• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ادم خېل دره کې د امریکايي وسلو مارکېټ

۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۴ GMT+۱

لیک: ازاد خبریال او شنونکی سمیع یوسفزی د پیښور ښار له ګڼې ګوڼې ورو ورو په کوهات روډ د ادم خېل درې د غرونو لمنو ته داخلیږو. شاوخوا غرونه سره را نزدې کیږې او د ټوپکو د ډزو غږونه اوریدل کیږې چي مشتریان یې له خرید وړاندې ازمایي چې د کوم یوه مرمۍ خو به نه غله کیږي.

د ښکلو غرونو په منځ کې په لیکه پروت د ادم خېل درې د بازار دواړو طرفونو ته له وسلو ډکو دوکانونونو او کوچنیو کارخانو زماد سفر ملګری وډاراوه.
په ادم خېل دره کې کې وستکاري یا د وسلو جوړولو کار نږدې ۱۳۰ کاله وړاندې د انګریزنو په دور کې پیل او د پخواني شوروي په مقابل کې د افغان جهاد په ۸۰ او ۹۰ لسیزو کې یې خورا رونق پیدا کړ .
د امریکایي وسلو په لټون پسې یوه دوکان ته ورغلو. دوکان کې مخامخ دوه ډوله امریکايي ټوپک اېم څلور او اېم یوویشت را ځوړند وو.
دوکاندار وايي، «د یوه امریکایي توپک قیمت څلور لکه کلدارې او د بل ۷۵۰ زره یا اوه نیم لکه کلدارې دی، البته چې د پاکستان کوم ځای ته یې غواړې مونږ یې په زیمواري در رسوو»

بل دوکاندار هم چې نوم اخیستل نه غواړي وایي: «امریکایي وسلې او مهمات لکه مرمۍ ، د شپی دوربینونه او ان لباسونه راوړل کیږي، د پخواني حکومت عسکرو او د طالبانو غړو چې دغه وسلې نیولې یا پټې کړې اوس یي پلوري، دا یو ځنځیري تجارت دی له اخیستو وروسته په سختو قاچاقی لارو پاکستان ته راوړل کیږي او دلته ښه ګرم بازار لري.»

دی وايي د امریکایي وسلو خاص مارکېټ دی، هر څوک دغه وسلی اخیستلی نه شي ځکه قیمت یې لوړ دی خو بیا هم ډیر تعداد کې پلورل کیږې .”

هغه زیاته کړه «دا وسلې چي امریکا اول افغانستان ته راوړې او اوس یی پریښولې یوازی پاکستان ته نه راځي نورو هیوادونو ته هم ځي ، مثلا د قاچاق په واسطه د ایران له لارې تر عراق، سوریې او ترکیې او د مرکزي اسیا هیوادونو ته هم روانې دي.»
دوکان ته دوه تنه د ټیت قد خام تور رنګه ځوانان له اپریدي ترجمان سره را ننوتل او سملاسي یې عربي ژبه شروع کړه.
«مونږ د مسقط نه راغلي یو وسلې مو په کار دي.» اصلي امریکایي ټوپک یې وکوت خو پر روسۍ لنډۍ پپه شه یې پام ورغلو او ملګري ته یې وویل: «هذا جید جید» یانې دا غوره وسله ده .
دوکاندار مشال خان مونږ ته په یو ساه څلور پنځه امریکایي ټوپکې راښکته کړې یوه نیمه یې استعمال شوې وه په ځینو برخو یې د استعمالوونکو یادګارونه او نومونه لیکل شوي وو.
یو دوکاندار زړور اپریدي نه مې و پوښتل تاسو دا په چا خرڅوئ، ټي ټي پي والو باندې یې هم پلورئ؟

