• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یوه ټولګډونه سیاسي پروسه اړینه ده

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۶ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې استازې وویل، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامين لپاره د ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو يوه ټول شموله سياسي پروسه ضروري ده.

لوټا ناډسن له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

د اروپايي ټولنې استازې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ، چې هغه اقدامات چې په ټولنیزو، اقتصادي او مدني برخو کې د ښځو د محدودیت لامل کیږي لغوه کړي.

اغلې ناډسن ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات تامین د ټولو افغانانو په ګډون د ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو او همدارنګه د درېیم جنسیتي خلکو په ګډون په ټول شموله سیاسي بهیر پورې اړه لري.

هغه د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو په اړه د طالبانو حساب ورکول "ضروري" وبلل.

نړۍوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو تل له طالبانو غوښتي، چې د یوه جامع حکومت د جوړېدو لپاره هوکړه وکړي، خو طالبانو تر اوسه دغه غوښتنه نه ده منلې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) خپله ۵۴مه غونډه پیل کړه. د دغې سرمشریزې د لومړۍ ورځې اکثره ویناوې د افغانستان وضعیت ته ځانګړې شوې وې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په کابل ښار کې مو څلور انسان تښتوونکي وژلي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل ښار کې یې څلور انسان تښتوونکي وژلي دي، خو له سیمې څخه باوري سرچینې بیا وايي، چې وژل شوي ټول عام وګړي او له انسان تښتونې سره یې هېڅ اړیکه نه لرله.

د طالبانو د دغه وزارت له خوا نن سې شنبه(د وږي ۲۰مه) په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې دغه انسان تښتوونکي تېره شپه د کابل ښار په اتمه حوزه کې د دوی د وسلوالو له خوا وژل شوي دي.

خپرپاڼه زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د انسان تښتوونکو پر یوه پټنځای حمله کړې، چې په پایله کې یې یاد څلور تښتوونکي وژل شوي دي.
دوی زیاتوي، چې تښتول شوی کس هم د تښتوونکو له خوا وژل شوی دی.

خو د کارته نو اوسېدونکی چې خپل مستعار نوم امین الله ښيي افغانستان انټرنشتل ته وویل، چې په وژل شویو کې یې څلور د یوې کورنۍ غړي او دوه مېلمانه دي.

نوموړي زیاته کړه:” د یوې کورنۍ درې غړي د لویو بار وړونکو لاریو ډرېوران وو، په رخصتۍ راغلي وو او د شپې پرې طالبانو حمله وکړه”.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه، چې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره اړیکه ونیسي، خو له پرلپسې هڅو په اړیکو نیولو ونه توانېدو.

د چین ځانګړي استازي د سعودي عربستان، پاکستان، قطر او طالبانو له چارواکو سره لیدلي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پاکستان، قطر او سعودي عربستان ته سفرونه کړي، چې د سفر موخه یې د افغانستان په اړه د دغو هېوادونو له چارواکو سره خبرې اترې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې یوشیاویانګ د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له چارواکو، د اسلامي همکاریو د سازمان له چارواکو او د طالبانو له استازو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې؛ يو شياویانګ د وږي د میاشتې له ۸مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د سعودي عربستان، قطر او پاکستان په بلنه له دغو هېوادونو څخه ليدنه وکړه.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ چې د نن سې شنبه( د وږي ۲۱مه) خپره شوه، د چين ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال محمد سيروس سجاد قاضي او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر سهيل شاهين سره وکتل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارتونو او د اسلامي همکاریو د سازمان د چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

چین، پاکستان او قطر له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري. دا مهال په درې واړو هېوادونو کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو ډېپلوماتان کار کوي.

د کاناډا د لومړي وزیر د الوتکې تخنیکي ستونزه حل او له هند څخه کاناډا ته لاړ

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۰ GMT+۱

د کاناډا لومړی وزیر له دوه ورځني ځڼډ وروسته د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) هند پرېښود. د هغه د ځڼډېدو لامل په الوتکه کې تخنیکي ستونزه په ګوته شوې وه.

ټاکل شوې وه چې جسټن ټروډو د یکشنبې په ورځ د جي ۲۰ غونډې په پای کې نوي ډیلي پرېږدي؛ خو په الوتکه کې د تخنیکي ستونزې له امله هغه د دوو نورو ورځو لپاره په دغه ښار کې پاتې شو.

د هند د الکترونیکي او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر د سې شنبې په ورځ پر اېکس (ټویټر) لیکلي، چې هغه د کاناډا لومړی وزیر تر هوایي ډګره بدرګه او په جي ۲۰ سرمشریزه کې د ګډون لپاره یې ترې مننه وکړه.

تر دې مخکې د کاناډا د دفاع وزارت تایید کړې وه، چې د ښاغلي ټروډو په الوتکه کې تخنیکي ستونزه وه او یوه برخه یې باید بدله شوې وی.

