• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خيبر پښتونخوا کې د نا امنيو له ډېرېدو سره په ټانګ ولسوالۍ کې هم قومي جرګه جوړه شوه

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۲ GMT+۱

ځايي سرچينې وايي، د خير پښتنخوا اړوند د ټانګ په سیمه کې د دغې ولسوالۍ د خلکو له لوري د يوې غونډې پر مهال د امن جرګه جوړه شوه. امن جرګې او لاريونونه په پښتونخوا کې د امن راوستو په موخه جوړيږي چې په دې ورستيو کې يې تر هر وخت ښه اغېز لرلی.

دغه امن جرګه په دې موخه جوړه شوې چې په سیمه کې وروستیو نا امنیو ته په کتو د خلکو ژوند وژغوري او له بهره د نا امنۍ جوړونکو ډلو مخه ونیسي.

په ټانګ کې هم په دې وروستيو يې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

همدا پرون هم د پښتونخوا په سر ښار پېښور کې د چاودنې او بريدونو راپورونه ورکړل شوي و.

تر دې وړاندې هم د سیمې خلکو د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې ورته غونډې کړې او د امن غوښتنه يې کړې.

په دې وروستيو کې یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا په ډیرو سیمو کې نا امني زیاته شوې، له هدفي وژنو نيولې بیا تر ځانمرګو بریدونو پورې هره ورځ د سیمې د خلکو ژوند اخلي او ګواښي يې.

په سیمه کې آزاد خبریال لال وزیر وايي: «تر اوسه پورې چې د دغه ایالت په کومو سیمو کې د امن جرګه جوړه شوې د نا امنيو په مخنیوي کې يې رغنده رول لوبولی دی.»

د پښتنو د دود له مخې د هرې ټولنېزې موضوع په اړه چې ښه یا بد اغېز يې د خلکو په ژوند پریوځي سره جرګه کيږي او په یوه خوله د هرې پرېکړې ملاتړ کوي.

له ۲۰۰۸ میلادي کال را وروسته د خيبر پښتونخوا په ډيری سیمو کې نا امني منځته راغلی چې تر اوسه پورې په بیلابیلو نومونو په زرګونو پښتانه وژل شوي، په لکونو هغه بې کوره شوي، په زرګونه کورنه يې ویجاړ کړل شوي او د میلیونونو کلدارو کارونه يې له منځه تللي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د خیبر پښتنخوا په ډیری سیمو کې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوې او د ډیرو بریدونو مسولیت هم پاکستاني طالبان په غاړه اخلي، خو پاکستاني چارواکي بیا دعوه کوي چې د ټي ټي پي دغه بريدونه د افغانستان له خاورې پر دوی کیږي، هغه دعوه چې طالبان يې تل ردوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د مراکش زلزلې د قربانیانو شمېر له ۲۸۰۰ تنو واوښت

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۱ GMT+۱

د مراکش دولتي ټلویزیون د دوشنبې ورځې په وروستیو کې راپور ورکړ، چې ددغه هېواد د مرګونې زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۸۶۲ تنه او د ټپیانو شمېر یې ۲۵۶۲ کسانو ته لوړ شوی دی. په لریو پرتو سیمو کې د دغې زلزلې د ورکو شویو خلکو کره شمېره لاهم څرګنده نه‌ده.

د مراکش یو شمېر خلکو چې د یوې پېړۍ په اوږدو کې یې د هېواد تر ټولو سترې زلزلې له امله مېنې ویجاړې شوې، څلورمه شپه هم له کورونو بهر تېره کړه.
د مراکش له ژغورونکې ډلې سره د برېټانیا، اسپانیا او قطر د پلټنې ډلې هم یوځای شوې دي.
د مراکش د اطلس په دنګو غرونو کې د ۶.۸ درجې په لویوالي دغې زلزلې د دغې سیمې د خښتو پاخه کورونه ویجاړ کړي دي.

100%


د تېنمل په کلي کې شاوخوا ټول کورونه ویجاړ شوي او ټول اوسېدونکي یې بې کوره شوي دي، دا رنګه دغلته د خاورو د ډېریو لاندې د لسګونه لمنځه تللیو څارویو بوی ټوله سیمه په سر اخیستې ده.

