• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جاپان د ۹.۵ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو په مالي ملاتړ په کونړ کې د اوبو خور پروژه پلې کوي

۷ وږی ۱۴۰۲ - ۲۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۷ وږی ۱۴۰۲ - ۲۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سارمان (اېف اې او) د جاپان د نړۍوالې همکارۍ د ټولنې د ۹.۵ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو په مالي ملاتړ د افغانستان په ختیځ کې څلور کلنه پروژه پيل کړه.

د دغې پروژې موخه د اوبیزو ځمکو زیاتوالی، د کرنیزو سیمه‌ییزو تولیداتو پياوړتیا او د کونړ په ولایت کې د خوړو خوندیتوب ښودل شوی دی.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک د ادارې له‌خوا خپره شوې، د حیاتي اوبو د زېرمو څخه د تغذیې او د ځمکې لاندې د اوبو زېرمې د خوندي تابه او د اقلیمي بدلون سره د مقابلې په برخو کې مرسته کوي.

دغه پروژه په پام کې لري، چې د ۱۲۵ زرو زیاتو کسانو سره چې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخامخ دي، د څلور کلن بهیر له لارې د هغوی ملاتړ وکړي.

دغه پروژه د کونړ ولایت د نورګل کانال بیا له سره رغوي او د کرنیزو تولیداتو د کیفیت د لوړولو لپاره د اوبه خور سیسټم په رغاونه کې مرسته او همکاري کوي.

د جاپان د نړۍوالو همکاریو سازمان چې د اېف اې او سازمان په مرسته د ټولو کرنیزو ځمکو لپاره دغه کانال چې پخوا یې شاوخوا اویا هکټاره ځمکه خړوبوله، له دې وروسته به ۶۴۳ هکټاره ځمکه خړوبه کړي.

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان وړاندوینه کړې، چې دغه پروژه به د ټولو کرنیزو توکو کچه دوولس سلنه لوړه کړي.

دغه پروژه هغو بې‌وزله کلیوالو ته دا اسانتیاوې برابروي، چې په کال کې د یو فصل غنمو پر ځای څو فصله وکري چې له امله یې ښه عاید ترلاسه - کړي او د خوړو په برخه کې د هغوی خوندیتوب هم زیات شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایراني پلاوی: د نشه‌یي توکو پر وړاندې د طالبانو مبارزې پر ایران هم مثبتې اغېزې کړې دي

۷ وږی ۱۴۰۲ - ۲۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۲۸ GMT+۱

تېره ورځ د ایران د پارلمان یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال سره په لېدنه کې د نشه یي توکو پر وړاندې د «پراخې مبارزې»او پر ایران یې د مثبتو اغېزو ستاینه وکړه.

تر دې وړاندې ایراني چارواکو د طالبانو په واکمنۍ کې د نشه یي توکو د تولید په زیاتېدو نیوکې کړې وې.

د ارګ د اېکس ټوېټر پاڼې په لیکنه، ایراني پلاوي د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال عبدالکبیر سره په لېدنه کې ویلي: «د اسلامي امارت د واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د نشه یي توکو پر ضد مبارزه شوې، چې پر ایران یې هم اغېزې جوتې دي، دا د پام وړ پرمختګ دی.»

په کابل کې د ایران سفارت هم په خپلې اېکس پاڼه کې دغه څرګندونې کټ مټ خپرې کړې دي.

داسې برېښي چې ایراني چارواکي د طالبانو او نشه یي توکو په اړه بېلابېل نظرونه او لید لوري لري، څه موده مخکې د ایران د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مشر د طالبانو په واکمنۍ کې د نشه یي توکو د تولید په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او هغه یې د ایران له پاره ستره ننګونه یاده کړې وه.

سکندر مومني ویلي و، چې د طالبانو له کړیو ژمنو سره، سره د نشه یي توکو کر او تولید زیات شوی او کمی په کې نه دی راغلی.

ایران د افغانستان لپاره د قاچاقو اصلي لاره ده، چې د دغه هېواد د چارواکو په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نشه یي توکو لېږد ایران او بیا له هغه ځایه نورو هېوادونو ته زیات شوی دی.

د فارس د خبري اژانس په حواله د ایران د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال مسعود زاهدیان د چنګاښ په شپږمه نېټه ویلي و:«له افغانستانه د قاچاقو بله دودیزه لاره د بالکان لاره ده او د توکو د لېږد له دغې لارې څخه، نشه یي توکي له افغانستان او پاکستان څخه زموږ هېواد ته قاچاقیږي او وروسته د ترکیې بلغارستان ته وړل کېږي او بیا وروسته نورو هېوادنو لکه هالنډ، جرمني، فرانسې او انګلستان ته قاچاق کېږي.»

