• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چین د دفاع وزیر دوه اونیزه ناسوبتیا، د امریکایي چارواکو د ځینو اټکلونو لامل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۰ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د ویټنام په یوې غونډه کې د چین د دفاع وزیر د ګډون له انصرافه خبر ورکړ. لي شانګفو له دوو اونيو څخه زيات په عام محضر کې نه دی ليدل شوی.

دغه خبري اژانس لیکلي، چې په مرموز ډول د چین د دفاع وزیر نشتون د امریکايي چارواکو تر منځ د یو لړ اټکلونو لامل شوی دی.

سرچینو رویټرز ته ویلي چې، د چین دفاع وزیر د سېپټمبر په اوومه او اتمه په ویټنام کې په جوړېدونکې غونډه کې له ګډون څخه د روغتیايي وضعیت له امله انصراف کړی دی.

غونډه د بیجېنګ له اعلان وروسته چې ویلي یې و د چین د دفاع وزیر به د هغه د "روغتیايي وضعیت" له امله په هانوې کې د پوځي همکارۍ په غونډه کې ګډون ونه کړي، وځنډول شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو پخوانی وزیر چین ګانګ له یوې میاشتې مرموزې ناسوبتیا وروسته له خپلې دندې ګوښه شو.

په جاپان کې د امریکا سفیر رحم امانویل د چین د دفاع وزیر نه شتون د پوښتنې وړ بللی.

ښاغلي امانویل په یوه ټویټ کې د لي شانګفو د دوه اونیو څخه د ډېرې غیر حاضرۍ ته په اشارې سره لیکلي، چې "ایا هغه په کور کې نظربند دی؟"

د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې له دې مسلې خبر نه‌دی.

فایننشیال ټایمز د جمعې په ورځ د درېیو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې د چین د دفاع وزیر تر پلټنو لاندې دی؛ خو د پلټنو د جزئیاتو په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د چين د دفاع وزير وروستۍ خبرې د اګست په ۲۹مه نېټه د افريقايي هېوادونو په امنيتي غونډه کې وې.

لي شانګفو په مارچ مياشت کې د چين د دفاع د وزير په توګه وټاکل شو.

ویل کېږي، چې هغه د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره نږدې اړیکې لري او د دغه هېواد د دولتي شورا له پنځو مخکښو غړو څخه دی.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر: موږ د نړۍوالو غوښتنې نه شو پوره کولی

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۲ GMT+۱
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر: موږ د نړۍوالو غوښتنې نه شو پوره کولی
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وايي، چې نړۍوال د خپل غوښتنو لپاره د نجونو زده کړې د یوې بهانې په توګه بیانوي. نوموړي د چارو له کارپوهانو او استادانو غوښتي چې په دې اړه دې چوپ پاتې شي او د دوی امر دې ومني.

نوموړي د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې نړۍوال غواړي چې د افغانستان ښځې هم د نورې نړۍ د ښځو په څېر کړي.

هغه زیاته کړه: “موږ د نړۍ غوښتنې نه منو، دوی غواړي د افغانستان ښځې هم د نورو غوندې کړي او دا د افغانستان تمدن او مذهب نه مني”.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له دیني عالمانو، استادانو او کارپوهانو هم وغوښتل چې د ښځو او نجونو د تعلیم د حق په اړه چوپه خوله پاتې شي او د طالبانو امر دې ومني.

د طالبانو د کابینې دغه غړي له ښځو او نجونو غوښتي، چې د زده کړو د حق د خوندي کولو لپاره بېړه ونه کړي.

ندیم زیاته کړه:"د افغانستان مسلمانان له موږ سره پردۍ غوښتنې نه مني، موږ ښځو ته هغه حقونه ورکوو، څه چې الله تعالی ورکړې وي هغه موږ هم ورکوي، خو دوی دې بېړه نه کوي."

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی د ښځو د زده کړو په اړه دا ډول دریځ بیانوي، بلکې له دې وړاندې هم د طالبانو د کابینې ګڼو غړو د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو او نجونو د زده کړو په اړه بېلابېل سخت دریځونه بیان کړي دي.

عبدالله عبدالله له اوږدې مودې وروسته کابل ته راستون شو

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۰ GMT+۱
عبدالله عبدالله له اوږدې مودې وروسته کابل ته راستون شو
100%

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ٢٣مه) اعلان وکړ، چې په کابل کې یې د ترکيې له سفير او له حامد کرزي سره وکتل. ښاغلی عبدالله چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې هند ته تللی و؛ بېرته کابل ته راستون شوی دی.

عبدالله عبدالله یو له هغو څو سیاسي څېرو څخه دی، چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته په کابل کې پاتې شوی دی.

که څه هم د ۱۴۰۰ لمریز کال په حوت میاشت کې پر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د سفر بندیز لګېدلی وه، خو له څه مودې وروسته دغه سفري بندیز یو څه کم شوی دی.

ښاغلی عبدالله د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو دوو کلونو کې څو ځلې له افغانستانه وتلی او بېرته راستون شوی دی.

د راپورونو له مخې؛ د ښاغلي عبدالله کورنۍ په هند کې ده او د کورنۍ د لیدو لپاره وخت په وخت ورځي.

په دې وروستیو کې د ښاغلي عبدالله د اوږدې مودې نه شتون او د هغه راستنېدل په داسې حال کې ترسره کیږي، چې طالبانو د حامد کرزي په ګډون د سیاسي شخصیتونو په سفرونو او لیدنو محدودیتونه ډېر کړي.

څه موده وړاندې طالبانو د «امنیت د تامین» په پلمه له بهرنیو چارواکو سره د ښاغلي کرزي پر ملاقاتونو بندیز ولګاوه.

