فریډم ناو: مطیع الله ویسا او رسول پارسي د طالبانو له لوري لا هم بندیان دي

د فریډم ناو نړیوال سازمان چې د «بې جرمه» نیول شویو کسانو د خلاصون ملاتړ کوي، د قلم لار بنسټ د مشر او زده کړو برخې فعال مطیع الله ویسا او د ټولنیز فعال او لیکوال رسول پارسي د ژر تر ژر خوشې کیدو غوښتنه کوي. د دواړو فعالانو برخلیک لا ناڅرګند دی.





