• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د ایران بې پیلوټه الوتکو له پروګرام سره د مرستې په تور په یوه شبکه بندیز ولګاوه

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۸ GMT+۱

امریکا پر ایران، چین، ترکیې او متحده عربي اماراتو کې پر پنځو ادارو او دوو اشخاصو د ایران د بې پیلوټه الوتکو له پروګرام سره د مرستې په تور بندیزونه لګولي دي. د امریکا خزانې وزارت ویلي دغې شبکې د ایران ډرون الوتکو جوړولو ته اړین توکي برابرول.

د امریکا خزانې وزارت وايي، دا ادارې د هغې یوې شبکې برخه وه چې د دغو بې پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره یې د حساسو برخو په برابرولو کې مرسته کړې وه.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغې شبکې د شاهد - ۱۳۶ ډرون کې کارول شوي انجنونو پیرودلو او بار وړلو لپاره مالي اسانتیاوې برابرې کړې.

وزارت زیاته کړې چې د دې شبکې لخوا پیرودل شوی انجن په دې وروستیو کې د شاهد ۱۳۶ ډرون الوتکې په هغو پاتې شونو کې موندل شوی چې په اوکراین کې ویشتل شوې وه.

د ترهګرۍ او مالي اطلاعاتو په چارو کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن په یوه بیان کې وویل: «ایراني ډرون الوتکې په اوکراین کې د روسیې په بریدونو کې د روسیې لپاره د یوې مهمې وسیلې په توګه کارول کيږي.»

«پیشګام الیکترونیک صفه» او د هانګ کانګ شرکت «های مارک» د هغو بنسټونو څخه دي چې د ایران د ډرون پروګرام په تړاو بندیزونه پرې لګول شوي دي. د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې دغو دوو شرکتونو د ایران د برید کوونکو بې پیلوټه الوتکو لپاره زرګونه انجنونه برابر کړي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

ایرانی بایسکل ځغلونکی د ایران او افغانستان ترمنځ د سولې او دوستۍ له پیغام سره کابل ته تللی

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۸ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی، چې ایراني بایسکل چلوونکی رحمت الله ازاد د ایران او افغانستان ترمنځ د سولې او دوستۍ له پیغام سره کابل ته راغلی دی.

دغه سفارت پر خپلې اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې دغه بایسکل ځغلونکي د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سولې پیغام شریکولو لپاره څو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

رسنیو د ایران د بایسکل ځغلونې د فدراسیون د یوه غړي رحمت الله آزاد له قوله لیکلي، چې له تېرو شلو کلونو راهیسې د معلولینو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په ایران کې دننه او بهر بایسکل ځغلوي.

ښاغلي ازاد وويل، چې له افغانستان سربېره به څلورو نورو هېوادونو ته هم پر بايسکل سفر وکړي.

برېتانیا د افغان او اوکرایني ځوانانو د رواني روغتیا لپاره ۲.۵ میلیونه پونډه ځانګړي کړي دي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د برېتانیې د حکومت ویب پاڼې د افغان، اوکراین او هانګ کانګ د ۲۱ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو لپاره د ۲.۵ میلیونه پونډو په ارزښت د رواني روغتیا ملاتړ صندوق د جوړلو اعلان وکړ. دا بودیجه به له دې ځوانانو سره مرسته وکړي، چې په برېتانیا کې د رواني روغتیا له خدماتو برخمن شي.

د دې پروګرام له مخې؛ بریتانیا په پام کې لري، چې د ۲.۵ میلیونه پونډ په اختصاص کولو سره له زرګونو ځوانانو سره د روان درملنې او مشورې برخه کې مرسته وکړي.

دا بودیجه د هغو خلکو د ملاتړ لپاره ده، چې برېتانیا ته په بشردوستانه او بي ان(اُ) ویزو راځي.

د بي ان(اُ) ویزې لرونکي خلکو او د دوی د کورنۍ غړو ته اجازه ورکوي، چې په برېتانیا کې ژوند، کار او زده کړه وکړي؛ مګر دوی معمولاً عمومي بودیجې ته لاسرسی نه لري.

د برېتانيا د حکومت د شمېرو له مخې؛ د دغه صندوق له لارې د افغانستان، اوکراين او هانګ کانګ له سلو زرو ماشومانو او ځوانانو سره مرسته کېږي.

