• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ختیځې لیبیا لومړی وزیر: په وروستیو سیلابونو کې۲۰۰۰ کسان مړه شوي او زرګونه نور ورک دي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۶ GMT+۱

د ختیځې لیبیا د حکومت لومړی وزیر وايي، چې په لیبیا کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې تر اوسه پکې ۲۰۰۰ کسان مړه شوي او زرګونه نور یې ورک شوي دي. بل خوا د سرې میاشتې ټولنې د ۱۵۰ کسانو مړینه تایید کړې ده.

رویټرز د ختیځې لیبیا د لومړي وزیر اسامه حماد په حواله ویلي، چې د د دانیل په نوم د مدیتراني طوفان او سختونو بارانونو له امله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې سیلابونه راوتلي دي.

راپور زیاتوي، چې په جبل الاحضر، المارج او درنا کې تر دې مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰۰۰ تنه مړه شوي دي، په راپور کې راغلي چې د ژغورنې ډلې لا هم د یو شمېر خلکو په ژغورلو بوختې دي.

د دغه سیلابونو له امله ګڼو ودانیو ته هم زیان اوښتی، ځینې یې په بشپړ ډول له منځه تللي او ځینې یې نیمه ویجاړې شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د لیبیا لومړي وزیر اسامه حماد هم د پېښې ځای ته سفر کړی او د قربانیانو له یو شمېر کورنیو سره یې هم لیدلي دي.

نوموړي ویلي، چې د درنا په ساحلي ښار کې زرګونه انسانان لا هم ورک دي.

بل خوا په درنا کې د سرې میاشتې یوه چارواکي ویلي، چې تر اوسه یې د ۱۵۰ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

رویټرز زیاتوي، چې تر اوسه دوی نه دي توانېدلي چې د مرګ ژوبلې په اړه د ختیځې او لویدیځې لیبیا د حکومتي چارواکو متحد نظر تایید کړي.

یاد سیلابونه په لیبیا کې په وروستیو لسو کلونو کې بې ساري ګڼل شوي او ویل کیږي، چې د اوبو اندازه تر لس فوټو پورې پورته شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ بېنېټ: د ټولګډونه حکومت د غوښتنې اورېدو لپاره د طالبانو غوږونه کاڼه دي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۲ GMT+۱

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، چې د طالبانو حکومت د یوې ځانګړې ډلې په کنټرول کې دی او د ټولګډونه حکومت د غوښتنې پر وړاندې د دوی غوږونه کاڼه دي.

ښاغلي بېنېټ د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰ مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې په خپله وینا کې وویل، ده له ګڼو افغانانو سره خبرې کړي او په لویه کې اکثرو یې د ټولګډونه حکومت د نه موجودیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړی زیاتوي، د طالبانو د حکومت لویه برخه سړي جوړوي، چې اکثر یې پښتانه دي؛ نورو اقوامو او ښځو ته په حکومت کې د ګډون حق نه ورکوي.

خو طالبانو په بار- بار ویلي، چې د دوی حکومت ټولګډونه دی او د ټولو اقوامو استازي پکې شریک دي.

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دغه ځانګړی راپور ورکوونکي په افغانستان کې "د غښتلي تبعیض او د یوې لویې برخې د خلکو د محرومیت" په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د هغه په خبره، چې په افغانستان کې ښځې، مذهبي او قومي ډلې؛ لکه: تاجک، هزاره، ازبک او ترکمن هم غواړي چې په واک کې برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي ټینګار وکړ، چې د توکمیزو ډلو استازي د طالبانو د توکم پالنې له کړنو هم شکایت کوي. هغه څه چې د حکومت په ټولو سکتورونو کې د زده کړو، کار او بشري مرستو په ګډون د طالبانو د "غیر عادلانه" چلند لامل کیږي.

نوموړی وايي، چې دا ډول غیر عادلانه چلند په ثبات هم مستقیم اغېز لري.

د طالبانو د بیا ځل واک ته له رسېدو وروسته؛ نړۍوالې ټولنې له طالبانو څخه د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لرې کولو لپاره بار- بار غوښتنې وکړې، خو طالبانو بیا دا خپله داخلي مساله ګڼلې او ویلي یې دي، چې هېچا ته به د مداخلې حق ورنه کړي.

بلېنکن له افغانستانه د امریکا د وتلو په ملاتړ وايي: موږ سم کار کړی خو د وتلو بهیر څېړو

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۷ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پرېکړې ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده، چې له امریکا څخه به یو بل نسل د افغانستان د جګړې لپاره نه ځي.

بلېنکن په داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې نن په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د پېښې ۲۲ کاله پوره شول او د دغې پېښې د یادونې په پار ګڼو امریکايي چارواکو او فعالانو خپل د غندنې نظرونه څرګند کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سي این این تلویزون سره په یوې مرکې کې ویلي، چې که څه هم د بایډن حکومت د متحده ایالاتو یوه ډېره اوږده جګړه پای ته رسولې؛ مګر بیا هم له افغانستانه د راوتلو د بهیر ټول اړخونه څېړي.

بلینکن زیاتوي: “موږ سم کار کړی، یوازې د ډاډ لپاره په ډېر دقیق ډول د وتلو د ټولې پروسې بېلابېل اړخونه ارزوو تر څو ډاډه شو”.

د نوموړي په خبره؛ چې د وتلو د بهیر ځکه ارزوي، تر څو ټول دخیل کسان د دې احساس وکړي چې د دوی د قربانیو پر وړاندې له عدالت څخه کار اخیستل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې په داسې مهال کوي، چې څه موده وړاندې د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر په ګډون ګڼو استازو د بایډن پر ادارې نیوکې وکړې او د هغه یاده پرېکړه یې غندلې ده.

