جي شل څنګه ډله ده او په سږنۍ سرمشریزه کې یې مهمې مسلې څه دي؟

د نړۍ د خورا سترو اقتصادونو مشرانو د شنبې په ورځ د هند پلازمېنه نوي ډېلي کې د جي شل دوه ورځنۍ مشریزه پیل کړه. هند اول ځل د نړۍ د دومره ځواکمنې ډلې د مشرانو کوربه دی.

د نړۍ د خورا سترو اقتصادونو مشرانو د شنبې په ورځ د هند پلازمېنه نوي ډېلي کې د جي شل دوه ورځنۍ مشریزه پیل کړه. هند اول ځل د نړۍ د دومره ځواکمنې ډلې د مشرانو کوربه دی.
د نوي ډیلي د ښار مهم چوکونه پر ګلانو او اوبشیندو یا فوارو ښکلي شوي او عامه ځایونه او پلې لارې هم رنګ شوې دي.
د سرمشریزې لپاره د پولیسو او ملېشه ځواکونو په ګډون یو لک دېرش زره سرتېري لاس په کار شوي او د ډرون ضد سیستم هم چالو یا فعال شوی، د ښار له کوڅو د شادیانو او کوڅه ډبو سپیو د شړلو لپاره تدابیر نیول شوي دي.
جي شل څه ده؟
پر ۱۹۹۹ کال په اسیا کې د مالي کړکېچ پسې د نړۍ سترو شلو هېوادونو دا اقتصادي ډله په دې فکر جوړه کړه چې د څېرمه پولو په اوږدو کې د کشالو ځوابولو لپاره خورا ښې نړیوالې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا شته.
دا اقتصادي بلاک د نړۍ د کورني ناخالص تولید اتیا سنله او د نړیوالې سوداګرۍ ۷۵ سلنه برخه جوړوي.
په دې ډله کې ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، بریتانیا، کاناډا، چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایټالیا، جاپان، سوېلي کوریا، مکسیکو، روسیه، سعودي عربستان، سوېلي افریقا، ترکیه، متحده ایالتونه او اروپايي ټولنه شامل دي.
د جي شل لومړیو کلونو کې د دې ټولنې د مالیې وزیرانو کلنۍ غونډه درلوده، خو پر ۲۰۰۸ کال له مالي کړکېچ وروسته د جي شل غړو هېوادونو پرېکړه وکړه چې کلنۍ سرمشریزه به جوړوي.
د هند په پړاویزه مشرۍ دې سرمشریزه کې د څو اړخیزو ادارو له خوا پرمختللو هیوادونو ته پر ډېر پور ور کولو، د نړیوالو پورونو جوړښت کې سمون راوستلو، د کریپټو یا ډیجیټل پیسو اصولو او د خوړو او انرژۍ پر امنیت د جیو پولیټیک اغیزو باندې بحث کېږي.
خو دا بلاک د اوکراین جګړې په اړه پر ګډ دریځ سره وېشلی او له امله یې سږ کال یوه ګډه بیانیه هم نه ده خپره کړې.
روسیه او چین دې جګړه کې د مسکو د ملامتولو مخالف دي، خو د کاناډا، فرانسې او متحده ایالتونو په څېر هېوادونه په دې تړاو ګډه اعلامیه کې د جګړې پر سخت غندلو ټینګار کوي.
پرون هم د جي شل غړو هېوادونو د یوې اعلامیې مسوده خپره کړې چې د جیو پولیټیکل اړوند یو پاراګراف پکې خالي دی او د دوی ترمنځ اختلاف ښيي.

د روسیې د خصوصي وسلوالې ډلې واګنر د مشر پریګوژین تر وژل کېدو یوه ورځ مخکې په لیبیا کې د روسیې مرستیال دفاع وزیر وویل، دا ډله د مسکو تر کنټرول لاندې پاتې کېږي.
یونس بیک یوکوروف په لیبیا کې د روسیې ملګرو ته وویل، واګنر به په روسیه کې وي او د دې ډلې ځواکونه به نوي مشر ته خپل راپور وړاندې کوي.
یوې لیبیایۍ سرچینې وویل، د روسیې مرستیال دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد ختیځ ته په بن غازي کې له خلیفه حفتر سره ولیدل.
مالومه نه ده چې دا خبرې د پرېګوژین د الوتکې غورځېدو له پېښې سره تړلې دي که نه، خو د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرضد په تېر جون کې د پریګوژین ناکامه بلوا دا مانا لري چې مسکو له هغې شبکې سترګې نشي پټولی چې واګنر په نړۍ کې جوړه کړې ده.
د پریګوژین تر مرګ وروسته د دې پېچلې خو ګټورې شبکې سرنوشت هم معلوم نه دی چې واګنر د روسیې لپاره په ټوله اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې جوړه کړې ده.
واګنر د اوکراین، سوریې، لیبیا او د مرکزي افریقا جمهوریت او مالي په جګړو کې مهم رول لري او په ډېرو هېوادونو کې یې د سرو او تېلو پر زېرمو ولکه کړې ده.
په جون کې د واګنر په بلوا پسې ولسمشر پوتین په سوریه کې د دې ډلې عملیات پای ته رسېدلي اعلان کړل.
په افریقا کې ښايي واګنر له بلې روسۍ ډلې سره یو ځای او یا نوي مدیریت سره په خپل حال پاتې شي.
خو د دې ډلې وړتیا په داسې ځایونو کې د مسکو لپاره ډېر ارزښت لري چې رسمي یا قانوني حضور پکې نه لري.

امریکايي څېړونکی جان لچنر چې پر پریګوژین کتاب لیکي په دې باور دی چې «واګنر یو کارند شرکت دی، قراردادونه لري، یوه سوداګري ده او باید دوام ولري.»
له ۲۰۱۹ کال راهیسې واګنر د لیبیا عملیاتو کې ښکېل دی او دوه زره وسلوالو یې د حفتر په قومنده د طرابلس په یرغل کې ونډه درلوده. د مرکزي افریقا جمهوریت د ولسمشر په خبره، واګنر د دې هېواد په کورنۍ جګړه کې مهم رول درلود. نوموړي د پریګوژین مرګ «لوی غم» بللی دی.
واګنر پورې تړلی اورو پولیس شرکت د سوریې تېلي زېرمې په واک کې لري، خو د دې شرکت په هکله مالومات نشته.
په ورته مهال په مرکزي افریقا جمهوریت او د افریقا لویې وچې په نورو هېوادونو کې پر کانونو او سوداګرۍ د واګنر د ګټې په هکله هم کم معلومات شته، خو د روسیې واک ته د دې شتمنیو سپارل هم سخت دي.

که څه هم پر مچو اخیستلو غږېدل عجیبه ښکاري، خو مچول په ریښتیا هم یو مهم چلن دی. خوندوره تجربه ده چې پکې له ځان دفاع هېروو او ځان بل ته سپارو. یو مخ بې دفاع او ټول د بل چا واک ته لوېږو. خو مچول ولې مهم، فوق العاده او ډېر هیجان پاروونکي دي؟
د ژوند ښوونځي وېبپاڼې په یوه راپور کې دا پوښتنه ځواب کړې ده.
مچول یوازې له جسماني اړخه ښکلې تجربه نه ده، بلکې د بل پر شونډو خپلې شونډې ټینګول د لامسې حس له پلوه د سر له مساج ډېر خوند لري. له جسمي پلوه د بل ژبه زبېښل هم د مثبت حس د پارولو لپاره یو منځنی توپان پیدا کوي.
ځکه مچول ښايي د انسانانو تر ټولو ښکلی کار وي.

مچول ډېر رواني هیجان پیدا کولی شي. هغه خوند چې موږ یې له مچولو اخلو، له دې نظریې سره تړلی چې موږ په ډېره خصوصي او خوندي سیمه کې بل کس ته د یوه خاص کار اجازه ور کوو.
په داسې حال کې چې بل چا ته نږدې کېدل او د هغه اننګي او شونډې لمسول ډېر سپک کار بلل کېږي، خو مچولو کې دا ډېره مهمه ده چې تاسو پرېښودل کېږئ چې خپل مخ د بل له مخ سره ډېرې نږدئ کړئ او په واقعیت کې خپله ژبه د هغه یا هغې خولې ته ننباسئ.