بل خوا د افغانستان پخواني ولسمشر ته نېږدې سرچینو تایید کړې، چې طالبانو په تېرو اوونیو کې ایران، جرمني او چین ته د حامد کرزي د درېیو سفرونو مخه نیولې ده.

ښاغلي عبدالله کابل ته له راستنېدو وروسته پر اېکس ټولنیزې شبکې (ټوېټر) کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره یې د خدای پامانۍ ملاقات کړی دی.

عبدالله عبدالله د ترکیې د سفیر د ډېپلوماتیکو فعالیتونو ستاینه کړې ده.

د ایټالیا یوه کوچني ټاپو ته د نېږدې اوه زره کډوالو له رسېدو سره بېړنی وضعیت اعلان شو

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۸ GMT+۱
د ایټالیا یوه کوچني ټاپو ته د نېږدې اوه زره کډوالو له رسېدو سره بېړنی وضعیت اعلان شو
100%

د ايټاليا د لامپدوسا ټاپو ښاروال د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ۲۳مه) وویل، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې شاوخوا ۷ زره کډوال له شمالي افريقا په کښتيو کې دغه ټاپو ته رسېدلي دي.

فیلیپو د دې کډوالو د ښه راغلاست پر مهال ویلي، په دې ټاپو کې وضعیت «بحراني» شوی دی.

د ایټالیا په لامپدوسا ټاپو کې چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې له شپږ زرو زیاتو کډوالو له راتګ سره دغه ټاپو له «بحران» سره مخ شوی دی.

دغه چارواکي له اروپا او د ايټاليا له حکومته هم غوښتي، چې د دغو کسانو د مرستې او ملاټړ لپاره ژر تر ژره لاس په کار او د انتقال برخه کې یې اقدام وکړي.

په مدیترانې سمندرګي کې لامپدوسا ټاپو د تونس، مالټا او همدارنګه د ایټالیا د سسلي لوی ټاپو تر منخ موقعیت لري. دا بندر دهغو ډېرو پناه غوښتونکو لومړنی ځای دی، چې اروپایی اتحادیې ته د رسېدو په لټه کې دی.

امریکا، فرانسه، برېتانیا او جرمني: ایران باید د اټومي موادو په تړاو مسایل روښانه کړي

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۲ GMT+۱
امریکا، فرانسه، برېتانیا او جرمني: ایران باید د اټومي موادو په تړاو مسایل روښانه کړي
100%

برېتانيا، فرانسې، جرمني او امريکا په يوې ګډه اعلاميه کې د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې ته ويلي، که ايران خپلې ژمنې پوره نه کړي او د اټومي انرژۍ اړوند مسايل روښانه نه کړي؛ نو د ايران په اړه لا زياتو اقداماتو ته اړتيا ده.

دغو څلورو هېوادونو د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په یوې بیانیې کې ایران ته په خطاب کې لیکلي: «ایران باید له ځنډ پرته، د تورقوز اباد او ورامین په تړاو د اوسنیو اټومي مرکزونو او تجهیزاتو په اړه د باور وړ تخنیکي معلومات ورکړي».

ایسنا خبري اژانس په دې وروستیو کې په یوه راپور کې لیکلي، چې ایراني چارواکو دې ادارې ته ویلي چې په تورقوز اباد او ورامین کې دوو ځایونو ته د لاسرسي لپاره چمتو دي.

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې په وار-وار د تهران د یورانیمو د غني کولو د کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې د دوی په وینا ۶۰ سلنې ته رسېدلې ده.

په دې وروستیو کې دې ادارې اعلان وکړ، چې تهران د ۱۱۴ کیلوګرامه غني شوي یورانیمو په ذخیره کولو سره لږ تر لږه د دوو اټومي وسلو لپاره د سونګ موادو د برابرولو وړتیا لري.

د دې میاشتې په پیل کې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ، چې ایران د اټومي وسلو لپاره د بډایه شوي یورانیمو په راټولولو کې د پام وړ کموالی راوستی دی، خو د اسلامي جمهوریت مرستیال او د دغه هېواد د اټومي انرژۍ د سازمان مشر دې ته په ځواب کې وویل، چې د یورانیمو غني کول د دې هېواد د پارلمان د مصوبو په اساس دوام لري.

په بغداد کې د سوېډن پر سفارت برید؛ عراق ۱۸ پولیس افسران په بند محکوم کړل

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۴ GMT+۱
په بغداد کې د سوېډن پر سفارت برید؛ عراق ۱۸ پولیس افسران په بند محکوم کړل
100%

د بغداد یوې محکمې د دغه هېواد ۱۸ پولیس د هغو کسانو د نه نیولو په تور چې د سوېډن پر سفارت یې د برید پلان درلود، له ۱۸ میاشتو څخه تر درېیو کلونو بند محکوم کړل.

یادې محکمې دغه پولیس افسران په بغداد کې د سوېډن د سفارت د سوځولو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله مجرم ګڼلي وه.

دوه میاشتې وړاندې په سوېډن کې د قران کریم د نسخو د سوځولو په اعتراض کې یوې ډلې په بغداد کې د دغه هېواد پر سفارت برید وکړ او هغه یې وسوځاوه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د بغداد محکمې دغه ۱۸ پولیس د سفارت د ساتنې له وظیفې څخه د سرغړونې په تور په بند محکوم کړي دي.

د جولای په میاشت کې د سلوان مومیکا په نوم یو کس چې ویل کیږي؛ په سوېډن کې یو عراقي کډوال دی، د قران کریم یوه نسخه یې وسوځوله. چې دغه عمل د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مسلمانانو له پراخ غبرګون سره مخ شو او ډېرو اسلامي هېوادونو يې غندنه وکړه.