د برېتانیا استازې: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام شاهدان یو

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۴ GMT+۱

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴ مه غونډه کې د برېتانیا استازې پر افغان ښځو د پراخو بندیزونو دوام د افسوس وړ وباله.

ریتا فرېنچ وویل: "موږ په خواشینۍ سره د طالبانو لخوا د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې د ظلم او تاوتریخوالي د دوام شاهدان یو."

په دې غونډه کې د بشري حقونو په چارو کې د برېتانيا استازۍ د بشري حقونو د سرغړونو د قضيو په تړاو او ځانګړي ډول په افغانستان کې د پوهنې، کارموندنې او د ښځو د ازادۍ په برخو کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه وويل، چې دې چارې د ښځو پر ژوند - ژواک منفي اغېز ښیندلی دی.

په افغانستان کې د ارایشګاه ګانو تړل او د زرګونو ښځو د دندو له لاسه ورکول له نورو هغو مسايلو څخه دي، چې د برېتانيا له خوا د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ياد شوي دي.

دغه برېتانوي استازې طالبان مخاطب کړل او ویې ویل، چې دا ډله باید د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د "کار، ډوډۍ او عدالت" غوښتنې ته غوږ ونیسي.

"کار، ډوډۍ او عدالت" د افغان اعتراض کوونکو ښځو شعار و، چې په پرله پسې ډول یې په کابل او نورو ښارونو کې په خپلو مظاهرو کې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو بندیزونو په غبرګون کې شعارونه ورکول.

د برېتانيا استازې دغه راز د بشري مرستو لپاره د لسګونو ميليونو افغانانو اړتيا ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې برېتانيا د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې تر څنګ ولاړه ده.

د بشري حقونو په شورا کې ریچارډ بېنېټ: طالبان دې خپله ظالمانه او د ښځو ضد تګلاره بدله کړي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ناوړه او سخت دریځه چلند وغنده.

هغه زیاته کړه، چې طالبان په منظم ډول د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي او دا قشر ورځ تر بلې محدودوي.

ښاغلي بېنېټ د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې وویل، چې طالبان د ښځو او نجونو د کار، زده کړو، لباس او په ټولنه کې د هغوی د ظاهري بڼې په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې د دوی حقونه تر پښو لاندې کوي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د طالبانو له خوا د ښځو د ارایشګاه ګانو د تړلو امر د ښځو د فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو د وروستي اقدام په توګه یاد کړ، چې شاوخوا ۶۰ښځې یې له دندو بې برخې کړې دي.

ښاغلي بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې پر طالبانو غږ وکړ چې خپلې "ظالمانه او د ښځو ضد تګلارې" ته بدلون ورکړي او ښځو ته د کار او سوداګرۍ اجازه ورکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل؛ دا مهال د طالبانو د حکم له مخې چې ۱۴۰۰ کال د وږي په میاشت او بیا ۱۴۰۱ کال د وږي په میاشت کې صادر شوي، له درې میلیونو څخه زیاتې نجونې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې دي.

ریچارډ بېنېټ د خپلې وینا په پیل کې د یو شمیر افغان نارینه او ښځینه فعالانو د نه خوړلو اعتصاب او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «جنسي توپیر» د په رسمیت پېژندلو په اړه د هغوی غوښتنې ته اشاره وکړه.

هغه وويل، چې د دغو لاريون کوونکو مېرمنو د وياندې په توګه له تمنا زرياب پريانۍ سره په تماس کې دى او ژمنه يې وکړه، چې د هغوى اندېښنو ته به رسیده ګي کوي، خو زياته يې کړه، چې هغوی د نه خوړو اعتصاب ته نه هڅوي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په پرله پسې ډول حکمونه صادر کړي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې او ښځې له زده کړو، کار کولو او همدارنګه عامه ځایونو لکه؛ پارکونو، سینماګانو، لوبغالو او ورزشي کلپونو ته له تګ څخه منع کوي.