د کاناډا لومړي وزیر په دغو دوو ورځو کې له هندي چارواکو سره کوم ډېپلوماتیک پلان نه درلود، د همدې لپاره له خپل ۱۶ کلن زوی خاویر سره په هوټل کې پاتې شو.

د جي ۲۰ سرمشريزه د روانې مياشتې په نهمه او لسمه نېټه په نوي ډيلي کې د ۱۹ هېوادونو د مشرانو او د اروپايي ټولنې د استازو په حضور کې جوړه شوه.

د عربي اماراتو استازې: د ښځو په اړه د طالبانو په سخت دریځ کې هېڅ تغیر نه دی راغلی

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا په کې د متحده عربي امارات د دایمي استازي مرستیالې لبنا قسیم ویلي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز په اړه د دې ډلې په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

نوموړې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مې غونډې کې د خپلې وینا پر مهال د طالبانو سخت دریځ ته په اشارې وویل، چې “په دې وروستیو کې د افغانستان په وضعیت کې هېڅ بدلون” نه دی راغلی.

د متحده عربي امارات د دایمي استازي مرستیالې ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د «بشري حقونو شته ننګونې» د افغانستان پر راتلونکي منفي اغېزې لري.

مېرمن قسیم دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر هم ویلي، چې د طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره - سره په افغانستان کې نا قانونه وژنې، شکنجه او خپلسرې نیول ادامه لري.

ولکر تورک زیاته کړه، چې ملګرو ملتونو هم د پخواني حکومت د کارکوونکو او سرتېرو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونو پېښې مستند کړې دي.

هغه د ښځو او نجونو لپاره د تعلیم ممنوعیت ته په اشارې سره وویل؛ د دوی پر وړاندې د طالبانو د ظلم کچه "ظالمانه" دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) خپله ۵۴مه غونډه پیل کړه. د دې سرمشریزې د لومړۍ ورځې د وینا لویه برخه د افغانستان وضعیت ته ځانګړې شوې وه.

ایران ته د شپږ میلیارده ډالرو د انتقال پر هوکړې د ټرمپ نیوکه هغه بایډن "بې کفایته" بللی

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۳ GMT+۱

ډونالډ ټرمپ له ایران سره د بندیانو د تبادلې په بدل کې د شپږو میلیاردو ډالرو بندې بودیجې د خوشې کولو په اړه د امریکا د هوکړې په غبرګون جو بایډن "بې کفایته" وباله او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه.

ټرمپ زیاته کړه: "جوبایډن فریب ورکوونکی څومره رشوت اخلي؟"

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د اوسني ولسمشر جو بایډن پر حکومت نیوکه کړې، چې له مخې یې د ایران د بندو شپږو میلیاردو ډالرو په بدل کې د بندیانو د تبادلې په برخه کې شوې موافقې ته په کتو سره هغه "بې کفایته" بللی دی.

هغه زیاته کړه: "کله چې زه ولسمشر وم، ما د پیسو پرته 58 یرغمل شوي بېرته ترلاسه کړل.جمهوري غوښتونکي باید همدا اوس د اساسي قانون د 25 مادې د تعدیل غوښتنه وکړي."

رویټرز په دې وروستیو کې په یوه راپور کې په دوحه کې د خبرو اترو له اتو پړاوونو وروسته د ایران او امریکا تر منځ د یوې احتمالي موافقې د امکان خبر ورکړ.

په پام کې ده چې د راتلونکې اونۍ له پیله به په جنوبي کوریا کې د ایران له خوا بندې شوې پیسې قطر ته انتقال شي او له هغه وروسته به پنځه امریکايي او ایراني بندیان تبادله شي.

د دغه راپور له مخې؛ د راتلونکې اونۍ په پیل کې به د ایران شپږ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ قطري بانکونو ته وسپارل شي او په ایران کې نیول شوي پنځه امریکايي اتباعو ته به هم د وتلو اجازه ورکړل شي.

د اسد په ۱۹مه ایران څلور امریکايي اتباع له زندانه په کور کې نظر بندۍ ته انتقال کړل. د همدې ورځې په پای کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن دغه اقدام د هغه بهير لومړی ګام وباله چې امريکا ته د دوی د ستنېدو لامل کېږي.

د ایران د اسلامی جمهوریت یوه چارواکی وویل؛ دغه خبرې اترې د ایران په چارو کې د امریکا د خاص استازی رابرټ مالي، د هغه د مرستیال ابرام پیلي او د ایران د اټومي مذاکرې د مشر علي باقري تر څارنې لاندې ترسره شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ واشنګټن موافقه کړې چې له جنوبي کوریا څخه په قطر کې د مالي بنسټونو محدودو حسابونو ته د ایران پیسې انتقال کړي؛ خو هېڅ پیسې مستقیماً ایران ته نه ځي. ده وویل چې د دغو مالي مرستو له سپارلو وروسته به امریکا وڅاري چې څنګه او کله کارول کېږي.