• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډنمارک د روسیې د عامې روغتیا مرستیال وزیر ته اجازه ورنه کړه چې کوپنهاګن ته ننوځي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۲۶ GMT+۱

ډنمارک د روسیې د روغتیا وزیر مرستیال اولګ سالاګای ته اجازه ورنه کړه، چې دغه هېواد ته داخل شي. دغه روسي چارواکي پلان درلود، چې په کوپنهاګن کې د روغتیا د نړۍوال سازمان په غونډه کې برخه واخلي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان غونډه د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) د دوو ورځو لپاره په کوپنهاګن کې ترسره شوې ده.

د رشیا ټوډي خبري شبکې په کوپنهاګن کې د روسي ډېپلوماټانو په حواله لیکلي دي: "د سپټمبر له ۱۲مې تر ۱۴مې د روغتیا د نړۍوال سازمان سیمه ییزه غونډه په کوپنهاګن کې جوړیږي. تمه وه چې د روسیې د روغتیا مرستیال وزیر هم په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو په هوایي ډګر کې یې ډنمارک ته د ننوتو مخه ونیول شوه".

په کوپنهاګن کې د روسیې سفارت د ډنمارک د حکومت دغه کړنه «بې شرمانه» بللې ده.

روسیې ټینګار کړی، چې د دې پېښې په اړه د ډنمارک له چارواکو څخه د وضاحت او بخښنې په لټه کې دی.

ډنمارک د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان، (ناټو) غړی دی او په اوکراین د روسیې له یرغل وروسته یې له کیف څخه پوځي ملاټړ کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د لیبیا په سیلابونو کې ۲۴۵۰ کسان مړه شوي ۱۰ زره ورک دي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د ختیځې لیبیا چارواکي وايي، چې په لیبیا کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې تر اوسه پکې ۲۴۵۰ کسان مړه شوي او له ۱۰۰۰۰ زیات ورک شوي دي.

ټاسک نیوز د ختیځې لیبیا د لومړي وزیر اسامه حماد په حواله ویلي، چې د د دانیل په نوم د مدیتراني طوفان او سختونو بارانونو له امله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې سیلابونه راوتلي دي.

راپور زیاتوي، چې په جبل الاحضر، المارج او درنا کې تر دې مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴۰۰ تنه مړه شوي دي، په راپور کې راغلي چې د ژغورنې ډلې لا هم د یو شمېر خلکو په ژغورلو بوختې دي.

د دغه سیلابونو له امله ګڼو ودانیو ته هم زیان اوښتی، ځینې یې په بشپړ ډول له منځه تللي او ځینې یې نیمه ویجاړې شوي دي.

تېره ورځ د لیبیا لومړي وزیر اسامه حماد هم د پېښې ځای ته سفر کړی او د قربانیانو له یو شمېر کورنیو سره یې هم لیدلي دي.

نوموړي ویلي، چې د درنا په ساحلي ښار کې زرګونه انسانان لا هم ورک دي.

تر دا مهاله د سرې مياشتې ۲۰۸۴ کسانو مړينه تاييد خو زیاته کړې یې ده، چې د وژل شويو شمېر ښايي‌ تر دې ډېرې شي.

د سره صلیب ویاند تیمر رمضان بیا ویلي، چې تر لسو زرو پورې کسان لادرکه دي چې مرستندويه ادارې یې د موندلو کوښښ کوي.

یاد سیلابونه په لیبیا کې په وروستیو لسو کلونو کې بې ساري ګڼل شوي او ویل کیږي، چې د اوبو اندازه تر لس فوټو پورې رسېدلي دي.

ټام وېسټ: طالبانو د داعش – خراسان ډلې اته قوماندانان له منځه وړي دي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د طالبانو جګړه جدي بللې او زیاته کړې یې ده، چې طالبانو د دغې ډلې اته قوماندانان له منځه وړي دي.

ټام وېسټ د سې شنبې په ورځ(د وږي ۲۱مه) په سټیمسن انسټیټیوټ کې وویل، چې طالبانو په افغانستان کې د داعش اته قومندانان وژلي او پر ملکي وګړو په ځانګړې توګه پر هزاره ګانو د داعش بریدونه کم شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې دی نه غواړي د داعش پر فعالیتونو د طالبانو د مبارزې په اغېزو کې "مبالغه" وکړي، خو پر ملکي وګړو د داعش بریدونه د پخوا په څېر نه دي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو یوه ورځ وروسته، چې القاعده پکې لاس درلود؛ امریکايي استازي په دغه مرکز کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د هغې د اغېزو په اړه وینا وکړه.