دوکاندار په خپلو غټو بریتو لاس راښکلو ویې ویل: «د امریکا له تیښتې وروسته په زرګونه میله وسله دلته راغلې، مونږ یې دا نه ګورو چې اخییستونکي یې څوک دي. د دې مارکیټ اصول دا دي وسله پلوره د اخیستونکي شناخت پاڼه مه ګوره.»
مارکېټ د امریکایي وسلو له کاپي شویو وسلو هم ډک و او داسې ښکاریدل چې اوس روسی کلاشنکوف د خلکو هیر شوی او امریکايي اېم یوویشت او اېم څلور فیشن ګرځېدلی دی.
وسله پلورنکی خوشال خان وایي “ دلته د جوړ شوي امریکايي اېم څلور قیمت یو نیم لک او د اصلي له ۴ نه تر ۵ لکو کلدارو پورې دی.
پاکستان له ډیره وخته شکایت کوي چې امریکا د بیلیونونو ډالرو وسله په افغانستان کې پریښودله او اوس ټي ټي پي پر دغه وسله او د شپې دوربیونو په واسطه د دوی عسکر وژني.

د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ هم بار بار ویلي، له امریکا د بایدن په مشرۍ له افغانستانه د وتلو د ناسمو پریکړو له امله پوځي وسایط او وسله په افغانستان کې پاتې شول .
د دره ادم خیلو بازار کې د بې خرته امریکایي وسلو بازار دا پخلی کوي چې دغه سیمه کې د وسلو امبار د سیمې لپاره خطرناک ثابتیدی شي.
خو ایا پاکستان واقعا له امریکایي وسلو خطر احساسوي که پر امریکا هسې پړه اچوي چی ستا وسلې په ما استعمالیږې او دا ستا مسوولیت دی چې را سره مرسته وکړې، خو د وسلو دا مارکېټ دا هم ښیي چې پاکستان یې پرضد پخپله کوم ګام نه پورته کوي.

داسې ښکاري چې امریکا هم دا ځل په دې ګیلو مانو په اسانه دې سیمې ته سر نه راښکار کوي او نه هم د پاکستان په شکایتونو غوږ ګروي.

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۴

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

د روسیې او شمالي کوریا نوې ملګرتیا؛ په اړه یې د امریکا او جنوبي کوریا تازه اندېښنې

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۵ GMT+۱
د روسیې او شمالي کوریا نوې ملګرتیا؛ په اړه یې د امریکا او جنوبي کوریا تازه اندېښنې
100%

د د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون وروستۍ لیدنې او د دوه اړخیزو پوځي همکاریو د تړون پر سر بحث د امریکا او سوېلي کوریا اندېښنې راپورته کړې دي.

ویسټ نیوز سرکل د امریکا د ملي سلامتیا شورا د ویاند جان کربي په حواله ویلي، چې هېڅ هېواد ته نه ښايي چې له روسیې سره د معصومو اوکراینیانو د وژلو لپاره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې له روسیې سره مرسته کول د اوکراینیانو د وژلو لپاره د وسایلو د غښتلي کولو په معنا ده.

د کربي په خبره، چې د وسلو د تړونونو مساله دوی جدي تعقیبوي: “دا ښکاره خبره ده، چې موږ به دا مساله په پام کې نیسو او د مناسبې معاملې لپاره به ورته تیاری نیسو”.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مېتیو مېلر هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د روسیې او شمالي کوریا دا ډول تړونونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ټولو اصولو او تړونونو خلاف عمل دی.

بل خوا د شمالي کوریا ګاونډي جنوبي کوریا هم اندېښمنه ده او ویلي یې دي، چې دا ډول همکارۍ په نړۍ کې د خونړي جنجال د رامنځته کولو په معنا دي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو سر منشي هم د روسیې او شمالي کوریا د وروستیو همکاریو بحثونو ته په اشارې ویلي، چې اړتیا ده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اصولو ته ټولې خواوې ژمنې پاتې شي.

د روسیې او شمالي کوریا د وروستیو دوه اړخیزو همکاریو بحثونو په نړۍ کې د ښکاره جګړه ییزو بلاکونو د ایجاد ویره پېدا کړې او داسې بحثونه پېدا شوي، چې ښايي د اوکراین جګړه د دوو نړۍوالو بلاکونو تر منځ په جدي ټکر بدله شي.