په داسې حال چې دا ډول مچو اخیستل ښايي بد هم وي، خو خوندوره تجربه ده او همدغه تناقص مچول ډېر احساسات پاروونکي کړي دي.
د یوې مچو لپاره متقابله اجازه هم یو هیجان دی. موږ خپلې مچو سره په ضمني ډول مقابل لوري ته وایو، چې هغه له نورو کسانو ځانګړی او خورا ممتاز دی.
جنسي هیجان رواني اړخ لري. په مچولو کې چې څه زموږ بدنونه یې کوي، زموږ د پارولو اصلي لا مل نه دي، بلکې مهم هغه څه دي چې زموږ په مغز کې تېرېږي.
که څه هم دا تجربې نه وایو، خو د بل کس له خوا منل کېدل د دې تجربو په سر کې راځي چې په ټول کې ورته پارېدل وایو.
له جسمي یا فزیکي پلوه موږ دا احساس او یا پارېدل د وینې د ډېر ژر پمپ کېدو، په میتابولیزم کې د بدلون، د پوټکي د ګرمېدو یا سره کېدو له لارې وینو، خو پر دې تجربو سربېره د بدلون یو ډېر متفاوت ډول هم شته چې «میتافزیکي» بدلون یې بللی شو، ځکه دا بدلون زموږ اصلي ځانګړنې یا «انسانتوب» او «د ځان او بل ترمنځ اړیکې» سره تړلی دی.

په دودیز ډول «ځان» جدا او بېل دی. موږ د خپل ځان او نورو د ځان ترمنځ پر ژوره فاصله پوهېږو. موږ ټول د نه منلو له احساس او شرم رنځېږو، خو د بل کس مچولو سره پر دې ژور انساني احساس غلبه پیلېږي.
دا ډېر یوازې ځان په یوه ځانګړې مچو کې ګډون لري. په دې مچو کې زموږ خوله پر ممتاز ځای بدلېږي، له ځان دفاع هېرېږي او ځان بل ته سپارو، یو مخ بې دفاع او د نورو په لاس کې یو.
مچول له ارګاسم یا ارضا د لا ډېرې هیجاني تجربې زېری کوي؛ هغه هم د یوازیتوب له احساس ځان خلاصول.
له بل کس سره شونډې پر شونډو کېدلو سره د هغه او ځان ترمنځ خپلې پولې له منځه وړو. په دغه حالت کې زموږ شونډې او ژبه د یو ډېر مهم باطني بدلون خبره کوي؛ «تا غواړم دومره ډېر دې غواړم چې بې دفاع ځان در سپارم.»
د مچولو په اخر کې جنسي هیجان هماغه د ځان د ژور یوازیتوب احساس دی چې په خورا قوت او د لندمهال لپاره ارامېدل غواړي.

په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت خراسان ډله څوک او څنګه رامنځته شوه؟ دغې ډلې د ترهګریز تکامل کوم پړاوونه وهلي؟ طالبانو ته داعش خطر او که فرصت؟ دا او دې ته د ورته پوښتنو ځوابونه په دغه تاریخي- تشریحي لیک کې لوستلی شئ.
څه موده وړاندې په افغانستان کې د اسلامي دولت – خراسان په موجودیت او افغانستان ته د داعش ډلې د مشرانو په راتګ او نه راتګ د ایران او طالبانو تر منځ ناندرې پیل شوي. داعش د ایران، چین او روسیې لپاره هغه احتمالي خطر و/دی چې په ۲۰۱۵ ز کال کې یې د دغو هېوادونو اړیکې له طالبانو سره نېږدې کړې.
طالبان بیا دا نه مني، چې ګواکې د داعش مشران دې افغانستان ته راغلي وي او ادعا کوي، چې دا یوازې یوه ویره او پروپاګند دی. د افغانستان په څېر په یوې ستراتېژیکه سیمه کې د طالبانو بیا واکمنېدل، له غربي بلاک سره د روسیې، چین او ایران مستقیم تقابل او د افغانستان سرحدي سیمو ته د داعش د مشرانو راتګ هغه څه دي، چې د سیمې د لوبې رنګ بدلولی شي او د طالبانو پر وړاندې د ایران، چین او روسیې نیت هم اغېزمنولی شي.
په اورکزیو، تیرا، کونړ او د ننګرهار په غرییزو سیمو لکه: سونګړۍ او دور بابا کې د اسلامي دولت- خراسان د ډلې پټنځایونه او روزنیز مرکزونه د دغې ډلې د بیا انسجام په معنا ده. دا پټنځایونه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم د یوه مکتوب په تر لاسه کولو تایید کړي او هم یې د حج له مراسمو بېرته راګرځېدونکو طالبانو ته په مراسمو کې د دوی له برېدونو ویره ښودلې وه.
همدا راز نړۍوالې سولې او امنیت ته د داعش له خوا ګواښ او ورسره د مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ۱۷م راپور کې امنیت شورا ته ویل شوي، چې په افغانستان کې د داعش – خراسان ډله مخ په پیاوړې کېدو ده، چې له امله یې په افغانستان کې وضعیت لا پیچلی شوی او دا چاره نړۍ ته یو لوی ګواښ دی.
په راپور کې راغلي، چې د داعش – خراسان له خوا په بلخ، بدخشان، بغلان او یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو پر لوړو پوړو چارواکو بریدونه د دې ګواهي ورکوي، چې د دغې ډلې عملیاتي وړتیاوې او مورال لوړ شوی، هماهنګي یې زیاته شوې او د جلب و جذب پروسه یې غښتلې شوې ده.
راپور زیاتوي، چې د داعش – خراسان ډلې د وسلوالو او د کورنیو د غړو شمېر له ۴۰۰۰څخه تر ۶۰۰۰ کسانو پورې رسېږي او دغې ډلې په افغانستان کې د ختیځ ترکستان له اسلامي غورځنګ سره اړیکې رغولې، چې دواړو ډلو مشترک جنګي تبلیغاتي پوسټرونه هم خپار کړي دي.
راپور وايي، چې داسې معلومات هم شته چې له مخې یې دا جوتیږي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړو له داعش – خراسان ډلې سره په عملیاتو کې ونډه اخیستې ده.
راپور زیاته کړې، چې د هند په نیمه وچه کې د القاعده یو شمېر غړي هم لېوالتیا لري، چې د داعش له ډلې سره مرسته وکړي.
دا چې کوم غړي او څه ډول مرسته؟ په دې اړه په راپور کې توضیحات نه دي ورکړل شوي.
افغانستان او د اسلامي دولت - خراسان ډله:
د ۲۰۱۴ ز کال ټاکنیزې هلې ځلې او نانندرۍ روانې وې، چې د افغانستان ملي امنیت ولسمشر کرزي ته په یوه پټ راپور کې د افغانستان په ختیځ او د ډېورنډ له پولې هاغه غاړې ته د داعش د انسجام راپور ورکړ. په راپور کې راغلي وو، چې په تیرا، اورکزیو ایجنسۍ او مومندو کې یې د داعش ځینې تحرکات حس کړي دي. د دوی د راپور په اساس د دغې ډلې احتمالي مشري مولوي عبدالحق محمدي چې په ابودردا (وروسته د ابودردا په اړه راپور نادرست ثابت شو) مشهور دی کوي. په راپور کې دا هم ذکر شوي وو، چې دغه انسجام د ای ایس ای په غېرمستقیم استخباراتي ملاتړ ترسره کیږي.
د ۲۰۱۴ز کال په نومبر میاشت کې ملي امنیت ولسمشرۍ ماڼۍ ته د داعش په اړه په یوه بل راپور کې زیاته کړې وه، چې داعش یو هیئت د پښتونخوا قبایلي او د افغانستان د ډېورنډ پولو ته نېږدې استولی او هلته یې د خپلو سیمه ییزو همکارانو په ملاتړ یوه کوچنۍ جهادي- سلفي ډله د داعش – خراسان په نوم جوړه کړې ده. په راپور کې ویل شوي وو، چې ملا عبدالروف چې پخوا د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال او د هلمند نظامي مسوول و؛ تازه له داعش سره د اړیکو په تور طالبانو له دندې لرې کړی.
