• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خېبر پښتونخوا پولیسو په ترهګریزو فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور د ۱۳۵ کسانو لېست خپور کړ

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په ترهګریزو فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور د ۱۳۵ کسانو لېست خپور کړی او د یادو کسانو په اړه معلومات ورکوونکو ته نغدي انعام هم اعلان شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې(سي ټي ډي) نن پنجشنبه (د تلې ۶مه) په یوې اعلامیې کې د یادو کسانو لېست خپور کړی، چې پکې یوه ښځه او ماشوم هم شامل دي.

دغې ادارې ویلي، چې یوه ښځه او ماشوم هم په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري چې د ډېره اسماعیل خان اوسېدونکي دي.

په بیان کې راغلي: “ د هر مطلوب کس په اړه د معلوماتو په بدل کې نغدي انعام ورکوي او د دوو مطلوبو کسانو د معلوماتو په بدل کې ۱۰ میلیونه کلدارې ورکوو”.

د پولیسو د ترهګرۍ ضد اداره زیاتوي، چې دغو کسانو په ترهګرۍ، باج اخیستو، انسان تښتونو او هدفي وژنو کې لاس درلود.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان او په ځانګړي ډول په خېبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او ترهګریزو پېښو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

پاکستاني چارواکو په وار - وار نیوکه کړې، چې په پاکستان کې په کېدونکو ترهګریزو پېښو کې افغانان لاس لري، خو طالبانو بیا د دوی ادعاوې رد کړي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکي: په پاکستان کې افغان کډوال د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو بیه پرې کوي

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۰ GMT+۱

په کراچۍ کې د طالبانو د قونسلګرۍ سرپرست عبدالجبار تخاري په پاکستان کې پر افغانانو ظلمونو ته په اشارې سره وايي، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو بيه افغان کډوال ورکوي.

د پاکستان کابینې په دې وروستیو کې د ۱،۵ میلیونه افغان کډوالو د ویستلو هغه طرحه تصویب کړه، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د فرانسې خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه یو راپور خپور کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې؛ دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې یوازې ۱.۳ میلیونه یې په قانوني توګه ثبت دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته تر ۶۰۰ زرو ډېر افغان کډوال پاکستان ته تللي.

افغان کډوال د دغه هېواد پولیس د پیسو په اختلاس او د قانوني اسنادو له پامه غورځولو تورنوي.

د نقیب الله په نوم یوه افغان کډوال د فرانسې اژانس ته وویل؛ وروسته له هغه چې د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شو، پلار یې د خوشې کېدو لپاره ۱۶۰ امریکایي ډالره رشوت ورکړ.

د کراچۍ پولیسو تېر کال له دغه ښاره د شاوخوا ۱۸۰۰ افغان او پاکستاني کډوالو د شړلو اعلان وکړ او ویې ویل چې سږ کال یې شاوخوا ۱۷۰۰ افغان او پاکستاني کډوال نیولي دي.

د کراچۍ د پولیسو مشر د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «زموږ موخه یوازې غیرقانوني کډوال دي.»

هغه د قانوني اسنادو لرونکو کسانو د نيولو او د پولیسو په منځ کې د رشوت اخيستلو تورونه رد کړل او ويې ويل چې په دې اړه بايد څېړنې وشي.
د کراچۍ په کمپ کې د طالبانو د کډوالو وزارت استازی حبیب الرحمن وايي: "هر درې یا څلور کاله وروسته [د افغان مهاجرینو پر ضد] بد چلندونه کیږي، خو دا ځل تر ټولو بد دی".

په پاکستان کې د افغان بندیانو وکیله منیزا کاکړ وايي: «په دې وروستیو کې هغه کسان چې ایستل شوي دي، ناروغان، د بشري حقونو مدافعین او ښځینه زده کوونکې دي.»

سید عبدالجبار پر افغان مهاجرینو د زور زیاتي د نیوکې ترڅنګ وايي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې باید د خبرو په مېز حل شي.

په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګرۍ وایي، د افغان مهاجرینو ویستل د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو سره تړاو لري.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې د پاکستان مرز سره د پولې په اوږدو کې د اورپکو بریدونو د زیاتوالي له امله خړې شوي، چې اسلام اباد ادعا کوي دا بریدونه د افغانستان له خاورې پلان شوي دي.

څه موده وړاندې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سرحدي شخړې له امله د تورخم دروازه د نهو ورځو لپاره تړل شوې وه.

د پاکستان د ټاکنو کمېسون د ټاکنیزو حلقو لومړنی نوملړ خپور کړ

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د پاکستان د ټاکنو کمېسون د چارشنبې په ورځ د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د حلقو یا حوزو لومړنی فهرست خپور کړ. دا اداره وايي، دا نوملړ له د اکتوبر تر ۲۶ پر خپله وېبپاڼه ساتي او له مخې یې د اړوند حلقو د رایه ور کوونکو نیوکې په پام کې نیسي.

