د پاکستان سرپرست لومړی وزیر: پرته له عمران خان څخه هم عادلانه ټاکنې ترسره کېدلی شي

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انور حق کاکړ ویلي، په دغه هېواد کې له عمران خان او د تحریک انصاف ګوند د نورو مشرانو له حضور پرته هم "عادلانه" ټاکنې ممکنې دي.