په راپور کې د افغانستان په ختیځ کې له داعش سره د همکارۍ له امله د پخواني طالب عبدالرحیم مسلم دوست یادونه هم شوې وه، د راپور له لوستلو وروسته ولسمشر کرزی د دغه راپور په اړه څه نه وايي او پرېږدي یې چې د هغه نوی ځای ناستی یې په اړه تصمیم ونیسي. پوره دوه اونۍ وروسته یې پر ځای ډاکتر محمد اشرف غني لوړه کوي او د امنیتي ادارو له مشرانو سره په لومړۍ غونډه کې د داعش له خبر سره مخامخ کیږي. په دې غونډه کې ولسمشر د لا زیاتو معلوماتو او اسنادو غوښتنه کوي.
تر دغه وخته د داعش خراسان ډلې په رسمي ډول د خپل فعالیت اعلان نه و کړی او د ډلې ټولې چارې د ډېورنډ پر پوله خپلسرې او ځینې یې د داعش د مرکزي شورا له خوا رهبري کېدې. د ۲۰۱۵ز کال د جنوري په میاشت کې داعش د ډېورنډ پر پولې د اسلامي دولت د خراسان ولایت په نوم د موجودیت اعلان او د داعش له مشر ابوبکر البغدادي سره بعیت وکړ. دا خبر نه یوازې دا چې د افغانستان حکومت او طالبانو ته هېښوونکی و؛ بلکې ایران، چین او روسیې ته هم په سیمه کې د یوه نوي راتلونکي خطر زنګ و.
د دوی په ډله کې اکثره سلفي باوره پخواني طالبان، سرسخته سلفي ملایان، د اورکزیو د ټي تي پي یو شمېر پخواني غړي، چیچنايي، ازبیک، کُرد، ترکمن او یو شمېر تاجېک جنګیالي شامل شول او په خپلو لومړیو تبلیغاتو کې یې شعیه باوره کافر وبلل او د ایران پر ضد یې د جهاد غږ وکړ؛ دوی دا هم وویل چې دوی د هېوادونو تر منځ اوسنیو پولو ته ژمن نه دي او غواړي د خراسان ولایت چې د اسلامي دولت یوه برخه ده راژوندی کړي.
په داعش کې د پاکستاني استخباراتي کړیو د دخالت په اړه له کره راپورونو وروسته د افغانستان حکومت هم هڅه وکړه، چې د داعش – خراسان په ډله کې ځان دخیل او له دغې استخباراتي لوبې باخبره واوسي. د ۲۰۱۵ ز کال په لومړۍ نیمايي کې یې درې کوچنۍ خپلسرې ډلې د اسلامي دولت د خراسان د ولایت د ساتونکو په نوم جوړې کړې، د یوې ډلې مشري یې د افغانستان حکومت ته تسلیم شوي طالب قوماندان ملا بهادر کوله چې د ډېورنډ له پولې دې غاړې یې پر فعالیت پیل وکړ.
هغه وخت د حکومت یوه موخه دا وه، چې دا خپلسرې ډلې به په یو نه یو شکل له اصلي هستې سره اړیکه پېدا کړي، تر څو د داعش په نوې څپه کې د پاکستان رول کمزوری او خپل غښتلی کړي. دویم هدف یې دا و، چې که په سرحدي سیمو کې د اسلامي دولت خراسان ډله پرمختګ کوي؛ د طالبانو په ځپلو کې به د افغانستان له حکومت سره مرسته کوي. مګر دا مداخله تر ډېره ونه غځېده او تر ۲۰۱۶ز کال پورې د افغانستان د حکومت له لورې جوړې شوې درې واړه ډلې یو پر بل پسې له منځه لاړې او ټول غړي یې په مرموز او مخامخ جګړو کې ووژل شول.
داعش ننګرهار د خپل مرکز په حیث وټاکه او د شینوارو په اچین، نازیان، هسکه مېنه، سپین غر او دور بابا ولسوالیو کې یې خپلې ریښې غښتلې کړې، چې د افغانستان له حکومت او طالبانو سره د څو کلونو جګړې وروسته یې دغه سیمې بېرته پرېښوې او له ډېورنډ واوښتل.
د اسلامي دولت – خراسان د تمویل سرچینې:
د اسلامي دولت د خراسان د څانګې بنسټګر عبدالرحیم مسلم دوست چې د پښتو ژبې یو لیکوال، څېړونکی او د څو کتابونو مصنف هم دی؛ لومړنی افغان و، چې له ابوبکر البغدادي څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. نوموړی د اسلامي دولت د خراسان د څانګې له مهمو اشخاصو ګڼل کېږي چې په ۲۰۲۲ ز کال کې طالبانو ته تسلیم شو. هغه په خپلو خبرو کې د پاکستان پوځ او ای ایس ای په دې تورن کړل چې داعش د لومړني مشر حافظ سعید خان په ګډون یې یو شمېر جنګیالیو ته پېسې ورکولې.
مسلم دوست د درېیو پاکستاني پوځیانو جنرال اشفاق، ډګروال عارف او میجر عامر نومونه هم اخیستي او ویلي یې دي، چې دغو درېیو کسانو د اسلامي دولت – خراسان لومړني والي ته پېسې ورکولې.
کټ مټ دې ته ورته خبره د افغانستان د ملي امنیت په هغه پټ راپور کې ولسمشر محمد اشرف غني تهد ۲۰۱۵ ز کال په فېبروري کې شوې وه. ولسمشر غني ملي امنیت په یوې ډي وي ډي کې اسناد او شواهد هم ورکړل شوي وو. پاکستان ته له ولسمشر غني سره د مل پلاوي یوه لوړ پوړي غړي راته دا تایید کړه، چې ولسمشر په دغه سفر کې هغه اسناد د پوځ له مشر سره شریک کړل چې ښودله یې چې پاکستان د داعش په تمویل او تجهیز کې پوره ونډه لري.
په ۲۰۱۴ ز کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د چین په شانګهای کې د اسیایي هېوادونو ترمنځ د متقابلو همکاریو او اعتماد جوړولو د سازمان د مشرانو د غونډې په حاشیه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل او ولسمشر پوتین د داعش په اړه د روسیې اندېښنه له ولسمشر کرزي سره شریکه کړه.
په هیئت کې مل یوه لوړپوړي چارواکي راته تایید کړه، چې پخواني ولسمشر کرزي ته ولسمشر پوتین ته وویل چې بهرنۍ کړۍ او په ځانګړي ډول امریکا غواړي، چې په سیمه کې یوه نوې تروریستي لوبه پیل کړي او د دغې لوبې پیل د داعش رامنځته کول دي، چې موږ یې په کلکه مخالف او اندېښمن کړي یو. کټ مټ دې ته ورته اندېښنه چینايي چارواکو هم له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره شریکه کړې وه.
په ۲۰۱۶ ز کال کېولسمشر پوتین یو ځل بیا په افغانستان کې د داعش د پرمختګ په اړه اندېښنه وښوده او امریکا یې په یوې څنګزنې اشارې د داعش تمویلوونکې یاده کړه.
د ایران له مذهبي مشر نیولې، تر ولسمشر او بیا د بهرنیو چارو وزیر په وار – وار دا خبره کړې، چې د داعش خراسان ډله د امریکا له خوا تمویلیږي.
د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ د لومړنۍ دورې په یوې ټاکنیزې غونډې کې وویل، چې هیلري کلنټن او ولسمشر بارک اوباما د داعش جوړوونکي دي، مګر د امریکا ګڼې رسمي سرچینې وايي، چې داعش او د اسلامي دولت خراسان څانګه په ایران، افغانستان او پاکستان کې د مخدره توکو د قاچاق او یو شمېر عرب سوداګرو په مالي مرسته پر مخ ځي.
د ۲۰۱۷ ز کال د سپټمبر په ۱۷ مه نېټه د افغانستان ملي امنیت د کابل په شهزاده سرای کې رحمان ګل چې پټ نوم یې ابوذر و؛ د شپږ لکه ډالر او څلور میلیونه افغانیو سره ونیو. د ملي امنیت د هغه وخت د راپور په اساس نوموړي د ایران له قم څخه کوېټې، له کوېټې څخه کندهار، له کندهار څخه کابل او له کابل څخه ننګرهار ته د داعش جنګیالیو لپاره پېسې انتقالولې.