د ټاکنو کمېسون د اعلامیې له مخې، د اکتوبر له ۲۸ د نومبر تر ۲۶ د معترضانو پر نیوکو او غوښتنو غور او پرېکړه کېږي.

دوی وايي، د مختلفو ګوندونو تر نظرونو او نیوکو اورېدو وروسته به د ټاکنیزو حوزو نهايي نوملړ د نومبر پر ۳۰ خپور شي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسون تېره شنبه وویل، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په وروستیو کې به په دغه هېواد کې ټولټاکنې وشي.

پاکستانی چارواکی: بهر کې نیول کېدونکي ۹۰ سلنه سوالګر پاکستانیان دي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۰ GMT+۱

له سمندر پورې پاکستانیانو اړوند چارو مسوول وایي، په بهر کې نیول کېدونکي ۹۰ سلنه سوالګر پاکستانیان دي. ذیشان خانزاده نن دا خبره د پاکستان مشرانو جرګه کې بهر ته د تللیو پاکستانیانو اړوند غونډه کې وکړه.

د نوموړي په خبره، په مکه معظمه کې هم چې څومره جیب کټي( جیب وهونکي یا کیسه بور) نیول کېږي ډېری یې پاکستانیان وي.

ښاغلي خانزاده په خبره، ډېری پاکستاني سوالګر د عمرې په ویزې سعودي ته ځي.

هغه زیاته کړه چې عراقي او سعودي چارواکي همدا ورته وايي، چې جېلونه یې له پاکستانیانو ډک دي.

د هغه په خبره، له نورو هېوادونو مسلکي خلک بهر ته ځي، خو له پاکستان تر بل هر چا سوالګر ډېر بهر ته ځي.

په دې ناسته کې سناتور رانا محمودالحسن دې خبرې ته په اشاره وویل، چې د جاپان درې لکه ۴۰ زره مسلکي کسانو ته اړتیا وه، هند یو نیم لک، نېپال ۹۱ زره، بنګلدېش او سریلانکا هم خپل ماهر کسان ور ولېږل، خو پاکستان ایلا دوه سوه ماهر کسان توکیو ته برابر کړل.

د هغه په خبره، اوس سعودي هم ماهر کسان غواړي او ساده کارګرو ته اړتیا نه لري.

پاکستان کې د راکټ لنچر د مرمۍ د چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون نهه کسان ووژل شول

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د پاکستان د سند ایالت د کشمور ولسوالۍ په کندکوټ کې د راکټ لنچر د مرمۍ چاودلو له امله د پنځو ماشومانو په ګډون نهه کسان ووژل شول. د کشمور د پولیسو مشر راهیل خوشو ویلي، چللودنه په یوه استوګنځي کې شوې او په تړاو یې پلټنې روانې دي.

نوموړي له ایکسپرېس ټریبیون سره په خبرو کې ویلي، چې د چارشنبې ورځې په دې پېښه کې یو کس هم ټپي شوی دی.

خو ځینې رسنیو ویلي چې په دې پېښه کې پنځه کسان ټپي دي.

د پېښې ځای د کندکوټ د ګاټ پولیسو مرکز ته نږدې دی او په همدې وجه سیمه کلابند شوې ده.

د ولسوالۍ روغتون کې هم بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه: د اسلامي دولت - خراسان څانګې څلور غړي مو نیولي

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۷ GMT+۱

د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه ادعا کوي، چې د داعش - خراسان څانګې څلور غړي یې نیولي دي. دوی زیاتوي نیول شوي کسان په افغانستان کې پر شیعه مذهبو، دیني عالمانو او د طالبانو امنیتي ځوانونو په وژنو کې لاس لاره.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو اړوند ترهګرۍ ضد څانګې نن سه شنبه ـ میزان ۴ مه ـ ادعا وکړه وکړه، چې په پېښور کې د داعش خراسان څانګې اړوند څلور غړي نیولي دي.

دوي زیاتوي دغه نیول شوي کسان محمد رحیم، صالح محمد، شاهد او راز محمد نومیږي، چې د افغانستان اوسیدونکی دي.

له دې وړاندې طالبانو ته یوه نژدې ویب پاڼې المرصاد لیکلي وه، چې طالبانو د پاکستان او ایران سره د داعش خراسان څانګې د یو شمیر مشرانو په اړه معلومات شریک کړي دي، چې په دغو هیوادونو کې مېشته دي.

دې رسنۍ د (اسد ۱۸ مه) په یو راپور کې ویلي د مفتي ابو عثمان، ابو احمد ترڅنک د خان په نومونو د داعش مهم کسان په پاکستان کې اوسیږي او هلته داعش د پلانونو په عملي کولو کې فعاله ونډه لري او په ځانګړي توکه د وسلو برابرولو په برخه کې مرسته کوي.

په خپل راپور کې لیکلي چې داعش پلان لري چې افغانستان، پاکستان او ایران کې د اهل سنت پر دیني عالمانو او مدرسو بریدونه وکړی.