طالبانو د دویم ځل واکمنېدو سره د کوکنارو پر کر بندیز ولګاوه او د نشه یی توکو د تولید کموالی خپله ستره لاس ته راوړنه بولي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د نشه یی توکو او جرمونو ضد ادارې سږکال د چنګاښ په څلورمه راپور ورکړ، چې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ اتیا سلنه اپيم یا تریاک تولید کړي دي.
د دې یو لامل دا د، چې د کوکنارو په کر د بندیزونو سره، سره افغان کرونده‌ګرو پخواني تریاک ساتلي او اوس هغه پخوانۍ زېرمې په ګرانه بیه پلوري.
په دغه راپور کې راغلي، چې افغانستان په سېمه کې د متامفتامینو یا کرستال چې یوه صنعتي نشه یي ماده ده ستر تولیدونکی هېواد دی.

افغانستان ته د ایران د پارلماني پلاوي سفر له څو اونیو تاوتریجنو ناندریو وروسته کېږي، چې ایران د حقابې پر سر له طالبانو سره پيل کړې وې؛ خو بیا وروسته د افغانستان له سیندونو او د اوبو له سرچېنو څخه د ایراني کارپوهانو په لېدو سره دغه ترینګلیتیا یو څه کمه شوه.

د ایران د پارلمان دغه پلاوي له یو شمېر نورو طالب چارواکو سره په ایران کې د کډوالو پر ستونزو، د سوداګریزو اړیکو په پراختیا، د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې پر ځپلو او د دواړو هېوادونو تر منځ په ښې راشه درشې غږېدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د ایراني پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې د ایران او افغانستان ګډو دښمنانو ته به اجازه نه ورکوي چې «د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې» زیانمنې کړي.

د ملي مقاومت جبهې په کابل او تخار کې طالبانو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۱۷ GMT+۱

د ملي مقاومت جبهې د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په کابل او تخار کې په بېلابېلو بریدونو کې "دوه طالب جنګیالي" وژلي او "شپږ تنه نور" یې ټپیان کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې وسله والې مخالفې ډلې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

ملي مقاومت جبهې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د یکشنبې په شپه (د وږي ۵مه) دوی د کابل ولایت په شکردره او د تخار په فرخار ولسوالیو کې د طالبانو په قرارګاو بریدونه وکړل چې دوه طالبان یې ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.

د دغې ډلې په وينا؛ لومړى بريد یې د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ په سياب قلي کلي کې د حسين کوټ کنډک ته څېرمه د طالبانو د استخباراتي ګزمې پر موټر کړی، چې په ترڅ کې يې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

دويم برید د طالبانو پر یوې پوځي قرارګاه چې د تالقان ښار په ختیځه دروازه کې موقعیت لري شوی، چې پکې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو له خوا درېیم چریکي برید د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ او مرکز باندې ترسره شوی، چې د دغې جبهې په وینا په یاده پېښه کې څو تنه طالبان ټپیان شوي دي.

د ملي مقاومت جبهه وايي؛ څلورم برید یې د کابل ښار د ۱۹مې ناحیې او د دې ولایت د ده سبز ولسوالۍ ترمنځ د سړک په غاړو کې د طالبانو د پوځي تجهیزاتو په لاره کې د ماین په اېښودلو سره ترسره کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان ټپيان او د هغوى پوځي تجهيزات له منځه تللي دي.

افغانستان انټرنشنل نه شي کولای په خپلواکه توګه دغه بریدونه او د هغوی د تلفاتو ارقام تایید کړي. په تېرو څو اوونیو کې د طالبانو پر ضد وسله والې ډلې د طالبانو پر ډلې د خپلو پوځي بریدونو ګڼ خبرونه خپاره کړي، چې دا چاره د دوی پوځي تحرک ښيي.

د طالبانو د قبایلو چارو مرستیال وزیر:رسمیت پېژندنې ته اړتیا نه لرو، الله به زموږ وطن جوړوي

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د قومونو، قبایلو او سرحداتو چارو مرستیال وزیر عبدالخالق عابد وايي، چې دوی د نړۍوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري.