د ۲۰۱۷ ز کال په نومبر میاشت کې د ننګرهار په غازي امان الله خان مېنه کې عبدالروف چې دویم نوم یې شجاع الحربي و؛ له یو نیم لک ډالرو سره ونیول شو، نوموړي په خپلو اعترافاتو کې دا ومنله چې د داعش ډلې لپاره یې پېسې د پښتنونخوا له تهکال سیمې څخه ننګرهار ته انتقالولې.
د اسلامي دولت د خراسان ولایت رهبران:
عبدالروف خادم:
ملا عبدالروف خادم د داعش د افغانستان د برخې لومړنی غېر رسمي مسوول و او وروسته بیا مرستیال وټاکل شو، نوموړی د هلمند د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکی او د طالبانو په لومړۍ دوره کې د مرکزي قول اردو د قوماندان، د هرات د قول اردو قوماندان او د طالبانو د سقوط پر مهال په کندوز کې د پوځي غونډ قوماندان و. د موقتې ادارې په راتګ سره ونیول شو او اوه کاله یې د ګوانتنامو په زندان کې تېر کړل.
ورپسې کابل ته راغی او له څه مودې وروسته کوېټې ته لاړ او هلته د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال وټاکل شو، وروسته بیا د هلمند او څو نورو ولایاتو د طالبانو د نظامي مسوول په توګه وټاکل شو او له هغې وروسته له دندې لرې کړی شو، نوموړي له طالبانو لار جدا کړه او په ۱۳۹۳ ل کال یې له البغدادي سره بعیت وکړ او ځان یې په افغانستان کې د داعش نماینده معرفي کړ. څو میاشتې وروسته د هلمند په کجکي کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکې په برید کې له خپلو ملګرو سره ووژل شو.
حافظ سعید خان:
د اسلامي دولت د خراسان د ډلې اکثره مشران پښتانه دي او د لرې او برې پښتونخوا پورې تړاو لري. که څه هم په لومړي ځل عبدالرحیم مسلم دوست له ابوبکر البغدادي څخه ملاتړ وکړ، ورپسې عبدالروف خادم خو د خراسان د ډلې لومړنی رسمي مشر حافظ سعید خان و، چې په پاکستان کې یو له سر سختو سلفي ملایانو ګڼل کېده. هغه د ډېورنډ پر دواړو غاړو له سلفيانو سره ژورې اړیکې لرلې او دی وتوانېد چې په ډېر لږ وخت کې خپله جنګي ډله منسجمه او خپلې حملې پیل کړي.
حافظ سعید د خپلې ډلې د تبلیغ لپاره درې اف ایم راډیوګانې جوړې کړې، چې په ننګرهار،اورکزیو ایجنسۍ او تیرا کې یې خپرونې کولې. حافظ سعید خان به له همدغو راډیوګانو د اسلامي دولت د خراسان د ډلې د مشر په توګه خلکو ته ویناوې کولې.
نوموړی د ۲۰۱۶ ز کال د جولايي په میاشت کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له خپلو نورو جنګیالیو سره یو ځای د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
شیخ عبدالحسیب لوګری:
نوموړی د حافظ سعید خان پر ژوند د هغه د مشاور او د هدفي بریدونو د قوماندان په توګه دنده سرته رسوله، که څه هم په داخلي حلقه کې یې یو شمېر مخالفتونه لرل؛ خو د حافظ سعید خان له وژنې وروسته یې خپل ځان د دغې ډلې رهبر او د خراسان ولایت د والي په توګه اعلان کړ.
نوموړی په کابل کې د سردار داود خان پر روغتون د برید طراح هم ګڼل کېده او د ننګرهار په ګڼو سیمو کې یې د خپل فعالیت ساحه پراخه کړې وه. دی له حافظ سعید خان څخه نهه میاشتې وروسته په ۲۰۱۷ز کال په اپریل کې په ننګرهار کې له خپلو ۳۵ ملګرو سره ووژل شو.
عبدالرحمان غالب:
که څه هم د عبدالرحمان غالب په مشرۍ د اسلامي دولت د خراسان په ډله کې شدید جنجالونه رامنځته شول، ځکه د شیخ عبدالحسیب لوګري نېږدې دوستانو سلطان عزیز عزام د دغې ډلې د نوي رهبر په توګه ومانه خو د ۲۰۱۷ ز کال د جون په میاشت کې د عبدالرحمان غالب او سلطان عزیز عزام د ډلو تر منځ د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په سونګړۍ کې مذاکرات وشول او په پایله کې یې عبدالرحمان غالب چې اصلاً اورکزی او سرسختی سلفي و؛ د دغې ډلې د مشر په توګه وټکل شو. نوموړی هم د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
مولوي ضیاءالحق( ابوعمر خراساني/ابو خالد عمر خراساني):
د غالب له وژنې وروسته عمر خراساني د دغې ډلې د مشر په توګه اعلان شو، نوموړی د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او یو له سرسختو سلفي ملایانو ګڼل کېده. که څه هم د ده په مشرۍ د ډلې تر منځ داخلي اختلافات یو څه زیات شول؛ خو د دغې ډلې په بریدونو کې کمی رانه غی. نوموړی له نېږدې اولس میاشتو مشرۍ وروسته د داعش مرکزي مشرتابه د خراسان ولایت له مشرۍ لېرې کړ، مګر د نوموړي تړاو له اسلامي دولت ډلې سره ونه شلېده.
نوموړی په ۲۰۲۰ز کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت له خوا ونیول شو او د ۲۰۲۱ ز کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه چې کله طالبانو کابل ونیو، نوموړی یې د ملي امنیت په یوه زندان کې وواژه او د اګسټ په ۱۶مه یې په کونړ کې د جنازې مراسم ترسره شول.
مولوي عبدالله/ اسلم فاروقي:
مولوي عبدالله د خېبر پښتونخوا د اورکزیو اوسېدونکی او په قام اورکزی و. نوموړی د لشکرطبیه پخوانی غړی او له ټي ټي پي سره یې نېږدې اړیکې لرلې. هغه په ۲۰۱۹ ز کال اپریل کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې د مشر په توګه وټاکل شو. اسلم فاروقي د داعش د مشر په توګه د پاکستان تر کنټرول لاندې په قبایلي سیمو کې پراخ فعالیت لاره او له ټي ټي پي سره یې نېږدې همکاري هم کړې وه.
هغه په ۲۰۲۱ ز کال کې د افغانستان د ملي امنیت له خوا ونیول شو او هغه مهال یې پاکستان دوی ته د سپارلو غوښتنه هم کړې وه؛ مګر د افغانستان حکومت د طالب زنداني مشرانو په بدل کې د ورکولو شرط وړاندې کړې وه.
ثناءالله غفاري:
د اسلم فاروقي له نیول کېدو وروسته په ۲۰۲۰ ز کال کې د اسلامي دولت خراسان څانګې اعلان وکړ، چې نوی مشر یې ثناءالله غفاري دی. غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور و، د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د امریکا د ویسټ پواینټ د راپور په اساس د نوموړي کورنۍ د حزب اسلامي غړیتوب لاره او دی د کابل پوهنتون استاد و. هغه په تاجکستان، ایران او ازبکستان کې د یو شمېر حملو مشري هم کړې ده.
نوموړی د سلفي مکتب له فکري لارښوونکي ابوعبیدالله متوکل سره نېږدې اړیکې لرلې او پر متوکل هم تور و، چې دی د اسلامي دولت خراسان ډلې ملاتړی دی. د ۲۰۲۳ ز کال د جون په ۹مه پاکستاني چارواکو او طالبانو دا تایید کړه چې په کونړ کې یې شهاب المهاجر له خپلو شپږو ملګرو سره وژلی دی. تر دې دمه د اسلامي دولت خراسان څانګې د خپل مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د نوي مشر یادونه کړې.
