په ننګرهار کې ځینې پخوانيو نظامیانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د پخواني حکومت د کارکوونکو د ثبتولو پروسه پیل کړې ده.
افغانستان انټرنشنل ته یو فورم هم رسېدلی، چې په مرکز او ولسوالیو کې طالبانو وېشلی او پکې راغلي چې د پخواني حکومت مامورین او نظامیان دې یې ډک کړي.
په دې قورم کې د طالبانو د کومې ادارې نوم نه دی لیکل شوی او یوازې پکې د پخواني حکومت له ملکي او نظامي مامورینو څخه غوښتنه شوې چې د دې فورم ډکولو سره ټول شهرت او پخوانۍ او اوسنۍ دندې ولیکي او له خپلو تذکرو او انځورونو سره یې دوی ته وسپاري.