په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د خونړۍ پېښې ۲۲مه کلیزه

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۰ GMT+۱

له نن څخه دوه ویشت کاله وړاندې د سپټمبر په ۱۱مه نېټه د امریکا په نیویارک کې بریدونه وشول، چې نېږدې ۳۰۰۰ کسان پکې ووژل شول. له دې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر اعلان وکړ، چې یاده پېښه القاعده شبکې کړې ده.

ټاکل شوې ده، چې نن به په امریکا کې امریکايي چارواکي په بېلابېلو غونډو کې د یادې پېښې یاد غونډې وکړي.

د سپټمبر د ۱۱مې د پېښې په مناسبت به د امریکا ولسمشر جوبایډن به په الاسکا کې یوې غونډې ته وینا کوي؛ په دې غونډه کې به د مرستندویه ادارو د غړو په ګډون سرتېري او د قربانیانو کورنۍ شاملې وي.

ویل کیږي چې په دې غونډه کې به له ولسمشر بایډن سره د هغه مېرمن جېل بایډن او د دفاع وزیر لوېډ اسټن هم ګډون کوي.

په ورته وخت کې به د امریکا د ولسمشر مرستیاله کماله هرېس په پېنسلوانیا کې د دغې پېښې د دوه ویشتمې کلیزې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ګډون کوي.

دغه غونډه د پېنسلوانیا په هغه سیمه کې جوړیږي، چېرې چې د سپټمبر د ۱۱مې د پېښې درېیمه الوتکه لوېدلې وه.

د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له خونړۍ پېښې وروسته؛ امریکا له طالبانو وغوښتل چې د القاعدې مشر اسامه بن لادین ور ورسپاري، خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر یې له ورکړې انکار وکړ، چې له امله یې د امریکا په مشرۍ ناټو پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو واکمني یې ړنګه کړه.

په ټولنیزو شبکو کې ګڼو امریکايي فعالانو د دغې ورځې یادونه کړې او دغه ورځ یې د امریکا لپاره یوه توره ورځ یاده کړې ده.

په مراکش کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته ورسېد

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۴ GMT+۱

په مراکش کې له خونړۍ زلزلې درې ورځې وروسته د مړو شمېر نېږدې دوه زره او ۵۰۰ کسانو ته رسېدلی او د وخت په تېرېدو سره له خاورو - خځلو څخه د ژوندي لاندې شویو کسانو د راویستلو هیله له منځه تللې ده.

رویټرز خبري اژانس د مړو شمېر 2,497 او د ټپیانو شمېر 2,476 ښودلې ده.

د هسپانیا، برتانیې او قطر څخه د ژغورنې ډلې زلزله ځپلو سیمو ته تللي، چې تر خاورو لاندې د بندو کسانو لټون وکړي.

د مراکش څخه د راپورونو له مخې؛ د دې زلزلې له امله د ویجاړولو اندازه خورا پراخه ده.

مراکش د جمعې په ورځ د ۶،۸ درجې زلزلې ولړزاوه؛ دا په تېرو شپږو لسیزو کې په دې هېواد کې تر ټولو خونړۍ زلزله ده.

بې کوره خلک په پرله پسې درېیمه شپه بې سرپناه پراته وو، او ډېری هغه کسان چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي په بهر کې پاتې شول.

یو شمېر هېوادونو له دې پېښې وروسته له مراکش سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی.

د م.م غونډې ته افغان لاریونوال: موږ د 'جنسیتي تبعیض' پر وړاندې په مبارزه کې متحد یو

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو یوې ډلې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي، چې د افغان ښځو حقونه او ازادي تضمین کړي.

دغه لاريون چې د دې شورا د غونډې په څنډه کې ترسره شو؛ لاريون کوونکو وويل چې د "جنسیتي توپير" پر وړاندې مبارزه کې متحد دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د سږني کال درېیمه غونډه د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۰مه) د ملګرو ملتونو د اروپا په مرکزي دفتر جینوا کې پیل شوه او ټاکل شوې، چې پنځه اوونۍ به دوام وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو وضعیت له هغو مهمو مسالو څخه دي، چې په دې غونډه کې به پرې بحث وشي.

د افغانستان د بشري حقونو مدافعینو او د مدني ټولنې بنسټونو په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي، چې د "طالبانو له خوا د افغان ښځو پر وړاندې ترسره شوي تبعیض او سیستماتیک تاوتریخوالي" د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

په دې اعلاميه کې راغلي: "په ټوله اسلامي نړۍ کې مسلمانې ښځې له خپلو اسلامي او بشري حقونو برخمنې دي، نو ولې افغان مېرمنې په خپل هېواد کې له ورته حقونو بې برخې کېږي؟ ولې اسلام باید د افغان ښځو لپاره توپیر ولري؟"

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "ښځې باید د تصمیم نیولو په بهیر کې یوه نه بېلېدونکې برخه وي".

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی دی: "ښځې باید د تصمیم نیولو په بهیر کې یوه نه بېلېدونکې برخه وي".

اعلامیه زیاتوي: “د ښځو سیاسي ګډون نه یوازې یو اساسي حق دی، بلکې زموږ د ټول هېواد د هوساینې او پرمختګ یوه اړتیا ده.”

د بشري حقونو مدافعینو او د مدني ټولنې بنسټونو "د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په سیاسي بهیرونو کې د ښځو د محرومیت" په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې "په تصمیم نیولو کې د ښځو نه شتون د جنډر مساوات او د ښځو ځواکمنتیا کمزورې کوي."

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د مهمو قضیو په توګه د بشري حقونو، سیاسي ګډون، ټولنیز ګډون او اقتصادي حقونو څلورو قضیو ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د پاملرنې غوښتنه کړې، چې طالبانو تر پښو لاندې کړي دي.