داعش طالبانو ته ګواښ که فرصت؟
د اسلامي دولت د خراسان څانګې د جنګیالیو لویه برخه سلفي پاله طالب جنګیالي جوړوي او د دغې ډلې د جوړېدو په لومړي پړاو کې ګڼ هغه جنګیالي ورسره یو ځای شول، چې له طالبانو ناخوښه وو. د طالبانو تر منځ د داعش په ملاتړ او خلاف ګڼ کړکېچونه هم رامنځته شوي؛ ښه بېلګه یې د ۲۰۱۵ ز کال د نومبر میاشتې په زابل کې د ملا اختر محمد او ملا منصور دادالله د پلویانو تر منځ جګړه وه.
د اسلامي دولت د خراسان څانګې چیچنايي، ازبېک او تاجېک جنګیالي له ملا منصور دادالله سره ودرېدل او د ملا اختر محمد له ډلې سره یې جګړه وکړه. په دغه جګړه کې د منصور دادالله ډلې ماته وخوړه او ګڼ جنګیالي يې له داعش سره په صف کې ودرېدل.
په ۲۰۱۵ ز کال کې د اسلامي دولت د خراسان د ولایت اعلان د طالبانو لپاره یو ښه فرصت و، چې له امله یې د سیمې هېوادونو سره خپلې اړیکې ورغولې او دغه چاره د دې سبب شوه، چې په جنګي لیکو کې هم پرمختګ وکړي.
د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو بیا رغېدل:
که څه هم طالبانو ته د دغې کړکېچ مدیریت ستونزمن وو؛ مګر د داعش موجودیت یې له ایران،روسیې او چین سره د اړیکو په بیا رغولو کې ګټور ثابت شو. پرته له شکه چې په سیمه کې د داعش پراختیا د ایران، چین او روسیې امنیت ګواښه او له طالبانو سره د یوه مشترک دښمن د پېدا کېدا له امله ایراني، روسي او چینايي استخباراتو له طالبانو سره مستقیمې او غېر اړیکې غښتلې کړې چې دا چاره د افغانستان د حکومت د شدیدو انتقادونو سبب شوه.
دا پټې او ښکاره لیدنې په پاکستان، ایران او روسیې کې پیل شوې؛ د رپوټونو له مخې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په ۲۰۱۶ ز ایران ته له درېیم سفر وروسته د پاکستان په بلوچستان کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. له دې وروسته له ایران سره د طالبانو د مشرانو تګ راتګ زیات شو، په ۲۰۱۵ ز کال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو لوړ پوړي چارواکي ایران ته سفر وکړ او هلته یې د دواړو غاړو د نورو مهمو مسالو ترڅنګ؛ په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د مخنیوي پر لارو چارو هم خبرې وکړې.
د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په ۲۰۱۷ ز کال کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب دوه ځله روسیې ته سفر کړی او په دې سفر کې یې د اسلامي دولت د خراسان څانګې د ځپلو په موخه له روسیې څخه د وسلو او مهماتو غوښتنه کړې او روسي اړخ هم خپلې مرستې پیل کړي دي.
په ورته وخت کې چینايي اړخ هم د پاکستان په مرسته له مولوي کبیر سره په پېښور کې لیدنې پیل کړې او افغانستان د ملي امنیت د شورا د هغه معلوماتي او تحلیلي راپور پر بنسټ، چې ولسمشر غني ته یې چمتو کړی و، په ۲۰۱۶ ز کال په مارچ میاشت کې د اسلامي دولت د ځپلو په موخه چین له طالبانو سره مستقیمه همکاري پیل کړه.
له ۲۰۱۵ ز کاله را په دېخوا د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو اړیکې بېرته په رغېدو شوې او له دغه فرصته په ګټې اخیستنې یې په جنګي لیکو کې خورا ډېر پرمختګ وکړ.
واکمنو طالبانو ته ورپېښ ګواښ:
د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم، د اسلامي دولت د خراسان د څانګې یو شمېر هغه غړي، چې د اسلامي جمهوري دولت له خوا نیول شوي وو؛ د ملي امنیت په زندانونو کې ووژل شول او ځینې یې له زندانونو خلاص شول. په ننګرهار، کونړ، کابل او یو شمېر نورو سیمو کې هغه سلفي ملایان، چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې په ملاتړ تورن وو؛ په مرموز ډول ووژل شول او ځینې نور یې تېښتې ته مجبور کړی شول.
له ۲۰۱۵ ز کال څخه تر ۲۰۲۱ ز کاله پورې د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو د ښه کېدا یو غښتلی دلیل د اسلامي دولت د ډلې پراختیا وه؛ مګر اوس طالبان یوه بل پړاو ته داخل شوي، د قطر او پاکستان په ملاتړ په لویه کې د امریکايي بلاک پالیسي تعقیبول او له امریکا سره په ښکاره دښمني مګر په پټه دوستۍ د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول؛ روسیه، چین او ایران اندېښمن کړي.
که څه هم د طالبانو په راتګ دغو هېوادونو ته له داعشه لومړنی ګواښ کمېدونکی برېښي؛ مګر په حقیقت کې د دوی هغه غوښتنه چې له سیمې د امریکا د لاسونو لنډول وو، نه ده تر لاسه شوې. دا وخت په افغانستان کې د اسلامي دولت د اهدافو د ترسراوي او پراختیا لپاره ښه بیستر شته او هڅه روانه ده، چې د اسلامي دولت جنګیالي د یو بل چتر او نوم لاندې خپل جنګي ماموریت مخې ته یوسي. نېږدې اوه زره بهرني جنګیالي په افغانستان کې موجود دي،په دومره لوی تعداد د بهرنیو جنګیالیو شتون او د طالبانو له خوا د ځینو ډلو محدودول د دې سبب کېدی شي، چې د اسلامي دولت د مېشتو نېږدې د ۴۰۰۰زره جنګیالیو سره د اړیکو ساحه پراخه شي.
په اوس وخت کې د طالبانو پر وړاندې غښتلی وسلوال مخالفت نه شته او یوازینۍ ډله چې په دې وروستیو کې یې طالبان هدف ګرځولي، هغه د اسلامي دولت د خراسان ډله ده. د طالبانو د زور ازمایئ، د هر څه یرغمل نیولو او تشدیدي اعمالو په نتیجه کې ورځ تر بلې پخواني پوځیان او په ځانګړي ډول د شمال ولسونه خفه کیږي؛ ګڼو پخوانیو پوځیانو خپلې سیمې پرېښي؛ بېکاري، فقر او د طالبانو له خوا د دوی ځورول یې دې ته اړ باسي، چې په یو نه یو شکل له مخالفو جنګي ډلو سره همغږي شي. دغې چارې د طالبانو پر وړاندې د بېلابېلو سیاسي او جنګي جبهو د پرانیستل کېدو لارې خلاصې کړي دي او دا چاره د اسلامي دولت خراسان ډلې ته د پراختیا زمینه برابروي.
که څه هم د اسلامي دولت د خراسان ډله په دې وروستیو کې ځپل شوې او د دوی د وروستي مشر المهاجر په وروستي غږیز پیغام کې هم داسې ښکاري چې تر فشار لاندې دي، مګر په ورته وخت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د هغه مکتوب په اساس چې د ننګرهار له ولایت څخه یې تر لاسه کړی و؛ تایید کړې چې په تيرا او اورکزیو کې د اسلامي دولت د خراسان ډلې روزنیز کمپونه موجود دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونو له مخې یو شمېر پخواني پوځیان هم ورسره یو ځای شوي دي. نو پس د ایران هغه ادعا چې د داعش یو شمېر مشران افغانستان ته راغلي یو څه د تامل وړ دی.
د طالبانو لپاره یو بل خطر بیا د مقاومت او ازادۍ جبهې دي، چې د اسلامي دولت خراسان ډلې غړي په ډېرې اسانۍ سره کولی شي، چې د دغو جبهو تر نوم لاندې د طالبانو پر وړاندې تر هغه وخته وجنګیږي تر څو چې یې یوه ځانګړې جغرافیه نه وي تر لاسه کړې. که څه هم دغه جبهې به د ایران او روسیې له ویرې په ښکاره ډول دوی ته اجازه ورنه کړي، چې د دوی د جبهې تر چتر لاندې د اسلامي دولت ډله طالبان وګواښي مګر هوار شوی بیستر او له جبهو سره له کمو امکاناتو داسې برېښي، چې دا چاره به په پټه د دغو جبهو تر چتر لاندې ترسره شي.