د انګلیسي ژبې کورسونه، د دندې پېدا کولو روزنه او د لوړو زده کړو ملاټړ هم د دې پروګرام یوه برخه ده، چې د ځوانانو سره د دوی په ځایي ټولنو کې د ښه ادغام په برخه کې مرسته کوي.

د برېتانیا حکومت وویل، چې دا مالي مرستې به له ځوانانو سره مرسته وکړي، چې په ښه توګه په خپلو نویو ټولنو کې ځای پرځای شي او په ورته وخت کې یې له خپل لومړني کلتور سره هم اړیکه وساتل شي.

توماس وېسټ او د ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان په اړه خبرې کړي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ د ترکیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر احمد یلدیز سره د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کړي.

توماس وېسټ نن چهار شنبه (د تلې ۵مه) پر خپلې اېکس (ټوېټر) پاڼې لیکلي، چې د ترکیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره یې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه هر اړخیز بحث کړی دی.

په یاده ناسته کې د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او وېسټ د افغانستان په زده کړو او اقتصادي ثبات کې د ترکیې د هڅو ستاینه کړې ده.

ښاغلي وېسټ د دغې لیدنې د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو نوموړي پر اېکس پاڼې د یو شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو د چارواکو سره د لیدنې خبر هم ورکړی دی.

د پاکستان د ټاکنو کمېسون د ټاکنیزو حلقو لومړنی نوملړ خپور کړ

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د پاکستان د ټاکنو کمېسون د چارشنبې په ورځ د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د حلقو یا حوزو لومړنی فهرست خپور کړ. دا اداره وايي، دا نوملړ له د اکتوبر تر ۲۶ پر خپله وېبپاڼه ساتي او له مخې یې د اړوند حلقو د رایه ور کوونکو نیوکې په پام کې نیسي.

د ټاکنو کمېسون د اعلامیې له مخې، د اکتوبر له ۲۸ د نومبر تر ۲۶ د معترضانو پر نیوکو او غوښتنو غور او پرېکړه کېږي.

دوی وايي، د مختلفو ګوندونو تر نظرونو او نیوکو اورېدو وروسته به د ټاکنیزو حوزو نهايي نوملړ د نومبر پر ۳۰ خپور شي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسون تېره شنبه وویل، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په وروستیو کې به په دغه هېواد کې ټولټاکنې وشي.

لانا ذکي: په افغانستان کې له ۸۰ زرو زیاتې نجونې جبري واده ته مجبورې شوې دي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۹ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د متحدو عربي اماراتو استازې لانا ذکي نصیبه وايي، چې په افغانستان کې اقتصادي بحران مخ پر ودې دی او د ښځو وضعیت د بحران یو بد پړاو ته داخل شوی دی.

نوموړې تېره ورځ (د تلې ۴مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې وویل، چې دا مهال په افغانستان کې له ۸۰ زرو څخه زیاتې نجونې په زور ودونو ته اړې شوې دي.

لانا ذکي زیاته کړه: "ملیونونه خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. په نړۍ کې بشري اړتیاوې تر بل هر وخت لوړې دي، نجونې او مېرمنې په جبري ډول له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کیږي. ایا دا په دې شورا کې د ناخوښۍ شیبه نه ده."

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې په افغانستان کې د بې وزلۍ، نجونو او مېرمنو بد وضعیت ته پر داسې مهال اشاره کوي، چې تېره ورځ د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) ویلي، که په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د اړتیا وړ مرستې ور نه کړل شي، دا به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د ژغورنې د وروستۍ لارې له لاسه ورکول وي.

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې د بودېجې د کمښت او نشتوالي له امله به یو میلیون میندې او د هغوی ماشومان له خوراکي مرستو بې برخې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځې په بې ساري توګه له ټولنې څخه لرې کړی شوي او له امله یې په دغه هېواد کې د بې‌وزلۍ کچه زیاته او د مرستو بهیر هم له جدي ننګونو سره مخامخ شوی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې، د بودیجې د کمښت له امله دغه پروګرام اړ شوی، چې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره خپلې مرستې کمې کړي او شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان د سخت بشري ناورین له ګواښ سره مخامخ شي.

دغه پروګرام تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانو نجونو او ښځو د حقونو په اړه د بحث بې بنسټه بللی.