له میانمار سره پر پوله پروت شمال ختیځ ایالت مانیپور توکمیز تاوتریخوالي پر سر اخیستی او ځینې کارپوهان د دوو ځايي قبیلو ترمنځ د ځمکې او دندو پر سر دا جنجال کورنۍ جګړې ته ورته بولي.
یوه چارواکي له نوم پرته رویټرز ته ویلي، په پروني تاوتریخوالي کې تر اتیا ډېر زدکوونکي ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره، له دې پېښې وروسته وسلوالو د واکمن ګوند دفتر زیانمن کړ او د پولیسو دوو مرکزونو ته یې هم لمبه يي بمونه ور ګوزار کړل.
په مانیپور کې له پنځو ورځو راهیسې موبایل انټرنټ خدمتونه هم بند شوي دي.
تېره مۍ میاشت کې پّ دغه ایالت کې د تاوتریخوالي پیلېدو راهیسې تر ۱۸۰ ډېر کسان وژل شوي او تر پنځوس زرو ډېر بې کوره شوي دي.
د مانیپور په ۳.۲ میلیون وګړو کې له نیمايي ډېر د میټي قبیلې اوسېدونکي دي او پاتې ۴۳ سلنه هم کوکي قبیلهه جوړوي چې تر ډېره په غرونو کې اوسېږي.
پرونۍ مظاهره چې په تاوتریخوالي واوښته د میټي قبیلې د دوو زدکوونکو د وژنې غبرګون کې وه.
دا زدکوونکي تېر جولای کې ورک و او روانه اونۍ یې مړي وموندل شول.