همدا راز د چین ډار د شرقی ترکستان د جنګیالیو په باب ورځ تر بلې ډېرېدونکی او هېښوونکی دی،له دغو جنګیالیو سره د طالبانو سخت برخورد او پرېکون د دې سبب کیږي، چې د اسلامي دولت ډلې او د شرقي ترکستان د جنګیالیو اړیکې پیاوړې شي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې هم راغلي چې د داعش او شرقي ترکستان د جنګیالیو تر منځ اړیکې پیاوړې شوي دي. په ورته وخت کې د چیچین له جنګیالیو سره د اسلامي دولت د جنګیالیو اړیکې پخوانۍ سابقه لري او دغې سابقې ته په کتو او پر دغو جنګیالیو د جنګي زون محدودېدل به یو ځل بیا د اسلامي دولت د ډلې او چیچین جنګیالیو اړیکې پیاوړې کړي.
په شمال کې د ځایي اپراتیفي سرچینو په حواله؛ دغه جوړښتونه او د ډلو ضم کېدل ورځ تر بلې مخ په پیاوړي کېدو دي. که چېرې د طالبانو پر وړاندې دا ډول جبهې پیاوړې کيږي پرته شکه دوی د ډانګ او پړانګ تر منځ نښلي.
یا به امریکا پالي او یا به له روسي بلاک سره ډغرې وهي!؟
وروستۍ مساله دا چې د طالبانو پر وړاندې د سیمې د هېوادونو پخواني نیت هم تغیر کړی، ځکه ایران، چین او روسیې اوس حس کړې چې طالبان په غېر مستقیم ډول د امریکايي بلاک پلوي او د سیمې له هېوادونو سره یې انډول نه شي ساتلی. که چېرې دا فکر ورځ تر بلې لا پیاوړی شي، حتمي ده چې د سیمې هېوادونه به د یوې بدیلې لارې په ملاتړ فکر کوي.

د پاکستان ډان ورځ پاڼه: دوه کاله تېر شول چې طالبانو کابل ونیوو، او د لویدیځ په ملاتړ جوړ شوی نظام نسکور شو، د ملت جوړونې یوه اوږده او ګرانه تجربه یې پای ته ورسوله. طالبان ښایي دا بریا ولمانځي، خو افغان ولس لپاره کېدای شي بې ارزښته وي.
ډان ورځپانې په یوه راپور کې لیکلي، دا رښتیا ده چې افغانسان د پخواني شوروي او امریکا له یرغلونو وروسته د بې رحمانه تاوتریخوالي شاهد دی او طالبان پر خلکو د مذهبي واکمنۍ خپل خورا محافظه کاره د نسخې پلې کولو ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې نړیوالې انزوا او اوږد مهالې وچکالۍ افغان ولس سخت بې وزلې کړی دی.
ښځو پر خپلو ازادیو بندیزونه لیدلي دي، چې د کابل د توند لارو واکمنانو له لوري د زده کړو او له کوره د باندې د کار کولو حق يې ورځخه اخیستی دی.
په یاد راپور کي ویل شوي، د طالبانو حکومت د دوی د لومړۍ واکمنۍ خلاف، چې هغه وخت سعودي عربي امارتو او پاکستان طالبان د افغانستان د مشروع واکمنانو په توکه وپېژندل؛ خو نن برعکس هیڅ هېواد چمتو نه دی چې طالبان په رسمیت وپېژني.
د بشري حقونو پر وړاندې د دوی ناوړه کړنې او ترهګرو ډلو ته پناه ورکول هغه مهم خنډونه دي، چې نړیوالو ته د رسمیت پېژندلو په مخ کې ولاړ دي.
خو څومره ژر چې طالبان دغه اندېښنو ته ځواب ووايي هغومره به ورته ګټور وي.
خو داسې ښکاري، چې په کندهار کې دیني عالمان غواړي افغانستان بېرته منځنۍ پیړۍ ته واړوي او دا به پر افغانانو ناوړه اغیزې ولري.
ډان په خپل راپور کې د سره صلیب په حواله لیکلي، ۲۸،۸ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي په دغه هېواد کې ۱۵،۳ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
نو له همدې امله طالبان باید په خپل کلک دريځ له سره غور وکړي، تر څو په اسانۍ سره د دوی زیانمنو هېوادوالو ته مرستې ورسیږي.
ډان ورځ پاڼه لیکي، که د کابل واکمنان د بشري حقونو وضعیت ښه کړي، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، او خپل ملت ته ډاد ورکړي چې د دوی خاوره به د ترهګرو د کوربه توب لپاره نه کارول کېږي، د نړیوالو له لوري رسمیت پېژندلو ته به نږدې شي.
خو تر څو چې دغه دوه هیلې پوره نه شي، په نړۍ کې به ډېر کم شمېر کسان د دوی سره ملاتړ په ډاګه کړي.
ډان ورځپاڼې پاکستان ته په اشارې لیکلي، پاکستان له ډېرې مودې راهیسې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې له طالبانو سره خبرې وکړي؛ خو د تحریک طالبان پاکستان په اړه یې اندېښنې بې ځوابه پاتې شوې دي.
د دغه ورځپاني په وینا؛ سیاسي بدلون ته په کتو سره نړۍ نه شي کولای، چې میلیونونه افغانان له لوږې او مرګ سره مخامخ پرېږدي، او له افغانانو سره ملاتړ باید دوام ومومي تر څو دوی د ژوند په سختو حالاتو کې ژوندي پاتې شي.
په دې لړ کې د امریکا له لوري د افغانستان د مرکزي بانک له خوا کنګل شوي میلیاردونه ډالر باید ازاد شي، چې د افغانانو د خوراکي توکو، درملو تر څنګ نورې اړتیاوې پوره شي.
د افغانستان خلک د خپل هېواد د بیارغونې لپاره د یو چانس مستحق دي، نه دا چې د خپلو واکمنانو د لنډ مهاله سیاستونو له امله دوی له نورو ستونو سره مخ شي.

د طالبانو او پاکستان د دوستۍ اته ویشت کاله پوره شول، په دې لیکنه کې لولئ: د طالبانو ډله څنګه رامنځته شوه؟ له پاکستان سره یې د دوستۍ او دښمنۍ کومې مرحلې تېرې کړې؟ پاکستان ولې طالبان په رسمیت نه پېژني؟
که څه هم اوس پاکستان له طالبانو خفه برېښي؛ مګر په نړۍوالو سټیجونو له طالبانو د ملاتړ غږ کوي او وايي، چې نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره تعامل وکړي. له پخواني لومړي وزیر عمران خان نیولې، تر اوسني شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو پورې په ټولو نړۍوالو دریځونو له طالبانو سره د تعامل لابي کوي مګر په خپله یې په رسمیت نه پېژني؛ ولې؟ ګڼ وختونه له طالبانو څخه د نارضایتۍ کورني او سیمه ییز بحثونه هم کوي.
د دغې موضوع د ښې روښانتیا په پار اړینه ده، چې یو شمېر تاریخي مسایلو، بدلونونو او تعاملاتو ته تم شو او هم دا په ډاګه کړو چې د تاریخ په اوږدو کې د طالبانو پر وړاندې د پاکستان سیاست څه ډول او ولې بدل شوی؟
د طالبانو او پاکستان د اړیکو تاریخ او بدلون
۱-د اړیکو نوی باب (۱۹۹۲-۲۰۰۱):
د ډاکتر نجیب الله د حکومت په وروستیو کلونو کې پاکستان حس کړه، چې یوه برخه جهادي ډلې یې یو څه تر کنټروله وتلي، دا هغه مهال دی، چې د ډاکتر نجیب الله حکومت کمزوری شوی، جهادي ډلو د افغانستان بېلابېلې برخې نیولي او د جهادي ډلو اړیکې د امریکا او سعودي عربستان په شمول د سیمې له هېوادونو؛ چین، روسیې او ایران سره په مستقیم ډول برقرارې شوي دي.