په امریکا کې څېړنیز مرکز: د طالبانو بیا واکمنېدو پسې د پاکستان امنیتي حالت بدتر شوی

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۸ GMT+۱
په امریکا کې څېړنیز مرکز: د طالبانو بیا واکمنېدو پسې د پاکستان امنیتي حالت بدتر شوی
100%

د جیمز ټاون په نوم امریکايي مرکز وايي، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې د پاکستان په تېره د پښتونخوا او بلوچستان امنیتي حالت بدتر شوی. دا اداره په تېرو ۲ کلونو کې په پاکستان کی د وسلوالو د ۷۳ سلنې او د مرګژوبلې ۱۳۸ سلنې زیاتېدو خبره کوي.

جیمز ټاون بنسټ د جمعې په ورځ د څېړنیزې مقالې په خپرولو سره په پاکستان کې د تېرو دوو کلونو ترهګریزې چارو ارزولې دي.

د دې بنسټ په خبره، پر کابل د طالبانو واکمنېدو پسې په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو پاڅون لا ډېر خطرناک شوی دی او ان بلوڅ مېرمنې په ځانمرګو بریدونو کې ښکېلې دي.

جیمز ټاون د ځانمرګو ښځو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

جیمز ټاون بنسټ امریکايي فکري مرکز یا اندیځ دی چې پر ۱۹۸۴ کال ویلیام ګیمر جوړ کړ او اوس له ۵۰ د ډېرو نړیوالو کارپوهانو لرلو سره د اسیا او اوراسیا او ترهګرۍ اړوند سیاست پلانولو او ستراتیژیکو اطلاعاتو په برخه کې د معلوماتو رسولو مهمه سرچینه بلل کېږي.

دغه بنسټ وايي، د بلوچستان مرکز کوټه په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د جګړې پر مهال طالبانو، جنایتکارو، د نشه يي توکو او انسان قاچاقیانو ته ډېر چانسونه برابر کړي وو.

په مقاله کې د طالبانو په هکله د پاکستان د نظر بدلېدو ته هم اشاره وي او وايي، طالبان چې پر کابل واکمن شول، نو اسلام اباد ورته د خپل امنیتي چاپېریال لپاره په ښه پال کتل.

دوی کابل ته د پاکستان د ای اېس ای د مشر فیض حمید سفر ته په اشاره رسنیو ته د نوموړي یوه خبره هم را وړې چې ویلي یې وو: «اندېښنه مه کوئ، هرڅه سم روان دي.»

خو د دوو کلونو تېرېدو سره د پاکستاني چارواکو د تمې خلاف په دغه هېواد کې امنیتي حالت بدتر شوی دی او د مرګ، چاودنو، ځانمرګو، پر پولیسو، پوځ او حکومتي چارواکو د بریدونو نوې څپه پکې پیل شوې ده.

پښتونخوا او بلوچستان چې پر ډېورنډ کرښه پراته دي د وسلوالو له سختو بریدونو سره مخ دي، همدا وجه ده چې تېر کال د پاکستان لپاره یو خونړی کال بلل شوی او ویل شوي چې په دغه کال په پاکستان کې ۳۶۷ ترهګریز بریدونه شوي دي.

خو دا هم زیاته شوې چې وسلوالو سږ کال خپل بریدونه نور هم زیات کړي دي او یوازې سږني جون کې یې ۱۰۱ پاکستاني افسران وژلي دي.

دا بریدونه ښيي چې پر کابل د طالبانو واکمنېدو سره په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو بریدونه ۷۳ سلنه او تر اوښتې مرګ ژوبله ۱۳۸ سلنه ډېره شوې ده.

جیمز ټاون وايي، د سږ کال لومړۍ نیمايي کې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله ۳۸۹ کسان وژل شوي او تر ۶۵۶ ټپیان دي.

په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو په زیاتېدو پسې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ناندرۍ هم ډېرې شوې او ان څه مهال مخکې د دغه هېواد پخواني دفاع وزیر خواجه اصف وویل، افغانستان نه پر خپل ګاونډیتوب درېږي او نه د دوحې پر تړون.

خو په ځواب کې یې ذبیح الله مجاهد وویل، طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون کړی دی، نه له پاکستان سره.

