په مراکش کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته ورسېد

په مراکش کې له خونړۍ زلزلې درې ورځې وروسته د مړو شمېر نېږدې دوه زره او ۵۰۰ کسانو ته رسېدلی او د وخت په تېرېدو سره له خاورو - خځلو څخه د ژوندي لاندې شویو کسانو د راویستلو هیله له منځه تللې ده.

په مراکش کې له خونړۍ زلزلې درې ورځې وروسته د مړو شمېر نېږدې دوه زره او ۵۰۰ کسانو ته رسېدلی او د وخت په تېرېدو سره له خاورو - خځلو څخه د ژوندي لاندې شویو کسانو د راویستلو هیله له منځه تللې ده.
رویټرز خبري اژانس د مړو شمېر 2,497 او د ټپیانو شمېر 2,476 ښودلې ده.
د هسپانیا، برتانیې او قطر څخه د ژغورنې ډلې زلزله ځپلو سیمو ته تللي، چې تر خاورو لاندې د بندو کسانو لټون وکړي.
د مراکش څخه د راپورونو له مخې؛ د دې زلزلې له امله د ویجاړولو اندازه خورا پراخه ده.
مراکش د جمعې په ورځ د ۶،۸ درجې زلزلې ولړزاوه؛ دا په تېرو شپږو لسیزو کې په دې هېواد کې تر ټولو خونړۍ زلزله ده.
بې کوره خلک په پرله پسې درېیمه شپه بې سرپناه پراته وو، او ډېری هغه کسان چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي په بهر کې پاتې شول.
یو شمېر هېوادونو له دې پېښې وروسته له مراکش سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی.

د افغانستان د مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو یوې ډلې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي، چې د افغان ښځو حقونه او ازادي تضمین کړي.
دغه لاريون چې د دې شورا د غونډې په څنډه کې ترسره شو؛ لاريون کوونکو وويل چې د "جنسیتي توپير" پر وړاندې مبارزه کې متحد دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د سږني کال درېیمه غونډه د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۰مه) د ملګرو ملتونو د اروپا په مرکزي دفتر جینوا کې پیل شوه او ټاکل شوې، چې پنځه اوونۍ به دوام وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو وضعیت له هغو مهمو مسالو څخه دي، چې په دې غونډه کې به پرې بحث وشي.
د افغانستان د بشري حقونو مدافعینو او د مدني ټولنې بنسټونو په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي، چې د "طالبانو له خوا د افغان ښځو پر وړاندې ترسره شوي تبعیض او سیستماتیک تاوتریخوالي" د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.
په دې اعلاميه کې راغلي: "په ټوله اسلامي نړۍ کې مسلمانې ښځې له خپلو اسلامي او بشري حقونو برخمنې دي، نو ولې افغان مېرمنې په خپل هېواد کې له ورته حقونو بې برخې کېږي؟ ولې اسلام باید د افغان ښځو لپاره توپیر ولري؟"
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "ښځې باید د تصمیم نیولو په بهیر کې یوه نه بېلېدونکې برخه وي".
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی دی: "ښځې باید د تصمیم نیولو په بهیر کې یوه نه بېلېدونکې برخه وي".
اعلامیه زیاتوي: “د ښځو سیاسي ګډون نه یوازې یو اساسي حق دی، بلکې زموږ د ټول هېواد د هوساینې او پرمختګ یوه اړتیا ده.”
د بشري حقونو مدافعینو او د مدني ټولنې بنسټونو "د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په سیاسي بهیرونو کې د ښځو د محرومیت" په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې "په تصمیم نیولو کې د ښځو نه شتون د جنډر مساوات او د ښځو ځواکمنتیا کمزورې کوي."
په اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د مهمو قضیو په توګه د بشري حقونو، سیاسي ګډون، ټولنیز ګډون او اقتصادي حقونو څلورو قضیو ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د پاملرنې غوښتنه کړې، چې طالبانو تر پښو لاندې کړي دي.

