• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انور الحق کاکړ: په افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وسلې د پاکستان پر ضد کارول کیږي

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انورالحق کاکړ وايي، په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې "وسلې د پاکستان پر ضد کارول کیږي، چین، ایران او د سمیې نور هیوادونه دې د خپل وار انتظار کوي." ورته څرګندونې تر وړاندې پخوانیو پاکستاني چارواکو هم کړې وې.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انورالحق کاکړ د جیو نیوز رسنۍ سره د یوي ځانګړې مرکې پر مهال وویل: «موږ فکر کاوه چې افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته به د پاکستان حالت نسبتاً ښه شي، خو په پاکستان کې حالات سم نه شو، بلکې نور هم خراب شوی.»

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د هغوی څخه په ډیر شمېرد نويو او پرمختللو وسلو پاتې کېدل د سیمې د هیوادونو لپاره خورا خطرناک ثابتېدلای شي.

هغه وايي:«د امریکا هغه عصري او پر مختللي وسلې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پاته شوې وې، دا یوازي د پاکستان لپاره نه بلکي د سیمې لپاره لوی ګواښ دی په راتلوونکې کې ښایي د چین، مرکزي اسیا، ایران او زموږ لپاره لوی سرخوږی جوړ کړي.»

انور الحق کاکړ وايي، «د امریکايي ځواکونو څخه په افغانستان کېپاتې شوې پرمختتلې او عصري وسلې دا مهال زموږ پر وړاندې کارول کيږي او پاتې نور هیوادونه د يې انتظار وکړي چې کله به پر دوی برید وکړي.»

له پاکستانۍ جیو نیوز رسنۍ سره پهځانګړې مرکه کې ښاغلی کاکړ د ټي ټي پي او افغان طالبانو د اړیکو په اړه وايي، «د افغانستان په اړه زموږ پالیسي داده چي موږ "سوله ایز ،ارام او خوښ افغانستان لیدل غواړو" او کله چې د افغانستان لپاره امن غواړو په دې مانا چې موږ په پاکستان کې امن غواړو ، او د دې هدف تر لاسه کولو لپاره دواړه هیوادونه ستونزي لري، خو د حل لپاره یي اراده لرو.»

نوموړی وايي، له افغانستان څخه د امریکا په بیړه وتل ددې لامل شوو چې هلته د پخواني حکومت او امریکايي ځواکونو وسلې د طالبانو تر څنګ د نورو وسلوالو ډلو لاس ته ولویږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان تر ټولو خونړۍ میاشت؛ په اګسټ میاشت کې ترهګریز بریدونه ۸۳ سلنه ډېر شوي

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۰ GMT+۱

په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د ۸۳ سلنې زیاتوالي سره، په دغه هیواد کې د تیرو نهو کلونو په موده کې د اګست میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت ښودل شوې. په پاکستان کې د تاوتریخوالو په ډیری پيښو کې د پړې ګوته ټي ټي پي ته نیول کیږي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په روانه میاشت کې ۹۹ ترهګریزې پېښې ثبت کړي دي، چې په پایله کې یې ۱۱۲ کسان وژل شوي او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه څېړنیز مرکز د راپور له مخې، په اګست میاشت کې ترهګریز بریدونه د جولای میاشتې په پرتله ۸۳ سلنه زیات شوي او له ۲۰۱۴ کال راهیسې دا په پاکستان کې په یوه میاشت کې د تروریستي بریدونو تر ټولو لوړه کچه ده.

دغه پاکستاني څیړنیز مرکز په جولای میاشت کې په دغه هېواد کې د تروریستي بریدونو ۵۴ پېښې ثبت کړې وې.

د دغه مرکز د راپور له مخې، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې پاکستان د ۲۲ځانمرګو بریدونو شاهد و، چې له امله یې ۲۲۷ کسان وژل شوي او ۴۹۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور له مخې، په دې موده کې د پاکستان امنیتيځواکونو د وسله والو پر پوستو په بریدونو کې ۲۴ ترهګر وژلي او ۶۹ نور یې نیولي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیت مطالعاتو انسټیټیوټ زیاته کړې ده چې بلوچستان او د فډرالي (فاټا) دولت تر حاکمیت لاندې قبایلي سیمې د اګست په میاشت کې ددې هیواد تر ټولو ناامنه سیمې وې.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، د جولای میاشتې په پرتله په اګست میاشت کې په بلوچستان ایالت کې د بریدونو شمېر ۶۵ سلنه، په قبایلي سیمو کې ۱۰۶ سلنه او همداراز په خیبر پښتونخوا ایالت کې ۸۳ سلنه زیاتې شوې دي.

