• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانۍ سرچينې وايي: دا ځل مو د طالبانو حکومت ته وروستی چانس ورکړی

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۶ GMT+۱

پاکستانۍ پټې سرچينې وايي، لا هم د افغانستان خاوره د دوحې تړون خلاف د پاکستان پر ضد کارول کيږي. سرچينې وايي، «په ځلونو مو طالبانو سره د دواړو هيوادونو د ستونزو حل لپاره له ډيپلوماتیکو لارو هڅې کړې خو تر اوسه يې کومه مثبته پایله نه ده لرلې.»

هغه سرچينې چې نه غواړي هويت يې څرګند شي وايي، نور دوی په دې باور دي چې ډيپلوماتيکې هڅې پای ته رسیدلې او دوی به دا ځل نيغ په نیغه د خپلو مخو ترلاسته کلو لپاره «په افغانستان کې د ننه ځينې هدفونه په نښه کړي.»

سرچينې زیاتوي، دوی څو ځلې په کابل کې له طالبانو غوښتي چې په خپله خاوره کې دې پاکستاني طالبانو ته ځای نه ورکوي او هغوی دې له خپلې خاورې وشړي خو وای «تر اوسه پورې دا کار نه دی شوی.»

دغه پټې سرچينې وايي «اوس هم ټي ټي پي د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.»

د سرچينو په خبره که په کابل کې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په له منځه وړلو کې ګام وانخلي نو دوی به خپله لاس په کار شي او «هغلته به بریدونه وکړي چیرته چې د ټي ټي پي مرکزونه او پناځایونه دي.»

د دغو سرچېنو اشاره افغانستان ته وه خو دا يې نه دي ويلي چې د افغانستان په کومه سیمه کې؟

سرچينې وړاندې وايي دوی به «په افغانستان کې ټي ټي پي په نښه کړي او هم به د هغوی په ملاتړو ته ګوزارونه وکړي.»

طالبانو تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د وياندې څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي چې «پاکستان په خپل هيواد کې امن نه شي راوستلی او پړه يې په افغانستان اچوي.»

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال هم ويلي چې دوی د «خپل امن ساتلو مسوليت لري او د بل امن د هغوی خپل کار دی.»

له تېر یوه کال راهیسې د طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ د سرحدي او داخلي مسلو پر سر ناندرۍ روانې دي خو دا ځل داسې ښکاري چې د پاکستان لنډمهالي حکومت چارواکي په دغه ګام کې جدي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په کورمه کې د سني او شعیه مذهبو کرکېچ؛ یو شمېر قومي مشرانو ۳۰۰ ښوونځي تړلي دي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د شعیه ښوونکو د غیرحاضرۍ له امله د پاکستان د خېبر پښتونخوا په کورمه ایجنسۍ کې قومي مشرانو نېږدې ۳۰۰ دولتي ښوونځي د یوه اعتراض په دود تر نامعلومې نېټې پورې تړلي دي.

په کورمه کې د شعیه مذهبو ښوونکو د غیر حاضرۍ مساله د روان کال د می په میاشت کې د څلورو شعیه استادانو له وژلو وروسته راپورته شوه.

له دې پېښې وروسته نېږدې ۲۰۰ شعیه استادانو سني مېشتو ښوونځیو ته له ورتګه انکار وکړ، چې په ګڼو ښوونځیو کې یې تعلیمي بهیر ټکنی کړ.

د کورمې قومي مشرانو د ښوونځیو له تړلو وروسته ویلي، که چېرې څوک په خپل سر دغه تړلي ښوونځي پرانیزي نو د قومي تړو او جرګو پر بنسټ به ورسره چلند کیږي.

دوی له صوبايي حکومته غواړي، چې د دوی ښوونځیو ته دې پام وکړي او رامنځته شوې کشاله دې حل کړي.

قومي مشر حاجي زمان کورمه وال افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د کوزې او منځنۍ کورمې ښوونځیو تش په نوم فعالیت کاوه.

هغه زیاته کړه: “ریاست په زوره زموږ سکولونه(ښوونځي) کمزوري کوي، د شعیه استادانو د نه راتګ میاشتې وشوې، خو حکومت ورته هېڅ پام ورته نه کوي، زموږ اولادونه دوی په زور له تعلیمه بې برخې کوي نو ځکه مو ښوونځي وتړل”.

