• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به ۲۴ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ شي

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي، چې د خوراکي توکو په یو سلنه کموالي له امله به نېږدې ۴۰۰ زره انسانان له لوږې سره مخ شي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې افغانستان، کانګو، اردن، فلسطین، هایتي، جنوبي سوډان، بنګله دېش،سوریه، سومالیا او یو شمېر نورو هېوادونو د خوړو له سختې قطحۍ سره مخ دي.

هغه وویل:” په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به شاوخوا ۲۴ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ شي”.

بل خوا د خوړو نړۍوال پروګرام په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا مهال په ټولې نړۍ کې نېږدې ۳۴۵ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

اعلامیه زیاتوي، چې د یاد شمېر وګړو څخه یې نېږدې ۴۰ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

دغه اداره زیاتوي، چې دوی دا مهال له ۶۰ سلنې بودیجې له کمښت سره شوي دي، چې دا په تېرو کلونو کې بې ساری کمښت ګڼل کیږي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د لوږې د زیاتېدو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وو، چې که له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي، لرې نه ده چې په دغه هېواد کې به بشري ناورین رامنځته شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بامیانو والي: په بند امیر کې د ښځو لپاره ځانګړی ځای جوړوو

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۳ GMT+۱

په بامیانو کې د طالبانو والي ویلي، چې دغه ډله به راتلونکی کال په بند امیر کې د ښځو لپاره ځانګړی ځای جوړ کړي.

عبدالله سرحدي د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې دې پارک ته د ښځو د ننوتو د بندیز په اړه وویل: «هغه ښځې چې بند امیر ته راتلې، بې حجابه وې».

په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي اعلان وکړ، چې ښځې نه شي کولی بند امیر ته سفر وکړي.

په دې مرکه کې د بامیانو والي ټینګار وکړ، چې د بامیانو ښځې «بې حجابه نه دي» او زیاته یې کړه، چې دا پرېکړه یې د بامیانو د خلکو په غوښتنه کړې.

د عبدالله سرحدی په وینا؛ د ښځو لپاره کوم ځانګړی ځای چې په پام کې نیولو شوی دی، هر څه به یې «ښځینه» وي.

هغه زياته کړه، چې د دې ځاى لپاره به ښځینه پوليس او کارکونکي وګومارل شي، څو ښځې بند امیر ته دننه شي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي بامیانو ته د سفر پر مهال ویلي و، چې ښځې دې سفر وکړي، «خو سفر نه فرض دی او نه هم واجب».

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر دغه امر د افغانستان په دننه او بهر کې سختې نیوکې راپارولې او د ښځو د ژوند د محدودولو لپاره یې د طالبانو د تګلارې یوه برخه وګنله.

د مقاومت جبهه: هغه حکومت چې طالبان په رسمیت وپېژني له افغانانو سره یې اړیکې په خطر کې دي

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۱ GMT+۱

طالبانو ته د چین د سفیر د باورلیک له وړاندې کولو وروسته د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول خبرداری ورکړی؛ هغه حکومتونه چې هڅه کوي د طالبانو «ترهګر حکومت» په رسمیت وپېژني، له افغان ولس سره به خپلې اړیکې له خطر سره مخ کړي.

د چین نوي سفیر جاو شینګ د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا حسن اخوند ته خپل باورلیک وړاندې کړ.

د ملي مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري د دغه خبر له خپرېدو یو ساعت وروسته د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو او «عادي کولو»په اړه خبرداری ورکړ.

د ملي مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول د کوم مشخص هېواد نوم نه دی اخیستی.

ښاغلي نظري پر اېکس ټولنیزې شبکې (ټویټر) لیکلي، چې افغانستان د خپل کړکېچن تاریخ په اوږدو کې ډېر سیاسي بدلونونه لیدلي او یو وخت به د «طالبانو ظلم او وحشت» پای ته ورسیږي.

په افغانستان کې د چین سفیر جاو شینګ د طالبانو لومړي وزیر ته د باورلیک له وړاندې کولو وروسته په یوه یادښت کې پر اېکس لیکلي؛ چین له افغانستان سره د قوي او نېږدې سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی او دا یې د دواړو هېوادونو او ملتونو په ګټه بللې ده.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي په یوه یادښت کې لیکلي، چې جاو شینګ د دغې ډلې له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، چې چین د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لري.

د طالبانو د دغه ویاند په وینا جاو شینګ ټینګار کړی، چې چین د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې او نفوذ سیاست نه تعقیبوي.

