• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په کابل ښار کې مو څلور انسان تښتوونکي وژلي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل ښار کې یې څلور انسان تښتوونکي وژلي دي، خو له سیمې څخه باوري سرچینې بیا وايي، چې وژل شوي ټول عام وګړي او له انسان تښتونې سره یې هېڅ اړیکه نه لرله.

د طالبانو د دغه وزارت له خوا نن سې شنبه(د وږي ۲۰مه) په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې دغه انسان تښتوونکي تېره شپه د کابل ښار په اتمه حوزه کې د دوی د وسلوالو له خوا وژل شوي دي.

خپرپاڼه زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د انسان تښتوونکو پر یوه پټنځای حمله کړې، چې په پایله کې یې یاد څلور تښتوونکي وژل شوي دي.
دوی زیاتوي، چې تښتول شوی کس هم د تښتوونکو له خوا وژل شوی دی.

خو د کارته نو اوسېدونکی چې خپل مستعار نوم امین الله ښيي افغانستان انټرنشتل ته وویل، چې په وژل شویو کې یې څلور د یوې کورنۍ غړي او دوه مېلمانه دي.

نوموړي زیاته کړه:” د یوې کورنۍ درې غړي د لویو بار وړونکو لاریو ډرېوران وو، په رخصتۍ راغلي وو او د شپې پرې طالبانو حمله وکړه”.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه، چې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره اړیکه ونیسي، خو له پرلپسې هڅو په اړیکو نیولو ونه توانېدو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د چین ځانګړي استازي د سعودي عربستان، پاکستان، قطر او طالبانو له چارواکو سره لیدلي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پاکستان، قطر او سعودي عربستان ته سفرونه کړي، چې د سفر موخه یې د افغانستان په اړه د دغو هېوادونو له چارواکو سره خبرې اترې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې یوشیاویانګ د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له چارواکو، د اسلامي همکاریو د سازمان له چارواکو او د طالبانو له استازو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې؛ يو شياویانګ د وږي د میاشتې له ۸مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د سعودي عربستان، قطر او پاکستان په بلنه له دغو هېوادونو څخه ليدنه وکړه.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ چې د نن سې شنبه( د وږي ۲۱مه) خپره شوه، د چين ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال محمد سيروس سجاد قاضي او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر سهيل شاهين سره وکتل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارتونو او د اسلامي همکاریو د سازمان د چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

چین، پاکستان او قطر له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري. دا مهال په درې واړو هېوادونو کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو ډېپلوماتان کار کوي.

د عربي اماراتو استازې: د ښځو په اړه د طالبانو په سخت دریځ کې هېڅ تغیر نه دی راغلی

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا په کې د متحده عربي امارات د دایمي استازي مرستیالې لبنا قسیم ویلي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز په اړه د دې ډلې په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

نوموړې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مې غونډې کې د خپلې وینا پر مهال د طالبانو سخت دریځ ته په اشارې وویل، چې “په دې وروستیو کې د افغانستان په وضعیت کې هېڅ بدلون” نه دی راغلی.

د متحده عربي امارات د دایمي استازي مرستیالې ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د «بشري حقونو شته ننګونې» د افغانستان پر راتلونکي منفي اغېزې لري.

مېرمن قسیم دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر هم ویلي، چې د طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره - سره په افغانستان کې نا قانونه وژنې، شکنجه او خپلسرې نیول ادامه لري.

ولکر تورک زیاته کړه، چې ملګرو ملتونو هم د پخواني حکومت د کارکوونکو او سرتېرو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونو پېښې مستند کړې دي.

هغه د ښځو او نجونو لپاره د تعلیم ممنوعیت ته په اشارې سره وویل؛ د دوی پر وړاندې د طالبانو د ظلم کچه "ظالمانه" دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) خپله ۵۴مه غونډه پیل کړه. د دې سرمشریزې د لومړۍ ورځې د وینا لویه برخه د افغانستان وضعیت ته ځانګړې شوې وه.