دې ادارې پنجاب ایالت د پاکستان تر ټولو امن سیمه بللې ده.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په څوارلسمه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستاني رسنیو تل په دې هيواد کې د تاوتریخوالو له زیاتوالي خبر ورکړی دی.

په ایران کې د پاخه عمر لروونکي ښځه د اوو میړونو د وژلو په تور ونیول شوه

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۸ GMT+۱

د ایران د مازندران ولایت پولیسو اعلان کړی چې یوه ۵۶ کلنه ښځه یې د خپلو اوو لنډمهاله ميړونو د وژلو په تور نیولې او ویلي یې دي چې نوموړې په خپل جرم اعتراف هم کړی دی. دې په نهو کلو کې له شتمنو کسانو سره لنډمهاله ودونه کړي او وروسته یې هغوی وژلي.

د اېسنا د خبر له مخې، د مازندران د پولیسو قوماندان حسن مفخمي د جمعې په ورځ ویلي چې دا قضیه په تیرو ورځو کې، وروسته له هغې تر پام لاندې ونیول شوه چې یوې کورنۍ د خپل ۸۲ کلن پلار د شکمن مړینې په اړه شکایت وکړ.

پولیس وايي، په قتل تورنې ګلثوم په لومړنیو پلټنو کې د خپل خاوند په وژلو اعتراف وکړ.

د حسن مفخمي په خبره، دې مېرمنې د ساري، نکا، محمود آباد او قایم شهر له ښارونو څخه له ۷۵ تر ۸۰ کلونو پورې شتمن او د پاخه عمر لروونکو کسانو په غوره کولو سره له هغوی سره د لنډمهال واده کاوه.

پولیس وايي، په وروستي موقتي نکاح کې د دغې ښځې مهر شاوخوا ۵۰۰ میلیونه تومانه وو.

دغې ښځې د خپل هر مېړه له وژلو وروسته چې ویل یې مړ شو، د مهر او میراث غوښتنه کوله.

دغې تورنې میرمنې دیارلس ځلې لنډمهاله نکاح ګانې کړې او ټول میړونه یې څه موده وروسته مړه شوي دي.

پولیس په دې باور دي چې ښايي هغه به د نورو خلکو په وژلو هم تورنه شي.

د هند لومړی وزیر: د نړۍ لومړیتوبونو ته په پام، په ملګرو ملتونو کې د اصلاح غوښتنه کوو

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۳ GMT+۱

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، ملګري ملتونه باید د یوویشتمې پېړۍ د اړتیاوو پر بنسټ اصلاح شي، څو د هغو هېوادونو غږ چې مهم دي، په دغه سازمان کې واورېدل شي. مودي په دې ټینګار وکړ چې د ورځنیو مسلو په اړه د ملګرو ملتونو تګلاره پخوانۍ ده

نوموړي د یکشنبې په ورځ له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د ورځنیو مسلو په اړه د ملګرو ملتونو تګلاره پخوانۍ او زړه ده

هغه پریس ټرسټ هندۍ رسنۍ ته وویل "د شلمې پیړۍ په درشل کې نه کیږي چې د یویشتمې پیړۍ اړتیاوو ته رسیدنه وشي."

د هند او برازیل په ګډون څو نور هیوادونه هم د امنیت شورا پر جوړښت ټینګار کوي او په دې مهمه نړیواله شورا کې د څوکۍ غوښتنه کوي.

هند د خپل مخ پر ودې اقتصاد او ډیر نفوس په لرلو سره په آسیا کې مهم هیواد بلل کیږي

مودي راتلوونکې اوونۍ، د وږي میاشتې په اتلسمه د جي۲۰ ډلې هیوادونو کوربه دی، چې پکې مهم میلمانه لکه د متحده ایالاتو، جرمني او فرانسې مشران او همداراز د سعودي عربستان ولیعهد به هم ګډون وکړي.

مودي وویل: "نړیوال بنسټونه باید نويننګوونکي واقعیتونه وپیژني او په خپلو لومړیتوبونو له سره غور وکړي."

هغه زیاته کړه: " پر جي شل ډلې د هند ریاست د دریمې نړۍ د هیوادونو ترمنځ، دغه هیواد اعتبار ترلاسه کړ."