د ترکیې حکومت د «افغانستان د موثر سیاسي نظام او باثباته دایمي سولې» تر عنوان لاندې د پخوانیو افغان چارواکو غونډه لغوه کړه. ترکیې ویلي دي، چې دا غونډه "د امنیتي او سیاسي دلایلو" له امله لغوه شوې ده.
ټاکل شوې وه؛ دغه غونډه د دوشنبې په ورځ د وږي په ۲۰مه په استانبول کې جوړه شي.
ویل کېدل دغه غونډې ته عبدالرشید دوستم، محمد محقق، محمد یونس قانوني، شکریه بارکزۍ، صلاح الدین رباني، فوزیه کوفي، رحمت الله نبیل، ضرار احمد مقبل او نور پخواني افغان چارواکي خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې له غونډې مخکې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، لیکل شوي چې افغانستان دا مهال له "خورا بدو شرایطو" سره مخ دی.
له استانبول څخه د افغانستان انټرنشنل خبرياله نرګس هورخش وايي؛ د ترکيې حکومت په لومړي سر کې د دې غونډې د ترسره کولو موافقه کړې وه، خو په وروستۍ شېبه کې يې غونډې د جوړېدو اجازه ورنه کړه.
د ترکیې حکومت په رسمي ډول د دې غونډې د لغوه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
له مشرانو سره د اصلي ناستې له لغوه کېدو سره - سره د " حزب شهروندان افغانستان" چې دغه پروګرام یې تنظیم کړی؛ له خپلو غړو سره یې داخلي ناسته کړې ده.
د تركيې حكومت د افغانستان د پخواني حكومت د زيات شمېر چارواكو كوربتوب كوي.
عبدالرشید دوستم او محمد محقق د هغو کسانو په ډله کې دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې مېشت دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترکیه له طالبانو سره نسباً نېږدې اړیکې لري او په استانبول کې یې په قونسلګرۍ او انقره کې د افغانستان په سفارت کې د دې ډلې ډیپلوماتان منلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا سږ کال په خپله درېیمه غونډه کې په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د بشري حقونو پر وضعیت تمرکز کړی دی.
دا غونډه د دوشنبې په ورځ (د وږي۲۰مه) د ملګرو ملتونو د اروپايي ټولنې په مرکزي دفتر جینوا کې پیل شوې او ټاکل شوې چې پنځه اوونۍ به دوام وکړي.
د دغې شورا لومړۍ غونډه د چک جمهوریت د سفیر واسلاو بالک په مشرۍ جوړه شوه او د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک یې په پرانیسته کې پرانیستونکې وینا وکړه.
د دغې غونډې د اجنډا له مخې په پام کې ده، چې د یادې غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنېټ وینا وکړي او په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت تشریح کړي.
د دې سرمشریزې لویه برخه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت بیا کتنې ته ځانګړې شوې ده. د هغه څه پر بنسټ چې تر اوسه اعلان شوي، د سې شنبې په ورځ به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د راپور په اړه بحث وشي.
په دې غونډه کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت محصلین چې په پرتګال کې دي، هم د پروګرام د ترسره کولو لپاره رابلل شوي دي.
د دې غونډې په څنډه کې یو شمېر مدني فعالان په ځانګړې توګه افغانې ښځې او د بشري حقونو فعالان پلان لري چې اعتراضيه کنفرانسونه جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په دې غونډه کې به په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت سربېره په میانمار، سوډان، اوکراین، هایتي او بيلاروس کې د بشري حقونو وضعیت هم وڅېړل شي.
دا غونډه په داسې حال کې کیږي، چې په جرمني کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو په افغانستان کې د «جنیسي نژادي تبعیض» د په رسمیت پېژندلو لپاره د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی.
په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د پرلپسې فرمانونو په صادرولو سره ښځې او نجونې تقریباً له عامه ژوند څخه برې برخې کړې دي.
دې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کارموندنې او همدارنګه عامه ځایونو؛ لکه: سینما، پارکونو، لوبغالو او سپورتي کلبونو ته د هغوی پر تګ بندیز لګولی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې شمالي کوریا او روسیې تایید کړې چې د دواړو هېوادونو مشران به ډېر ژر سره وویني. د دغه خبري آژانس د خبر له مخې؛ امریکايي چارواکو ویلي دي چې دوی به د وسلو د تړون په اړه غونډه وکړي.
تر دې مخکې د جنوبي کوریا لوړپوړو چارواکو ویلي وو، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له ولادیمیر پوتین سره د لیدو لپاره روسیې ته تللی دی.
ویل کیږي چې ښاغلی کیم د دوشنبې په ماښام (د وږي ۲۰مه) د یوه ځانګړي زغره وال ریل ګاډي په واسطه د روسیې لېرې ختیځ کې د خسان سیمې ته روان شوي دي.
په همدې حال کې داسې رپوټونه ورکول کېږي، چې ښاغلی پوتین به هم د سې شنبې په ورځ د روسیې لېرې ختیځې سیمې ته لاړ شي چې په دې سیمه کې له ښاغلي کیم سره وګوري.
ویل شوي چې د دواړو مشرانو د خبرو موضوع به پر پوځي همکاریو او د وسلو د استولو پر هوکړې متمرکزه وي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ امریکايي چارواکو ویلي دي چې د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د وسلو مرسته ورکول به د شمالي کوریا لپاره یوه لویه تېروتنه وي.
شمالي کوریا یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په ښکاره یې پر اوکراین د روسیې د پوځي برید ملاتړ کړی دی.
د شمالي کوریا د مشر په دې سفر کې د هغه امنیتي تدابیر د ډېرو رسنیو پام ځانته اړولی دی. د دغه سفر د محرمیت له امله تر اوسه د هغه د سفر په اړه کوم خبر یا رسمي اعلان نه دی شوی.
هغه څه چې تر دې دمه په دې اړه خپاره شوي اکثره د هغو معلوماتو پر بنسټ دي، چې د سویلي کوریا چارواکو د نامعلومو سرچینو په توګه د هېواد رسنیو ته ورکړي.