د طالبانو او ایران د انرژۍ وزیرانو د هرات د برېښنا د ستونزو په اړه خبرې کړي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر د هرات د برېښنا د ستونزو د حل په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

د طالبانو د انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې علي اکبر محرابیان له عبداللطیف منصور سره ژمنه وکړه چې د برېښنا د قرارداد د نوي کولو او د هرات د برېښنا د پرچاوۍ د حل په برخه کې به همکاري وکړي.

افغانستان د برېښنا په برخه کې پر ګاونډیو هېوادونو تکیه کوي. د هرات برېښنا په عمده توګه د ایران او ترکمنستان له خوا تامین کیږي.

د ایران د انرژۍ وزارت د طالبانو د کابینې له دغه غړي سره د ټیلیفوني خبرو او د هرات د برېښنا د ستونزو په اړه څه نه دي ویلي او د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت هم په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت وايي؛ په دې ټيلیفوني خبرو کې دواړو لورو موافقه کړې، چې د طالبانو پلاوی به د هرات د برېښنا د ستونزو د حل لپاره ایران ته سفر وکړي.

هرات د افغانستان یو له صنعتي ښارونو څخه دی او په دغه ولایت کې د برېښنا پر پرچاوۍ څو ځلې نیوکې شوې دي.

د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې ملي مرکز: په افغانستان او پاکستان کې القاعده له زوره لوېدلې

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۶ GMT+۱

په داسې حال کې چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د پېښو ۲۲ کاله پوره کیږي، د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې ملي مرکز ویلي، چې د القاعده شبکه له زوره لوېدلې او نور د لویو بریدونو وس نه لري.

د دغه مرکز مشر کریسټي ابیزید پرون دوشنبه (وږي ۲۰) د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د دوه ویشتمې کلیزې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې القاعده په خپل تاریخي مرکز”افغانستان او پاکستان” کې ځای لري خو د بیا راپورته کېدو احتمال یې نه شته.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې په متحده ایالاتو کې د القاعده د یوې خونړۍ پېښې ۲۲ کاله پوره شوي او دا پېښه په ټوله نړۍ کې یوه هېښوونکې پېښه بلل شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د القاعده شبکې موخو ته لاسرسی، مشرتابه، ګروپي فعالیت، او سیمه ییز مناسب چاپیریال له لاسه ورکړی دی.

خو بل خوا ملګرو ملتونو ته د امنیت شورا په راپور کې چې د جون په میاشت کې خپور شو؛ خبرداری ورکړل شوی، چې افغانستان یو ځل بیا د القاعدې لپاره په مناسبه سیمه بدل شوی.

په راپور کې ویل شوي، چې القاعدې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه تر لاسه کړي او د سرتېرو کمیت یې زیات شوی دی.

د ځغاستې افغان نابینا لوبغاړي څلور د سرو زرو مډالونه ګټلي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د ځغاستې افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د ځغاستې په څلورو سیالیو کې د سرو زرو څلور مډالونه ګټلي دي.

نوري نن سې شنبه (د وږي ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نوموړي په جرمني هېواد کې د ځغاستې په سیالیو کې برخه اخیستې وه.

هغه زیاتوي، چې یادې سیالۍ د ۲۱ هېوادونو تر منځ د نېږدې ۵۰۰ لوبغاړو په ګډون سره ترسره شوې دي.

نوري وویل: “ ما د ځغاستې په څلورو سیالیو کې ګډون کړی، چې د څلورو واړو اتلولي مې خپله کړې ده”.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی به په نېږدې راتلونکي کې د لامبو وهلو په سیالیو کې هم ګډون وکړي.

ولي محمد نوري د افغانستان لومړنی نابینا د لامبو او ځغاستې اتل دی، چې په لسګونو سیالیو کې یې اتلولي خپله کړې ده.