې هېوادونو ته د دې وسلو پر رسېدو اندېښنه ښودلې ده.

خو ذبیح الله مجاهد وايي، د طالب ځواکونو په عملیاتو کې د داعش مهمات او وسله ضبط شوي دي.

مجاهد دغه راپور ته په غبرګون کې ویلي: «کله چې یو نړیوال سازمان داسې بې سنده او منفي تبلیغات نشروي، حیثیت یې له پوښتنې سره مخ کېږي.»

د افغان حکومت له پرځېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې د افغان پوځ او له امریکا د پاتې وسلو او مهماتو د پلور ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

د افغان سولې څارډلې په وروستیو کې په افغانستان کې د امریکايي وسلو د خپرېدو او پېروپلور خبرداری ور کړی دی.

دغې ادارې ویلی، په هلمند، کندهار او ننګرهار کې د وسلې بازار شته.

امیرخان متقي د ایران بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ور کړه چې کابل ته سفر وکړي

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۶ GMT+۱

د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي حسین امیرعبداللهیان ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په وینا عبداللهیان له متقي سره په ټلیفوني خبرو کې د ایراني عکاس خوشې کیدو ته په اشارې سره د ځینو پخوانیو مطرح شویو مسائلو د هواري غوښتنه وکړه.

ښاغلي متقي د شنبې په ورځ په دې ټلیفوني خبرو کې ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د ځینو ستونزو د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو پسې د سرحدي شخړو ترڅنګ، ایراني چارواکو په پرله پسې ډول طالبان تورن کړي چې د هلمند سیند د اوبو د بهیر مخه یې له ایران اړولې او په ځینو مواردو کې یې هغوی ته ګواښونه کړي دي.

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې امیر عبداللهیان په دې ټلیفونی خبرو کې یو ځل بیا له هلمند سیند څخه د ایران د حقابې پر برابرولو ټینګار کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر کجکي بند ته د ایران د تخنیکي ټیم سفر ته په اشارې ویلي، دغه سفر د ۱۳۵۱لمریز کال د موافقې پر اساس شوی او اسلامي جمهوریت د دغه ټیم تخنیکي راپور ته په تمه دی. عبداللهیان ټینګار وکړ چې «موږ به د هلمند د حقابې د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: «موږ د افغانستان اړوندو چارواکو ته یې په واضح ډول ویلي چې زموږ تخنیکي او متخصص ټیم د کجکي بند له سرچیندې او د سیند له بهیرڅخه لیدنه ونه کړي او تخنیکي راپور ور نه کړي چې هلته وچکالي شته، بل څه زموږ لپاره معیار نه شي کیدلی او زه هیله من یم چې ژر تر ژره دا راپور ترلاسه کړم».

په پروان ولایت کې طالب محتسبانو په ودونو کې د موسیقۍ مخه نیولې ده

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي، ولایتي محتسبانو یې په پروان ولایت کې د ودونو د محفلونو په څارلو سره د موسیقۍ د خپرېدو مخه نیولې او هغه یې «حرام» ګڼلې ده. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د موسیقۍ اورېدل «د ځوانانو اخلاقو ته تاوان» رسوي.

طالبان د موسیقۍ اورېدل "حرام" ګڼي او په تېرو دوو کلونو کې د دغې ډلې محتسبانو په ډېرو مواردو کې خلک د موسیقۍ له غږولو او اورېدلو منع کړي دي.

په تېرو میاشتو کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې طالبانو د موسیقۍ وسایل مات کړي او یو شمېر ځایي هنرمندان یې نیولي او ځورولي دي.

د طالبانو امر بالمعروف و نهې له منکر وزارت د روان کال د سرطان په ۲۷مه نېټه اعلان وکړ، چې د کابل په ګډون یې په یو شمېر ولایتونو کې د موسیقۍ وسایل راټول کړي او سوځولي دي.

طالبانو د بامیان بند امیر ملي پارک ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزیر د شنبې په ورځ وویل، ښځې تر دې وروسته نه شي کولی چې په بامیان ولایت کې بند امیر ملي پارک ته سفر وکړي. خو د بامیان لپاره د طالبانو د والي ویاند وایي، «دا بندیزونه یوازې د بې حجابه ښځو لپاره دي».

محمد خالد حنفي په خپله وینا کې بند امیر ملي پارک ته د ښځو په ورتګ بندیز په شفاهي ډول اعلان کړ. نوموړي د دغه بنديز لامل دغه بند ته د تګ پر مهال د ښځو " بې حجابي" وبلله.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، ښځې دې سیاحت وکړي، «خو سیاحت نه فرض دی او نه هم واجب».

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزیر، د دې بندیز په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي.

د نومړي له وینا وروسته، د افغانستان کورنیو رسنیو دې ملي پارک ته د ښځو پر تګ د بشپړ بندیز خبر خپور کړی.

خو په بامیان کې د طالبانو د والي ویاند صبور فرزان سیغاني افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د امیربند ته د تګ بندیز یوازې پر«بې حجابه ښځو» پلی کیږي.

ښاغلي سیغاني افغانستان انټرنشنل ته په استولي پیغام کې ویلي، طالب ځواکونه به امیر بند ته د «بې حجابه ښځو» د ننوتلو مخه ونیسي، خو د دې ډلې په نظر «حجابي ښځې» امیر بند ته تللی شي.

د قطر لومړی وزیر: د افغانستان د راتلونکي لپاره کومه روښانه لار نقشه نشته

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۵۲ GMT+۱

د قطر لومړی وزیر وايي، له افغانستانه د امریکا له وتلو او د طالبانو په واکمنیدو پسې د دغه هېواد د راتلونکي لپاره کومه روښانه لار نقشه نشته. محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وايي، که هېوادونه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره نامنظمه هڅه کوي، هېڅ پرمختګ به ترلاسه نه شي.

نوموړي د جمعې په ورځ -د وږی دریمه- په سینګاپور کې یوه پروګرام ته وویل، چې نړیوالې ټولنې باید له پیل څخه دا چې تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې څه پېښ شول او د خلکو انديښنو ته په کتو سره یې یوه رښتیني پخلاینه رامنځ ته کړې وای.

له دې سره شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وړاندیز وکړ چې د افغانستان په اړه خبرې باید تر هغه دوام وکړي چې د دغه هېواد ستونزو ته د حل لاره نه وي موندل شوې.

د قطر لومړي وزیر په افغانستان کې د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ ته په اشارې سره خبرداری ورکړ، که اوسنی وضعیت همداسې دوام ومومي، د افغانستان راتلونکی به له ټولنیز او اقتصادي اړخه زیانمن کړي.

د قطر لومړي وزير د روان کال د غویي په ۲۲مه له افغانستان څخه ليدنه وکړه او کندهار ته ولاړ.

رویټرز خبري اژانس د غبرګولي په میاشت کې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د طالبانو له مشر ملاهبت الله اخندزاده سره لیدلي دي.

له افغانستانه د امریکا تر وتلو پورې، قطر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه و.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له نسکوریدو وروسته د ۱۴۰۰لمریز کال د لړم په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اعلان وکړ، چې قطر منلې ده چې په افغانستان کې به د امریکا د ګټو ساتونکی وي.

څه کم دوه کاله کیږي چې قطر په افغانستان د امریکا د ګټو ساتنه کوي.