• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ندا محمد ندیم: له هېواده بهر مو څو پلاوي لېږلي چې د پوهنتونونو استادان بېرته راستانه کړي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۶ GMT+۱

په داسې حال کې چې لسګونه استادان د طالبانو له خوا په زور منفک شوي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر وايي، چې افغانستان ته د پوهنتونونو د استادانو د بیا راګرځولو لپاره یې بېلابېل پلاوي بهرنیو هېوادونو ته لېږلي دي، تر څو د پوهنتون استادان بېرته افغانستان ته راستانه کړي.

ندا محمد ندیم دا خبرې په داسې مهال کوي، چې په تېرو دوو کلونو کې له یو شمېر پوهنتونونو څخه ځینې استادانو استعفاوې کړي او بهرنیو هېوادونو ته تللي، ځینې یې په زور منفک شوي او یا هم ګواښل شوي دي.

طالبانو هغه استادان چې د علمي کادر په حفظ سره یې په حکومتي ادارو کې د اړتیا له مخې دندې سرته رسولې، منفک کړي او بېرته د پوهنتون له استادۍ څخه منع کړي دي.

ندا محمد ندیم په بلخ ولايت کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ویلي، چې پوهنتونونو ته د بهرنيو هېوادونو د استادانو د ګومارلو هڅې هم روانې دي.

نديم وويل: "موږ بېلابېلو هېوادونو ته بېلابېل پلاوي لېږلي، تر څو بهر مېشتي استادان بېرته هېواد ته راستانه شي."

نوموړي د طالبانو د ګومارنو په اړه ویلي، چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله په ګومارنو کې ژبې، قوم او سمت ته پام نه کوي، بلکې ټولې ګومارنې د تقوا او اهلیت پر اساس کوي.

خو په طالبانو نیوکه ده، چې د افغانستان په ټولو اداراتو کې یې ملایان او د دغې ډلې غړي مقرر کړي دي، مسلکي او په کارپوه خلک یې له دندو لرې کړي او اکثرو یې هېواد پرېښی دی.

نړۍوالې ټولنې هم د طالبانو حکومت د یوې ډلې حکومت ګڼلی او بار – بار یې د یوه ټولګډونه حکومت وړاندیز کړی دی؛ خو طالبان بیا خپل حکومت یو ټولګډونه حکومت ګڼي.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړۍوال پروګرام: له افغانستان سره د ژمنیو مرستو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۱

د اسیا لپاره د نړۍوال خوراکي پروګرام د سیمه ییز مشر وايي، چې په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونو اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

جان ایلیف په کندز ولایت کې وویل، چې کاري فرصتونه محدود دي او بهرنۍ مرستې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي سرچینه ګرځیدلې ده.

ښاغلي ایلیف د یکشنبې په ورځ (د تلې دویمه) د کندز ښار د خلکو د ژوند د یوې ویډیو په خپرولو سره په افغانستان کې د خلکو د ژوند د سخت وضعیت په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل: "خلک د پیرودلو لپاره خورا لږې سرچینې لري، کاري فرصتونه خورا لږ دي، خلکو لا د مخه خپله سپما خلاصه کړې او اکثرو یې خپل ملکیتونه پلورلي دي."

هغه زیاته کړه: "هغه نغدې پیسې چې موږ یې ویشلې دي، دا د دغو فقر ځپلو خلکو لپاره د ژوند د نجات یوه لاره ده او اکثر خلک پرې متکي دي."

ایلیف همداراز د بودیجې د نشتوالي له امله له نړۍوال خوراکي پروګرام څخه د ۸۵ سلنه اړمنو کسانو د ایستلو اعلان وکړ او ویې ویل: «د خوړو نړۍوال پروګرام له بې ساري مالي بحران سره مخامخ دی. موږ سږني ژمي کې د 15 میلیونو خلکو سره د مرستې لپاره یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لرو."

تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي وو، چې په افغانستان کې تر شپږ میلیونو ډېر خلک له بېړنۍ لوږې سره مخ دي.

د اسیا لپاره د نړۍوال خوراکي پروګرام سیمه ییز مشر ټینګار وکړ، چې مرستندویه هېوادونه باید د بشري دلایلو له مخې ګام پورته کړي او د افغانستان په راتلونکي کې پانګونه وکړي.

د ووشو افغان لوبغاړي خالد هوتک خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د چین په روانو اسيايي سیالیو کې د افغانستان د ووشو مخکښ لوبغاړي محمدخالد هوتک نن یکشنبه (د تلې دویمه) خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړې ده.

خالد هوتک چې د افغانستان په نماینده ګۍ لوبیږي، اویا کیلو ګرامه وزن لري، نن یې په خپل وزن کې له قزاقستاني سیال سره سیالي وکړه او لومړني دواړه پړاونه یې وګټل.

