سرچینې: هدایت الله بدري سخت ټپي شوی او پر بستر پروت دی

د هغو راپورونو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، د طالبانو د مالیې پخوانی وزیر او د طالبانو د مرکزي بانک مشر هدایت الله بدري (ملا ګل اغا اخند) سخت ټپي دی. هغه د جمعې په ورځ په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی و او د کندهار روغتون ته وړل شوی.