اوچا وايي چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو له پراخې راستنیدا، وچکالۍ، ناروغیو خپریدو، پرله پسې سیلابونو او زلزلو وروسته څښاک پاکو اوبو، روغتیا او حفظ الصحې ته اړتیا زیاته شوې ده.
د افغانستان د ملي ارزونې له مخې شاوخوا ۸۵ سلنه کورنیو لږترلږه یو چاپیریالي خطر تجربه کړی دی او د هغو کورنیو شمیر چې د څښاک پاکو اوبو او روغتیا پاملرنې ته اړتیا لري په ۲۰۲۴ کې له ۲۶ سلنې څخه په ۲۰۲۵ کې ۳۷ سلنې ته لوړ شوی دی.
اوچا همدارنګه د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ خوندي اوبو ته د لاسرسي په برخه کې مخ پر وده واټن ته اشاره کړې او وايي، چې که څه هم په ښارونو کې زیربنا ښه کیږي، کلیوالي کورنۍ د لوړ لګښت او د خوندي اوبو سرچینو څخه د واټن په څیر خنډونو سره مخ دي.
په ورته وخت کې، د ښځینه وو په مشرۍ کورنۍ د نورو کورنیو په پرتله دې سرچینو ته ډیره اړتیا لري، او یوازې ۴۱ سلنه کورنۍ چې معلولیت لري، مناسبو تشنابونو ته لاسرسی لري.
سربیره پردې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د اوبو سرچینې د وچکالۍ د زیاتوالي له امله وچیږي. دې ننګونې د کرنې پورې تړلو کورنیو د عاید کچه ۱۳ سلنه راټیټه کړې او د دوی د پور کچه یې ۳۰ سلنه لوړه کړې ده.
اوچا د ښځینه کارمندانو په اړه کلتوري محدودیتونو ته اشاره کړې چې د دوی د پروګرامونو پلي کول یې ګډوډ کړي او همدارنګه یې د اسی پذیره ښځو او نجونو خوندي اوبو سرچینو ته لاسرسی ګډوډ کړی دی.
د یادې ادارې په وینا، ډیری ښځې د شپې له خوا د اوبو راوړلو لپاره اوږده لاره وهي او له خطر سره مخ دي؛ تنکۍ نجونې هم د روغتیایی اسانتیاوو د نشتوالي له امله له ښوونځي څخه پاتې کیږي.
اوچا وايي چې د وچکالۍ او د ناروغیو د خپریدو خطر سره یوځای د راستنیدونکو کوربه توب او په سیمو کې ادغام په هرات، ننګرهار، نیمروز او خوست کې د بشري بحران حجم او شدت زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو ارزونې ښیې چې د افغانستان لږترلږه ۱۸ ولایتونه د اقلیم د اسیب پذیرۍ له پلوه "ډیر لوړ" دي.
اوچا د اوبو سیسټمونو بیارغونې او ترمیم، راستنیدونکو کډوالو ته خدماتو وړاندې کولو، د ناروغیو سره د چټکې مبارزې، د ژمي لپاره چمتووالي او د اړینو تجهیزاتو ذخیره کولو لپاره د ۱۶۳ ملیون ډالرو تمویل غوښتنه کړې ده.