خواجه اصف او د ای اېس ای مشر په پاکستان کې د بریدونو زیاتوالي پسې کابل ته لاړل او له طالبانو یې وغوښتل چې په افغان خاوره کې د وسلوالو پټنځي له منځه یوسي.

خو طالبان وایي، په افغانستان کې د وسلوالو پټنځي نشته او نه چا ته اجازه ور کوي چې افغان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

جي شل څنګه ډله ده او په سږنۍ سرمشریزه کې یې مهمې مسلې څه دي؟

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۴ GMT+۱
جي شل څنګه ډله ده او په سږنۍ سرمشریزه کې یې مهمې مسلې څه دي؟
100%

د نړۍ د خورا سترو اقتصادونو مشرانو د شنبې په ورځ د هند پلازمېنه نوي ډېلي کې د جي شل دوه ورځنۍ مشریزه پیل کړه. هند اول ځل د نړۍ د دومره ځواکمنې ډلې د مشرانو کوربه دی.

د نوي ډیلي د ښار مهم چوکونه پر ګلانو او اوبشیندو یا فوارو ښکلي شوي او عامه ځایونه او پلې لارې هم رنګ شوې دي.

د سرمشریزې لپاره د پولیسو او ملېشه ځواکونو په ګډون یو لک دېرش زره سرتېري لاس په کار شوي او د ډرون ضد سیستم هم چالو یا فعال شوی، د ښار له کوڅو د شادیانو او کوڅه ډبو سپیو د شړلو لپاره تدابیر نیول شوي دي.

جي شل څه ده؟

پر ۱۹۹۹ کال په اسیا کې د مالي کړکېچ پسې د نړۍ سترو شلو هېوادونو دا اقتصادي ډله په دې فکر جوړه کړه چې د څېرمه پولو په اوږدو کې د کشالو ځوابولو لپاره خورا ښې نړیوالې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا شته.

دا اقتصادي بلاک د نړۍ د کورني ناخالص تولید اتیا سنله او د نړیوالې سوداګرۍ ۷۵ سلنه برخه جوړوي.

په دې ډله کې ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، بریتانیا، کاناډا، چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایټالیا، جاپان، سوېلي کوریا، مکسیکو، روسیه، سعودي عربستان، سوېلي افریقا، ترکیه، متحده ایالتونه او اروپايي ټولنه شامل دي.

د جي شل لومړیو کلونو کې د دې ټولنې د مالیې وزیرانو کلنۍ غونډه درلوده، خو پر ۲۰۰۸ کال له مالي کړکېچ وروسته د جي شل غړو هېوادونو پرېکړه وکړه چې کلنۍ سرمشریزه به جوړوي.

د هند په پړاویزه مشرۍ دې سرمشریزه کې د څو اړخیزو ادارو له خوا پرمختللو هیوادونو ته پر ډېر پور ور کولو، د نړیوالو پورونو جوړښت کې سمون راوستلو، د کریپټو یا ډیجیټل پیسو اصولو او د خوړو او انرژۍ پر امنیت د جیو پولیټیک اغیزو باندې بحث کېږي.

خو دا بلاک د اوکراین جګړې په اړه پر ګډ دریځ سره وېشلی او له امله یې سږ کال یوه ګډه بیانیه هم نه ده خپره کړې.

روسیه او چین دې جګړه کې د مسکو د ملامتولو مخالف دي، خو د کاناډا، فرانسې او متحده ایالتونو په څېر هېوادونه په دې تړاو ګډه اعلامیه کې د جګړې پر سخت غندلو ټینګار کوي.

پرون هم د جي شل غړو هېوادونو د یوې اعلامیې مسوده خپره کړې چې د جیو پولیټیکل اړوند یو پاراګراف پکې خالي دی او د دوی ترمنځ اختلاف ښيي.

