د طالبانو او ایران د انرژۍ وزیرانو د هرات د برېښنا د ستونزو په اړه خبرې کړي

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر د هرات د برېښنا د ستونزو د حل په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر د هرات د برېښنا د ستونزو د حل په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.
د طالبانو د انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې علي اکبر محرابیان له عبداللطیف منصور سره ژمنه وکړه چې د برېښنا د قرارداد د نوي کولو او د هرات د برېښنا د پرچاوۍ د حل په برخه کې به همکاري وکړي.
افغانستان د برېښنا په برخه کې پر ګاونډیو هېوادونو تکیه کوي. د هرات برېښنا په عمده توګه د ایران او ترکمنستان له خوا تامین کیږي.
د ایران د انرژۍ وزارت د طالبانو د کابینې له دغه غړي سره د ټیلیفوني خبرو او د هرات د برېښنا د ستونزو په اړه څه نه دي ویلي او د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت هم په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت وايي؛ په دې ټيلیفوني خبرو کې دواړو لورو موافقه کړې، چې د طالبانو پلاوی به د هرات د برېښنا د ستونزو د حل لپاره ایران ته سفر وکړي.
هرات د افغانستان یو له صنعتي ښارونو څخه دی او په دغه ولایت کې د برېښنا پر پرچاوۍ څو ځلې نیوکې شوې دي.


په داسې حال کې چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د پېښو ۲۲ کاله پوره کیږي، د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې ملي مرکز ویلي، چې د القاعده شبکه له زوره لوېدلې او نور د لویو بریدونو وس نه لري.
د دغه مرکز مشر کریسټي ابیزید پرون دوشنبه (وږي ۲۰) د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د دوه ویشتمې کلیزې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې القاعده په خپل تاریخي مرکز”افغانستان او پاکستان” کې ځای لري خو د بیا راپورته کېدو احتمال یې نه شته.
نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې په متحده ایالاتو کې د القاعده د یوې خونړۍ پېښې ۲۲ کاله پوره شوي او دا پېښه په ټوله نړۍ کې یوه هېښوونکې پېښه بلل شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د القاعده شبکې موخو ته لاسرسی، مشرتابه، ګروپي فعالیت، او سیمه ییز مناسب چاپیریال له لاسه ورکړی دی.
خو بل خوا ملګرو ملتونو ته د امنیت شورا په راپور کې چې د جون په میاشت کې خپور شو؛ خبرداری ورکړل شوی، چې افغانستان یو ځل بیا د القاعدې لپاره په مناسبه سیمه بدل شوی.
په راپور کې ویل شوي، چې القاعدې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه تر لاسه کړي او د سرتېرو کمیت یې زیات شوی دی.

د ځغاستې افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د ځغاستې په څلورو سیالیو کې د سرو زرو څلور مډالونه ګټلي دي.
نوري نن سې شنبه (د وږي ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نوموړي په جرمني هېواد کې د ځغاستې په سیالیو کې برخه اخیستې وه.
هغه زیاتوي، چې یادې سیالۍ د ۲۱ هېوادونو تر منځ د نېږدې ۵۰۰ لوبغاړو په ګډون سره ترسره شوې دي.
نوري وویل: “ ما د ځغاستې په څلورو سیالیو کې ګډون کړی، چې د څلورو واړو اتلولي مې خپله کړې ده”.
د یادونې وړ ده، چې نوموړی به په نېږدې راتلونکي کې د لامبو وهلو په سیالیو کې هم ګډون وکړي.
ولي محمد نوري د افغانستان لومړنی نابینا د لامبو او ځغاستې اتل دی، چې په لسګونو سیالیو کې یې اتلولي خپله کړې ده.

