د هالنډ په یوه پوهنتون کې د ډزو له امله څو تنه وژل شوي دي

د هالنډ پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د روتردام په بندري ښار کې د طبي پوهنتون په یوه ټولګي کې د ډزو په پایله کې څو تنه وژل شوي دي.

د هالنډ پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د روتردام په بندري ښار کې د طبي پوهنتون په یوه ټولګي کې د ډزو په پایله کې څو تنه وژل شوي دي.
پولیسو ویلي دي، چې برید کوونکي ۳۲ کاله عمر درلود او نیول شوی دی، خو د مړو شمېر به وروسته اعلان کړي.
روېټرز د ښار د پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې ډزې د اراسموس پوهنتون د طبي څېړنو مرکز او دې مرکز ته نېږدې په یوه کور کې شوې دي.
ويل کيږي، چې یاد وسله وال پوځي يونيفورم اغوستى و؛ خو تر اوسه يې د دغه عمل د انګيزې په اړه معلومات نه شته.

د امریکا د مشرانو جرګې یوه غړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې چینايي هیکرانو د بهرنیو چارو وزارت له ۱۰ اکاونټونو څخه تر ۶۰ زرو زیات ایمیلونه هیک کړي او معلومات یې غلا کړي دي.
تر دې مخکې امریکايي چارواکو اعلان کړی و، چې چینايي هیکرانو په امریکا کې د ۲۵ ادارو حسابونو ته لاس رسی پېدا کړی دی.
د امریکا د سنا مجلس یوه غړي چې د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۵مه) یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتي ټېکنالوژۍ د چارواکو په غونډه کې ګډون کړی و، ویلي چې چینايي هیکران د مایکروسافټ د برېښنالیک له لارې د بهرنیو چارو وزارت برېښنالیکونو ته ننوتي دي.
د مشرانو جرګې دغه غړی وايي، نهه هیکران په ختیځه اسیا او یو یې په اروپا کې و.
د بهرنیو چارو وزارت د هغو کارکوونکو فعالیتونه چې اکاونټونه یې هیک شوي، تر ډېره د هند او اقیانوس ډیپلوماسۍ په هڅو متمرکز وو.
هیکران په دې توانیدلي، چې د دغه وزارت د ټولو ایمیلونو لېست ترلاسه کړي.
تر دې مخکې د امریکا او مایکروسافټ چارواکو د روان کال په جولای کې راپور ورکړی و، چې د چین له حکومت سره تړلو هیکرانو د تېر کال له می میاشتې راهیسې د امریکا د سوداګرۍ وزارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د شاوخوا ۲۵ سازمانونو برېښنالیکونو ته لاسرسی موندلی دی؛ خو چین دغه تورونه رد کړي دي.
د امریکا تورونه چې د چین حکومت د امریکا د ویب سایټونو په هیک کولو کې لاس لري؛ د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې کړې دي.
د دې میاشتې په پیل کې مایکروسافټ وویل، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت د لوړ پوړو چارواکو د حسابونو هیک کول د انجینرۍ شرکت مایکروسافټ د حسابونو د جوړېدو په پایله کې رامنځته شوي.
د مایکروسافټ یوه چارواکي وویل: "موږ اړتیا لرو چې د دې ډول سایبر بریدونو او لاسوهنو په وړاندې خپله دفاع پیاوړي کړو."

د پاکستان احتساب محکمې د پیپلز ګوند د مهمو مشرانو پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني پرضد د نېب دوسیې بیا راپورته کړې. داحتساب محکمې د پنجشنبې په ورځ دواړو سیاستوالو ته احظارلیک لېږلی او ترې غوښتي یې دي چې د اکتوبر پر ۲۴ پخپله محکمې ته ور شي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ورته دوسیې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف، شهباز شریف، شاهد خاقان عباسي، راجه پروېز اشرف او شوکت عزیز او مالیې وزیر اسحاق ډار په هکله را ژوندۍ شوې دي.
د پخواني لومړي وزیر عمران خان پسې ایتلافي حکومت د نېب قانون له مخې دا دوسیې ختمې کړې وې.
خو عمران خان له محکمې غوښتي و چې دا کېسونه بېرته ژوندي کړي.
د پاکستان لوی قاضي عمر عطا بندیال د سپتمبر پر ۱۵ د خپلې دندې په وروستۍ ورځ د عمران خان د غوښټنې په حق کې پرېکړه وکړه او د نېب له لسو ترمیمونو یې نهه بې قانونه وبلل.