د نوموړي په اند؛ تحریک طالبان پاکستان اوس په سیمه کې یو امنیتي ګواښ دی.

پاکستان پر افغان طالبانو تور پورې کړی، چې په افغانستان کې د مېشتو پاکستاني اورپکو د کنټرولولو توان نه لري.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په دغه هېواد کې د تروريستي بريدونو ډېر والى د پاکستاني طالبانو د فعاليتونو او په افغانستان کې د هغوى د ازادو فعاليتونو له امله بلل شوى دى.

تر اوسه واشنګټن له طالبانو څخه د پاکستاني وسله والو د نفوذ او بریدونو د مخنیوي لپاره د اسلام اباد د غوښتنو په اړه دریځ نه دی روښانه کړی.

دغه راز په تېرو دوو کلونو کې واشنګټن له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره چې د سیمې د هېوادونو له پاره ګواښ بلل کېږي، د طالبانو پر اړیکو جدي انتقاد نه دی کړی.

په تېرو دوو کلونو کې هند له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو او روغتیايي توکو مرسته کړې ده

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۴ GMT+۱

د هند حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې تر دا مهاله یې له افغانستان سره نېږدې پنځوس زره ټنو غنمو، واکسینونو او نور روغتيايي توکو مرسته کړې ده.

اج تک خبري شبکې په خپل راپور کې ویلي، چې هند د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې چې پرون دوشنبه( د وږي ۲۰مه) په جینوا کې پیل شوه او لومړۍ برخه یې د افغانستان وضعیت ته ځانګړې شوې وه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې نېږدې ۲۰۰ ټنه واکسینونه او ۲۸ ټنه د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره د لومړنیو توکو مرسته کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې هند په ډېره دقیقه او نېږدې بڼه د افغانستان وضعیت څاري او له دغه هېواد سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

اعلامیه زیاتوي، چې له افغانستان سره د هند د مرستو یوه موخه په دغه هېواد کې بشري مرستې او د ثبات د رامنځته کېدا هیله ده.

د یادونې وړ ده، چې هند په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو له نېږدې همکارو هېوادونو څخه و، چې وخت ناوخت د دواړو لوریو پر اړیکو پاکستان خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یوه ټولګډونه سیاسي پروسه اړینه ده

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې استازې وویل، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامين لپاره د ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو يوه ټول شموله سياسي پروسه ضروري ده.

لوټا ناډسن له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

د اروپايي ټولنې استازې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ، چې هغه اقدامات چې په ټولنیزو، اقتصادي او مدني برخو کې د ښځو د محدودیت لامل کیږي لغوه کړي.

اغلې ناډسن ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات تامین د ټولو افغانانو په ګډون د ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو او همدارنګه د درېیم جنسیتي خلکو په ګډون په ټول شموله سیاسي بهیر پورې اړه لري.

هغه د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو په اړه د طالبانو حساب ورکول "ضروري" وبلل.

نړۍوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو تل له طالبانو غوښتي، چې د یوه جامع حکومت د جوړېدو لپاره هوکړه وکړي، خو طالبانو تر اوسه دغه غوښتنه نه ده منلې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) خپله ۵۴مه غونډه پیل کړه. د دغې سرمشریزې د لومړۍ ورځې اکثره ویناوې د افغانستان وضعیت ته ځانګړې شوې وې.

د چین ځانګړي استازي د سعودي عربستان، پاکستان، قطر او طالبانو له چارواکو سره لیدلي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پاکستان، قطر او سعودي عربستان ته سفرونه کړي، چې د سفر موخه یې د افغانستان په اړه د دغو هېوادونو له چارواکو سره خبرې اترې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې یوشیاویانګ د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له چارواکو، د اسلامي همکاریو د سازمان له چارواکو او د طالبانو له استازو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې؛ يو شياویانګ د وږي د میاشتې له ۸مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د سعودي عربستان، قطر او پاکستان په بلنه له دغو هېوادونو څخه ليدنه وکړه.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ چې د نن سې شنبه( د وږي ۲۱مه) خپره شوه، د چين ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال محمد سيروس سجاد قاضي او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر سهيل شاهين سره وکتل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارتونو او د اسلامي همکاریو د سازمان د چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

چین، پاکستان او قطر له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري. دا مهال په درې واړو هېوادونو کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو ډېپلوماتان کار کوي.