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ خبرپاڼې پر اساس د دغې ډلې رییس الوزرا ملا حسن اخوند وويل، چې د چين د سفير په توګه د جاو شينګ په ټاکل کېدو سره به د چين او افغانستان ترمنځ ډېپلوماتيکې اړيکې لا پراخې شي.

د مس عینک کان او د کابل د شېوکیو اتیا لرغونتوکي کابل موزیم ته وسپارل شول

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۴ GMT+۱

د طالبانو حکومت د لرغونپوهنې اداره وايي، د لوګر په مس عینک کان او د کابل په شېوکیو کې یې موندلي اتیا تاریخي اثار کابل موزیم ته وسپارل. د باختر اژانس د چارشنبې ورځې د راپور له مخې دا اثار په کوشاني او ساساني دورو پورې تړاو لري.

په دې اثارو کې چاټۍ، منګي او تېلي څراغونه شامل دي.

په وروستیو کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وویل، چې بهر ته یې د ۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت د تاریخي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.

دا لرغونتونکي په بامیان کې موندل شوي او څو کسان یې د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د مسک عینک کان استخراج د تاریخي او لرغونو اثارو د موجودیت په دلیل لا پیل شوی نه دی.

طالبانو په وروستیو کې ویلي، د دې لپاره چې د دې سیمې تاریخي اثار زیانمن نه شي، یوه بدیله طرحه یې چینايي شرکت ته وړاندې کړې ده.

یوه چینايي شرکت په دغه کان کې د مس د اېستلو تړون لاسلیک کړی دی.

د طالبانو رییس الوززا د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر باورلیک ومانه

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال وايي، د دغې ډلې رییس الوزرا د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر جاو شېنګ باورلیک ومانه. پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا لومړنی سفیر دی، چې طالبانو ته یې باور لیک وړاندې کړ.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته چین لومړی هېواد دی، چې د سفارت لپاره یې سفیر خپل باور لیک طالبانو ته وړاندې کوي.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي پر خپل اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، د چارشنبې په ورځ « په ارګ کې د چین د نوي سفیر جاو شېنګ د باور لیک منلو لپاره ځانګړي مراسم جوړ شوي وو او د نوموړي باور لیک د رییس الوزرا له لوري ومنل شو.»

د چین سفیر هم خپل ټوېټر کې لیکلي: «زه له افغان حکومت مننه کوم چې د چین د سفیر په حیث یې ومنلم. »

نوموړي خپل اېکس یا پخواني ټوېټر کې لیکلي: «چین له افغانستان سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او فکر کوي چې دا د دواړو هېوادونو او ملتونو په ګټه دي.»
ښاغلي کریمي هم د چین د جاو شېنګ په حواله لیکلي:« چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې پالیسي نه‌لري او په سیاست، اقتصاد او نورو برخو کې د چین او افغانستان اړیکې او همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کوي.»
همدارنګه بلال کریمي لیکلي، د دغې ډلې رییس الوزرا د چین او افغانستان ترمنځ اړیکې خورا مهمې ګڼي او د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیپلوماټیکو اړیکو نوي پیل ته هیله‌مند دی.
چین او پاکستان په سیمه کې د طالبانو تر نورو ډېر ملاتړي هېوادونه ګڼل کېږي، خو تر اوسه هیڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.
وړاندې هم د طالبانو لوړ پوړو چارواکو چین ته سفرونه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان د طبیعي کانونو لوی قرادادونه دغه هېواد ته ورکړي، چې له امله یې ډېری سیاست‌و‌ال او افغانان پر طالبانو سختې نیوکې هم کوي.

په کراچۍ ښار کې د یوې دیني مدرسې مشر، ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو وژلی

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سیمه کې بېګاه شپه د (سېپټمبر په ۱۲مه) د جامعه اسلاميه ابوبکر په نوم د یوې دیني مدرسې مشر مولانا ضیاء الرحمن نامعلومو وسله‌والو په ډزو وژلی دی.

د سیمې د پولیسو مشر عرفان بهادر وايي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړې.

د نوموړي په وینا، د مولانا ضیاالرحمان په وژلو کې دوه ښکېل کسان په موټرسایکل سپاره وو.

تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې د دغې وژنې پړه نه ده منلې.

په دې وروستیو کې د پاکستان په ‌‌‌‌‌‌ډېریو ښارونو کې د ناامنیو د ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو تر څنګ هدفي وژنو هم زور اخیستی دی.