• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شاعر او د بلخ پوهنتون پخواني استاد صادق عصیان له دې نړۍ سترګې پټې کړې

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۶ GMT+۱

شاعر، لیکوال او د بلخ پوهنتون پخوانی استاد صادق عصیان د جرمني په شتوتګارت ښار کې د ژوند وروستۍ سلګۍ ووهلې او مړ شو. د ښاغلي عصیان کورنۍ د هغه د مرګ خبر د یکشنبې په ورځ د تلې په دویمه افغانستان انټرنشنل ته تایید کړ.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، صادق عصیان جرمني ته کډوال شو.

صادق اسيا په ١٣٥٢ کال کې په بلخ ولايت کې زېږېدلى او د دغه ولايت د پوهنتون د فارسي ژبې او ادبياتو په پوهنځي کې يې زده کړې کړې وې.

ښاغلي عصیانډېر کلونه د بلخ پوهنتون د فارسي ژبې او ادبیاتو په پوهنځي کې تدریس کړی او په دغه ولایت کې په فرهنګي او ادبي فعالیتونو هم بوخت و.

يو شمېر افغان شاعرانو او ليکوالانو د ارواښاد صادق عصیان مړينه د دغه هېواد د ادبياتو لپاره يوه غمجنه پېښه بللې ده.

شاعر او ژورنالیست مجیب مهرداد له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې صادق عصیان د غزل په برخه کې «یو له مشهورو او د نوي عصر،کلاسیکې شاعرۍ» له شاعرانو څخه بللی دی.

د ادبي څېړنو او شاعرۍ په برخه کې د ښاغلي عصیان پنځه اثار چاپ شوي دي.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان په وردګو کې د څلور لکه ډالرو په ارزښت یو جومات جوړوي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د طالبانو تر لاس لاندې باختر آژانس خبر ورکړی چې دغې ډلې په وردګو کې د څلور سوه زره ډالرو په لګښت د يوه جومات د جوړولو کار پيل کړى دى.

دغه خبري آژانس د یکشنبې په ورځ (د تلې په دویمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه دوه پوړیز جومات به په ۹ جریبه ځمکه کې په یو وخت د سلگونو لمونځ کوونکو د وړتیا په لرلو سره جوړ شي.

طالبانو ویلي، چې دغه جومات به د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په شنيز دره کې جوړ شي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جوماتونو او جهادي مدرسو پر جوړولو ډېرې پیسې لګولې دي.

طالبان: په تېرو څلورو ورځو کې د افغان کډوالو ۹۰۰ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۱ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکوي، چې په تېرو څلورو ورځو کې د افغان کډوالو ۹۰۰ کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي. ويل کيږي د ورځې تر سلو زیاتې کډې له پاکستانه افغانستان ته راستنیږي.

په تورخم دروازه کې د لیږد مسول، آمر بخت جمال ګوهر وايي، «هره ورځ تر ۱۵۰ کورنۍ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستنیږي.»

نوموړی وايي، له پاکستان څخه راستنېدونکي کډوال، د کډوالو نړیوال سازمان او نورو مرستندویه بنسټونو ته د مرستي لپاره ورپیژني.

نوموړی وايي: « ډیری کورنۍ په خپله خوښه افغانستان ته ستنیږي، دلته موږ د زده کړو، تذکرې جوړولو او د ژوندانه نورې اسانتیاوې هم ورته برابرو.»

پر ډیورنډ کرښه تورخم کې طالب چارواکي پر داسې مهال له پاکستانه د کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي، چې په دې ورستیو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې سخت دریځي زیاته کړي او ټنیګار کوي چې ناقانونه کډوال به له پاکستانه باسي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان باید د ترهګرو ډلو خوندي پټنځی و نه اوسي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۵ GMT+۱

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۷۸ مه عمومي غونډه کې وویل چې افغانستان باید د ترهګرو ډلو خوندي پټنځی و نه اوسي. هغه په افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي په ساتلو ټينګار وکړ.

فیصل بن فرحان آل سعود همداراز له طالبانو وغوښتل چې د ښځو لپاره د کار او زده کړو حق په ګډون دې د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په غونډه کې د خپله وینا پر مهال د شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) په افغانستان کې د امنیت او ټیکاؤ پر راوستو ټینګار وکړ.

فیصل بن فرحان همداراز د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د بشري او اقتصادي مرستو غوښتنه وکړه.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ۷۸مه غونډه کې د نړۍ او سیمې هېوادونو د بشري حقونو وضعیت، د نشه یي توکو قاچاق او له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د ګواښ په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

د نړۍ هېوادونو همدارنګه د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو، د ښځو د کار پر حق او د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان کړکېچ په سیمه کې د ترهګرۍ د خپرېدو ګواښ ډیروي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۷ GMT+۱

د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان کړکیچ په سیمه کې یو له «ژورو ناورینونو» څخه دی چې د ترهګرۍ د خپرېدو ګواښ ډیرولی شي. هغه وايي روانه بې ثباتي د دې پیغام ورکوي چې په سیمه کې دې امنیتي ګواښونه ډیر شي.

امیرعبداللهیان زیاتوي چې په ایران کې د څو میلیونو افغان کډوالو شتون د ایران او نورو ګاونډیانو لپاره د افغانستان د بې ثباتۍ پیغام ورکوي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د اسیايي ټولنې په هغه غونډه کې وکړې چې د امریکايي کارپوهانو، دیپلوماتانو او ګوښه شويو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.

د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د ترهګرۍ دوام او د هغې د خپریدو ګواښ د سیمې او نړۍ له اندېښنو او ګواښونو څخه وبلل او زیاته یې کړه: «د دې ډیری برخه په سیمه کې په بهرنیو سیاستونو او لاسوهنو پورې تړلې ده.»

که څه هم طالبانو له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه ادعاوي ردوي، خو د منځنۍ اسیا یو شمېر هیوادونو تل په دې اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي.

د کابل ـ جلال اباد لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۷ GMT+۱

د کابل ولایت رسنیز دفتر له لوري په یوه خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي، چي د کابل ـ جلال اباد لویه لاره د ماهیپر په سیمه کې د غره ښویدنې له امله د څو ورځو لپاره د وړو مساپر وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.

د طالبانو کابل ولایت چارواکو په یاده خبرتیا کې له مساپرو غوښتي چې د (لته بند) او یا هم تګاب لاره د تګ راتګ لپاره وکاروي.

د کابل ـ جلال اباد لویه لاره څو ورځې وړاندې څرخې پله ته نېږدې د ماهیپر په سیمه کې د غره ښویدنې له امله تړل شوې وه.

د طالبانو د دفاع او ټولګټو چارو وزارت د یادې لارې د پرانیستلو او رغاولو هڅې پیل کړې وې.

د دغې لویې لارې تړل کېدو له امله د ماهيپر دواړو لورو ته زرګونه مساپر بند پاتې وو، او اوس هم مسافر د (لته بند) او تګاب په کنډې کپرې لارې تګ راتګ کوي.