په پاکستان کې ناموسي وژنې؛ په دیره غازي خان کې کلیوالو یوه ښځه سنګسار کړې

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۱ GMT+۱

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پنجاب ایالت په راجن پور ولسوالۍ کې یوه ښځه له میړه پرته د جنسي اړیکو په تور په «سنګسار» وژل شوې ده. رسنیو دغې پیښې ته د "غیرت وژنې" نوم ورکړی او د راجن پور پولیسو يې پخلی کړی چې ښځه سنګسار شوې وه.

ځايي رسنۍ وايي، د دې مېرمنې مېړه او د هغې دوو لیورونو، هغه په يوې ونې پورې تړلې او سنګسار کړې، پر دې ښځې يې له يوه پردي سړي سره د جنسیي اړيکو لرلو تور ولګاوه.

د "وائس آف پاکستان" خبري وېبپاڼې د راپور له مخې، د دغې مېرمنې د کورنۍ یوه غړي ویلي چې پر دې ښځې يېبیځایه تورونه پورې کړي دي.

په دیره غازي خان کې د دې سیمې پولیسو د یکشنبې په ورځ ځايي خبریالانو ته وویل چې دغه ښځه د جمعې په ورځ په ډبرو ویشتل شوې وه.

د پولیسو په وینا، هغه مهال چې مرګونې وه، د هغې د وژنې عاملان د پیښې له ځایه تښتیدلي دي.

د دنیا ورځپاڼې په ګډون سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې دغه ښځه د الکاني قبیلې سره تړاو لري، خو د هغې د میړه د قومي تړاو په اړه یې څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې د پنجاب په یوه بله ولسوالۍ "میانوالي" کې هم د یوې ښځینه ډاکټرې د وژنې راپور ورکړل شوی و، چې رسنیو یې د "غیرت وژنه" بللې وه.

دپوليسو سرچينو له مخې دغې پنځه ویشت کلنېډاکټرې غوښتل دخپل يوه همکار سره واده وکړي خو پلار يې مخالفت کړى ؤ.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ناموسي وژنو پېښې نوې خبره نه ده. د بشري حقونو فعالانو اټکل کړی، چې په دغه هېواد کې هر کال شاوخوا زر ښځې د "عزت" د ساتنې تر نامه لاندې وژل کېږي.

د ۲۰۲۳ اسیا جام کرېکټ سیالۍ؛ افغانستان په ۸۹ منډو له بنګله دېش څخه ماتې وخوړه

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال د اسیا د کرېکټ د یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې له بنګله دېش سره مخامخ شوه.

بنګله دېش پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. دغې لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره افغانستان ته د ۳۳۵ منډو هدف وټاکه. افغانستان ټاکل شوي هدف ته ونه رسېد او له ماتې سره مخ شو.

دا لوبه نن د پاکستان د لاهور ښار په ۲۷ زره کسیز قذافي لوبغالي کې ترسره شوه، چې افغان لوبډلې په ۴۴،۳ اورونو کې خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۴۵ منډې جوړې کړې وې او بنګله دېش ترې په ۸۹ منډو وګټله.

په لومړۍ پاڼۍ کې د بنګله دېش له لوري مهدي حسن او نجم الحسین شانتو په ترتیب سره ۱۱۲ او ۱۰۴ منډې وکړې. دغو دوو لوبغاړو د بنګله دېش لپاره د ټولو ۳۳۴ منډو له جملې ۲۱۶ منډې وکړې او د خپل هېواد په بریا کې یې ستر رول ولوباوه.

د لوبې په دویمه نیمايي کې د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ په ۷۵ منډو او حشمت الله شهیدي ۵۱ منډو جوړولو سره تر نورو لوبغاړو ښه وځلېدل.

د توپ وهنې په برخه کې د بنګله دیش له لوري تسکین احمد څلور او شریف الاسلام درې ویکټې واخیستې.

د دې لوبې پایله د دواړو لوبډلو لپاره ډېره مهمه او حیاتي وه، په ځانګړې توګه د بنګله دېش لپاره چې څو ورځې وړاندې یې په دې جام کې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته بایللې وه. دا د دوی لپاره یوازینی چانس پاتې و، چې وروستیو څلورو ټیمونو او اتلولۍ ته ورسي.

تر دا مهاله په دویم ګروپ کې د سریلانکا او افغانستان لوبډلو یوه - یوه لوبه کړې او بنګله دېش دوه لوبې کړي دي. د افغانستان راتلونکې لوبه به دوه ورځې وروسته په همدې لوبغالي کې له سریلانکا سره وي.