د پاکستاني پوځ په کچ هغه وخت ځانګړی بحث دا و، چې د جهادي ډلو د کنټرول لپاره په یو بدیل فکر وشي، په همدې اساس یوه نوې پروژه د (An overview of jihadist groups) جهادي ډلو ته کتنه پیل شوه، چې د یوه ځانګړي ګروپ له خوا رهبري کېده او د دغه ګروپ مشري کرنیل امام کوله. ((Dr. Monachal: A New Game for Afghanistan
هدف دا و، چې په جهادي ډلو کې هغه مهم او غښتلي قوماندانان پېدا کړي، چې د سیمې له استخباراتو سره مستقیمې اړیکې ونه لري او په دې وتوانېږي، چې له پاکستاني استخباراتو سره مستقیمې اړیکې وپالي. دغې پروژې څو کاله وخت ونیو؛ د جهادي ډلو په لیکو کې یې بېلابېل اشخاص پېدا کړل، چې له ډلې یې ملا محمد عمر،ملابرادر، جلال الدین حقاني،ملا محمد غوث،ملا شېرملنګ،ملا احسان الله،ملا نورالدین، ملا بورجان او ځینې نور شامل وو. دوی ټولو د روسانو او ډاکتر نجیب الله د حکومت پر ضد په جګړه کې لاس لاره.
د مجاهدینو له واک ته رسېدا سره سم؛ په کابل کې کورنۍ جګړې زور واخیست او دا جګړه دومره زوروره شوه، چې څو پرلپسې کورنیو او بهرنیو مذاکراتو هم نتیجه ورنه کړه. حکمتیار په یوې خوا او د شمال ټلواله په بله خوا ودرېدل او جګړه د کابل د ورانېدو په تاوان تمامه شوه.
طالبانو د ۱۹۹۳ل کال په وروستیو کې د جهادي ډلو پر ضد د انسجام تحرکات پیل کړل او هماغه و، چې له جهادي رهبرانو خفه شوي قوماندانان یو پر بل پسې د دوی غړي شول، د افغانستان عام خلک هم د دوی راتګ ته خوښ وو، ځکه په افغانستان کې روانه کورنۍ جګړه او بې کوري نوره د زغم نه وه. پاکستاني رسنیو هم تبلیغ کاوه، چې طالبان غواړي بېرته پخوانی شاه ظاهر شاه راولي او عام ولس په دې امید د دوی مرسته وکړه چې ظاهر شاه ته د بېرته راتګ زمینه برابره شي.
دوی په ۱۹۹۶ کال کې افغانستان ونیو او د اسلامي امارت اعلان یې وکړ، پاکستان په لومړیو کلونو کې له طالبانو سره ډېرې ښې او حسنه اړیکې درلودې او د ملګرتیا په همدې تار یې خپل درې امنیتي مشاورین کندهار ته راولېږل چې له ملا محمد عمر سره د شمال د جګړې په کنټرول کې مرسته وکړي. د طالبانو د جنګیالیو د روزلو وعده یې وکړه او یو شمېر جنګیالي یې وروزل.
پاکستان د خپلې ښې دوستۍ نیت په لومړۍ دوره کې وښود، د سعودي عربستان او عرب اماراتو په شمول پاکستان هم د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژند. د عربي او یو شمېر نورو مرستندویه هېوادونو د مرستې د تنظیم چارې هم تر ډېره له ډېورنډه پورې غاړې تنظیمېدې او د یوه کال په تېرېدو سره عربانو او یو شمېر ترهګریزو ډلو په مستقیم ډول افغانستان ته لاره پېدا کړه. ځانګړې قرارګاوې یې جوړې کړې؛ په کابل او یو شمېر ولایاتو کې یې سوداګرۍ هم پیل کړې، دا چاره پاکستان ته درنه تمامېدونکې او ورځ تر بلې د پاکستاني استخباراتو په منزوي کېدو تمامېده. له چین او روسیې سره مستقیمې اړیکې او د پاکستان له خوښې پرته کندهار ته د دواړو هېوادونو د امنیتي هیئت راتګ او له ملا عمر سره یې دوه ورځینی ملاقات؛ د دې سبب شو چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د نظر اختلاف ورځ تر بلې پیاوړی شي.
دا هغه مهال دی چې درې میاشتې وروسته د سپټمبر د یوولسمې پېښه رامنځته شوه، له دغې پېښې وروسته له طالبانو سره د پاکستان اړیکې کاملاً یوه نوي پړاو ته داخلیږي.
۲- له دوست سره دښمني:
د سپټمبر د یوولسمې له پېښې دوه ورځې وروسته پاکستاني مشاورین او د هغوی ځانګړی ګارد چې مشري یې کرنیل ذکریاکوله له کندهاره ووتل، ټولې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کیږي، سیاسي نماینده ګۍ یوازې په نوم پاتې وې؛ خو هېڅ ډول رسمي راکړه ورکړه نه کېده، د دوی له وتلو سره سم طالبان له پاکستان سره د اړیکو یوه نوي باب ته داخلیږي، داسې باب چې طالبانو یې کله فکر هم نه و کړی. په داسې حالاتو کې چې یوه خوا یې د نړۍ ځواکمن هېواد امریکا او بل اړخ یې یو جګړه ییزه ډله وي نو پاکستان مجبور و، چې د امریکا په طرف شي او د همدغې ملګرتیا له مخې یې ملیاردونه ډالره فایده تر لاسه کړه.
د امریکا له حملې وروسته د طالبانو ګڼ شمېر مشران او قوماندانان پېښور، کوېټې،وزیرستان او کراچۍ ته لاړل او یوه برخه یې په افغانستان کې پاتې شول.
دا مهال پرویز مشرف د پاکستان د حکومت چارې سنبالولې، هغه له امریکا سره له تړونه وروسته له طالبانو سره د ټولو استخباراتي او سیاسي اړیکو د پرېکون هوډ وکړ او سي ای اې ته یې ډاډ ورکړ چې د القاعدې او طالبانو د مشرانو په نیولو کې به ورسره مرسته کوي. ګڼ طالب قوماندانان او مشران یې امریکا ته په لاس ورکړل چې له هغې ډلې یې ملا برادر هم و.
دا همکاري د ۲۰۰۳ ز کاله پورې روانه وه او په همدې کال کې پرویز مشرف له حامد کرزي سره په ټیلفوني خبرو کې په افغانستان کې د هند له نفوذ څخه خپله ناخوښي څرګنده کړه.
۳- له دوست سره بیا پخلا کېدل:
د ۲۰۰۳ کال په نومبر میاشت کې حامد کرزي له پرویز مشرف سره ټیلفوني خبرې لرلې او د بحث موضوع د طالبانو د مشرانو د پټنځایونو په نښه کول او یا هم دوی بېرته افغانستان ته رالېږل وو. حامد کرزي ټینګار کاوه چې په پېښور، کوېټه او وزیرستان کې د طالبانو مشران اوسېږي او پاکستان باید د دغو خلکو په بېرته رالېږلو او یا یې هم د پټنځایونو په نښه کولو کې مرسته وکړي. مګر د پرویز مشرف نارضایتي بیا دا وه چې هند په ډېرې چټکۍ په افغانستان کې مخ پر ودې دی، په ځینو سرحدي ولایاتو کې یې د نماینده ګیو چارې روانې کړي دي او دا چاره د پاکستان لپاره خطر دی.
د همدغه کال په ډیسمبر میاشت کې د امریکا په فشار د پاکستاني استخباراتو د Reunion) AF-) استخباراتي پروژه پیل شوه چې ظاهراً د دغې پروژې هدف دا و، چې د طالبانو ټیټ پوړي چارواکي بېرته افغانستان ته ولېږي او لوړ پوړي یې امریکا ته په ګوته کړي. خو په پرنسیب کې د دغې پروژې موخه د طالبانو د ډلې بیا انسجام او له دوی سره د تعامل لپاره یو نوی میکانیزم رامنځته کول وو.