د ښاغلي کیم د دغه سفر پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي
له بلې خوا جاپاني رسنیو ویلي، چې امنیتي تدابیر سخت شوي او د روسیې په خسان ښار کې د اورګاډي اصلي تم ځای د ترمیم په حال کې دی، ځکه چې د شمالي کوریا مشر به له هغه ځایه روسیې ته ننوځي.
د شمالي کوریا مشر له ندرت سره بهر ته سفر کوي. هرکله چې هغه سفر کوي، د هغه سفر د امنیتي رازونو څخه ډک پاتې کیږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې مشر ګیورګ کلوسمان د دوشنبې په ورځ په کولن ښار کې له تمنا زریاب پریاني سره د هغې د اعتصاب په خیمه کې وکتل.
پریاني له ښاغلي کلوسمان څخه وغوښتل، چې د یوې رسمي خپرپاڼې خپرولو سره جرمني په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژني.
په ځواب کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ډېپلومات وویل، چې هغه به د میرمن پریاني پیغام د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي.
د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي؛ د تمنا زریاب پریاني او د بهرنیو چارو وزارت د استازي تر منځ ټیلیفوني خبرې د یکشنبې په ورځ پیل شوې.
دغې خېمې ته حاضر شوي ښاغلي کلوسمان وويل، چې د اعتصاب کوونکو پيغام به د بهرنيو چارو وزارت ته ورسوي؛ خو وروستۍ پرېکړه به هلته کوي.
د تمنا زرياب پریاني د نه خوړلو اعتصاب په تېرو يوولسو ورځو کې په افغانستان کې دننه او بهر د بشري حقونو د فعالانو له پراخ ملاتړ سره مخ شو.
د دوشنبې په ورځ د نوبل د سولې جاېزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور او پلار ضیاالدین یوسفزی او تورپیکۍ یوسفزۍ د مېرمن پریاني د هیلو د ملاتړ لپاره کولن ته سفر وکړ.
تر دې مخکې د فعالو ایراني ښځو او جرمني هنرمندانو یوه ډله هم د مېرمن پریاني د اعتراض خیمې ته ورغلې وه.