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت دوه کاله پوره شول او تر اوسه هېڅ کوم هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې، د طالبانو دغه لوپوړي چارواکي په پروان ولایت کې په یوې غونډې کې ویلي، چې د نړۍ هېوادونه د افغانستان په پرمختګ کې هېڅ ونډه نه لري؛ نو ځکه دوی هېڅ اړتیا نه لري، چې د نړۍوالې ټولنې له خوا دې دوی په رسمیت وپېژندل شي.

عبدالخالق عابد وويل: "د هيچا په رسمیت پېژندنې ته اړتیا نه شته، الله به زموږ وطن جوړوي او دا د الله رضا ده."

په ورته وخت کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ملا ندا محمد ندیم هم په یوې غونډې کې ویلي وو، چې هېڅکله به له “کفارو” سره تعامل ونه کړي.

د طالبانو دغه دوه لوړ پوړي چارواکي دا ډول څرګندونې په داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي وو، چې نړۍواله ټولنه دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او له طالبانو سره دې تعامل وکړي.

پامیر کولا شرکت له افغانستان څخه فرانسې او ترکیې ته د خپلو تولیداتو صادرات پیل کړل

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د پامیر کولا شرکت مسوولین وايي، چې دوی له افغانستان څخه ترکیې او فرانسې ته د خپلو تولیداتو د صادراتو لومړۍ جوپه دغو هېوادونو ته ولېږله.

یاد شرکت په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې هم د خپلو تولیداتو د صادراتو خبر ورکړی و؛ خو د طالبانو د واک ته له رسېدا وروسته دا لومړی ځل دی، چې پامیر کولا خپل تولیدات اروپايي هېوادونو ته صادروي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم نن دوشنبه پر خپلې ایکس پاڼې د پامیر کولا شرکت د تولیداتو د صادراتو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې یاد شرکت بېلابېل جوسونه او څښوونکي توکي ترکیې او فرانسې ته صادر کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ګڼو تولیدي فابریکو مسوولینو د طالبانو له لوړې مالیې او ملا ماتوونکي ګمرکي محصول څخه شکایت کاوه او زیاته کړې یې وه، چې که د طالبانو مالیات او ګمرکي محصول همداسې دوام وکړي؛ ښايي ځینې فابریکې وتړل شي.

د امریکا کانګرس د کابل هوايي ډګر کې د وژل شویو سرتېرو د درناوي لپاره خپل بیرغ نیم ځوړندوي

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د امریکا د استازو جرګې مشر د کابل په هوايي ډګر کې د هغو ۱۳ امریکايي پوځیانو د درناوي په خاطر امر وکړ، چې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د دغه هېواد بیرغ به نیم ځوړندوي.

کیون مک کارتي وویل؛ دا حقیقت دا دی چې دا یوه تراژیدي او یوه سخته ورځ وه.

دوه کاله وړاندې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي په پنځمه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د وتلو پر مهال د داعش د خراسان څانګې دوو ځانمرګو بریدګرو د کابل په هوايي ډګر کې د خلکو او نړۍوالو ځواکونو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه.

په دغه برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون شاوخوا دوه سوه کسان ووژل شول، چې د دغه برید ډېری قربانیان ملکي افغانان وو.

د دغه برید په دویمه کلیزه کې د امریکا د استازو جرګې ځینو غړو له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو په مدیریت کې د ولسمشر جوبایډن د ادارې پر بې کفایتۍ نیوکه وکړه.

پر ایکس ټولنیزې شبکې مارک ګرین لیکلي؛ نن د هغې ورځې دویمه کلیزه نمانځي، چې په افغانستان کې د ابي دروازې ځانمرګي برید کې ديارلس سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د شنبې په ورځ د دغه برید د دوه کلنې کلیزې په مناسبت یوه بیانه خپره کړه .

هغه دا برید "وحشتناک" بللی او د خپل هېواد "د فوځ د غیر معمولي مهارتونه، شفقت او زړورتیا" ستاینه یې کړې ده.

هغه د امريکا د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وويل: "نن ټول ملي دفاع وزارت په غم کې د هغوى تر څنګ ولاړ دى."

له دې پېښې دوه ورځې وروسته د سنبلې په اوومه د امریکا دفاع وزارت پنټاګون اعلان وکړ چې په یوه موټر کې یې یو ځانمرګی بریدګر په نښه کړی، چې د کابل پر هوايي ډګر یې د برید پلان درلود.

خو تر دې هوايي برید وروسته څرګنده شوه، چې د دې برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو هم وروسته له دې اعتراف وکړ، چې له افغانستانه د ځواکونو له وتلو مخکې یې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې تېروتنه کړې وه.