په ۲۰۰۴ ز کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي په مستقیم ډول اعلان وکړ، چې پاکستان د طالبانو د بیا انسجام لپاره کار کوي او له همدغه وخته د وزیرستان شورا، کوېټې شورا او ... مخ په انسجام شوې. پاکستانیو رسنیو بیا د افغانستان له ملي امنیت سره د هند د استخباراتي ادارې (را) په مستقیمې همکارۍ راپورونه خپاره کړل او ویې ویل چې هندي استخبارات د افغانستان له استخباراتو سره مستقیم کار کوي او د پاکستان پر ضد پروژې ډیزاین کوي. له همدغه کاله وروسته په افغانستان کې د طالبانو مستقیم هدفي بریدونه شدید او مخ پر ودې شول.
له ۲۰۱۱ کال را په دېخوا طالبانو له امریکا سره د مستقیمو اړیکو یوه کوچنۍ لار پېدا کړه، دا لار که څه هم د پاکستان له نفوذه خالي نه وه، مګر دغې لارې وکولی شول، چې د راتلونکو اقداماتو لپاره لا لویې لارې برابرې کړی شي. د ولسمشر حامد کرزي په حکومت په دوران کې د قطر د دفتر مخالفت وشو؛ خو د ولسمشر غني په راتګ سره د سولې خبرې بیا پیل شوې، د پاکستان او قطر په منځګړیتوب او ضمانت له امریکا سره د طالبانو اړیکې ډېرې روښانه او پیاوړې شوې.
د پاکستان او طالبانو د اړیکو دغه باب د افغانستان د وروستي جمهوریت تر سقوطه دوام وکړ؛ خو وروسته له سقوطه دغې دوستۍ او تعاملاتو یو نوی رنګ واخیست.
۴- نوې نارسمي دوستي:
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له سقوطه وروسته د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې دومره غښتلې شوې، چې د کابینې په جوړولو کې یې مستقیم مرسته او کومک وکړ، د طالبانو تر منځ په واک راپورته شوی جنجال یې ډېر ژر مدیریت او د خپلې ښې دوستۍ ښه نیت یې روښانه کړ.
مګر یوویشتمه پېړۍ بیا له شلمې پېړۍ سره کاملاً توپیر لري، پاکستان په خپلو اقتصادي، امنیتي او سیمه ییزو جنجالو کې دومره ښکیل دی چې ښايي هغومره دوستي ونه پالي کومه یې، چې په شلمه پېړۍ کې پاللی شوه، کټ مټ طالبان هم د شلمۍ پېړۍ طالبان نه دي او نه هم افغانستان هغه پخوانی افغانستان دی. روغ دولتي سیستم، بهرنۍ مرستندویه موسسات او ادارات په افغانستان کې پاتې شول او تر ټولو مهمه بیا دا وه چې دا ځل د طالبانو پر سر د قطریانو لاس هم موجود دی، تر ډېره د پاکستان مرستې ته اړتیا نه لیدل کېده.
بله خوا نړۍوال نظم هم تر پوښتنې لاندې راغلی؛ د چین، روسیې، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو د یوه بلاک کېدل او په مقابل کې یې د امریکا، برېتانیې، فرانسې، جرمني او کاناډا یو ځای واله د دې سبب شوه، چې پاکستان د طالبانو پر وړاندې له احتیاطه کار واخلي.
د پاکستان خواخوږي له طالبانو سره له بل هر چا زیاته ده او له همدې امله هڅه کوي، چې طالبانو ته نړۍوال سټیج ورکړي مګر د ژور اسټبلیشمینټ غوښتنې، ګټې او زیانونه یې جدا دي. که چېرې له طالبانو سره بشپړ تعامل ته رسېږي د رامنځته شویو لویو بلاکونو تر منځ د تعادل کچ ترې خرابیږي او که تعامل نه کوي د طالبانو له خوا د ټي ټي پي سره همکاري زیاتېږي.
د پاکستان له خوا طالبان په رسمیت نه پېژندل دوه خواوې لري:
لومړی:
د سولې په مذاکراتو کې د پاکستان هڅه دا وه، چې د طالبانو یوه درواغجنه څېره نړۍ ته روښانه کړي او په ورته زمان کې د اوکراین او روسیې د راتلونکې جګړې لپاره امریکا هم علاقه لرله، چې د افغانستان له مسالې خپل لاسونه لنډ کړي. پاکستان په پوره قدرت نړۍوالو ته طالبان انعطاف پذیره او له نړۍ سره تعامل کوونکي ښکاره کول. مګر کله چې د طالبانو حکومت جوړ شو هغه ټول تضمینونه او وعدې چې د قطر په مذاکراتو کې شوې وې هوايي پاتې شوې.
اوس پاکستان هڅه کوي چې له نړۍوال ارډر سره سم لاړ شي، که چېرې دوی له نړۍوال رامنځته شوي لړځانده نظم څخه بېرون پښه کېږدي، لکه د عمران خان د حکومت یې دا ځل هر څه پر بل مخ اوښتی هم شي. که چېرې په اوس وخت کې پاکستان طالبان په رسمیت پېژني؛ نو د نړۍوالې ټولنې له سختو فشارونو سره مخ کېږي، چې له امله یې د دوی د روان ضعیف اقتصاد او سیاسي جنجالونو کچ لا لوړېدی شي. د روسیې او چین مستقیمو لاسوهنو ته زمینه برابرېدی شي او په پاکستان کې داخلي اړی ګړی لا ګړندی کېدی شي.
د پاکستاني سیاستوالو او پوځ تر منځ د نظر اختلاف یوه بله لویه کشاله ده چې نه پرېږدي طالبان په رسمیت وپېژندل شي، د پاکستان پوځ د طالبانو حکومت ته د تحت الحمایه سټیټ په سترګه ګوري او که چېرې طالبان په رسمیت پېژندل کېږي نو د تېرو پنځه څلوېښت کلونو خواري یې پر اوبو ځي.
دویم:
د ټي ټي پي او بلوچ بیلتون پالو په شمول دوه نورې جنګي ډلې، چې په پاکستان کې فعالیت کوي دا مهال په افغانستان کې پټنځایونه لري. که څه هم له ټي ټي پي سره د پاکستاني حکومت مذاکرات د طالبانو په منځګړیتوب بې پایلې وشول خو دا ډلې د پاکستان امنیت ګواښي او د پاکستان لپاره دا مهمه ده چې له دغه فرصته ګټه پورته کړي. بلخوا په پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ بې سارې دي.
که چېرې په افغانستان کې یو مسوول او رسمي حکومت نه وي؛ نو پاکستاني پوځ پرته له کوم جنجاله په ډېرې اسانۍ سره کولی شي چې خپل اهداف په نښه او له منځه یوسي، چې ښې بېلګې یې په کونړ، خوست، ننګرهار،پکتیکا او نورستان کې د ټي ټي پي او نورو جنګي ډلو پر وړاندې د پاکستاني پوځ هوايي او ځمکني عملیات دي.
پاکستان له پیله نه غوښتل چې له ټي ټي پي سره یوې نتیجې ته ورسي، بلکې د دوی مذاکراتو یوه نمایشي بڼه لرله او په اوس وخت کې خپله ټوله هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلو مخالفینو پټنځایونه په نښه کړي، ځکه نه خو طالبان نړۍوال سټیج لري چې دا لویه ستونزه او تېری راپورته کړي، نه هم د دغو بریدونو د دفاع قدرت لري او نه هم په رسمیت پېژندل شوي.
پایله:
د پاکستان او طالبانو د اړیکو د تېرو اته ویشتو کلونو لوړو او ژورو، د سیمې سیاست، د پاکستان ګټو او نړۍوال نظم ته په کتو د طالبانو په رسمیت پېژندل نادر برېښي. دا وخت د پاکستان داخلي سیاسي ګډ وډۍ او اقتصادي بحران ته په کتو دوی هڅه کوي، چې له نړۍوال روال سره سم قدم کېږدي او دا چاره یې پاکستان ته دوه ګټې لري:
د رسمیت پېژندنې په دغې خلا کې کولی شي، چې خپلې ټولې مخالفې جنګي ډلې چې په افغانستان کې پټنځایونه لري وځپي او هم د خپل هغه پخواني سیاست د غښتلتیا لپاره کار وکړي، چې هدف یې افغانستان د پاکستان یو تحت الحمایه واحد په توګه تر خپل کنټرول لاندې ونیسي.