د نوموړي په خبره، چې په منځنۍ او کوزه کورمه کې داسې ښوونځي هم وو، چې ښوونکي یې په میاشتو – میاشتو خپلې دندې ته نه حاضریږي.

بل خوا پاکستاني رسنیو د منځنۍ کورمې د یوه چارواکي احسان الله احسان په حواله ویلي، چې دوی هڅه کوي دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

ښاغلي احسان زیاته کړې، چې دوی به د قومي مشرانو سره ګډې ناستې ولري او یاده ستونزه به د دخیلو غاړو په تفاهم سره حل کړي.

د یادونې وړ ده، چې د خېبر پښتونخوا په کورمه کې سني او شعیه مذهبي اوسي، چې وخت ناوخت یې تر منځ د مذهبي اختلافاتو له امله نښتې رامنځته کیږي.

د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې ملي مرکز: په افغانستان او پاکستان کې القاعده له زوره لوېدلې

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۶ GMT+۱

په داسې حال کې چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د پېښو ۲۲ کاله پوره کیږي، د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې ملي مرکز ویلي، چې د القاعده شبکه له زوره لوېدلې او نور د لویو بریدونو وس نه لري.

د دغه مرکز مشر کریسټي ابیزید پرون دوشنبه (وږي ۲۰) د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د دوه ویشتمې کلیزې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې القاعده په خپل تاریخي مرکز”افغانستان او پاکستان” کې ځای لري خو د بیا راپورته کېدو احتمال یې نه شته.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې په متحده ایالاتو کې د القاعده د یوې خونړۍ پېښې ۲۲ کاله پوره شوي او دا پېښه په ټوله نړۍ کې یوه هېښوونکې پېښه بلل شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د القاعده شبکې موخو ته لاسرسی، مشرتابه، ګروپي فعالیت، او سیمه ییز مناسب چاپیریال له لاسه ورکړی دی.

خو بل خوا ملګرو ملتونو ته د امنیت شورا په راپور کې چې د جون په میاشت کې خپور شو؛ خبرداری ورکړل شوی، چې افغانستان یو ځل بیا د القاعدې لپاره په مناسبه سیمه بدل شوی.

په راپور کې ویل شوي، چې القاعدې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه تر لاسه کړي او د سرتېرو کمیت یې زیات شوی دی.

د تورخم دروازه نن اومه ورځ هم تړلې ده؛سلګونه مسافرین او بار وړونکې لارۍ لا هم په انتظار دي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې د ډېورنډ د کرښې دواړو غاړو ته سلګونه بار موټرونه ولاړ دی، دغه دروازه د دواړو غاړو له نښتې وروسته د اومې ورځې لپاره هم د پاکستان له خوا بنده وه. تېره ورځ د مومندو او شینوارو له خوا د بندې دروازې په غبرګون لاریون هم شوی و.

پرون دوشنبه د (وږي ۲۰مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د بندېدو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د وړمې ورځې اعلامیه د حیرانتیا وړ بللې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت پر خپله خاوره د بل چا هېڅ ډول لاسوهنه نه شي زغملی؛ ځکه په دې سره د پاکستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د دروازې د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په تورخم کې ولاړې بار وړونکې لارۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي او بار وړونکي شکایت کوي، چې که دروازه خلاصه نه شي ښايي له دې زیات تاواني شي.

احتشام مومند یو له هغو موټر چلوونکو دی، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په تورخم کې د دروازې د خلاصون په تمه منتظر دی، نوموړي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د سبزیو او میوو ګڼې لارۍ په ګرمۍ کې ولاړې دي او د خوسا کېدو له ګواښ سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي، چې په تورخم کې ګڼ مسافر هم د لارې د خلاصون په تمه دي، مګر تر اوسه دروازه تړلې ده.
هغه زیاته کړه: “ دلته چې ناروغان او مسافر وګورې زړه به دې پرې وخوږيږي، دېخوا طالبان هم سم چلند نه کوي او هاخوا پاکستاني ملېشه خلک په کوتکونو وهي”.

د مومند په خبره، چې د پولې دواړو غاړو ته سلګونه مسافرین د لارې د خلاصون په تمه دي؛ مګر د پاکستان له اړخه لار بنده ده او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ پر پولې جګړه رامنځته کیږي، له دې وړاندې د اګسټ پر پنځمه نېټه په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې وه، چې له امله یې دغه لار د څه مودې لپاره تړل شوې وه.