په داسې حال کې چې د ډېورنډ د کرښې دواړو غاړو ته سلګونه بار موټرونه ولاړ دی، دغه دروازه د دواړو غاړو له نښتې وروسته د اومې ورځې لپاره هم د پاکستان له خوا بنده وه. تېره ورځ د مومندو او شینوارو له خوا د بندې دروازې په غبرګون لاریون هم شوی و.
پرون دوشنبه د (وږي ۲۰مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د بندېدو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د وړمې ورځې اعلامیه د حیرانتیا وړ بللې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت پر خپله خاوره د بل چا هېڅ ډول لاسوهنه نه شي زغملی؛ ځکه په دې سره د پاکستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د دروازې د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په تورخم کې ولاړې بار وړونکې لارۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي او بار وړونکي شکایت کوي، چې که دروازه خلاصه نه شي ښايي له دې زیات تاواني شي.
احتشام مومند یو له هغو موټر چلوونکو دی، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په تورخم کې د دروازې د خلاصون په تمه منتظر دی، نوموړي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د سبزیو او میوو ګڼې لارۍ په ګرمۍ کې ولاړې دي او د خوسا کېدو له ګواښ سره مخ دي.
نوموړی زیاتوي، چې په تورخم کې ګڼ مسافر هم د لارې د خلاصون په تمه دي، مګر تر اوسه دروازه تړلې ده.
هغه زیاته کړه: “ دلته چې ناروغان او مسافر وګورې زړه به دې پرې وخوږيږي، دېخوا طالبان هم سم چلند نه کوي او هاخوا پاکستاني ملېشه خلک په کوتکونو وهي”.
د مومند په خبره، چې د پولې دواړو غاړو ته سلګونه مسافرین د لارې د خلاصون په تمه دي؛ مګر د پاکستان له اړخه لار بنده ده او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ پر پولې جګړه رامنځته کیږي، له دې وړاندې د اګسټ پر پنځمه نېټه په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې وه، چې له امله یې دغه لار د څه مودې لپاره تړل شوې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وايي، د طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره - سره په افغانستان کې نا قانونه وژنې، شکنجه او خپلسرې نیول ادامه لري.
ولکر تورک زیاته کړه، چې ملګرو ملتونو هم د پخواني حکومت د کارکوونکو او سرتېرو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونو پېښې مستند کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۲۰مه) د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل، چې طالبانو د واک په بېرته تر لاسه کولو سره بشري حقونه تر پښو لاندې کولو سره د خلکو او په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو ازادي په نښه کوي.
هغه د ښځو او نجونو لپاره د تعلیم ممنوعیت ته په اشارې سره وویل؛ د دوی په وړاندې د طالبانو د ظلم کچه "ظالمانه" وبلله.
د ښاغلي تورک په وینا؛ د ښځو او نجونو د ازادۍ او اساسي حقونو پر وړاندې د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه دوی د کور په څلور دیوالونو کې محدودې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر زیاته کړه، چې د طالبانو له قوانینو څخه د ښځو او نجونو نافرماني د خپلسرې نیولو، ځورونې او حتا فزیکي تاوتریخوالي لامل کیږي.
د بشري حقونو د میکانیزمونو او بنسټونو له منځه وړل
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، چې د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ په سیستماتیک ډول هغه بنسټونه او قوانین له منځه وړي چې د بشري حقونو ساتنه یې کوله.
د هغه په وينا؛ ټول هغه قوانين چې پخوا د تاوتريخوالي پر وړاندې د ساتنې او همدا راز د رسنيو د کار لپاره د مناسب چاپېريال په اړه پلي وو، اوس ځنډول شوي دي.
ښاغلي تورک زیاته کړه، چې طالبانو د اعدام سزا او عام وژنې بیا پیل کړي او خپلسرې نیول، شکنجه او وژنې ادامه لري.
هغه وویل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د مجرمینو حقونه د لازمو ضمانتونو د نه مراعاتولو او د جزایي عدلي سیستم د نه شتون له امله تر پښو لاندې کیږي.
هغه وويل؛ طالبانو د زندانونو او قضايي پړاونه د څارنې لپاره بنسټونه ټاکلي، خو تر اوسه دا نه دي ليدل شوي، چې دغه بنسټونه څنګه کار کوي.
د رسنیو فشار
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د خپلو خبرو په بله برخه کې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د ظالمانه کړنو په اړه وضاحت ورکړ.
ولکر تورک وویل؛ پر رسنیو د طالبانو بندیزونه د بیان او نظر پر ازادۍ "هدفي برید" دی.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې خبریالان د داسې موادو له خپرولو منع دي چې د طالبانو د دیني لارښوونو خلاف وي.
هغه د بهرنیو فلمونو بندیز او په تلویزیون کې د ښځینه خپرونکو د مخونو پټولو ته هم اشاره وکړه.
د ښاغلي تورک په وینا؛ د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي چې ډېری رسنۍ وتړل شي.
هغه وویل، مدني ټولنې له ورته محدودیتونو سره مخ دي او د دوی غږونه "تر ډېره حده مات شوي."
هغه زیاته کړه؛ طالبان د خپلو مخالفینو د خاموشه کولو او د بیان د ازادۍ د وسیلې په توګه له خپلسرو نیونو څخه کار اخلي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) خپله ۵۴مه غونډه پیل کړه. د دې سرمشریزې د لومړۍ ورځې د وینا لویه برخه د افغانستان وضعیت ته ځانګړې شوې وه.

د پاکستان د سچ ټلویزیون د راپور له مخې؛ د دغه هېواد پخواني د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، چې د عمران خان د لومړي وزارت پر مهال ترهګرو ته اجازه ورکړل شوې وه چې پاکستان ته ننوځي.
د ښاغلي زرداري په وینا؛ په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې پاکستان ته رسېدلي دي.
د سچ تلویزون د راپور له مخې؛ ښاغلي زرداري دا خبره د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) په سوکور ښار کې د وژل شوي پاکستاني خبریال جان محمد مهار له کور څخه د لیدنې پر مهال وکړه.
جان محمد مهر تېره میاشت د پاکستان په سوکور ښار کې د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو.
د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دا برید یو تروریستي برید ګڼلی او نن یې د دغه خبریال په کور کې د پاکستان پخوانیو حکومتي چارواکو ته وینا وکړه او پوښتنه یې وکړه چې ایا عمران خان او فیض حمید په دې پوهېږي چې وسله وال به پر پاکستان برید وکړي؟
د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر اعتراف کړی، چې په دغه هېواد کې یو ځل بیا ترهګریز بریدونه مخ په زیاتېدو دي.