تر دې مخکې امریکايي چارواکو اعلان کړی و، چې چینايي هیکرانو په امریکا کې د ۲۵ ادارو حسابونو ته لاس رسی پېدا کړی دی.
د امریکا د سنا مجلس یوه غړي چې د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۵مه) یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتي ټېکنالوژۍ د چارواکو په غونډه کې ګډون کړی و، ویلي چې چینايي هیکران د مایکروسافټ د برېښنالیک له لارې د بهرنیو چارو وزارت برېښنالیکونو ته ننوتي دي.
د مشرانو جرګې دغه غړی وايي، نهه هیکران په ختیځه اسیا او یو یې په اروپا کې و.
د بهرنیو چارو وزارت د هغو کارکوونکو فعالیتونه چې اکاونټونه یې هیک شوي، تر ډېره د هند او اقیانوس ډیپلوماسۍ په هڅو متمرکز وو.
هیکران په دې توانیدلي، چې د دغه وزارت د ټولو ایمیلونو لېست ترلاسه کړي.
تر دې مخکې د امریکا او مایکروسافټ چارواکو د روان کال په جولای کې راپور ورکړی و، چې د چین له حکومت سره تړلو هیکرانو د تېر کال له می میاشتې راهیسې د امریکا د سوداګرۍ وزارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د شاوخوا ۲۵ سازمانونو برېښنالیکونو ته لاسرسی موندلی دی؛ خو چین دغه تورونه رد کړي دي.
د امریکا تورونه چې د چین حکومت د امریکا د ویب سایټونو په هیک کولو کې لاس لري؛ د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې کړې دي.
د دې میاشتې په پیل کې مایکروسافټ وویل، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت د لوړ پوړو چارواکو د حسابونو هیک کول د انجینرۍ شرکت مایکروسافټ د حسابونو د جوړېدو په پایله کې رامنځته شوي.
د مایکروسافټ یوه چارواکي وویل: "موږ اړتیا لرو چې د دې ډول سایبر بریدونو او لاسوهنو په وړاندې خپله دفاع پیاوړي کړو."