بلاول بوټو: د عمران خان په دوره کې ترهګرو ته له افغانستانه پاکستان ته د راتګ اجازه وه

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۲ GMT+۱

د پاکستان د سچ ټلویزیون د راپور له مخې؛ د دغه هېواد پخواني د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، چې د عمران خان د لومړي وزارت پر مهال ترهګرو ته اجازه ورکړل شوې وه چې پاکستان ته ننوځي.

د ښاغلي زرداري په وینا؛ په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې پاکستان ته رسېدلي دي.

د سچ تلویزون د راپور له مخې؛ ښاغلي زرداري دا خبره د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) په سوکور ښار کې د وژل شوي پاکستاني خبریال جان محمد مهار له کور څخه د لیدنې پر مهال وکړه.

جان محمد مهر تېره میاشت د پاکستان په سوکور ښار کې د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دا برید یو تروریستي برید ګڼلی او نن یې د دغه خبریال په کور کې د پاکستان پخوانیو حکومتي چارواکو ته وینا وکړه او پوښتنه یې وکړه چې ایا عمران خان او فیض حمید په دې پوهېږي چې وسله وال به پر پاکستان برید وکړي؟

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر اعتراف کړی، چې په دغه هېواد کې یو ځل بیا ترهګریز بریدونه مخ په زیاتېدو دي.

د تورخم تړلې لارې؛ په پاکستان کې د میوو او سبزیو بیې خورا لوړې شوې

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۸ GMT+۱

د تورخم لارې د تړلو سره هم مهاله د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د تازه مېوو او سبزیو نرخونه اسمان ته ختلي. د تورخم د دروازې له تړلو سره که افغان سوداګر سخت زیانمن شول؛ خو تپ یې د پاکستان د تازه مېوو او ترکاریو تر مارکېټونو هم رسېدلی.

د اسلام اباد اوسېدونکي شکایت کوي، چې د یوې اونۍ په تېرېدو سره د تازه مېوو تر څنګ د رومي بانجانو، پیازو، الوګانو او نورو سبزیو بیې تر پخوا څو برابره لوړې شوي چې اخېستل یې د هر چا په وس نه‌ده پوره.

د اسلام اباد د بي اووه لس سیمې هټۍوال احمد وایي، چې دوی هم کله چې د تازه مېوو او سبزیو منډوۍ ته ځي؛ نو د دغو توکو بیې لوړې شوې او دوی اړ دي، چې په ګرانه یې وپيري او بیا یې په ګرانه وپلوري.

احمد زیاته کړه:«پخوا به یوه کېلو رومي بانجان موږ پر خلکو په اتیا کلدارو پلورل؛ خو نن هماغه یوه کېلو په ۲۰۰ او یا هم ۲۲۰ کلدارو پلورو، چې دا یو ستر تفاوت دی او دا رنګه د انګورو، خټکیو او شفتالوو بیې هم څو برابره لوړې شوې دي.»
د پاکستان په بېلابېلو بازارونو کې ورته حالت دی او ولسي خلک یې تر پوزې رسولي دي.

هغوی وایي، چې د دغو توکو د پېرلو توان نه‌لري.

وقار احمد هم چې د بي اووه لس سیمې اوسېدونکی دی د تازه میوو او سبزیو د بیو له لوړوالي شکایت کوي، هغه وایي:«زموږ حکومتي مشرانو ته په کار ده، چې سرحدي او نورې سیاسي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، د پولو په بندولو دغه ستونزې نه یوازې دا چې نه هواریږي، بلکې زور یې عام ولس ته رسیږي.»

د وقار په خبره د دغې لارې بندېدو د پولې دواړو غاړو ته ولسي خلک زیانمن کړي او دواړه غاړې باید ژر تر ژره په خپلو کې سره کیني او دغه ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

د تورخم د دروازې له تړل کېدو شپږ ورځې تېرې شوې، هغې غاړې ته که افغان سوداګرو ته زیانونه واوښتل؛ خو دې غاړې ته هم ولسي خلک له دغو زیانونو په امان کې پاتې نه شول.

د دې تر څنګ هغه ناروغان چې د درملنې لپاره د پاکستان بېلابېلو روغتونونو ته یې د راتګ تکل لاره، لا یې هم ټولې هېلې د همدغې دروازې له خلاصون سره غوټه شوي دي او په دې هیله شیبې شمېري، چې کله به د هغوی دغه د هېلو دروازه د هغوی پر مخ پرانېستل کېږي.