د پریګوژین مرګ؛ واګنر وسلواله ډله له کوم برخلیک سره مخ ده؟

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۴۶ GMT+۱
د پریګوژین مرګ؛ واګنر وسلواله ډله له کوم برخلیک سره مخ ده؟
100%

د روسیې د خصوصي وسلوالې ډلې واګنر د مشر پریګوژین تر وژل کېدو یوه ورځ مخکې په لیبیا کې د روسیې مرستیال دفاع وزیر وویل، دا ډله د مسکو تر کنټرول لاندې پاتې کېږي.

یونس بیک یوکوروف په لیبیا کې د روسیې ملګرو ته وویل، واګنر به په روسیه کې وي او د دې ډلې ځواکونه به نوي مشر ته خپل راپور وړاندې کوي.

یوې لیبیایۍ سرچینې وویل، د روسیې مرستیال دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد ختیځ ته په بن غازي کې له خلیفه حفتر سره ولیدل.

مالومه نه ده چې دا خبرې د پرېګوژین د الوتکې غورځېدو له پېښې سره تړلې دي که نه، خو د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرضد په تېر جون کې د پریګوژین ناکامه بلوا دا مانا لري چې مسکو له هغې شبکې سترګې نشي پټولی چې واګنر په نړۍ کې جوړه کړې ده.

د پریګوژین تر مرګ وروسته د دې پېچلې خو ګټورې شبکې سرنوشت هم معلوم نه دی چې واګنر د روسیې لپاره په ټوله اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې جوړه کړې ده.

واګنر د اوکراین، سوریې، لیبیا او د مرکزي افریقا جمهوریت او مالي په جګړو کې مهم رول لري او په ډېرو هېوادونو کې یې د سرو او تېلو پر زېرمو ولکه کړې ده.

په جون کې د واګنر په بلوا پسې ولسمشر پوتین په سوریه کې د دې ډلې عملیات پای ته رسېدلي اعلان کړل.

په افریقا کې ښايي واګنر له بلې روسۍ ډلې سره یو ځای او یا نوي مدیریت سره په خپل حال پاتې شي.

خو د دې ډلې وړتیا په داسې ځایونو کې د مسکو لپاره ډېر ارزښت لري چې رسمي یا قانوني حضور پکې نه لري.

د ۲۰۲۳ کال د اګسټ پر ۲۱ پریګوژین په یوه افریقايي هېواد کې
100%
د ۲۰۲۳ کال د اګسټ پر ۲۱ پریګوژین په یوه افریقايي هېواد کې

امریکايي څېړونکی جان لچنر چې پر پریګوژین کتاب لیکي په دې باور دی چې «واګنر یو کارند شرکت دی، قراردادونه لري، یوه سوداګري ده او باید دوام ولري.»

له ۲۰۱۹ کال راهیسې واګنر د لیبیا عملیاتو کې ښکېل دی او دوه زره وسلوالو یې د حفتر په قومنده د طرابلس په یرغل کې ونډه درلوده. د مرکزي افریقا جمهوریت د ولسمشر په خبره، واګنر د دې هېواد په کورنۍ جګړه کې مهم رول درلود. نوموړي د پریګوژین مرګ «لوی غم» بللی دی.

واګنر پورې تړلی اورو پولیس شرکت د سوریې تېلي زېرمې په واک کې لري، خو د دې شرکت په هکله مالومات نشته.

په ورته مهال په مرکزي افریقا جمهوریت او د افریقا لویې وچې په نورو هېوادونو کې پر کانونو او سوداګرۍ د واګنر د ګټې په هکله هم کم معلومات شته، خو د روسیې واک ته د دې شتمنیو سپارل هم سخت دي.

مچو اخیستل ولې مهم او ډېر احساسات پاروونکي دي؟

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۷ GMT+۱
مچو اخیستل ولې مهم او ډېر احساسات پاروونکي دي؟
100%

که څه هم پر مچو اخیستلو غږېدل عجیبه ښکاري، خو مچول په ریښتیا هم یو مهم چلن دی. خوندوره تجربه ده چې پکې له ځان دفاع هېروو او ځان بل ته سپارو. یو مخ بې دفاع او ټول د بل چا واک ته لوېږو. خو مچول ولې مهم، فوق العاده او ډېر هیجان پاروونکي دي؟

د ژوند ښوونځي وېبپاڼې په یوه راپور کې دا پوښتنه ځواب کړې ده.