هغه د دغې لوبې په ګټلو سره د سیالیو منځني پړاو ته ور داخل شو او بله سیالي به یې له هندي سیال سره وي.

محمد خالد هوتک یوازیني افغان لوبغاړی دی، چې په ۲۰۱۳ کال د ووشو (Wushu) په سیالیو کې یې خپل «پاکستاني» او «لاوسي» سیالانو ته ماتې ورکړه او د برونز مډال یې وګاټه.

له دې وروسته یې د سرو زرو مډال لپاره له چینایي سیال سره سیالي وکړه خو بریالی نه شو.

د غزني او میدان وردګو ترافیکي پېښې؛ په دواړو پېښو کې یو کس مړ او ۱۶ نور ټپیان شوي دي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۲ GMT+۱

د غزني او میدان وردګو د سیمه ییزو روغتونونو چارواکي وايي، چې د کابل – کندهار پر لویه لار او میدان وردګو کې په دوو جلا – جلا ترافیکي پېښو کې یو کوچنی ماشوم مړ شوی او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

لومړۍ پېښه د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د ګردن جومات په سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې پکې سپاره یو کوچنی ماشوم مړ شوی او د چلوونکي په ګډون اته تنه ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا مسوولینو په ټپیانو کې د درې کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی.

د طالبانو د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندانۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یاده پېښه تایید کړې ده.

دویمه پېښه د کابل – کندهار پر لویې لار د غزني د مقر ولسوالۍ په بزکو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې دغه پېښه د یوه فولډر موټر او ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې د یوې مېرمنې په ګډون پکې اته تنه ټپیان شوي دي.

د غزني د سیمه ییز روغتون یوه ډاکتر افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې په ټپیانو کې د څلورو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د کابل – کندهار لویه لار یوه له هغو اوږدو لویو لارو څخه ده، چې وخت ناوخت پرې دا ډول پېښې رامنځته کیږي.

طالبانو په پنجشېر کې ۱۳۱ زره ډالرو په ارزښت زمرد پلورلي دي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۹ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو مرستیال والي ملا شاه ملنګ روح الله د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲یمه) اعلان وکړ، چې دوی د دغه ولایت یوه اندازه زمرد په ۱۳۱۴۰۰ ډالرو پلورلي دي.

څو ورځې وړاندې طالبانو د پنجشیر یوه برخه زمرد په ۲۴ میلیونه افغانیو وپلورل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د يکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د پنجشېر زمرد د دويم ځل لپاره په داوطلبۍ کې وپلورل شول.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د دويم ځل لپاره له ١٤٩٢ کریټ څخه زيات د پنجشېر زمرد د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

طالبانو د دغو زمردو استخراج "قانوني" بللی دی.

د اسد د میاشتې په نیمایي کې طالبانو د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرد کان کیندنه پیل کړه.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت هغه مهال اعلان وکړ، چې د زمردو ۲۰۰ کان کیندونکو ته یې د کار جوازونه ورکړي دي.

د طالبانو د شمېرو له مخې؛ په پنجشېر کې د زمردو ۷۵۰ کانونه ثبت شوي، چې له ډلې یې ۵۰۰ کانونه فعال دي.

طالبان پر افغانستان د بیا واکمنۍ را په دې خوا د افغانستان کانونه د یوې مهمې عایداتي سرچینې په توګه کاروي او له ګڼو بهرنیو شرکتونو سره د کانونو قراردادونه لاسلیک کړي دي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د افغان نجونو پر زدکړو د بندیز د لیرې کېدو غوښتنه وکړه

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸ مه غونډه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدکړو د بندیز د لیرې کېدو غوښتنه وکړه. رتنو مارسودي وویل، د اندونیزیا چارواکي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره هر څه کوي.

دې وویل چې د افغانانو د ګټو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.

اندونیزیا چې د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی مسلمان هیواد دی، تر دې مخکې پر طالبانو غږ کړی چې پر ښځو بندیزونه لیرې کړي.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګڼو اسلامي هېوادونو چارواکو په خپلو ویناوو کې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زدکړو بندیز لیرې کړي.

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د جمعې په ورځ (۳۱ سنبله) د ملګرو ملتوتو په عمومي اسمبلۍ کې په خپله وینا کې وویل چې د نجونو د تعلیم له حق څخه انکار د اسلام له لارښوونو څخه سرغړونه ده.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیضي سیاستونو مخه ونیسي.

په ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې کابل ته د بیا ننوتلو وروسته، طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تللو منع کړې او تېر ژمی یې هم د دوی پوهنتوني زدکړې بندې کړې.

له څه باندې دوو کلونو وروسته دغې ډلې د ښوونځیو د بیا پرانستلو کورنیو او نړیوالو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو لږ تر لږه ۶۵ قوانین وضع کړي چې له مخې یې ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې دي.

طالبانو پر ښځو د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د هېوادونو غوښتنې په خپلو چارو کې لاسوهنه بللې او تر اوسه یې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.