د دا ډول کورنیو او نړۍوالو اعتراضونو په ځواب کې طالب مشرانو ویلي، چې دوی یوازې د "شریعت په چوکاټ کې" د ښځو حقونه ورکوي، په داسې حال کې چې منتقدین وايي د شریعت تفسیر ناسم دی.

په کابل کې د ترکیې سفیر:په استانبول کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو غونډه جوړیږي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۹ GMT+۱

په کابل کې د ترکیې سفیر په استانبول کې د پخوانیو افغان چارواکو د ناستې له لغوه کېدو سره سم؛ په نږدې راتلونکي کې له افغانستان سره د مرستې په موخه په دغه ښار کې د یوې غونډې د جوړېدو اعلان وکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر خپلې اېکس (ټوېټر) پاڼې لیکلي، چې د ترکیې سفیر له سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې دا موضوع مطرح کړې ده.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په خپل یوه پیغام کې لیکلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره لیدلي دي.

په افغانستان کې د ترکیې سفارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا؛ د ترکیې سفیر د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره د انقرې د هڅو په اړه خبرې کړي.

نوموړي په ترکیه کې د هغو هېوادونو د غونډې د جوړېدو اعلان هم وکړ، چې له افغانستان سره مرسته کوي.

په ورته وخت کې د ترکیې حکومت د دوشنبې په ورځ «په افغانستان کې د موثر سیاسي نظام او تلپاتې سولې» تر سرلیک لاندې د پخوانیو افغان چارواکو غونډه لغوه کړه.

ترکيې د دغې غونډې د لغوه کېدو لامل امنيتي او سياسي مسايل ګڼلي دي.

دغه راز جهاد ارګینای وويل، چې هڅه کوي مرستندويه هېوادونه قانع کړي؛ تر څو په افغانستان کې بشري مرستې په پراختيايي مرستو بدلې کړي.

د هغه پیغام پر بنسټ چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په اېکس پاڼه کې خپور شوی؛ د ترکیې سفیر په افغانستان کې روان وضعیت د قناعت وړ بللی دی.

د ختیځې لیبیا لومړی وزیر: په وروستیو سیلابونو کې۲۰۰۰ کسان مړه شوي او زرګونه نور ورک دي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۶ GMT+۱

د ختیځې لیبیا د حکومت لومړی وزیر وايي، چې په لیبیا کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې تر اوسه پکې ۲۰۰۰ کسان مړه شوي او زرګونه نور یې ورک شوي دي. بل خوا د سرې میاشتې ټولنې د ۱۵۰ کسانو مړینه تایید کړې ده.

رویټرز د ختیځې لیبیا د لومړي وزیر اسامه حماد په حواله ویلي، چې د د دانیل په نوم د مدیتراني طوفان او سختونو بارانونو له امله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې سیلابونه راوتلي دي.

راپور زیاتوي، چې په جبل الاحضر، المارج او درنا کې تر دې مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰۰۰ تنه مړه شوي دي، په راپور کې راغلي چې د ژغورنې ډلې لا هم د یو شمېر خلکو په ژغورلو بوختې دي.

د دغه سیلابونو له امله ګڼو ودانیو ته هم زیان اوښتی، ځینې یې په بشپړ ډول له منځه تللي او ځینې یې نیمه ویجاړې شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د لیبیا لومړي وزیر اسامه حماد هم د پېښې ځای ته سفر کړی او د قربانیانو له یو شمېر کورنیو سره یې هم لیدلي دي.

نوموړي ویلي، چې د درنا په ساحلي ښار کې زرګونه انسانان لا هم ورک دي.

بل خوا په درنا کې د سرې میاشتې یوه چارواکي ویلي، چې تر اوسه یې د ۱۵۰ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

رویټرز زیاتوي، چې تر اوسه دوی نه دي توانېدلي چې د مرګ ژوبلې په اړه د ختیځې او لویدیځې لیبیا د حکومتي چارواکو متحد نظر تایید کړي.

یاد سیلابونه په لیبیا کې په وروستیو لسو کلونو کې بې ساري ګڼل شوي او ویل کیږي، چې د اوبو اندازه تر لس فوټو پورې پورته شوې ده.