مچول یوازې له جسماني اړخه ښکلې تجربه نه ده، بلکې د بل پر شونډو خپلې شونډې ټینګول د لامسې حس له پلوه د سر له مساج ډېر خوند لري. له جسمي پلوه د بل ژبه زبېښل هم د مثبت حس د پارولو لپاره یو منځنی توپان پیدا کوي.

ځکه مچول ښايي د انسانانو تر ټولو ښکلی کار وي.

زما شخصي حریم

100%

مچول ډېر رواني هیجان پیدا کولی شي. هغه خوند چې موږ یې له مچولو اخلو، له دې نظریې سره تړلی چې موږ په ډېره خصوصي او خوندي سیمه کې بل کس ته د یوه خاص کار اجازه ور کوو.

په داسې حال کې چې بل چا ته نږدې کېدل او د هغه اننګي او شونډې لمسول ډېر سپک کار بلل کېږي، خو مچولو کې دا ډېره مهمه ده چې تاسو پرېښودل کېږئ چې خپل مخ د بل له مخ سره ډېرې نږدئ کړئ او په واقعیت کې خپله ژبه د هغه یا هغې خولې ته ننباسئ.

په داسې حال چې دا ډول مچو اخیستل ښايي بد هم وي، خو خوندوره تجربه ده او همدغه تناقص مچول ډېر احساسات پاروونکي کړي دي.

د یوې مچو لپاره متقابله اجازه هم یو هیجان دی. موږ خپلې مچو سره په ضمني ډول مقابل لوري ته وایو، چې هغه له نورو کسانو ځانګړی او خورا ممتاز دی.

پارېدل

جنسي هیجان رواني اړخ لري. په مچولو کې چې څه زموږ بدنونه یې کوي، زموږ د پارولو اصلي لا مل نه دي، بلکې مهم هغه څه دي چې زموږ په مغز کې تېرېږي.

که څه هم دا تجربې نه وایو، خو د بل کس له خوا منل کېدل د دې تجربو په سر کې راځي چې په ټول کې ورته پارېدل وایو.

له جسمي یا فزیکي پلوه موږ دا احساس او یا پارېدل د وینې د ډېر ژر پمپ کېدو، په میتابولیزم کې د بدلون، د پوټکي د ګرمېدو یا سره کېدو له لارې وینو، خو پر دې تجربو سربېره د بدلون یو ډېر متفاوت ډول هم شته چې «میتافزیکي» بدلون یې بللی شو، ځکه دا بدلون زموږ اصلي ځانګړنې یا «انسانتوب» او «د ځان او بل ترمنځ اړیکې» سره تړلی دی.

تا غواړم

100%

په دودیز ډول «ځان» جدا او بېل دی. موږ د خپل ځان او نورو د ځان ترمنځ پر ژوره فاصله پوهېږو. موږ ټول د نه منلو له احساس او شرم رنځېږو، خو د بل کس مچولو سره پر دې ژور انساني احساس غلبه پیلېږي.

دا ډېر یوازې ځان په یوه ځانګړې مچو کې ګډون لري. په دې مچو کې زموږ خوله پر ممتاز ځای بدلېږي، له ځان دفاع هېرېږي او ځان بل ته سپارو، یو مخ بې دفاع او د نورو په لاس کې یو.

مچول له ارګاسم یا ارضا د لا ډېرې هیجاني تجربې زېری کوي؛ هغه هم د یوازیتوب له احساس ځان خلاصول.

له بل کس سره شونډې پر شونډو کېدلو سره د هغه او ځان ترمنځ خپلې پولې له منځه وړو. په دغه حالت کې زموږ شونډې او ژبه د یو ډېر مهم باطني بدلون خبره کوي؛ «تا غواړم دومره ډېر دې غواړم چې بې دفاع ځان در سپارم.»

د مچولو په اخر کې جنسي هیجان هماغه د ځان د ژور یوازیتوب احساس دی چې په خورا قوت او د لندمهال لپاره ارامېدل غواړي.