د ګرمۍ زیاتېدلو سره د سویس یخچالونه تېرو ۲ کلونو کې ۱۰ سلنه ویلې شوي

د سویس د یخچال څارنې اداره وايي، د دغه هېواد یخچالونه په تېرو دوو کلونو کې د ۳۰ کلونو په اندازه ویلې شوي دي او دا یو ناورین دی. د دې ادارې په خبره، سږ کال هم د ۲۰۲۲ کال په څېر د سویس یخچالونو ته دویم تر ټولو بدل کال و او په دغو دواړو کلونو کې یې لس سلنه حجم ویلې شوی دی.