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، دا مهال په افغانستان کې نېږدې ۱۶ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.
یونېسف زیاتوي، چې په افغانستان کې له نېږدې دېرش میلیونه اړمنو کسانو څخه یې نېږدې نیمايي برخه چې ماشومان دي بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان په خپل نوي خپاره کړي راپور کې وايي: “په افغانستان کې له ۲۹،۲ میلیونه اړمنو کسانو څخه ۱۵،۸ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري”.
یاد سازمان زیاتوي، چې په دغو ماشومانو کې ۸۷۵۰۰۰ یې له پنځو کلونو څخه کم عمرونه لري او د شدیدې خوارځواکۍ له امله درملنې ته ضرورت لري.
یونېسف په خپل راپور کې ویلي، چې د روان کال له پیله تر اګسټ میاشتې پورې په ۳۳۳ ولسوالیو کې د شدیدې نسناستې نېږدې ۱۵۲۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي.
یونېسف دا راپور په داسې مهال خپروي، چې روانه اونۍ د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) ویلي، که په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د اړتیا وړ مرستې ور نه کړل شي، دا به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د ژغورنې د وروستۍ لارې له لاسه ورکول وي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د سې شنبې په ورځ (د تلې ۴مه) په اېکس شبکه کې لیکلي، چې د بودیجې د کمښت او نشتوالي له امله به یو میلیون میندې او د هغوی ماشومان له خوراکي مرستو بې برخې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځې په بې ساري توګه له ټولنې څخه لېرې کړی شوي او له امله یې په دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه زیاته او د مرستو بهیر هم له جدي ننګونو سره مخامخ شوی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې، د بودیجې د کمښت له امله دغه پروګرام اړ شوی، چې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره خپلې مرستې کمې کړي او شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان د سخت بشري ناورین له ګواښ سره مخامخ شي.

د هند حکومت د مانیپور ایالت مرکز او نورو تاوتریخوالي ځپلو سیمو کې د پنجشنبې په ورځ ګرځبندیز ولګاوه دا ګرځبندیز د دوو زدکوونکو د تښتولو او وژلو ادعا پسې پیدا شوي تاوتریخوالي کې د لسګونو زدکوونکو تر ژوبلېدو وروسته اعلان شو.
له میانمار سره پر پوله پروت شمال ختیځ ایالت مانیپور توکمیز تاوتریخوالي پر سر اخیستی او ځینې کارپوهان د دوو ځايي قبیلو ترمنځ د ځمکې او دندو پر سر دا جنجال کورنۍ جګړې ته ورته بولي.
یوه چارواکي له نوم پرته رویټرز ته ویلي، په پروني تاوتریخوالي کې تر اتیا ډېر زدکوونکي ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره، له دې پېښې وروسته وسلوالو د واکمن ګوند دفتر زیانمن کړ او د پولیسو دوو مرکزونو ته یې هم لمبه يي بمونه ور ګوزار کړل.
په مانیپور کې له پنځو ورځو راهیسې موبایل انټرنټ خدمتونه هم بند شوي دي.
تېره مۍ میاشت کې پّ دغه ایالت کې د تاوتریخوالي پیلېدو راهیسې تر ۱۸۰ ډېر کسان وژل شوي او تر پنځوس زرو ډېر بې کوره شوي دي.
د مانیپور په ۳.۲ میلیون وګړو کې له نیمايي ډېر د میټي قبیلې اوسېدونکي دي او پاتې ۴۳ سلنه هم کوکي قبیلهه جوړوي چې تر ډېره په غرونو کې اوسېږي.
پرونۍ مظاهره چې په تاوتریخوالي واوښته د میټي قبیلې د دوو زدکوونکو د وژنې غبرګون کې وه.
دا زدکوونکي تېر جولای کې ورک و او روانه اونۍ یې مړي وموندل شول.

د سویس د یخچال څارنې اداره وايي، د دغه هېواد یخچالونه په تېرو دوو کلونو کې د ۳۰ کلونو په اندازه ویلې شوي دي او دا یو ناورین دی. د دې ادارې په خبره، سږ کال هم د ۲۰۲۲ کال په څېر د سویس یخچالونو ته دویم تر ټولو بدل کال و او په دغو دواړو کلونو کې یې لس سلنه حجم ویلې شوی دی.
د سویس یا سویزلنډ د یخچال څارنې مسوول متیس هوس له رویټرز سره خبرو کې سږنی کال د دغه هېواد د یخچالونو لپاره ډېر بد بللی دی.
د هغه په خبره، ژمی واوره ونه ورېده او دوبی هم ډېر ګرم و: «د دې دوو فکتورونو ترکیب ډېر بد دی چې یخچالونو ور سره مخ کېدلی شي.»
د سوېس د یخچال څارنې اداره په اعلامیه کې هم وايي، د کمې واورې ژر ختمېدونکي ژمي او اوږد ګرم اوړي یخچالونو ته ډېر تاوان ورساوه.
اګست میاشت کې د یخچال د ویلې کېدو په اوج کې د سویس د هواپوهنې ادارې وویل، د باران له امله د یخ ویلي کېدو نوی ریکارډ جوړ کړی او د پنځه زرو ۲۸۹ متره لوړوالي سره یخ په یوه شپه کې ویلې شوی چې لوړوالی یې له مونټ بلان څوکې جګ دی.
تېر کال دا ریکارډ ۵۱۸۴ متره و.

هوس وايي، سویس کې کوچني یخچالونه ویلې کېږي، پاتې یخ له ډبرو او خځلو لاندې کېږي او کومې سیمې چې له لسیزو او پېړیو راهیسې یخ پټې کړې وې پر تورو لمنو اوړي او د ډبرو ښویېدو خطر هم لري.
د سویس یخچال څارنې ادارې په مرکزي سیمو کې د ډېر ویلې کېدو له امله د یخچالونو څار بند کړی دی.
سویس پر ۱۹۱۴ کال د ځینې او پر ۱۹۶۰ کال د ټولو ینچالونو ریکارډ پیل کړ.
